د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: نړیوال

د افغانستان دنړيوالو لوبو په اړه رپوټونه

08.04.2010 13:28    |   کرکټ څانګه افغانستان د آسيايي شورا د کرکټ د سيالۍ اتل شو

افغانستان  د آسيايي شورا د کرکټ د سيالۍ اتل شو افغانستان نېپال ته په ۹۵ منډو ماته ورکړه او د آسيايي شورا د ايليټ سيالۍ اتل شو. دا لومړی ځل دی چې افغانستان دا سيالي ګټي.


08.04.2010 11:56    |   کرکټ څانګه د افغانستان او د هانګ کانګ د نيمه پايلوبې انځوريز رپوټ

د افغانستان او د هانګ کانګ د نيمه پايلوبې انځوريز رپوټ هانګ کانګ پچه وګټله او لومړی یې بيټنګ کول غوره کړل. د افغانستان توپ اچونه شاهپور ځدراڼ پيل کړه.دويم اور وکړ. نوموړی په تېرو دوه لوبو کې نه و چې سمه پرېکړه نه برېښي. ميرويس اشرف اوس داسې تېز توپ اچونکی دی چې د افغانستان ملي لوبډلې یې د ده له لوبې پرته بشپړه نه ښکاري. ميرويس وکړای شول چې د دويم په څلورم توپ افغانستان ته د هانګ کانګ لومړۍ ويکټه ډالۍ کړي. د ميرويس اشرف په توپ محمد شهزاد ښکلي کيچ ونيوه. ميرویس اشرف نن ۸ اورونه وړل او ۱۸ منډې یې پکې ورکړې چې دوه وايډ وو. دې ته وايي دقيقه او منظمه توپ اچونه.


08.04.2010 11:02    |   کرکت څانګه انګلستان افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ویزي ورکړي

په کویټ کې د انګلستان سفارت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ویزې ورکړي، تر څو نړیوال شل اوریز جام ته د انګلستان له لارې لاړ شي.


07.04.2010 07:04    |   کرکټ څانګه افغانستان هانګ کانګ ته ماته ورکړه او پايلوبې ته ووت. سکور کارډ

افغانستان هانګ کانګ ته ماته ورکړه او پايلوبې ته ووت. سکور کارډ نن چي د اپريل دمياشتي د اومي نيټي سره سمون خوري په كويټ كي د څلورو هغه لوبډلو ترمنځ چي دوهم پړاو ته يي لاره پيدا كړي وه دكركيټ لوبي ترسره شوي چي په دي لوبه كي نيپال دماليزيا سره لوبه وكړه اوافغانستان دهانګ كانګ سره لوبه وكړه.


06.04.2010 15:53    |   کرکټ څانګه افغانستان سبا ته د هانګ کانګ سره نيمه پايلوبه کوي

افغانستان سبا ته د هانګ کانګ سره نيمه پايلوبه کوي په A ګروپ کې نېپال په لومړي مقام او هانګ کانګ نن عمان ته په ماته ورکولو دويم مقام خپل کړ. د مهال ويش سره سم به د A ګروپ لومړۍ لوبډله د B ګروپ د دويمې لوبډلې او د B ګروپ لومړۍ لوبډله د A ګروپ د دويمې لوبډلې سره نيمه پايلوبه کوي.


06.04.2010 13:04    |   کرکټ څانګه محمد نبي ويزه واخيسته او بېګا ته به کوېت ته سفر کوي

محمد نبي ويزه واخيسته او بېګا ته به کوېت ته سفر کوي د افغانستان د ملي لوبډلې آل راونډر محمد نبي عيسی خېل ته د کوېت چارواکو ويزه ورکړې ده او په نيمه پایلوبه کې به برخه اخلي.


06.04.2010 12:18    |   کرکټ څانګه هندوستان د کرکټ شل اوریز جام ته لوبډله اعلان کړه

هندوستان د کرکټ شل اوریز جام ته لوبډله اعلان کړه


06.04.2010 07:11    |   کرکټ څانګه افغانستان نيمه پايلوبې ته لاره ومونده

د آسيايي شورا د ايليټ په جام کې نن د B ګروپ ماليزيا او امارات خپلې درېمې لوبې ترسره کوي. افغانستان خپلې درې لوبې ترسره کړي دي او ۴ نمرې لري. امارات هم ۴ نمرې لري او ماليزيا بيا ۲ نمرې لري.


04.04.2010 15:58    |   کرکټ څانګه د افغانستان او ماليزيا د لوبې انځوريز رپوټ

د افغانستان او ماليزيا د لوبې انځوريز رپوټ د افغانستان او ماليزيا د لوبې انځوريز رپوټ


04.04.2010 12:45    |   فريد الله واعظي ماليزيا له بوتان څخه وګټله او افغانستان ته یې نيمه پايلوبې ته بريالي کېدل سخت کړل

نن داپريل په څلورمه نيټه باندي دبوتان اوماليزيا دهيوادونوترمنځ دكريكيټ لوبه وه چي پچه بوتان وګټله اوپه منډوجوړولويي شروع وكړه چي په 28.3 اورونوكي يي دخپلوټولولوبغاړو په سوزيدو68 منډي جوړي كړي .


04.04.2010 08:25    |   کرکټ څانګه د محمد نبي د ويزې کارونه ګړندي شوي او امکان لري چې په نيمه پايلوبه کې برخه واخلي

د محمد نبي د ويزې کارونه ګړندي شوي او امکان لري چې په نيمه پايلوبه کې برخه واخلي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مينيجر بشير ستانکزي له کوېت څخه د تيلي فون په ليکه ټول افغان ته ويلي دي چې د محمد نبي عيسی خېل د ويزې اخيستنې کارونه يې ګړندي کړي او امکان لري ډېر زر ورته کوېت ويزه ورکړي.


03.04.2010 21:35    |   کرکټ څانګه نيمه پايلوبې ته د افغانستان بری د ماليزيا د بخت پورې تړلی دی

نيمه پايلوبې ته د افغانستان بری د ماليزيا د بخت پورې تړلی دی د کرکټ د آسيايي شورا د ايليټ په جام کې د افغانستان تر دې مهال درې لوبې کړي چې یوه یې بايلودې او دوه یې ګټلې دي. افغانستان په خپل ګروپ کې دا مهال په دويم نمبر دی او ټولې څلور نمرې لري.


03.04.2010 12:22    |   کرکټ څانګه افغانستان ماليزيا ته ډېر په مشکل په ۱ منډه ماته ورکړه. سکور کارډ په ليکه شو

افغانستان ماليزيا ته ډېر په مشکل په ۱ منډه ماته ورکړه. سکور کارډ په ليکه شو د ټول افغان یو لوستونکی عبدالقدير وايي چې: ((موږ بايد په واقعيت کې د الله پاک ج شکر وباسو چې نن مو له ماليزيا څخه وګټله، چې افغان لوبډلې (په سيالۍ کې تر ټولو پياوړې لوبډلې) په یوه منډه وګټله.))


02.04.2010 22:17    |   کرکټ څانګه نړيوال جام ته د افغانستان لوبډله اعلان شوه

د کرکټ نړيوالې شورا دشل اورونو نړيوال جام لپاره چې د اپرېل په ۳۱مه نېټه په غرب الهند ټاپوګانو کې پيل کېږي پخپله ويبپاڼه اعلان کړه.


02.04.2010 21:07    |   کرکټ څانګه د کرکټ آسيايي شورا د ايليټ جام د سيالۍ د نمرو جدول او د افغانستان - امارات لوبې انځورونه

د کرکټ آسيايي شورا د ايليټ جام د سيالۍ د نمرو جدول


02.04.2010 11:21    |   کرکټ څانګه اماراتو افغانستان ته نه هېردونکي ماته ورکړه. اماراتو له پياوړي افغانستان څخه په ۲ ويکټو وګټله. سکور کارډ

اماراتو افغانستان ته نه هېردونکي  ماته ورکړه. اماراتو له پياوړي افغانستان څخه په ۲ ويکټو وګټله. سکور کارډ اماراتو افغانستان ته ماته ورکړه او یو ستر ارمان یې پوره شو. افغانستان نه په بيټنګ کې وځلېد او نه هم په توپ اچونه کې. د افغانستان توپ اچونکو لکه د پخوا په شان ډېر اضافي منډې ورکړې چې دلوبو د بايللو سبب شوې.


31.03.2010 07:13    |   کرکټ څانګه افغانستان بوتان ته په ۳۹۳ منډو ماته ورکړه. بشپړ سکور کارډ

د بوتان ټول لوبغاړي په ۷۸ منډو وسوځېدل.


30.03.2010 13:48    |   کرکټ څانګه د آسيايي شورا په ويبپاڼه به د کوېت د سيالۍ احوال خپرېږي

د افغانستان ملي لوبډله چې نن د کوېت په وخت ماسپښين یوه بجه کوېت ته د آسيايي شورا د ايليټ جام د لوبو په موخه ورسېده، د چارشنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه د بحرين سره ترسره کوي.


29.03.2010 08:08    |   کرکټ څانګه بالاخره د کوېت په لوبو کې افغان لوبډله اعلان شوه

دا په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره په کار و چې دا لوبډله یې اعلان کړې وه. دوه اونۍ وړاندې ټول افغان د برېښناليک له لارې له افغان کرکټ بورډ څخه د لوبډلې د غړو د نومونو پوښتنه کړې وه خو افغان کرکټ بورډ ورته تر اوسه بېرته ځواب ورنکړ.


28.03.2010 08:06    |   کرکټ څانګه ملي لوبډله د دوشنبې په ورځ کوېت ته سفر کوي. د لوبو مهال ويش

ملي لوبډله د دوشنبې په ورځ کوېت ته سفر کوي. د لوبو مهال ويش د افغانستان د کرکټ چارواکي وايي چې ملي لوبډله نن يکشنبه د لاهور له کيمپ څخه هېواد ته راستنېږي او سبا دوشنبه به د کوېت په خوا روانېږي.