د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: نړیوال

د افغانستان دنړيوالو لوبو په اړه رپوټونه

17.02.2010 11:34    |   کرکټ څانګه شبير نوري دوبۍ ته ورسېد. د ملي لوبډلې سره د کاناډا خلاف ټيسټ لوبه کې برخه اخلي.

شبير نوري دوبۍ ته ورسېد. د ملي لوبډلې سره د کاناډا خلاف ټيسټ لوبه کې برخه اخلي. افغان لوبغاړی شبېر نوري د چارشنبې په ورځ له کابله عربي متحده اماراتو ته ورسېد. شبېر نوري به د افغان ملي لوبډلې سره د کاناډا خلاف په ټيسټ یا څلور ورځنۍ لوبه کې چې د انټرکانټننټل لوبو سيالۍ په ترڅ کې ترسره کېږي برخه اخلي.


17.02.2010 10:14    |   کرکټ څانګه افغانستان او کاناډ سبا په شارجه کې لوبېږي. لوبه د شارجه کرکټ لوبغالي په تاريخ کې ۲۰۰مه یوه ورځنۍ لوبه ده.

افغانستان او کاناډ سبا پنجشنبه د عربي متحده اماراتو د شارجې په ښار کې د شارجه کرکټ په لوبغالي کې یوه ورځنۍ لوبه ترسره کوي.


15.02.2010 22:22    |   کرکټ څانګه افغانستان کاناډا ته ماته ورکړه. افغانستان په یوه منډه زړه دروزونکي لوبه وګټله

افغانستان  کاناډا ته ماته ورکړه. افغانستان په یوه منډه زړه دروزونکي لوبه وګټله افغانستان کاناډا ته ماته ورکړه. افغانستان په یوه منډه زړه دروزونکي لوبه وګټله


15.02.2010 18:13    |   کرکټ څانګه د کپ سره د لوبغاړو انځورونه په ليکه شول

د کپ سره د لوبغاړو انځورونه په ليکه شول. د تفصيل لپاره انځور ته ټک ورکړﺉ.


15.02.2010 16:47    |   کرکټ څانګه د افغانستان سفارت د افغان لوبډلې بری ونمانځه

د افغانستان سفارت د افغان لوبډلې بری ونمانځه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بری ونمانځه. د افغانستان د سفارت د فرهنګي اتشه فضل من الله ممتاز او کارکونکي عبدالستار په هڅو نن سفارت د یو شمېر افغانانو په بلنه د کرکټ ملي لوبډله په ميلمستيا او مرستو ونمانځله.


14.02.2010 11:26    |   کرکټ څانګه په دوبۍ کې اتلولي په جوش ولمانځل شوه. انځوريز رپوټ

په دوبۍ کې اتلولي په جوش ولمانځل شوه. انځوريز رپوټ د اتلولۍ د نمانځنې انځوريز رپوټ چې د نمانځنې له پيله تر پايه په کې ټول انځورونه درنو لوستونکو ته ډالۍ شوي دي.


14.02.2010 10:31    |   کرکټ څانګه د افغانستان او ايرلينډ لوبې (پايلوبې) انځوريز رپوټ

چه ايرلينډ وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. دا پرېکړه د ايرلينډ لپاره سمه وه ځکه چې له دې یوه ګړۍ مخکې یې د هالينډ سره لوبه پای ته ورسېده او ډېر لوبغاړي یې ډېر سخت ستړي وو. خو د افغانستان په ګټه وه. کپتان نوروز منګل ټول افغان ته وويل چې که چېرته یې پچه ګټلی وای نو لومړی یې بيټنګ ځکه ايرلينډ ته ورکاوه چې وروسته پرخه غورزېده او توپ لمدېده چې افغاني توپ اچونکو ته یې توپ اچونه سختوله.


14.02.2010 10:30    |   کرکټ څانګه د افغانستان او اماراتو د لوبې انځورونه

افغانستان اماراتو ته ماته ورکړه او نړيوال جام ته یې لاره ومونده


14.02.2010 09:57    |   کرکټ څانګه د پايلوبې ويډيوګانې. د ۲۰ اورونو نړيوال جام غوراوي کې د افغانستان او ايرلينډ تر منځ د پايلوبې ويډیوګانې

دا ويډيوګانې د کرکټ نړيوالې شورا خپرې کړي دي. هرې ويډيو ته چې ټک ورکړﺉ د نړيوالې شورا پاڼې ته مو وړي او هلته ويډيو کتلای شﺉ.


13.02.2010 16:14    |   کرکټ څانګه افغانستان پايلوبه وګټله. افغانستان د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي سيالي وګټله.

افغانستان پايلوبه وګټله. افغانستان د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي سيالي وګټله. افغانستان د کرکټ د شل اوريز يا ټونټي ټونټي نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې چې په عربي اماراتو کې روانې وې نن په پایلوبه کې ا يرلنډ ته په ماتې ورکولو ددغوسياليو اتلولي ترلاسه کړه چې له مخې يې د اتلې لوبډلې په توګه د غرب الهند په جزايرو کې کېدونکي د شل اوريزو لوبو نړيوال جام ته لار ومونده.


13.02.2010 06:17    |   کرکټ څانګه افغانستان د شل اورونو نړيوال جام ته لار ومونده

نن افغانستان د اماراتو سره د دوبۍ په وخت د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې په ۱۲ بجو لوبه کوي. لوبه د رزونکي کبيرخان په وينابرخليک ټاکونکي وي .


12.02.2010 08:15    |   کرکټ څانګه افغانستان، هالينډ ته لوبه بايلوده. بشپړ او انځوريز رپوټ

افغانستان،  هالينډ ته لوبه بايلوده. بشپړ او انځوريز رپوټ هالينډ په ۴ ويکټو وګټله. افغان لوبډلې نن دزرګونو افغانانوپه مخ کې لوبه وکړه.


12.02.2010 00:32    |   کرکټ څانګه افتاب عالم دوبۍ ته ورسېد. سبا به د ملي لوبډلې سره د هالنډ خلاف په لوبډله کې برخه اخلي

افتاب عالم دوبۍ ته ورسېد. سبا به د ملي لوبډلې سره د هالنډ خلاف په لوبډله کې برخه اخلي د ملي لوبډلې تر ټول کم عمره لوبغاړی افتاب عالم دوبۍ ته رسېدلی دی. نوموړی د روزونکي کبيرخان او د لوبډلې د مشرانو لوبغاړو له خوا د عبيدالله کونړي پر ځای په لوبډله کې شامل کړای شوی دی. عبيدالله کونړي ونشو کړای چې د ټپ له وجې د ملي لوبډلې سره د شل اوريزو د نړيوال جام د غوراوي سيالۍ کې چې په اماراتو کې ترسره کېږي برخه واخلي.


11.02.2010 22:35    |   کرکټ څانګه امريکا ته د ماتې ورکولو انځوريز رپوټ

امريکا ته د ماتې ورکولو انځوريز رپوټ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو دنړيوال جام د غوراوي په لړ کې نن په يوه بله لوبه کې د امريکا متحدو ایالاتو لوبډلې ته په ۲۹ منډو په ماتې ورکولو سره سوپر فور يا د څلورو غوره لوبډلو په کتار کې ودرېدله.


11.02.2010 14:31    |   سلېمانخېل کرکټ: افغانستان امريکاته په ماتې ورکولو د څلور غوره لوبډلو پړاو ته ووت

کرکټ: افغانستان امريکاته په ماتې ورکولوڅلور غوره لوبډلو پړاو ته ووت


11.02.2010 06:20    |   کرکټ څانګه افغانستان امريکا ته ماته ورکړه او سوپر فور ته بريالی شو

افغانستان  امريکا ته ماته ورکړه او سوپر فور ته بريالی شو افغانستان امريکا ته ماته ورکړه او سوپر فور ته بريالی شو


10.02.2010 22:41    |   کرکټ څانګه په سکاټلينډ د افغان بري انځوريز رپوټ

افغانستان نن په يوه شانداره لوبه کې سکاټلينډ ته ماته ورکړه. دا لوبهد ۲۰ اورونو نړيوال جام د غوراوي سيالۍ په ترڅ کې د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د سوونو افغان ملاتړو په شتون کې ترسره شوه. پچه سکاټلينډ وګټله او افغانستان ته یې د بيټنګ کولو بلنه ورکړه. افغانستان په ۲۰ اورونو کې په ډېره سخته ۱۳۱ منډې وکړې او سکاټلينډ ته یې د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.


10.02.2010 22:29    |   کرکټ څانګه کرکټ: افغانستان به نن له امريکا سره لوبه کوي

افغانستان نن د امريکا د متحده ايالاتو له لوبډلې سره لوبه کوي. لوبه د ۲۰ اورونو نړيوال جام د غواروي په ترڅ کې ترسره کېږي. لوبه د اماراتو په وخت ۱۲ بجې (د کابل په وخت ۱۲:۳۰ بجې) پيل کېږي. لوبه د دوبۍ سپورټ سيټي په کرکټ لوبغالي کې ده او د لوبې کتنه وړيا ده.


09.02.2010 21:05    |   کرکټ څانګه افغانستان سکاټلينډ ته په ۱۴ منډو ماته ورکړه. انځوريز رپوټ

افغانستان نن د سکاټلينډ سره لوبېږي. لوبه به د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د سهار په ۱۰ پيل کېږي


09.02.2010 18:28    |   کرکټ څانګه د افغانستان او ايرلينډ د لوبې انځوريز رپوټ

د افغانستان او ايرلينډ د لوبې انځوريز رپوټ دغه لوبه چې نن په متحدو عربي اماراتو کې ترسره شوه افغانستان په لومړۍ پاړۍ کې ۱۳۹ منډې جوړې او مخالفې لوبډلې ته يې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه چې د افغان توپ ويشتونکيو د ښې لوبې په برکت مخالفه لوبډله په ۱۲۶ منډو وسوځېده.