د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان مقالې

17.08.2015 10:42    |   استاد محمد ظریف "امین یار" جنرال حمید گل پدر معنوی مجاهدین افغانستان مرُد !

ایجاد پاکستان با رهبری محمد علی جناح وقتی در اجلاس بریتانیا مطرح و مورد پذیرش قرار گرفت که بریتانیا دیگر توانایی رهبری و مدیریت مناطق جنوب آسیا را از دست داده بود و ضمناْ خیزشهای آزادی خواهی موجود در منطقه ؛ بریتانیا را کاملاً با شکست مواجه کرده بود. بریتانیا توسط ایجاد پاکستان تیرش را حد اقل به سه هدف کوبید: هدف اول: خنجر زدن بر افغانستان یعنی دشمن دیرینه انگلیس بود. با ایجاد پاکستان موضوع دیورند با گذشت هر روز داغ تر شد و پاکستان بخاطر دوام قبضه غیر قانونی خود بالای آنسوی مرز همواره سعی کرد تا مردم افغانستان با همدیگر متفق، یکپارچه و متحد نشوند. پاکستان کوشید تا حکومتهای افغانستان به پایداری و ثبات سیاسی تحقق نیابند، که به این هدف نیز رسید. هدف دوم: تضعیف هندوستان بزرگ ونیرومند بود. بریتانیا با ایجاد پاکستان توانست هندوستان بزرگ را به چندین کشور تقسیم کند یعنی هندوستان را که نیمه قاره میگفتند به چندین کشورتبدیل شد. گفته میشود تا اکنون بریتانیا برای تحقق بسیاری از اهداف خود توانسته است پاکستان را بعنوان یک قدرت سیاسی فوق العاده مخالف و تاثیر گذارعلیه مخالفت های هند با بریتانیا استفاده کنند. هدف سوم: تحقق اهداف ستراتیژیک بریتانیا توسط پاکستان در منطقه بود. این اهداف حیطه خیلی بزرگ دارد و بریتانیا توانسته است هر زمانی که لزوم باشد از پاکستان برای تحقق اهداف ستراتیژیک خود استفاده کند.

15.08.2015 12:16    |   محمدآصف خواتی دتاریخ بیرحمانه قضاوت ۶

دلیکنې په پنځمه برخه کې یادونه شوې وه چې دسرطان د پوځي کودتا بری دافغان ولس لپاره مصیبت جوړونکی بری شو۰ دنوموړې کودتا وروسته ترنن مهاله وینوچې یوپه بل پسې پردې مصیبت ځپلی ولس ډول ډول مصیبتونه راغلل اولا راځي۰ یوځل دقطبي خرس مصیبت په دې خاوره کې مصیبت راووست ، بیا دتنظیمونو دشراوفساد مصیبت داولس دلیونتوب کچې ته ورساوه ، وروسته دطالب د متروکې مصیبت خلک په خپلو کورونوکې ایسارکړل اوداپوره څوارلس کاله کیږي چې داولس د انګلوساکسوني بافرهنګه وحشیانود مصیبت سره لاس اوګریوان دۍ۰ دانقلاب ، جهاد اومقاومت په نامه دجګړو، ملیشو ، د مخدره توکو ، پاټکونو، جنسي تیریو، دځمکو اوجایدادونوغضب، پردۍ پالنې ، اربکیانو ، مهاجرتونو ، دمړونڅاوو، دانسانانوپه سرونوکې دمیخونودټکولو، دغوږونواوژبو دپرې کولو، په کانتینرونوکې دانسانانودخفه کولو، دقومي اومذهبي دښمنیو درا

15.08.2015 12:16    |   نظرمحمد مطمئن د ولسمشر غني سوله؛ لس میاشتې شاتګ

امریکا، ناټو، آیساف ، افغان حکومت او په افغان حکومت کې دننه پخواني مجاهدین او پخواني کمونسټان هڅه کوي چې د طالبانو د ۱۴ کلنې جګړې ټوله لاسته راوړنه په پاکستان پورې وتړي، او پاکستان د همدې امتیاز په تمه دی.

15.08.2015 12:11    |   محمد داود نیازی د افغانستان او پاکستان اقتصادي ناندرۍ

سوداګري زموږ په لرغوني هيواد کې اوږد تاريخ لري په ډيرو لرغونو زمانو کې افغانستان د وريښمو لويې لارې په اوږدو کې پروت و چې ختيز او لويديز يې سره تړلي ول . له 1920ميلادي کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادنو ته صادرول

15.08.2015 12:06    |   پوهندوی آصف بهاند د امپراتور نوې جامې

کلونه پخوا یو امپراتور ژوند کاوه چې نوې او ښکلې جامې یې ډیرې خوښیدې او خپلې ټولې پیسې به یې د ځان په سمبالولو او جوړولو لګولې. هغه خپلو سرتیرو ته هم پام نه کاوه، کومې نندارې ته نه ته، د آس په سورلۍ د ځنګله په سیل هم نه ووت؛ خو د خپلو نویو جامو د ښودلو له پاره یې ښه ډیر وخت او ښې ډیرې جامې درلودې، داسې چې د ورځې د هر ساعت له پاره یې یو جوړه کالي درلودل او پر له پسې به یې بدلول. دی دومره مصروفه و چې فکر کیده چې«امپراتور د مشاورې یا مصلحتونو په کوټه کې دی»، خو په اصل کې داسې و چې:«امپراتور د کالیو په المارۍ کې لګیا و»

13.08.2015 11:58    |   محمد عارف رسولي مدني فعالیتونو او څرنګوالی یې

په دې لیکنه کې موخه داده چې په هیوادکې په مدني ټولنو او مدني فعالیتونو یوڅه رڼا واچول شي ترڅو که ممکنه وي زموږ د ځوان نسل او مدني فعالانو پوهه په دې هکله زیاته شي او له خپلو فعالیتونو څخه د خپلو ټولنو او د ټول هیواد په کچه سمه ګټه پورته کړي. په هیواد کې د مدني فعالیتونو حالت

11.08.2015 12:15    |   استاد محمد ظریف امین یار موضعیگیری داکتر غنی در مقابل پاکستان ستودنی است

بالاخره رییس جمهور داکتر غنی بعد از اینکه حسن نیت پاکستان را در پیوند به روند صلح تجربه میکند، به جاین نتیجه میرسد که پاکستان هیچگاه برای حل معضل افغانستان سعی صادقانه بخرج نمیدهد و برعکس میخواهد از این فرصت نیز بعنوان ابزاری استفاده نماید تا بتواند روند صلح را بلند مدت ساخته به رسم معمول از افغانستان و جامعه بین الملل باج بگیرد. اما داکتر غنی بعنوان یک سیاستمدار هوشمند که با جهت گیری های سیاسی پاکستان خوب آشنایی دارد بعد از حملات پیهم انتحاری در کابل واکنش تندی را در برابر سیاستهای اسلام آباد اظهار داشت. در حقیقت سخنرانی تازه داکتر غنی نشان دهنده درک عمیق وی از سیاستهای پاکستان و سیاست منطقه و بین الملل است. این سخنرانی خط مشی سیاست کابل را به گونه ای ترسیم کرد که از یکطرف

10.08.2015 23:33    |   محمدآصف خواتی دتاریخ بیرحمانه قضاوت ۵

د۱۹۶۴ کال داساسي قانون پربنسټ په هیوادکې نوی سیاسي بهیر دملي او مترقي ځواکونو او سمونپالوکړیوله ملاتړ نه برخمن شو خومحمدداودیې په نه پخلاکیدونکي دښمن واړاوه ۰ دداودخان ديوه خواخوږي په خبره دهغه نه یې« ټپي پړانګ» جوړ کړ۰ محمدداود نوي بهیر ته دستونزواو خنډونو دجوړولوسربیره دهغه دنسکورولولپاره هم هلې ځلې پیل کړې۰ دمحمدداوددداډول دریځ غوره کول له هرڅه دمخه دنوموړي په رواني ځانګړتیاووکې چې دځان غوښتنې اومقام پالنې تله یې خورا درنه ده ولټول شي ۰ میرمحمدصدیق فرهنګ دخپل کتاب ددویم ټوک په اوم مخ کې پدې هکله داسې لیکي : «سردارمحمدداود له هغوکسانوڅخه و چې په

10.08.2015 11:07    |   عبدالغني (هاشمي) افغاننستان او د امنیت ورکه بنسټیزه کړۍ

افغاننستان او د امنیت ورکه بنسټیزه کړۍ عبدالغني هاشمي دا موږ او ټولې نړیوالې ټولنې ته په بشپړه توګه په اثبات رسېدلی، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه تر ډېره بریده جبهه يي نه، بلکې استخباراتي ریښې لري، زموږ هېواد همدا اوس د سیمې او نړۍ د ډېرو پیاوړو استخباراتي کړیو او سازمانونو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او نورو بېلابېلو تخریبي پلانونو او کړنو سره لاس او ګرېوان دی. موږ وینو چې د ډېرو سترو سیاسي بدلونونو او جریانونو، د دولت ضد وسله والو د ایجاد، پیاوړتیا او تجهیز او ډېریو چاودنو، ځان مرګي بریدونو او نورو تخریبي کړنو ترشا د سترو سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو او بنسټونو پراخ لاسونه وي. ډېری شنونکي په افغانستان کې په اصطلاح د کمونستي نظام له بریالي کېدو بیا تر ړنګېدو، د مجاهدینو، طالبانو، حامد کرزي او اشرف غني حکومتونو په منځته راتلو او د ځينو په له منځه تګ او اوسمهال د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت په روان بهیر کې د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي شبکو، ادارو او سازمانونو زغرده لاسوهنې ګڼي. همدا اوس د ډېریو چاپي، غږیزو او انځوریزو رسنیو په تبصرو، تحلیلونو، ګردیو مېزونو او نورو خپرونو کې په روښانو توګه ترسترګو کېږي چې زموږ پر هېواد تپل شوې جګړه په ځانګړي ډول د حامد کرزي له حکومته وروسته نږدې په بشپړ ډول استخباراتي بڼه غوره کړې ده او د استخباراتي جګړې د مخینوي لپاره یوه داسې پیاوړي او مسلکي استخباراتو ته اړتیا ده، چې د دغو پلانونو او تخریبي کړنو د کشف او شنډولو وړتیا، وس او ځواک ولري، پرته له دې به هیڅ ډول ګونګ او تیت پرک پرمخ نیوونکي اقدامات ددغو کړنو مخه ونه شي نیولی. څه موده وړاندې په پکتیکا ولایت کې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ سخته جګړه او وسله واله نښته روانه وه، په نړیواله کچه په رسنیو کې د هغو افسرانو او سرتېرو له خولې، چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې وو، د نوم نه اخستلو په شرط داسې خبر خپور شو، چې د دولت هغو وسله والو مخالفینو ته چې دوی ورسره په جګړه بوخت دي، د جبهې له شا نه د الوتکو له خوا پوځي تجیهزات او نور د اړتیا وړ توکي رسول کېږي، پر دې سربېره د بهرنیانو له خوا د جګړې په لیکو کې د نیول شوو وسله والو طالبانو د بېرته راخوشې کېدو په ګډون، په سلګونه نورې بېلګې شته، چې د افغانستان په جګړه کې د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو د لاسوهنو ثبوت وړاندې کوي. استخباراتي جګړه استخباراتي تدابیر غواړي ما په وار وار دا خبره کړې او یوځل بیا یې کوم، چې زموږ اوسني استخبارات له کمي او کیفي پلوه زموږ په هېواد کې له روان اسختباراتي جګړې سره متناسب امکانات او ظرفیت نه لری. استخبارات او کشفي ارګانونه د یوه هېواد سترګې دي، هر هېواد او دهغه حاکمیت د کمزورو استخباراتو پر لرلو ړوند دی او یا دومره د نظر کمزورتیا لري، چې کوچني شیان او مسایل خو پرېږده، چې د غټو غټو هغو د لیدلو وړتیا او ځواک هم نه لري. زه د نورې نړۍ په څېر د هېواد په سیاسي، امنیتي آن اقتصادي سمون، رغون، پراخیتا او پرمختیا کې د استخباراتو ونډه ډېره مهمه او بنسټیزه ګڼم او په دې اند یم، تر څو چې موږ د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتو د شومو او کړغېړنو پلانونو او کړنو د کشف او شنډولو لپاره پیاوړي او له کمي او کیفي پلوه په ټولو معیارونو ولاړ استخبارات ونه لرو، په بل ډول به په هېواد کې د روان سیاسي او امنیتي وضعیت کابو کول او پرې بری ترلاسه کول له امکانه لرې وي. دا کار له څو لارو ترسره کېدای شي: که څه هم اوسمهال د نورو برخو په څېر زموږ استخبارات هم تر ډېره بریده د هغو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو تر اغېز لاندې دي، چې په افغانستان کې خپل ځانګړي اهداف لري او نه غواړي د دغو اهدافو د کشفولو او شنډولو لپاره په افغانستان کې له دې نه فعال، پياوړی او مسلکي استخبارات شتون ولري، نو په لوی لاس هڅه کوي افغان استخبارات او په افغانستان کې نور کشفي بنسټونه کمزوري وساتي، خو زما په اند د افغانستان دولت له هرې ممکنې لارې باید په لومړي ګام کې د استخباراتو د کمي او کیفي وړتیا او پیاوړتیا لپاره اړین اقدامات ترلاس لاندې ونیسي او په دې ډګر کې عملي ګامونه پورته کړي. خو تر هغه مهاله اوسني استخبارات باید په څو برخو کې خپل فعالیتونه پراخ او چټک کړي: لومړی؛ په هېواد کې د کشفي فعالیتونو پیاوړتیا او پراخیتا سربېره پردې چې د دولت په تشکیل کې د استخباراتو ځانګړی لوی ریاست او بیا په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یې ځانګړې څانګې شتون لري؛ د وسله وال پوځ او ملي پولیسو په تشکیلاتو کې هم ځانګړې کشفي څانګې شته، خو سره له دې هم دولت په پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو او سیمو کې د هغو سترو او کوچنیو تخریبي کړنو په مخنیوي کې پاتې راغلی او راځي، چې له امله یې نږدې هره ورځ زموږ سلګونه آن زرګونه هېوادوالو ته مرګ ژوبله او درانه مالي زیانونه اوړي، نو ښه به وي چې په لومړي ګام کې دا ارګانونه له کمي تشکیلاتي او کیفي پلوه پیاوړي شي او له بل لوري د فعالیتونو په بهیر کې یې ترمنځ کاري همغږي رامنځته شي او په دې توګه د نورو فعالیتونو ترڅنګ په دوو لاندنیو برخو کې پراخ او چټک ګامونه واخستل شي: • د دښمن داستخباراتي تخریبي فعالیتونو او کړنو کشف، شنډ او مخنیوی؛ • د هېواد په ملکي او پوځي ارګانونو او ادارو کې د دښمن د نفوذي افرادو کشف او د قانون منګولو ته یې سپارل؛ دویم، د دښمن په اساسي مرکزونو کې نفوذ: دا د استخباراتو دنده ده، چې له هر امکان څخه پر ګټې اخستنې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر هغه ترهګریز او بېلابېل مرکزونه، ادارې او سازمانونه کشف او په هغوی کې د نفوذ زمینه برابره کړي، چې زموږ د هېواد په سیاسي چارو کې د لاسوهنو لپاره پکې ځانګړي پلانونه جوړ او عملي کېږي او هغه مرکزونه او ادارې هم کشف او پکې د نفوذ زمینه برابره کړي، چې زموږ په هېواد کې په بېلابېلو نومونو پوځي مداخله، چاودنې، ځان مرګي بریدونه او نور بېلابېل تخریبي کړنې ترسره کوي. استخبارات په دې توګه کولای شي په بېلابېلو برخو کې زموږ د هېواد پر ضد د هرراز تخریبي پلانونو له جوړېدو، هېواد ته د تخریبي کړنو لپاره د توکو او افرادو رالېږلو او نورو پټو رازونو خبر شي او نسبي توګه په اسانه توګه یې مخنیوی وکړي. د معلوماتو له مخې اوس د نړۍ استخبارات د ډېرو عصري او مډرنو تخنیکي وسایلو په وسیله کولای شي، له ډېرو مهمو مرکزونو معلومات راټول او د مخینوي لپاره یې لازمې کړنې تر لاس لاندې ونیسي، خو له بده مرغه زموږ استخبارات یا خو داسې وسایل او امکانات په لاس نه لري او یا هم په دغو یادو شوو مرکزونو، ادارو او سازمانونو کې د نفوذ او له تخینيکي استخباراتي وسایلو څخه د ګټې اخستني وړتیا او امکانات نه لري. که زموږ د هېواد استخباراتو او نورو کشفي بنسټونو کې دا وړتیا او امکانات پیدا نه شي او همدا راز په هېواد کې د ننه هم د چاودېدونکو توکو، د کشف او شنډولو، ځان مرګو بریدګرو نیولو او نورو تخریبي پلانونو او کړنو لپاره لازم انساني او تخنیکي امکانات په لاس ونه لري، نو زما په اند د سرحدي سیمو، ولایتونو په لویو لارو او د ښارونو پر سړکونو به د غیر مسلکي تلاشیو او پلټنو له لارې په هیڅ صورت ونه شي کولای د تخریبي کړنو مخه ونیسي.

10.08.2015 11:06    |   الحاج مولوي زین الله منلی النصر لدین الله او خلاطیه

ابوالعباس احمد ناصر چې په النصر لدین الله هم یادېږي له ۱۱۸۰ ع څخه تر ۱۲۲۵ ع پورې په بغداد کې د عباسي کورنۍ څلوردېرشم خلیفه و. ويل شوي چې په ټولوعباسي خلفاؤ کې الناصر لدين الله ښه خليفه و او له نورو ټولو عباسي خلفا وو څخه یې ډېره موده يعنې څلور دېرش کاله خلافت کړی دی . الناصر د چنګيز اوجلال الدين خوارزم شاه همعصری و. د ده په اړه د خط سوم مؤلف ډاکټرناصرالدين صاحب الزماني په خپل کتاب خط سوم کې ويلي دي چې الناصر په عباسي خلفا ووکې سياست پوه او يونمونه خليفه و چې د حديثو يوکتاب يې هم تاليف کړی و او اجازه يي کړې وه چې له ده څخه وګړي حديث نقل کړي. وليدل شي چې الناصر څرنګه سړي تير شوي دی.

09.08.2015 19:23    |   محمد عارف رسولي د یوویشتمې پیړۍ د رهبرۍ لپاره چوکاټ

په اوسنۍ زمانه کې د ټولنو او ملتونو د ښه پرمختګ لپاره د وړو رهبرانو رول خورا زیات دي او دا رول ورځ تربلې زیاتیږی. نو اړینه ده چې د رهبرۍ په ماهیت او څرنګوالي، د رهبرۍ په رول، او د رهبرۍ لپاره د پيروانو شتون، دهغوي وده، دهغوي ژمنیتیا او نورو باندې یو څه رڼا واچول شي. له دې کبله په دې لیکنه کې هڅه شوې چې زموږ دځوان کهول پوهاوی د رهبرۍ د اصولو او مهارتونو او شرایطو باندې یو څه رڼا واچول شی. هیله ده چې ګټور به وي.

07.08.2015 10:38    |   الحاج مولوی زین الله منلی الله اکبر

هغه څه چې شتون لري هغه دوه څيزونه دي چې يو عالِم ( الله ) او بل يې معلوم ( عالَم) دی. د عالم شتون واجب دی ؛ دا شتون ازلی او ابدي ، قديم او باقي دی. و، دی، او وي به. د عالَم شتون ممکن دی. د ممکن شتون او نه شتون د واجب د ارادې تابع دی. که واجب يې د شتون اراده و کړه شته، او که واجب يې د نه شتون اراده و کړه نو بيا نه شته. په ممکن کې د واجب د ارادې سره سم بدلونونه راځي. شتون نه شتون کېږي او نه شتون شتون کېږي. عالم او معلوم چې د علم دوه خواوې دې دواړه ازلی او ابدي دي عالم د خالق او فاطر په توګه او معلوم د مخلوق او مقصود په توګه.

06.08.2015 10:23    |   محمدآصف خواتی دعقرب ددریمې خونړۍ پیښه

کله چې ددموکراسۍ د لسیزې خبره کیږي نشي کیدای چې د۱۳۴۴ کال دعقرب ددریمې خونړۍ پیښې یادونه ونه شي۰ که څه هم ددې پیښې څخه څه کم نیمه پیړۍ تیره شوې خوبیا هم دهغې دپیښیدو د څرنګوالي اویا تنظیم کونکو په هکله دنظریووالی نشته اوحتي ددې پیښې دقربانیانود دقیق شمیرپه اړه هم اختلاف ترسترګوکیږي۰ هرڅوک دخپلو سیاسي اوعقیدتي باورونو، سازماني تړاوونو او سیاسي ملحوظاتو له مخې هغې ته ګوري۰ البته هغوی چې په شعوري ډول حقایق تحریفوي اودرواغ خپروي غواړي دتاریخ په سترګوکې خاورې وشیندي ۰ دلیکنې پدې برخه کې به ددې خونړۍ پیښې دپيښیدوپه اړه لنډ بحث وشي۰

30.07.2015 22:34    |   محمدآصف خواتی دتاریخ بیرحمانه قضاوت دریمه برخه

ددموکراسۍ لسیزه په مختلفونومونویاده شوې اودهغې په هکله مختلفې اومخالفې نظریې وړاندې شوې اوپدې اړه ازرونې هم یوشان نه دي۰ خوپدې ارزونوکې د افراط او تفریط ، غلواواغراق تله خورا درنه ده۰ ددې قلم له انده لامل یې دادۍ چې ددې سیاسي بهیرپه اړه دبې پرې او واقعبینانه قضاوت پرځای پاچا یا داودخان ته دلیوالتیا یا نه لیوالتیا ، ښه یابدنیت یا ددواړو نه تائیداودهغوی په وړاندې دریدنې ته لومړیتوب ورکړل شوی دۍ۰هغوی چې پاچا د دموکراسۍ نوښتګراو دموکرات ګڼي دده لخوا ولس ته ورکړل شوې دموکراسۍ تاجداره دموکراسي تبلیغوي اوهغوی چې بیا دمحمدداود پلویان ګڼل کیږي دمحمدداودهغه خبره تکراروي چې دپاچا له لورې اعلان شوې دموکراسي یې پر«شخصي اوطبقاتي ګټوولاړه تقلبي

28.07.2015 10:37    |   محمدآصف خواتی انتخاب یا اجتناب دویمه برخه

دتاریخ په اوږدوکې ډیرلږ پيښ شوي چې مطلق العنان واکمنان په خپله خوښه نورپه واک کې شریک کړي اویا دیوه دموکراتیک نظام دمنځته راتلوپه موخه رښتیني ګامونه پورته کړي ۰خوپه کال ۱۹۶۳ کې ظاهرآ دافغانستان ټولواک محمد ظاهرداګام اوچت کړ، سلطنت اوحکومت یې سره جلا اودسلطنتي کورنۍ بهر غیر خانداني سیاستوال یې دحکومت دمشرپه توګه وګوماره۰ دپاچا ددې بیساره اقدام په اړه د ۱۹۶۵ کال دنوامبرپه لومړی نیټه دکرسچین ساینس مانیترورځپاڼې پخپله یوه سرمقاله کې لیکلي و:

26.07.2015 12:31    |   محمد شفیق همدم افغان‌ها قربانی جنگ های نیابتی پاکستان و هندوستان

از چهار دهه بدین سو افغانستان مورد تجاوز فرهنگی، سیاسی و نظامی پاکستان قرار دارد، اما پاکستان و هندوستان از سال ۱۹۴۷ بدین سو از دشمنان سرسخت یکدیگر به‌حساب می‌روند. برای دفاع از آب‌های گرم بحر هند و در مقابل تجاوز اتحاد جماهیر شوری اسبق، بیش از یک میلیون افغان شهید شدند. باوجود تمام این جان‌نثاری‌ها از سقوط حکومت داکتر نجیب الله، یعنی از ۱۹۹۲ بدین سو افغانستان به میدان جنگ نیابتی پاکستان و هندوستان مبدل گردیده و صدها هزار افغان بی‌گناه در این جنگ‌ها جان‌های شرین خویش را از دست دادند. باوجوداینکه رهبری حکومت افغانستان، پاکستان و هندوستان بارها از جنگ نیابتی در افغانستان صحبت می‌کنند، اما هندوستان تا هنوز سهیم بودنش را در این جنگ نپذیرفته است. رهبری حکومت پاکستان بارها اعتراف نموده که جنگ ایشان در افغانستان علیه هندوستان است. آشکار است که هندوستان یک بخش عظیم این جنگ را تشکیل می‌دهد، اما تا هنوز در این مورد هیچ نوع مسئولیت را نمی‌پذیرد و افغان‌ها را ابزار فراداده و به خون صدها هزار افغان که به خاطر هندوستان کشته می‌شوند، هیچ اهمیت قائل نیست. پس وقت آن فرارسیده که افغان‌ها این موضوع را با جدیت تحلیل و ارزیابی نموده و روابط خویش را با این دو کشور مبنی بر منافع ملی خویش برقرار نگهدارند، نه مبنی بر احساسات و عواطف.

25.07.2015 10:37    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ په وروسته پاتې هېوادونو کې د تبادلې نسبت

په تيوريکي بحثونو کې د پرمختللو او پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونو تر منځ د تبادلې د نسبت په هکله بېلابېل بحثونه روان دي. خو د دغو ټولو بحثونو ګډ ټکی د وروسته پاتې هېوادونو لپاره د دې نسبت منفي بڼه ده. ځينې يې لامل د وروسته پاتې هېوادونو د صادراتو په جوړښت کې او ځينې ېې هم د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصادي اړيکو په بڼه کې ګوري. زما په آند دواړه عوامل په دې اړه اغېز لري. داسې نظريې هم موجودې دي، چې که د پرمختلونکو يا هم درشليزو او وروسته پاتې هېوادونو تر منځ اقتصادي همکاری او اړيکې پراختيا ومومي نو د تبادلې په نسبت کې به د ټولو خواوو لپاره ګټور بدلون رامنځته شي او په نړېوالو بازارونو کې به د پرمختلونکو او وروسته پاتې هېوادونو د معامله کولو وړتيا لوړه شي. د دې نظريې د ارزونې لپاره به د دغو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر ارقامو هم بحث وکړم.

23.07.2015 22:56    |   محمدآصف خواتی دتاریخ بیرحمانه قضاوت

پدې وروستیو کې دسردار محمدداود دشخصیت اوکارنامو په هکله دلیکنو یوه لړۍ پیل شوې ده چې په هغوکې دپام وړمعلومات اونا ویل شوې خبرې ترسترګوکیږي۰ البته ځینې لیکنې دهغو دلیکوالو له ذهني اوعاطفي احساساتو، قومي ، ژبني، عقیدتي اوسیاسي تړاوونوڅخه اغیزمنې دي چې داتشه تریوې کچې طبیعي اومنطقي بریښي ۰خوپه یوشمیرلیکنوکې دا تشه خوراستره اودمنلو وړنه ده۰ محمدداودد سلطنتي کورنۍ دنوروغړوپه پرتله په ټولنه کې د درناوي څخه برخمن و او دافغان سیاستوالوپه کتارکې د وتلوسیاستوالوڅخه ګڼل کیږي۰خود نوموړي داسې انځورایستنه چې ټولې کړنې او فعالیتونه یې د هیواداوخلکوپه ګټه وې او دده دواکمنۍ پرمهال د محمدهاشم میوندوال په څیرپوه شخصیت دخاینانه وژنې په شان پیښوپړه پرنورودولتي مسؤلینو واچول شي تاریخ ته دمنلووړنه دي داځکه چې «په تاریخ لیکنه کې دترورغوښتنې اودلارښود،

21.07.2015 10:20    |   پوهندوی آصف بهاند مرهون او د کوچنیانو ادب

محمود مرهون په دې کم عمر کې د پاملرنې وړ فرهنګي کارونه تر سره کړي دي. له هغې ډلې نه یې څه چې د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې کړي دي، د ځانګړې پاملرنې وړ دي. د همدې له پاره ما د کوچنیانو ادبیاتو د مقالو په سلسله کې دا مقاله(شپاړسمه برخه) یوازې دې ته ځانګړې کړې ده چې د کوچنیانو د ادب په برخه کې د مرهون کړو کارونو ته یو ځغلند نظر وکړم.

17.07.2015 10:16    |   دکتور شمس الرحمن (شمس) د اسلام آباد (مرې) غونډه او پټ ناویل شوې حقائق

د پاکستان د ملي امنیت شورا مشر سرتاج عزیز په پرله پسې ډول وایې په اسلام آباد کې د طالبانو او حکومت مخامخ د سولې خبرې مفیدي او ځينې کړۍ يې د سبوتاژ له پاره هڅې کوي. تردې چې په نظامي سطحه هم دفوځ ویاند عاصم باجوه داخبره په یوه مرکه کې وکړه. خوست ولایت کې د جولای په ۱۵ نیټه ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د اسلام آباد د ناستې په امتداد د سولې مذاکراتو

13.07.2015 10:07    |   میلاد "سیار" وحدت ملی نیاز مبرم افغانستان

همه روزه به تعداد انگشت های منتقد به سوی ارگ نشینان افزوده میشود . در این روز ها بیشترینه رویداد ها رنگ و بوی قومی ؛ سمتی ؛ زبانی را به خود گرفته است . از یک سو حساس بودن جو سیاسی افغانستان و از سوی دیگر تاثیرگزاری واژه های سمت ؛ زبان ؛ قوم بالای ملت نگران کننده است . پس از هر رویداد تاپه تعصب به درب ارگ از سوی مردم حک میگردد . در حقیقت رفتار های حکومت سبب شده است که بیشتر مردم کارکرد های حکومت را متکی به تعصب بداند .

08.07.2015 10:15    |   استاد محمد ظریف امین یار تکرار اشتباهات سیاسی رهبران هزاره

افغانستان کشوری با تنوع قومی مبتنی بر وحدت است. سالهاست در این سرزمین اقوام مختلف با کمال خلوص و برادری زندگی کرده اند و در برابر هر تهاجم بیرونی همه گی یک صدا و یک قوت شده از ناموس وطن همواره دفاع مینمایند. ملیت های افغانستان مثال گلهای رنگارنگ اند که چمن افغانستان را رنگین، سرسبز و پرطراوت ساخته است. در جمع از این گلهای چمن، یک گل آن هم برادران هزاره اند، که به عنوان یکی از ملیت های زحمتکش،صلح پسند، جانباز و شریف همواره افغانستان را حمایت و تقویه نموده است. لازم است بدانیم که همانند هر ملت دیگر افغانستان نیز دوره تکامل توسعه اجتماعی خود را سپری میکند و بدین دلیل است که بعضآ اقلیت های افغانستان مجبور به مبارزه طبقاتی برای تحقق عدالت اجتماعی میشوند، که کاملآ یک روند طبیعی برای تکامل جوامع است. اما از آنجاکه میدانیم اکثریت مردم افغانستان بیسواد اند، رهبران این گروه ها توانسته اند به سادگی از اقلیت ها سو استفاده و یا هم استفاده ابزارِی نمایند. طوریکه میدانیم افغانستان تاریخ پر از رویداد های تلخ و شرین تاریخی دارد و هر ملیت آن دوچار اشتباهات شده اند و در کل ملت افغانستان نیز عاری از کاستی در برابر سیاست نیست.

08.07.2015 10:14    |   محمد شفیق همدم یگانه راه‌حل معضله افغانستان

افغانستان ازجمله کشورهای محدود جهان است که از چهار دهه بدین سو در جنگ‌های داخلی، منطقوی و جنگ‌های فرامنطقوی می‌سوزد. این جنگ‌ها جان میلیون‌ها افغان بی‌گناه را گرفته و میلیون‌ها افغان دیگر را معلول و مجبور به ترک دیار ایشان کرده است. با ایجاد حکومت وحدت ملی وضعیت امنیتی، اقتصادی و سیاسی کشور وخیم‌تر و بدتر شده است. بیکاری، اعتیاد به مواد مخدر، کشت تریاک، مهاجرت‌های غیرقانونی، فرار مغزها، خشونت‌ها، فساد اداری، تلفات و جنگ‌های مسلحانه به اوج اش رسیده است. اما رهبری این حکومت بجای حل معضلات حاد و مزمن درگیر تقسیم قدرت و سرمایه ملی هستند. بجای رسیدگی به مشکلات، حکومت تمام انرژی‌اش را مصرف پنهان و کتمان نمودن حقیقت می‌کند. در چنین وضعیت افغان‌ها حق‌دارند تا برای نجات خویش بیندیشند و برای بیرون رفت از این بحران تصمیم جدی اتخاذ کنند.

05.07.2015 18:06    |   ا. پروفیسور محمد ظریف "امین یار" آیا د اپوزیسیون ایجاد د افغانستان لپاره ګټور دی؟

په ډموکراتیکې حکومتوالي (Democratic Governance) کې څلور اساسي عناصر باید شتون ولري( حکومت، خصوصي سکټور، مدنی ټولنه او سیاسي اپوزیسیون). لومړئ حکومت(Government) ده چې د خصوصي سکټور، مدني ټولنې او سیاسي اپوزیسیون لپاره ښه او مناسبه محیط (Conducive Environment)آماده کوي، دوهم خصوصي سکټور ده چې د خلکو لپاره اشتغال(Employment) خلق کوي او د اشتغال کندو په نوم هم یادیږي، دریم مدني ټولنه(Civil Society) ده چې د خلکو او حکومت تر منځ د ارتباطي پل په توګه کار کوي او د خلکو خبرې حکومت ته رسوي او د اړتیا په وخت کې مناسبه فشارونه پر حکومت اچوي. څلورم سیاسی اپوزیسیون(Political Opposition) ده چې د حاکم ګوند څخه وروسته په هیواد کې تر ټولو اغیزناکه قوا ګنل کیږي. د اپوزیسیون موخه په حکومت باندې نظارت او د اصلاحي طرحو پلي کول دي چې نهایی هدف یې د حاکم ګوند څخه سیاسي قدرت په مسالمت آمیزه توګه لاسته راوړل دي. لکه څنګه چې پوهیږئ افغانستان هم ډموکراتیک نظام لري او د لویدیځ څخه کاپي شوئ سیاسي نظام عملي کوي نو پدې اساس د سیاسي اپوزیسیون شتون یا نه شتون موضوع د تود بحث وړ ده اما مخکې له دې چه دا ووایو چې د سیاسي اپوزیسیون ایجاد به د افغانستان اوسني حکومت لپاره ښه وي که بد د موضوع په اړوند ځیني اساسي مفاهیمو باندي باید پوه شو.

02.07.2015 23:03    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د هېوادونو د اقتصادي وروسته پاتې والې لاملونه

د هېوادونو د وروسته پاتې والي د لاملونو او د هغو د له منځه وړلو لپاره بېلابېلې نظريي موجودې دي، چې د وروسته پاتي والي پديدې له بېلابېلو خواوو څېړي. له دغو څخه زياتې ېې په نولس سوه پنځوسمو کلونو کې طرح شوي دي. سره له دې چې اوس مهال په نړېوالو اقتصادي اړيکو او حالاتو کې د شپېتو او يا اويا کلونو د پخوا په پرتله زيات بدلون رامنځته شوی دی او يو شمېر بېوزلي هېوادونه پر دې توانيدلي دي چې په نسبي توګه پرمختګ وکړي، د نوموړو نظريو اساسي ټکي لا هم اعتبار او د کارولو وړتيا لري. له دوېمې جګړې وروسته کله چې زيات شمېر هېوادونه د استعمار له جوغ څخه خلاص شول، د دې هېوادونو حکومتونو د خپلو اقتصادونو د بيا رغونې، پرمختګ او دوې د موخو لپاره لارې چارې لټولې. په دې هکله د ملګرو ملتونو سازمان او نورو نړېوالو سازمانونو هم د دې هېوادونو د پرمختګ لپاره خپلې مرستې پېل کړې. په دې اړه د زياتو طرحو محتوا د معلول له منځه وړل و، بې له دې چې د وروسته پاتې والي لاملونه وڅېړي او د هغوی د له منځه وړلو لپاره کاري پلانونه طرحه کړي. يوه بله اشتباه د پرمختللو هېوادونو د ودې او پرمختګ کاپي کول و. په دې اړه په پرمختلونکو هېوادونو کې داسې پلانونه طرحه شول چې د هېوادونو ټولنيزو شراېطو او غوښتنو ته پکې کمه پاملرنه شوې وه. په پاېله کې زيات شمېر هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ترلاسه شوي پورونه او مرستې په داسې لارو کې ولګول چې د اقتصاد د پرمختګ لپاره يي کومې ځانګړې مثبتې پاېلې رامنځته نکړې او د دې هېوادونو اقتصادي ستونزې يې د پورونو د زياتېدو له امله لا نورې هم زياتې کړې. په دې ځای کې باېد په دې هېوادونو کې اداري فساد هم هېر نکړو.