کرکټ: نړیوال
د کاناډا د ۲۵۸ منډو هدف رښتيا هم چې سخت و خو افغان لوبغاړو وکړای شول چې تر ډېره ويکټې وساتي او په پای کې کپتان نوروز منګل له دې فرصت څخه په ګټه تېزې منډې وکړې او لوبه یې په خپله ګټه پای ته وروسوله. لوبه دومره سخته شوې وه چې له ګټلو وروسته افغان ملاتړي د ډولونو سره لوبغالي ته کوز شول او د بيرغونو په رپولو یې هرې خوا ته منډې وهلې او خوښي یې کوله.
لومړي ډويژن په اړه د کپتان نوروز منګل څرګندونې
دواړو ونشو کړای چې له برتانيې څخه نېغ په نېغه هالينډ ته ولاړ شي ځکه چې د هالينډ ويزې یې نه لري. په هالينډ کې د افغن لوبډلې مدير سيد نظيم جار ټول افغان ته وويل چې دوی بايد کابل ته ولاړ شي، د خدمت پاسپورتونه چې په کرکټ بورډ کې پراته دي او د هالينډ ويزې پرې لګېدلي له هغه ځایه واخلي او بيا هالينډ ته ولاړ شي.دوی دواړه برتانيه ته په شخصي پاسپورتونو تللي وو.
افغانستان نن په هالينډ کې د سکاټلينډ سره لوبه وکړه. لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن د سيالۍ لپاره د چمتووالي په موخه ترسره شوه چې افغانستان سکاټلينډ ته په ۶۵ منډو بایلوده. د لومړي ډوېژن رسمي لوبې د جولای په لومړۍ نېټه پيل کېږي.
د افغانستان د کورني پنځوس اوريز ولايتي سيالۍ د بريالي پوښښ څخه وروسته شمشاد تلويزيون په هالينډ کې د لومړي ډويژن د لوبو د پوښښ هوډ کړی دی. شمشاد تلويزيون په دې موخه د ارباب شمس خليل په مشرۍ د ملي لوبډلې سره یو پلایو هالينډ ته لېږلی دی.
د هالينډ کرکټ د لومړي ډويژن د سيالۍ دا مهال ويش خپور کړی دی چې تاسو کولای شئ خپل کمپيوټر کې یې وساتئ او د اړتيا په وخت کې په کې د افغانستان د لوبو وخت او د ځای پته وګورئ.
د کرکټ د نړيوالې شورا د نړيوال کرکټ ليګ د لومړي ډويژن لوبو لپاره د تيارۍ په ترڅ کې به افغانستان تمريني لوبه د سکاټلينډ سره کوي. دا لوبه به د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه د هالينډ د Kon.UD/Salland په ښار کې ترسره کېږي. دا یواځېنۍ لوبه ده چې افغانستان به یې سيالۍ ته د چمتو والي په موخه ترسره کوي. پاتې څلور لوبډلې به هم یوه یوه تمريني لوبه کوي.
د افغانستان ملي لوبډله به د راروانې خالي په ورځ چې د جون د ۲۶مې سره سمون خوري هالينډ ته د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن د سيالۍ لپاره راونېږي. ملي لوبډله دا مهال په جلال اباد کې د تمرين په موخه کيمپ لري. ټول افغان د ملي لوبډلې کيمپ چې په ننګرهار کرکټ اکاډيمي کې د تېرې پنچشنبې (۱۷م جون) راهيسي د اتو ورځو لپاره ترسره کېږي کتلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد د شپاړلس کلونو ټيټه لوبډله اسلام اباد ته د تمرين لپاره د تېرې سه شنبې په ورځ تللې ده. په لوبډله کې ټول ۱۸ لوبغاړي دي چې څلور په کې احتياطي لوبغاړي هم شامل دي. لوبډله به په اسلام اباد کې تمريني کيمپ ترسره کوي او بيا به د ماليزيا د پيننګ ښار ته د آسيايي شورا د ۱۶ ټيټ چيلنج کپ د سيالۍ لپاره روانېږي.
په دوهمه پاڼئ کی هالینډ بیا ۲۵۷ منډی جوړی کړی چی سکاټلینډ ته د لوبو ګټلو لپاره ۷۶ منډی هدف اوټاکه چی سکاټلینډ د ۶ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. دی سره سکاټلینډ ۶ نمری د لومړئ پاڼئ بریا او ۱۴ نمری د لوبی د ګټلو ترلاسه کړی چې د سکاټلینډ ټولی نمری ۶۹ شوې چی مخکی افغانستان د ۵۷ نمره په لرلو سره لومړی او سکاټلینډ د ۴۹ نمره په درلودو سره دویم مقام درلود. اوس چې سکاټلينډ له افغانستان نمرې ډېرې لري نو افغانستان د انترکانتننتل سياليو له تخت څخه دويم نمبر کېوت.
افغانستان، کينيا، هالينډ، ايرلينډ ، کاناډا او سکاټلينډ د لومړي ډويژن لوبو لپاره چې په هالينډ کې د جولای له لومړۍ نيټې څخه تر ۱۰مې نيټې پورې ترسره کېږيوبډلې اعلان کړې. لوبډلې په لاندې ډول دي: د لوبډلو په اړه پوره رپوټونه په انګليسي برخه کې ولولئ.
د دې مياشتې په پای کې په هالينډ کې د نړيوال کرکټ ليګ لومړي ډويژن لوبو لپاره د کرکټ بورډ پتيلي ده چې افغان ملي لوبډلې ته په جلال اباد کې د تمرين کيمپ جوړ کړي. د تمرين کيمپ به اته ورځې دوام لري.
په اساسي لوبغاړو کې د محمد نبي پر ځای ميرويس اشرف د کپتان نوروز منګل مرستيال ټاکل شوی دی. محمد سږه کال د سريلانکا د تمريني کيمپ په مهال د کريم خان صادق پر ځای د کپتان مرستيال ټاکل شوی و. هغه مهال ويل کېدل چې د نوروز منګل له تقاعد کېدو وروسته د محمد نبي عيسی خېل د کپتانولو لپاره نوموړی د نوروز منګل مرستيال وټاکل شو. ميرويس اشرف د شل اورونو په نړيوال جام کې د سويلي افريقا خلاف ښه توپ واچاوه او په توپ وهنه کې وځلېد په داسې حال کې چې د محمد نبي توپ اچونه او توپ وهنه ونه ځلېده.
د دې لپاره چې د افغانستان د کرکټ بورډ په راتلونکې کې د نړيوالو ارګانونو سره د ستونزو سره مخ نه شي او لوبډله له سياليو ونه ويستل شي په کابل کې یې په فرانسوي روغتون کې د هر لوبغاړي د هډوکو معاينه (Wrist Joint X-Rays) ترسره کړې ده چې په نتيجه کې یې یو شمېر لوبغاړي چې د معاينې په پايله کې له ۱۶ کالو ډېر ښودل شوي په لوبډله کې نه دي شامل کړي.
د شل اورونو د نړيوال جام د خپلولو په موخه پرون د شپي په اتو بجو په نيمه پايلوبي كي د پاكستان او استراليا دلوبډلوترمنځ يوه ډيره په زړه پوري لوبه ترسره شوه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اورونو په نړیوال جام کې د برخه اخيستو څه وروسته د خالي په ورځ سهار نهه بجې کابل ته ورسېده.
دنړيوال جام دخپلولوپه موخه ددووهغه لوبډلوترمنځ چي دهريوه په ګټه باندي ددوي دورتګ سيمي فاينل ته يقيني كيده لوبه ترسره شوه.
په دي لوبه كي پچه هند وګټله اواسترالياته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه په اول اوركي چي بالنګ دسنګ لخوا وشواستراليا يوه منده هم وانه خيسته مګروروسته داول اورنه داستراليا لوبډلي ډيره ښكلي لوبه وكړه اوتر104 منډو پوري يي كوم لوبغاړي له لاسه نه وو وركړي او په 105 منډه يي خپل يولوبغاري شين واټسن چي ښكلي لوبه يي كړي وه او54 منډي يي جوړي كړي وي له لاسه وركړو داستراليا په لوبغاړوكي ډيودوارنرپه 42 بالونو72 اوواټسن په 32 بالونو54 منډي كړي وي چي ددوي دلوبډلي لپاره يي ښه پايله درلودله استراليا په 20 اورونوكي 184 منډي جوړي كړي اوسيالي لوبډلي هند ته يي د185 منډوهدف وركړ.
پچه انګلستان وګټله اوپاكستان ته يي دمنډو جوړولوبلنه وركړه چي پاكستان په وركړل شويو 20 اورونوكي داوو لوبغاړو په سوزيدو باندي 148 منډي وكړي اومقابل ټيم ته يي د149 منډوهدف وټاكه وروسته انګلستان په مندوجوړولوشروع وكړه اوډيره ښكلي لوبه يي وكړه اود4 لوبغاړوپه سوزيدوباندي په 19.3 اوركي وتوانيدل چي 152 مندي وكړي اووركړل شوي هدف ديراسانه پوره اودالوبه دځان په ګټه تمامه كړي.
دنړيوال جام دخپلولوپه موخه پرون دشپي په نهه بجو داستراليا اوبيګلديش دلوبډلوترمنځ دكركيټ لوبه وشوه چي پچه استراليا وګتله اوپه خپله يي په منډو جوړولوشروع وكړه.
سويلي افريقا له افغانستان څخه په ۵۹ منډو وګټله او یو ځل بيا دا په زبات ورسېدله چې د ټيسټ هيوادونو لوبډلې له اسوسيټ او افيليټ هېوادونو څخه ډېرې پياوړي دي او د دواړو د لوبې ترمنځ واټن ډېر دی.
دې انځوريز رپوټ ته ښاغلي عبدالصمد غفوري له ويسټ انډيز څخه دا انځورونه رالېږلي دي.
په افغان لوبډله د مستند فيلم جوړونکي آغلې ليزلي ناټ دا انځورونه اخيستي دي چې د کرکټ افغان مينه والو ته وړاندې کېږي.
پچه نيوزيلاند وګټله اوزيمبابوي ته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه. زيمبابوي په 4.4 اورونوكي 36 منډي جوړي كړي وي اولومړني لوبغاړي ټيبويي په 21 منډوله لاسه وركړه چي زيمبابوي ته ګرانه پريوته اوتر74 منډوپوري يي خپل 9 لوبغاړي له لاسه وركړل. د نيوزيلانډ په بالرانو كي سټايرس ډيرښكلي اورونه وكړل اوپه دوه اورونوكي يي دري منډي وركړي اودري نفره يي اوټ كړل په پايله كي په 15.1 اور كي دټولو لوبغاړو په سوزيدو باندي زيمبابوی 84 منډي جوړي كړي اونيوزيلاند ته يي د85 منډو هدف وټاكه.
د سويلي افريقا د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وانسنت بارنس ويلي دي چې د بارباډوس د لوبغالو پيچونه د باونسر يا ټپکي توپونو لپاره ښه دي او د تېزو او ورو (سپن) توپ اچونکو ټپکي توپونه به په کې موثر وي.