د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: نړیوال

06.04.2010 14:04    |   کرکټ څانګه محمد نبي ويزه واخيسته او بېګا ته به کوېت ته سفر کوي

د افغانستان د ملي لوبډلې آل راونډر محمد نبي عيسی خېل ته د کوېت چارواکو ويزه ورکړې ده او په نيمه پایلوبه کې به برخه اخلي.

06.04.2010 13:18    |   کرکټ څانګه هندوستان د کرکټ شل اوریز جام ته لوبډله اعلان کړه

هندوستان د کرکټ شل اوریز جام ته لوبډله اعلان کړه

06.04.2010 08:11    |   کرکټ څانګه افغانستان نيمه پايلوبې ته لاره ومونده

د آسيايي شورا د ايليټ په جام کې نن د B ګروپ ماليزيا او امارات خپلې درېمې لوبې ترسره کوي. افغانستان خپلې درې لوبې ترسره کړي دي او ۴ نمرې لري. امارات هم ۴ نمرې لري او ماليزيا بيا ۲ نمرې لري.

04.04.2010 16:58    |   کرکټ څانګه د افغانستان او ماليزيا د لوبې انځوريز رپوټ

د افغانستان او ماليزيا د لوبې انځوريز رپوټ

04.04.2010 13:45    |   فريد الله واعظي ماليزيا له بوتان څخه وګټله او افغانستان ته یې نيمه پايلوبې ته بريالي کېدل سخت کړل

نن داپريل په څلورمه نيټه باندي دبوتان اوماليزيا دهيوادونوترمنځ دكريكيټ لوبه وه چي پچه بوتان وګټله اوپه منډوجوړولويي شروع وكړه چي په 28.3 اورونوكي يي دخپلوټولولوبغاړو په سوزيدو68 منډي جوړي كړي .

04.04.2010 09:25    |   کرکټ څانګه د محمد نبي د ويزې کارونه ګړندي شوي او امکان لري چې په نيمه پايلوبه کې برخه واخلي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مينيجر بشير ستانکزي له کوېت څخه د تيلي فون په ليکه ټول افغان ته ويلي دي چې د محمد نبي عيسی خېل د ويزې اخيستنې کارونه يې ګړندي کړي او امکان لري ډېر زر ورته کوېت ويزه ورکړي.

03.04.2010 22:35    |   کرکټ څانګه نيمه پايلوبې ته د افغانستان بری د ماليزيا د بخت پورې تړلی دی

د کرکټ د آسيايي شورا د ايليټ په جام کې د افغانستان تر دې مهال درې لوبې کړي چې یوه یې بايلودې او دوه یې ګټلې دي. افغانستان په خپل ګروپ کې دا مهال په دويم نمبر دی او ټولې څلور نمرې لري.

03.04.2010 13:22    |   کرکټ څانګه افغانستان ماليزيا ته ډېر په مشکل په ۱ منډه ماته ورکړه. سکور کارډ په ليکه شو

د ټول افغان یو لوستونکی عبدالقدير وايي چې: ((موږ بايد په واقعيت کې د الله پاک ج شکر وباسو چې نن مو له ماليزيا څخه وګټله، چې افغان لوبډلې (په سيالۍ کې تر ټولو پياوړې لوبډلې) په یوه منډه وګټله.))

02.04.2010 23:17    |   کرکټ څانګه نړيوال جام ته د افغانستان لوبډله اعلان شوه

د کرکټ نړيوالې شورا دشل اورونو نړيوال جام لپاره چې د اپرېل په ۳۱مه نېټه په غرب الهند ټاپوګانو کې پيل کېږي پخپله ويبپاڼه اعلان کړه.

02.04.2010 22:07    |   کرکټ څانګه د کرکټ آسيايي شورا د ايليټ جام د سيالۍ د نمرو جدول او د افغانستان - امارات لوبې انځورونه

د کرکټ آسيايي شورا د ايليټ جام د سيالۍ د نمرو جدول

02.04.2010 12:21    |   کرکټ څانګه اماراتو افغانستان ته نه هېردونکي ماته ورکړه. اماراتو له پياوړي افغانستان څخه په ۲ ويکټو وګټله. سکور کارډ

اماراتو افغانستان ته ماته ورکړه او یو ستر ارمان یې پوره شو. افغانستان نه په بيټنګ کې وځلېد او نه هم په توپ اچونه کې. د افغانستان توپ اچونکو لکه د پخوا په شان ډېر اضافي منډې ورکړې چې دلوبو د بايللو سبب شوې.

31.03.2010 08:13    |   کرکټ څانګه افغانستان بوتان ته په ۳۹۳ منډو ماته ورکړه. بشپړ سکور کارډ

د بوتان ټول لوبغاړي په ۷۸ منډو وسوځېدل.

30.03.2010 14:48    |   کرکټ څانګه د آسيايي شورا په ويبپاڼه به د کوېت د سيالۍ احوال خپرېږي

د افغانستان ملي لوبډله چې نن د کوېت په وخت ماسپښين یوه بجه کوېت ته د آسيايي شورا د ايليټ جام د لوبو په موخه ورسېده، د چارشنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه د بحرين سره ترسره کوي.

29.03.2010 09:08    |   کرکټ څانګه بالاخره د کوېت په لوبو کې افغان لوبډله اعلان شوه

دا په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره په کار و چې دا لوبډله یې اعلان کړې وه. دوه اونۍ وړاندې ټول افغان د برېښناليک له لارې له افغان کرکټ بورډ څخه د لوبډلې د غړو د نومونو پوښتنه کړې وه خو افغان کرکټ بورډ ورته تر اوسه بېرته ځواب ورنکړ.

28.03.2010 09:06    |   کرکټ څانګه ملي لوبډله د دوشنبې په ورځ کوېت ته سفر کوي. د لوبو مهال ويش

د افغانستان د کرکټ چارواکي وايي چې ملي لوبډله نن يکشنبه د لاهور له کيمپ څخه هېواد ته راستنېږي او سبا دوشنبه به د کوېت په خوا روانېږي.

28.03.2010 08:57    |   کرکټ څانګه افغانستان بالاخره د پاکستان نيشنل اکاډيمي ته ماته ورکړه

افغانستان د خالي په ورځ د پاکستان په لاهور کې د دې هېواد د پرمختللې اکاډيمي (پاکستان نشنل اکاډیمي) ته په شل اوريزه لوبه کې ماته ورکړه. لومړی بيټنګ د افغانستان ملي لوبډلې وکړ او په شلو اورونو کې یې د ۷ کسانو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې. محمد نبي ۴۸، محمد شهزاد ۳۱ او ريس احمدزي ۲۳ منډې وکړې او تر اخره ونه سوځېد.

24.03.2010 16:28    |   کرکټ څانګه د لومړي ډويژن لوبو مهال ويش اعلان شو

دا لوبې چې د ۲۰۱۰ ز کال د جولاي له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نيټې پورې دوام کوي د کرکټ د نړيوالې شورا د لسو پوره غړيتوب لرونکو هېوادونو څخه وروسته پياوړې سيالي ده. له افغانستان څخه برسېره په دې سياليو کې پنځه نور هېوادونه (ايرلينډ، سکاټلينډ، هالينډ، کينيا او عربي متحده امارات) هم برخه اخلي.

23.03.2010 10:52    |   کرکټ څانګه افغانستان چمتو دی په پاکستان کې لوبو ته دوام ورکړي

د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي کبيرخان ويلي دي چې افغانستان غواړي د پاکستان ملي لوبډلې سره رسمي لوبې وکړي. د کبيرخان دا وړانديز په داسې وخت کې وړاندې کېږي چې بهرني هېوادونه نه غواړي په پاکستان کې د امنيتي ستونزو له امله لوبې وکړي.

23.03.2010 10:36    |   کرکټ څانګه د پاکستان نيشنل اکاډيمي افغان ملي لوبډلې ته ماته ورکړه

د پاکستان د نيشنل کرکټ اکاډيمي افغانستان ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه.پاکستانۍ لوبډلې د افغانستان له خوا ورکړل شوی د ۹۷ منډو هدف په اسانۍ په ۱۴م اور کې د يو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ.

21.03.2010 10:51    |   کرکټ څانګه کرکټ: افغانستان د پاکستان سره په لوبه کې وښودل چې پياوړې لوبډله ده

د افغانستان ملي لوبډلې نن د لاهور د کيمپ په ترڅ کې د پاکستان يوې غوره لوبډلې خلاف لومړۍ لوبه پيل کړې ده او له پچې ګټلو وروسته یې بيټنګ غوره کړ.

20.03.2010 22:57    |   کرکټ څانګه افغانستان د پاکستان سره لوبه کوي

افغانستان نن د يکشنبې په ورځ د پاکستان د A لوبډلې سره په لاهور کې ملګرې لوبه کوي. د پاکستان په دې لوبډله کې د دې هېواد یو شمېر ملي لوبډلې هم لوبه کوي. د ملي لوبډلې لوبغاړي کريم خان صادق ټول افغان ته وويل چې لوبه به د سهار په لس بجو پيل کېږي.

18.03.2010 08:33    |   کرکټ څانګه د کوېت لوبو لپاره کيمپ په لاهور کې ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د آسيايي شورا د ايليټ جام لپاره - چې په کوېت کې د مارچ له ۳۱مې د اپرېل تر ۹مې ترسره کېږي - کيمپ په لاهور کې تر سره کېږي. افغان لوبغاړي به سبا په همدې موخه لاهور ته په سفر روانېږي.

15.03.2010 11:17    |   کرکټ څانګه په کوېت کې د ACC د سيالۍ مهال ويش اعلان شو

د آسيايي شورا د ايليټ کپ د سيالۍ مهال ويش اعلان شوی دی. دا لوبې د مارچ له ۳۱م څخه د اپرېل تر ۹م پورې په کوېت کې ترسره کېږي. په دې لوبو کې لس آسيايي هېوادونه برخه اخلي چې په دوه ګروپونو ويشل شوي دي. افغانستان په B ګروپ کې ځای لري.

04.03.2010 14:14    |   کرکټ څانګه ملي لوبډله به د اپرېل په ۱۰ دوبۍ کې کيمپ کوي

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبډله به د روان کال د اپرېل په ۱۰مه د شارجې په لوبغالي کې - چې اوس د افغان لوبډلې کورلوبغالی دی - کيمپ کوي.

28.02.2010 16:22    |   کرکټ څانګه کرکټ: افغانستان به کيمپ په ويسټ انډيز کې او تمريني لوبې ويسټ انډيزاوايرلينډ سره کوي

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د شل اورونو د نړيوال جام له پيله مخکې ويسټ انډيز يا لويديز هند ټاپوګانو ته د تمريني کيمپ په موخه ځي.