د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: نړیوال

د افغانستان دنړيوالو لوبو په اړه رپوټونه

15.08.2010 04:00    |   کرکټ څانګه افغانستان د انټرکانټینټل په سيالۍ کې سکاټلينډ ته ماته ورکړه او دا مهال یې نمرې تر ټولو ډېرې دي

افغانستان د انټرکانټینټل په سيالۍ کې سکاټلينډ ته ماته ورکړه او دا مهال یې نمرې تر ټولو ډېرې دي پرون افغانستان د سکاټلینډ ټول لوبغاړي یې په ۳۱۶ منډو وسوځول، افغانستان سکاټلینډ ته په دې لوبه کې ۵۴۵ منډې هدف ټاکلی و، د سکاټلینډ د هیواد پخې ښویدلې وې او پوهیدل چې افغان لوبډلې ته ټاکل شوی هدف نشي پوره کولای کوښښ یې کولو چې وخت ضایع کړي او لوبه د افغانستان سره مساوي کړي خو حمید حسن په دویمه پاڼۍ کۍ د لومړۍ پاڼۍ په شان توره وکړه او د سکاټلینډ هیواد ۵ لوبغاړي یې وسوځل او لوبه افغانستان وګټله.


14.08.2010 09:54    |   کرکټ څانګه انټرکانټننټل سيالي: افغانستان سکاټلينډ ته ماته ورکړه او ۱۴ نورې نمرې یې هم خپلې کړې

انټرکانټننټل سيالي: افغانستان سکاټلينډ ته ماته ورکړه او ۱۴ نورې نمرې یې هم خپلې کړې افغانستان نن د انټرکانټننټل په سيالۍ کې د سکاټلينډ سره د لوبې په څلورمه ورځ د سکاټلينډ ټول لوبغاړي په ۳۱۶ منډو وسوځول او لوبه یې په ۲۲۹ منډو وګټله. په دې ترتيب افغانستان د دې لوبې ۱۴ نورې نمرې هم خپلې کړې او ټولې شل نمرې یې خپلو نمرو ته ورزياتې کړې. دا مهال په دې سيالۍ کې د افغانستان نمرې ۷۷ شوې چې تر ټول لوړې او افغانستان یې په ګروپ کې لومړی کړ. افغانستان له دې وروسته په دې سيالۍ کې يوه بله لوبه د کينيا سره لري چې په نيروبي کې به ترسره کېږي. سکاټلينډ هم يوه بله خو زيمبابوی دوه لوبې لري.


14.08.2010 01:53    |   کرکټ څانګه په برتانيه کې افغانان تشويقوو چې د ملي لوبډلې ملاتړ ته راشي. SAS

په برتانيه کې افغانان تشويقوو چې د ملي لوبډلې ملاتړ ته راشي. SAS په سکاټلينډ کې د افغان-سکاټلينډ د ټولنې مشر محمد اصف په برتانيه کې په مېشتو افغانانو غږ کړی دی چې د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ د دوه يو ورځنيو لوبو سيل ته دې د افغان لوبډلې لپاره ورشي.


13.08.2010 09:35    |   کرکټ څانګه انټرکانټننټل سيالي: په درېمه ورځ افغانستان سکاټلينډ ته ۵۴۶ منډې هدف وټاکه

انټرکانټننټل سيالي: په درېمه ورځ افغانستان سکاټلينډ ته ۵۴۶ منډې هدف وټاکه نن افغان لوبډله د سکاټلينډ سره د انټرکانټننټل سيالۍ په ترڅ کې څلور ورځنۍ لوبې په درېمه ورځ د دويمې پاڼۍ توپ وهنې ته دوام ورکوي چې د سکاټلينډ په وخت د سهار په ۱۱ بجو (چې د ماسپښين په ۲:۳۰ بجې کېږي) پيل کېږي.


12.08.2010 07:40    |   کرکټ څانګه انټرکانټننټل سيالي، دويمه ورځ: افغانستان ۶ نمرې خپلې کړې او د پاتې ۱۴ د لاسته راوړلو په هڅه کې دی

انټرکانټننټل سيالي، دويمه ورځ: افغانستان ۶ نمرې خپلې کړې او د پاتې ۱۴ د لاسته راوړلو په هڅه کې دی کپتان نوروز منګل ټول افغان ته وويل چې موږ غوښتل چې د فالو آن (سکاټلينډ ته دويم څل توپ وهنې بلنه) ورکړو خو لکه چې له لوبغالي راووتلو نو دواړو روزونکو (کبيرخان او راشد لطيف) پرېکړه کړې وه چې موږ د دويم ځل لپاره توپ وهنه وکړو. منګل زياتوي چې ((موږ د فاسټ بالرانو ستونزه لرله. حميد او شاپور ځدراڼ دواړو ډېره لوبه وکړه او دواړه زخميان وو. موږ وېرېدو چې که چېرته هغوی ته د دويم ځل توپ وهنې دعوت ورکړو نو هسې نه چې ګېر شو ځکه چې زموږ بريد کونکي بالران زخميان دي.))


11.08.2010 07:44    |   کرکټ څانګه انټرکانټننټل سيالي: افغانستان په لومړۍ ورځ په ۵ ويکټو ۳۴۹ منډې وکړې

انټرکانټننټل سيالي: افغانستان په لومړۍ ورځ په ۵ ويکټو ۳۴۹ منډې وکړې د لوبې پچه سکاټلينډ وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. افغانستان ښه پيل درلود او مخکې له دې چې د نور علي ويکټه له لاسه ورکړي نوموړي د کريم خان صادق سره په شريکه ۶۷ منډې وکړې چې د افغانستان د منډو لپاره یې ښه بنسټ کېښود. نن د افغانستان توپ وهنه پخه وه او لوبغاړو په حوصله او مسلکي انداز کې لوبه وکړه. اصغر ستانکزی چې لا ولاړ دی د افغانستان منډې خورا لوړې کړي دي او تر دې مهاله یې ۸۸ منډې کړي دي چې ۳ په کې شپږيزې او ۶ په کې څلوريزې دي.


11.08.2010 07:25    |   کرکټ څانګه په سکاټلينډ کې د ملي لوبډلې نمانځنه وشوه

په سکاټلينډ کې مېشتو افغانانو د تېرې دوشنبې په ورځ ماښام افغان ملي لوبډلې ته بلنه ورکړه او ویې نازوله. په سکاټلينډ کې د افغانانو د ټولنې مشر محمد اصف ټول افغان ته وويل چې دا غونډه د دې ټولنې له خوا ترتيب شوې وه.


10.08.2010 12:50    |   کرکټ څانګه د افغانستان او سکاټلينډ څلور ورځنۍ لوبه سبا چارشنبه پيل کېږي

د افغانستان او سکاټلينډ څلور ورځنۍ لوبه سبا چارشنبه پيل کېږي سبا سهار د سکاټلینډ په وخت ۱۱ بجې چې د افغانستان د ماسپښین د ۲:۳۰ بجې سره سمون خوري افغانستان دسکاټلینډ سره څلور ورځینۍ سیالي پېل کوي. د ملي لوبډلې روزونکي حاجي کبیر خان وايي چې ملي لوبډله سبا څلور ورځینۍ سیالۍ ته په ذهني شکل تیاره ده، او هر کله چې لوبغاړی په ذهني شکل تیار وي لوبه کول ورته هم اسانه وي.


09.08.2010 13:11    |   کرکت څانګه په سکاټلینډ کې هم ملي لوبډه اورښتونه تمرینونو ته نه پريږدي

په سکاټلینډ کې هم ملي لوبډه اورښتونه تمرینونو ته نه پريږدي په سکاټلینډ کې هم د افغان ملي لوبډلې د تمریننو مخه اورښتونو ډب کړې ده، د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی وايي چې نن په سکاټلینډ کې باران و، لوبغاړي نن هغه لوبغالي ته تللي و چې په کوم باندې د افغانستان ملي لوبډله د سکاتلینډ سره څلور ورځینۍ سیالي پرې کوي خو لوبغاړي باران پرینښودل چې تمرین وکړي، نن د لوبډلې روزونکو لوبغاړو ته په جیم کې د بدني روزنې تمرینونه ورکوي او له جیم څخه وروسته به ټول لوبغاړي په اوبو کې تمرینونه کوي.


08.08.2010 11:48    |   کرکټ څانګه د افغانستان ملي لوبډله په سکاټلینډ کې په تمرینونو بوخته ده

د افغانستان ملي لوبډله په سکاټلینډ کې په تمرینونو بوخته ده د افغانستان ملي لوبډله په سکاټلینډ کې د انټرکانټینټل څلور ورځینیو سیالیو ته چې په ۱۱ د اګست پېل کیږي په تمریناتو بوخته ده.


05.08.2010 08:54    |   کرکټ څانګه د افغانستان ملي لوبډله نن سهار ۸:۰۰ بجې سکاټلینډ ته ورسیده

د افغانستان ملي لوبډله نن سهار ۸:۰۰ بجې  سکاټلینډ ته ورسیده د افغانستان ملي لوبډله نن سهار د انټرکانټینټل جام سیالو ته سکاټلینډ ته ورسیده، د سکاټلینډ سره د افغانستان لومړۍ څلور ورځینۍ سیالۍ د اګست په ۱۱ پېل کیږي چې د اګست د ۱۴ نېټې پورې به دوام ولري.


05.08.2010 04:49    |   کرکټ څانګه په ۱۱ د ګست افغانستان د انټرکانټینټل کرکټ په جام کې څلورمه سیالي کوي

په ۱۱ د ګست افغانستان د انټرکانټینټل کرکټ په جام کې څلورمه سیالي کوي د افغانستا ن ملي لوبډله د انټر کانټینټل کرکټ جام د سیالیو په پړوا کې څلورم ځل سیالیو لپاره نن سکاټلینډ ته روانه شوه، لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي يې د اګست له ۱۱ څخه تر ۱۴ اګست پورې دوام کوي چې خورا ارزښتناکه ده، دوه نورې یو ورځینۍ سیالۍ یې په ۱۶ او ۱۷ اګست د همدې هیوار سره دي.


03.08.2010 21:06    |   کرکټ څانګه د انټرکانټننټل لوبو لپاره ملي لوبډله نن سکاټلينډ ته روانېږي

د کرکت بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري د کرکټ بورډ لپاره نوي قوانين جوړ کړي چې یوه ماده يې د کرکټ بورډ په چارواکو په رسمي سفرونو کې د بندېز لګول دي. دا لومړی ځل دی چې د کرکټ بورډ له ادارې لخوا داسې یوه قانون پلي کیږي. سبا ته به سکاټلینډ ته ۱۴ د ملي لوبډلې لوبغاړي، دوه روزونکي، ویدیو څیړونکی، ډاکټر او د ملي لوبډلې مدیر سفر کوي.


31.07.2010 07:31    |   کرکټ څانګه په کابل کې د ملي لوبډلې تمرين دوام لري

په کابل کې د ملي لوبډلې تمرين دوام لري د افغانستان د ملي لوبډلې تمرين په کابل کې دوام لري. په ننګرهار کې د ملي لوبډلې د تمرين کيمپ د باران او سيلابونو له کبله کابل ته وړل شوی و.


29.07.2010 08:12    |   کرکټ څانګه د باران له امله به ملي لوبډله تمرين په کابل کې کوي

په جلال اباد کې سختو اورښتونو له امله د ننګرهار په کرکټ اکاډيمي کې اوبه ولاړې دي او د تمرين ځايونه یې زيانمن کړي دي چې له امله یې لوبډله دا مهال د دې پرېکړې په تمه ده چې بېرته کابل ته ولاړه شي او هلته د کرکټ په لوبغالي کې تمرين وکړي.


25.07.2010 08:22    |   کرکټ څانګه ۱۶ ټیټ افغان لوبډله له ماليزيا کابل ته ستنه شوه

۱۶ ټیټ افغان لوبډله له ماليزيا کابل ته ستنه شوه د افغانستان ۱۶ ټيټ لوبډله پرون ماښام د پښتونخواه له لارې هیواد ته له مالیزیا د چیلینجر سیالیو څخه راستنه شوه، افغانستان د چیلنجر په سیالیو کې دریم، ایران دویم او عمان لومړی مقام وګاټه.


20.07.2010 08:44    |   کرکټ څانګه د سکاټلينډ د سفر لپاره لوبډله اعلان شوه. نور به د لوبډلې سره غيرتخنيکي کسان سفر نه کوي

عبدالرحیمزی وایي چې سبا ته به ۱۵اساسي لوبغاړي، ۲ روزونکي(کبیر خان، راشد لطیف)، د لوبډلې ډاکټر(عظیم ملک)، ویډیو څیړونکی داود بابر د انګلستان ویزو لپاره خپل اسناد وړاندې کوي تر څو سکاټلینډ ته د سفر جوګه شي. د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وايي چې د پخوا په شان به د لوبډلې سره غیرې اړین مسؤلین سفر نه کوي.


19.07.2010 14:32    |   کرکټ څانګه د افغانستان ۱۶ ټيټ لوبډله په آسيايي چيلنج سيالي کې درېمه شوه

د افغانستان ۱۶ ټيټ لوبډله په آسيايي چيلنج سيالي کې درېمه شوه دغه سیالۍ په مالیزیا کې تر سره شوي، نن د افغانستان اخیري سیالۍ د بوتان سره وه، بوتان پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، د افغانستان توپ اچونکو د بوتان ټول لوبغاړي په ۶۰ منډو وسوزول او ۶۱م یې ورته هدف وټاکه. په افغان توپ اچونکو کې جعفر کټوازي تر ټولو ښه توپ واچاوه او د درې کسانو په سوځولو یې ۷ منډې ورکړې په داسې حال کې چې شمس محمد هم درې ويکېټې واخيستې او ۱۵ منډې یې ورکړې


13.07.2010 09:46    |   کرکټ څاګه د ۱۶ کاله ټيټ لوبډلې مالديف ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه

د ۱۶ کاله ټيټ لوبډلې مالديف ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه مالديف پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه خو ټول لوبغاړي يې په ۱۴ اورونو کې په ۳۸ منډو وسوځېدل. قويم ځاځي ۴ ويکټې واخيستې او ۱۳ منډې یې ورکړې. شمس الرحمان کړوخېل ۴ ويکتې واخيستې او ۴ منډې یې ورکړې. د مالدیف په ۳۸ منډو کې ۲۰ منډې اضافي وې چې افغانستان وړيا ورکړې. په بل عبارت مالديف پخپله ټولې ۱۸ منډې کړې وې.


13.07.2010 09:33    |   کرکټ څانګه شهزاد محمدي ته د کرکټ نړیوالې شورا خبرداری ورکړ

شهزاد محمدي ته د کرکټ نړیوالې شورا خبرداری ورکړ د کرکټ نړيوالې شورا په یوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې نوموړي ته رسمي خبرداری ځکه ورکړل شوی دی چې د هالينډ خلاف لوبه کې یې د کرکټ د نړيوالې شورا د لوبو قانون یې مات کړی دی. خبرپاڼه وايي چې کله شهزاد توپ وهنه کوله او شاته د هالينډ ويکټ ساتونکي د نوموړي د کيچ غږ وکړ نو شهزاد لوبڅار ته اشاره وکړه چې مټ یې لګېدلی و او په بيټ نه و لګېدلی.