د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: نړیوال

28.04.2010 06:28    |   عطاالله خوږياڼى په نړيوال جام کې د تمريني لوبو رپوټ - ۲۷ اپرېل

نړيوالو شل اوريزو سياليوته دامادګۍ لپاره په دوستانه لوبوکې نيوزلينډ ايرلينډته په څلويښت منډو ماتې ورکړه. نيوزلينډکرکټ ټيم لومړى توپ وهنه وکړه چې په ټاکلې شل اورونوکې يې دپنځه لوبغآړو په سوزولوسره يوسلوآوه آتيآ منډې وکړې چې په ځوآب کې دآيرلينډټيم دنهه لوبغاړو په سوزيدوسره په شل اورونوکې يوسلو اوه څلويښت منډې جوړې کړې .

28.04.2010 05:16    |   کرکټ څانګه لوبډله ويسټ انډيز ته ورسېده او تمريني لوبه به نن (چارشنبه) د ايرلينډ سره کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په لاتيني امريکا کې د ويسټ انډيز يا غرب الهند هېوادونو ګيانا نامې هېواد ته رسېدلې ده. لوبډله دوه ورځې وړاندې له دوبې روانه شوه چې په لندن کې څو ګړيو تم کېدو څخه وروسته ويسټ انډيز ته د شل اورونو په نړيوال جام کې د برخه اخيستو په موخه روانه او د سه شنبې په ورځ ورسېده. په ګيانان کې به لوبډله نن چارشنبه د ايرلينډ سره تمريني لوبه کوي.

25.04.2010 22:51    |   کرکټ څانګه ملي لوبډله غرب الهند ته روانه شوه

نن د کرکټ ملي لوبډله دمتحده اماراتو څخه د غرب الهند په لور روانه شوه، د سهار په شپږ نیمو بجو به د انګلستان ګټویک ته ورسیږي.

24.04.2010 20:42    |   کرکټ څانګه د ويسټ انډيز د سفر لپاره شهريار خان د افغان لوبډلې د رسنيو مدير وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې د ويسټ انډيز د شل اوريز نړيوال جام د سفر لپاره یې شهريار خان د افغان لوبډلې د رسنيو مدير ټاکلی دی.

24.04.2010 18:45    |   کرکټ څانګه افغانستان د اماراتو یوې لوبډلې ته په ۵۵ منډو ماته ورکړه

افغانستان نن د شنبې په ماښام د اماراتو د یو کلب سره چې د دې هېواد ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم په کې شامل دي د شل اوريزو نړيوال جام لپاره د تيارۍ په ترڅ کې تمريني لوبه وکړه چې افغان لوبډلې په ۵۵ منډو وګټله.پچه افغانستان وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. افغانستان د ۸ لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورونو کې ۱۸۰ منډې وکړې. اماراتۍ لوبډلې د ۸ کسانو په سوځېدو ۱۲۵ منډې وکړې او په ۵۵ منډو یې لوبه افغان لوبډلې ته بايلله.

24.04.2010 09:44    |   کرکټ څانګه ملي لوبډله به د يکشنبې په ماښام ويسټ انډيز ته راونېږي

نن افغان کرکټ ملي لوبډله د ماښام ۷ بجې د اماراتو د لوبدلې سره شل اوزریزه تمریني لوبه کوي او سبا شپې ته د نړیوالو شل اوریزو اتلولیو لپاره غرب الهند ته روانیږي.

21.04.2010 22:05    |   کرکټ څانګه لوبډله به د غرب الهند ټاپو ته له ۲۶ مخکې ورسیږي

لوبډله به د غرب الهند ټاپو ته له ۲۶ مخکې ورسیږي

21.04.2010 12:57    |   کرکټ څانګه سويلي افريقا افغان لوبډلې سره د لوبې په اړه اندېښمنه ده

د سویلي افریقا د لوبډلې کپتان ګارهم سمیت د افغان لوبډلې سره د لوبې په اړه اندېښنه ښودلې ده او ويلي يې دي چې افغانستان ورته د ((کېلې پوستکی)) ثابتېدی شي يانې امکان لري چې پښه يې پرې وښيېږي او ماته ترې وخوري.

20.04.2010 18:09    |   کرکټ څانګه په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د لوبو مهال ویش

په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د لوبو مهال ویش

19.04.2010 20:04    |   کرکټ څانګه افغان ملي لوبډله له اوس هم په اماراتو کې ایساره ده

افغان ملي لوبډله له اوس هم په اماراتو کې ده

16.04.2010 16:54    |   کرکټ څانګه ملي لوبډله د اوور غورځونکي غر د لوګو له امله ایساره ده

د اوور غورځونکې غر د لوګو له امله ملي لوبډله ایساره ده.

16.04.2010 00:51    |   کرکټ څانګه اماراتو افغانستان ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه

نن د شارجې په لوبغالي کې د افغانستان او اماراتو کرکټ لوبډلو یوه تمریني لوبه لرله چې افغانستان ته يې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

14.04.2010 21:08    |   کرکټ څانګه افغانستان د اماراتو لوبډلې ته په ۵۹ منډو ماته ورکړه

افغانستان د متحده اماراتو لوبءلې ته په ۵۹ منډو ماته ورکړه انځوریز رپوټ

13.04.2010 22:17    |   کرکټ څانګه افغانستان د چارشنبې په ورځ د اماراتو سره لوبه لري

افغان ملي لوبډله د چارشنبې په ماښام ۷ بجې د اماراتو د ملي لوبډلې سره شل اوريزه لوبه لري.

12.04.2010 23:40    |   کرکټ څانګه افغانستان د اماراتو ECB ته په ۲۰ منډو بايلله

د افغانستان ملي لوبډلې نن د عربي متحده اماراتو د شارجه په کرکټ لوبغالي کې نړيوال جام ته د تياري په لړ کې د دې هېواد د یوې سيمه ييزې لوبډلې ECB سره شل اوريزه لوبه وکړه چې د ECB په ګټه تمامه شوه.

11.04.2010 23:28    |   کرکټ څانګه افغانستان شارجه کې تمريني لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دوشنبې په ماښام اوه بجې د اماراتو د یوې سيمه ييزې لوبډلې سره شل اوريزه لوبه کوي.

11.04.2010 23:23    |   کرکټ څانګه کرکټ: افغان ملي لوبډله دوبۍ ته ورسېده

په دوبۍ کې په لسګونو افغانان د لوبډلې هرکلي ته د دې امارت هوايي ډګر ته ورغلي وو. دوبۍ مېشتو افغانانو ملي لوبډلې ته په کوېت کې د آسيايي اتلولۍ د ترلاسه کولو مبارکي وويله او د عجمان تر امارت پورې یې - چېرته چې لوبغاړي مېشت دي - لوبډله بدرګه کړه.

11.04.2010 22:59    |   کرکټ څانګه کویټ میشتو افغانانو د ملي لوبډلې بری ونمانځه

پرون ماښام د کویټ د هیواد په پلازمېنه کې میشتو درنو افغانانو د کرکټ ملي لوبډلې ته د اسیا د شورا د ایلیټ جام د ګټلو په ویاړ ښکلې پرتمینه غونډه وکړه.

10.04.2010 00:56    |   کرکټ څانګه دافغانستان او نېپال تر منځ د پايلوبې انځوريز رپوټ

پچه نېپال وګټله. او دا چې لوبغالی د منډو جوړولو لپاره مناسب نه و نو غوره یې وګڼله چې پخپله فيلډ وکړي. د افغانستان نوروز هم د خپل بخت پرېکړې ته تسليم و او منډو جوړولو ته یې ملا وتړله. ټولو سره دا وېره وه چې د نېپال فيلډ ډېر ښه دی او کولای شي د افغانستان د منډو جوړولو مخه ونيسي.

09.04.2010 16:33    |   کرکټ څانګه د افغانستان او نېپال د پايلوبې سکور کارډ

د افغانستان او نېپال د پايلوبې سکور کارډ

08.04.2010 14:28    |   کرکټ څانګه افغانستان د آسيايي شورا د کرکټ د سيالۍ اتل شو

افغانستان نېپال ته په ۹۵ منډو ماته ورکړه او د آسيايي شورا د ايليټ سيالۍ اتل شو. دا لومړی ځل دی چې افغانستان دا سيالي ګټي.

08.04.2010 12:56    |   کرکټ څانګه د افغانستان او د هانګ کانګ د نيمه پايلوبې انځوريز رپوټ

هانګ کانګ پچه وګټله او لومړی یې بيټنګ کول غوره کړل. د افغانستان توپ اچونه شاهپور ځدراڼ پيل کړه.دويم اور وکړ. نوموړی په تېرو دوه لوبو کې نه و چې سمه پرېکړه نه برېښي. ميرويس اشرف اوس داسې تېز توپ اچونکی دی چې د افغانستان ملي لوبډلې یې د ده له لوبې پرته بشپړه نه ښکاري. ميرويس وکړای شول چې د دويم په څلورم توپ افغانستان ته د هانګ کانګ لومړۍ ويکټه ډالۍ کړي. د ميرويس اشرف په توپ محمد شهزاد ښکلي کيچ ونيوه. ميرویس اشرف نن ۸ اورونه وړل او ۱۸ منډې یې پکې ورکړې چې دوه وايډ وو. دې ته وايي دقيقه او منظمه توپ اچونه.

08.04.2010 12:02    |   کرکت څانګه انګلستان افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ویزي ورکړي

په کویټ کې د انګلستان سفارت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ویزې ورکړي، تر څو نړیوال شل اوریز جام ته د انګلستان له لارې لاړ شي.

07.04.2010 08:04    |   کرکټ څانګه افغانستان هانګ کانګ ته ماته ورکړه او پايلوبې ته ووت. سکور کارډ

نن چي د اپريل دمياشتي د اومي نيټي سره سمون خوري په كويټ كي د څلورو هغه لوبډلو ترمنځ چي دوهم پړاو ته يي لاره پيدا كړي وه دكركيټ لوبي ترسره شوي چي په دي لوبه كي نيپال دماليزيا سره لوبه وكړه اوافغانستان دهانګ كانګ سره لوبه وكړه.

06.04.2010 16:53    |   کرکټ څانګه افغانستان سبا ته د هانګ کانګ سره نيمه پايلوبه کوي

په A ګروپ کې نېپال په لومړي مقام او هانګ کانګ نن عمان ته په ماته ورکولو دويم مقام خپل کړ. د مهال ويش سره سم به د A ګروپ لومړۍ لوبډله د B ګروپ د دويمې لوبډلې او د B ګروپ لومړۍ لوبډله د A ګروپ د دويمې لوبډلې سره نيمه پايلوبه کوي.