د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: نړیوال

03.02.2009 06:35    |   خبري - څانګه د افغان کرکټ فدراسیون خبرتیا

د افغانستان دکرکټ ملي لوبډله په ارجنټاين کې د درېيم پړاو په سياليو کې د اتلولۍ له ترلاسه کولو وروسته نن د سې شنبې په ورځ دسلواغې په ١٥مه چې د روان زېږدیز کال د فروري له درېيمې نېټې سره سمون خوري د سهار په لسو بجو د کابل نړيوال هوايي ډګر ته رارسي .

13.10.2008 18:47    |   خبري - څانګه د کرکټ فدراسيون خبرتيا

ټاکل شوې ده چې دافغانستان د کرکټ اتله ملي لوبډله چې په افريقايي هېواد تانزانيا کې يې د څلورم پړاو په سياليو کې يې اتلولي ترلاسه کړې ده، سبا د تلې يا ميزان په ٢٣ چې د اکتوبر د مياشتې ١٤ سره سمون خوري له غرمې مخکې په لسو نيمو بجو د اريانا هوايي شرکت د الوتکې له لارې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ورسيږي.

12.10.2008 13:13    |   خبري - څانګه د کرېکټ ملي لوبډله د سې شنبې په ورځ هېواد ته رارسېږي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ د کابل هوایي ډګر ته رارسېږي. دا خبره ټول افغان ته د کرېکټ د فدراسیون ویاند جاوید احمد همیم وکړه. همیم وایي چې ملي لوبډله به د اکتوبر په ۱۴ د سې شنبې په ورځ د کابل په وخت د سهار په ۱۱ بجو د هېواد پلازمېنې ته رارسي.

12.10.2008 11:44    |   الهام الحق یاسیني د څلورم پړاو د اتلولۍ د نمانځنې انځوریز رپوټ

هانګ کانګ ته له ماتې ورکولو ورسته د کرېکټ ملي لوبډله د څلورم پړاو اتله شوه. د اتلانو د نمانځنې لاندې انځورونه د یورپ کرېکټ په ګورټپاڼه کې خپاره شوي چې موږ درته پښتو کړي دي.

10.10.2008 11:42    |   خبري - څانګه د افغانستان او ايټالیه برخلیک ټاکونکې لوبه روانه ده. افغانستان، ایټالیه ته د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه

د لوبې حال: منډې اورونه سوځېدلي لوبغاړي هدف

09.10.2008 14:10    |   خبري - څانګه د هانګ کانګ سره د افغانستان د پرونۍ لوبې انځوریز رپوټ

پچه هانګ کانګ وګټله او د پنډوسې وهل یا بیټنګ یې غوره کړل.

09.10.2008 13:36    |   خبري - څانګه افغان لوبډله سبا د ایټالیه سره برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

افغان کرېکټ لوبډله د څلورم پړاو په لوبو کې چې د تانزانیا په پلازمېنه کې د ۲۰۱۱ ز کال د نړیوالو سیالیو په موخه تر سره کېږي، سبا د جمعې په ورځ د ایټالیه سره خپله پنځمه او برخلیک ټاکونکې لوبه کوي.

08.10.2008 15:03    |   خبري - څانګه افغانستان په څلورو ویکټو له هانګ کانګ څخه لوبه وګټله. اوس درېم ډوېژن ته یواځي افغانستان، هانګ کانګ او ايټالیه د بریالیتوب چانس لري

د لوبې حال: منډې اورونه سوزېدلي لوبغاړي هدف افغانستان: ۲۰۹ ۴۹،۴ ۶ ۲۰۷

07.10.2008 18:46    |   خبري - څانګه افغانستان تانزانيا ته مات وركړه

څو شېبې وړاندې افغانستان په درېيمه پرلپسې لوبه کې کوربه هيواد تنزانيا ته په يوه په زړه پورې لوبه کې په ١٣منډو ماتې ورکړه .

06.10.2008 01:43    |   بشير ګواښ افغانستان جرسي ته ماته ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال کرکټ په څلورمه مرحله کې د جرسي لوبډلې ته په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه.

05.10.2008 07:57    |   خبري - څانګه د کرېکټ ملي لوبډلې په تنزانیا کې لومړۍ لوبه له فیجي څخه وګټله

د کرېکټ ملي لوبډلې د څلورم پړاو په لوبو کې - چې د تنزانیا په پلازمېنه دار السلام کې ترسره کېږي - لومړۍ لوبه له فیجي څخه په اتیا منډو وګټله.

26.09.2008 00:32    |   خبري - څانګه د کرکټ ملي لوبډله نن تنزانیا ته ورسېده

دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ٢٠١١ زېږديز کال د کرکټ نړيوالو سياليو ته دلارې موندلو په موخه په افريقايي هېواد تانزانيا کې کېدونکيو سياليو کې د ګډون کولو دپاره نن د تلې په څلورمه تانزانيا ته ورسېده.

19.09.2008 14:17    |   خبري - څانګه د کرېکټ ملي لوبډلې په پېښور کې درېمه تجربوي لوبه هم وګټله

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې دا مهال د نوي روزونکي کبيرخان له خوا په پېښور کې روزل کېږي، په تجربوي لوبو کې خپله درېمه لوبه د اسلامیه کريکټ اکيډمي څخه د ارباب نیاز په لوبغالي کې ګټله.

16.09.2008 18:01    |   خبري - څانګه د کرېکټ ملي لوبډلې د پېښور په تجربوي لوبو کې جناح لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله دا مهال د نوي روزونکي کبيرخان له خوا په پېښور کې روزل کېږي. ملي لوبډله په تنزانیا کې د اکتوبر په میاشت کې د څلورم پړاو د سیالۍ دپاره تیاری نیسي.

13.09.2008 16:54    |   خبري - څانګه د کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ د څلورم ډوېژن د لوبو مهال ویش اعلان کړ

د کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ د څلورم ډوېژن د لوبو مهال ویش اعلان کړ. دا سیالي د تنزانیا په پلازمېنه دار السلام کې د روان زېږدیز کال د اکتوبر د ۴ څخه تر ۱۱ پورې کېږي. افغانستان په پنځم ډوېژن کې د لومړي مقام لاس ته راوړلو په نتیجه کې دې سیالیو ته بریالی شو.

11.08.2008 17:45    |   خبري - څانګه د تنزانیا کرېکټ لوبډله د څلورم ډویژن لوبو ته د تیاري دپاره لندن ته ځي

د تنزانیا د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان همیسي عبدالله رسنیو ته ویلي دي چې لوبغاړي یې د راروانې پنجشنبې (د اګست په ۱۴ نېټه) د څلورم ډویژن لوبو ته د تیاري په موخه لندن ته ځي او د ایم سي سي یا ملبورن کریکټ کلب له خوا ورته دوه اونۍ تمرین ورکول کېږي.

01.06.2008 16:28    |   بلال شينوارى دکرکټ دملي لوبډلې دبريا له امله دلمن دادبې او کلتورې مهالنۍ خپرونې دمبارکۍ پيغام

که افغانان دجګړې په ډګر کې برياليتوب تر لاسه کولاې شي نو په نورو ډګرونو کې هم تر چا کم نه دي او دا دې اوس خو يې ټولو ته ثابته هم کړه.ښه دې چې دا دجګړې دبرې پرځاې دسپورت په ډګر کې برې دى او هغه هم په داسې يوه لوبه(کرکټ) کې چې افغانان ورسره له داڅو مخکې کالو راهيسې او تر ډيره دکډوالۍ په دوران کې بلد شويدي.جګړو ډير ځپلي يواوس وخت رارسيدلې چې همداسې بري خپل ټاټوبي ته راوړو.

01.06.2008 12:20    |   هلال مومند د جرسي د کریکټ د پایلوبې انځورونه

د ټول افغان درنو لوستونکو او د کریکټ مینه والو! ټول افغان درته په جرسي کې د کریکټ د پایلوبې په هکله چې پرون افغانانو وګټله دا لاندینی انځوریز راپور تیار کړيدی. انځورونه د یورپ کریکټ له برېښنا پاڼې څخه په مننه:

31.05.2008 19:52    |   هلال مومند د کریکټ نړیوال جام یا ورلډ کپ ته د افغانستان لار

افغانستان په بریتانوي ټاپو جرسي کې د پنځم ډویژن پایلوبې ته بریالی شو. په نتېجه کې یې څلورم ډويژن ته بریالی شویدی. دا بریالیتوب افغانستان د دې جوګه کوي چې د نړیوال جام غړیتوب ته خپلې هڅې روانې وساتي. نړیوال جام ته د افغانستان لار په لاندې ډول ده: