شعرونه


قل هوالله

یا رب زسخنهای هوس دورم دار واز حرف هوی به لطف مهجورم دار هرچند به ناصواب گفتم سخنان از گفته ناصواب معذورم دار یا الهی تو تنها تکی احدی صمدی از همه تالم ناسزا ومصیبت دورم دار لم یلدی و لم یولد در همه ابعاد زند گی از خباثت و قباحت زندگی مصونم دار ولم یکن اله کفوا تکرا را تاکید بر احد ازبحران جهالت و بي دانشی محرومم دار

09.08.2021 ع.شریف زاد

د جهل لښکر

بیا د جهل تور لښکر په غځېدو دی بیا ناورین له تور پنجاب په خپرېدو دی بیا پنجاب د میکناټن دنده اخیستې اکبرخان پرځای، غني ته په توطیو دی بیا وحشت او بربریت وزرې کړې بیا عرم توپان ختیخ نه په راتلو دی بیا یو لویه زلزله په هېواد ګډه هست و بود مو د وطن په ریږدېدو دی بیا اسمان کې توره وریځ په غضب ګرځي بیا یو تندر له اسمان په پرېوتو دی بیا شیطان دی راهي شوی عرش په لوري پریښتو کورته اسمان ته په ختو دی بیا چنګیز دا ځل ختیځ نه خوځېدلی پر افغان خاوره لوې

08.08.2021 سرلوڅ مرادزی

په پردیوکي

ګَنکّ ګــرځــم په پـردوکي یمه زه پردی څــوک مـي نه بامي لـکـه داسي یـوخدّری عمرتېرپه بل ګومل دی نه سومه شناخته نــه بـه سـم شناخته زماپای دغـه ژوند دی مــرمــه پـه پردوکي کله پېژني ما څوک ټــول راتـه پـردي کـورپردی اوګـورپردی ای آسـمـانــه بـسـکه وکــه لـــږڅـه رحـم د پـرديـــو انـګـړمـېـشت لــري کله بــری دعاء راته کـوۍ په برخه مي بېـلتون دی هېوادمي دی پرې یښی جنګ ئې لامل دی ای خـلکونـه یوازي چي پـرمادی دا ذلیل چي ژوندکا په پردوکي تل لري دغه غمګی

07.08.2021 محمدسرور وکیلي

پنجابي سره د جنګ ترانه

پنجابي سره د جنګ ترانه: د پنجابي سره مو جنګ دی ځۍ چې پې ورځو وخت د غیرت او نام وننګ دی ځۍ چې پې ورځو +++ پنجابی پوځ، ای ایس ای د پښتنو دوښمن په خدای څو چې واکمن وي پاکستان کې پښتانه نه لري هیڅ ځای که په همت ځان خپلواک نکړو نه په زارۍ شي، نه په وای په پاکستان کې پښتون تنګ دی ځي چې پې ورځو د پنجابي سره مو جنګ دی ځۍ چې پې ورځو +++ موږ پښتانه يي قتل عام کړو لا ورته ګورو به ترڅو په تروریست نوم يي بدنام کړو لا ورته ګورو

18.07.2021 سرلوڅ مرادزی

جنت په دنیا

جنت په دنیا راځه دا دنیا جنت کړو د فکرو په بدلولو په نسیا هیڅ باور نشته نقد دي واړه د منلو جنت څه دی یو لوی باغ دی ځای د ګلو او بلبلو له وطنه جنت جوړ کړه پخپل مټ او په منګلو جنت بل ځای چیرې نشته تېر شه ځان له غولولو کر د ګلو دلته وکړه د جنت تر ګلو ښکلو د شېدو ویالې جاري کړه خپلو غواوو په ساتلو له شرابو منګي ډک کړه د انګورو په پاللو عسل برخه د خوراک شي د مچیو په روزلو ورځې کار، وي په ریښتیني رخصتي وي د نڅلو میز

03.07.2021 سرلوڅ مرادزی

(د آکسیجن بازار ې سیاه)

له یوې خوا نازل سوې امریکا## ورسره غټې بلاوې بمباردها بېکاري،بېروزګاري دربدري## پړسولي ېې دي یو څو میلیارد ها اعتیاد،فساد او فقر کړي بېداد## قاچاقبر رشوتخواره کړي فرېادها میلیونونه ولسونه شول بېکوره ## رابران په دُبی، تُرک کفرآبادها کرونا بیا بل آفت دی آسماني!## ابتلا د رب جلیل ده بنیاد ها پالیوشن دي په هوا او په اوبو کښې ## شل کلن او دېرش کلن دست آوردها دواګانې خو جعلي پاک ایرانۍ وې## د کابل کمېشنکار کړي فسادها د نړۍ پوهان په فکر د واکسین دي ## (آکسیجن شو په چاره

03.07.2021 ډ.حمیدالله زړور صاپی

ژبه

وایي داچي ژبه هم کلاده هـم بلا بــې شــکه داخــبـره پـه حـق سره رښتیا ژبه ژبـه ژبـه ده هــم دغـه ژبـه غـړې، ژمـنه اوخـبـره بیا لـُـوّړه هـم ده دا زده کړه دخپل ژبي بوله ته کمال کـړې داخبـره پوهانـو په رښتیا سره اشنا په ژبه کي حالات نغښتي دټولني هـره لـنـډې اوهرمتل ئې فلسفي بـوله وینا هرمـلت نومول کیږي پخپل ژبه لوی ویاړدی وهرکام ته چي لري دغه وړتیا هره پوهـه ده ستایـلې پخپل ژبـه نـوژبـه ده پـه سـرکي دپوهـنـو پـه رښتـیا

02.07.2021 محمدسرور وکیلي

تښتی ببړو راغی!

شکریه بارکزی هم ناسته ده سیاسی ګیلې لری هره پرېکړه یې اوس باټ، ناز او نخرې لری لطیف محموداحساساتی دنوی فصل اندازې لری دزاړه فصل مېلمانه وځی بې حسابه شکوې لری ناوخته مېلمانه راغلی هر یو یې جلاء انګېزې لری سوله ورنه پاتې ده ! تمه دهزینې او خرچې لری بایدن یې څنګه جبران کړی افغان ولس حادثې لری مزدوره اداره دکابل بیا دشرم نه پزه اونه پښې لری خیزش مردمی همدا ګلم جم یوځل بیا ګام او خیز لری هېر نه کړی ولسه دا وږی ځان سره دسیسې لری داملت به زعامت ټاکی ډېرې حساسې

01.07.2021 ع.شریف زاد

آفغانستان کی سوله

يو ټولنيز تکل يوه ډله ييزه لاره یوه تگلاره یوغورځنګ یو آرمان او مینه یوه هیله او یوه هڅه به موږ منزل ته رسوي په دې آمید ژوندی یم او لا به ژوند کوم تر څو پوره شي زموږ د ټولو آرمان آفغانستان کی سوله سمیع الله خالد سهاک د جون درشمه، ۲۰۲۱ کال مونتری، کالیفورنیا

30.06.2021 سمیع الله خالد سهاک

د ګل ښایست

دګل ژوند یوه موسکا تازه په یـوشـبـنـم بڼ اوچمن په ښاېسته رنګوبوی ئې دصنم داځګه بلبلان اوپـتـڼګان پرې هـوسیـږي دوران ئې دژونـد لـنډدښایستې وي ډېربرم ګلان وي په ګلزارکــي رنګ پــه رنــګ هـررنګ تې چي کاته سي يوتربله وي خُرّم چمن بڼ په ښایسته غـراودامان په ښایسته ښکلائې ده اوچته چي نه راځي په هـیڅ قلم د سـهـارتازه وږمه چي چـلېـږي پـرګلانـو تـه بـه وائې جـنت جـوړ پرځمکه دغـه دم

29.06.2021 محمدسرور وکیلي

د عثمان کاکړ ترور

بیا یو لوی پښتون د قام په تړ، ترور شو د دښمن توطیه کې سرو وینو کې سور شو غږ د مړینې يي توپان دی زلزله ده لرو بر افغان يي ټول په مړینه بور شو که پلمه د مرګ يي هر څوک بله شمېري شهادت يي په ریښتیا سره منظور شو که پنجاب ځان بې پرې بولي قضیه کې پښتون بیا ځلې دعوې لره مجبور شو هر یو کاڼی چې پښتون پر کور وریږي د ویشتون امر يي پنجاب په لاس صدور شو په پنجاب کې به نن جشن خوشالي وي چې یو غږ د لروبر، له مخې دور شو د حسین منصور حلاج پخوا یو نوم وو اوس عث

22.06.2021 سرلوڅ مرادزی

سوله

سوله رانه ورکه ده په رنګونو کې خلیل زاد بډ بډ کوی په انډلونوکې بطری چارج نه اخلی په کورونو کې وځی ننوځی دلته هسې په چمونو کې سوله رانه ورکه ده غنی راضی کیږی نه د دې معجزې سراوپای معلومیږی نه لافې دی او باټې نړیوال هم شرمیږی نه! شتولتن بیرګ کولې وهی سوله کیږی نه سوله رانه ورکه ده استازی ماشومان راغلی دارګ په خوله هم کمونست پرچمیان راغلی دګلم بم اوکه ګلم جم پرکټی اوباشان راغلی څوک وایی ددې خاورې اصیل بچیان راغلی؟ سوله را نه ورکه ده ددالرو فرهنګ را

11.06.2021 ع.شریف زاد

له شرابوتوبه باسم

زه که شرابي یم له شرابوتوبه باسم څـوځـلي توبه وکم توبه ماته پرچیښا سم کله پیاله ماته کله سم خُم ته پرګونډو سـاقي ومـنه عـذر زه ګرم یم پرخطا ځم ساقي اومیخانه مي نه وُځي له سره هرڅوچي توبه وکړم زه خپل هغه ډم باسم زاهداومحتسب دي پخپله ګرېوان سرکا د خپل بدوځـوابـونـه بـه پخـپـله زه ادا کـم زماپوښتنه به دشیخ اوزاهد څخه ونسي هرچا ته خپل عمل دلاري مل دا ورته وایم

06.06.2021 محمدسرور وکیلي

له ژونده زده کړه

ژونده! ما له تا په اند اخيستى دى ستا له مرحلو مې پند اخيستى دى ستا له دل فريبو اداګانو مې پل په پل زړګيه خوند اخيستى دى تا که راته خپل منظر خړ کړى هم ما ترېنه تصوير څرګند اخيستى دى اوس نو ما پيريان ستونزو ته نه نيسي پير نه د همت مې بند اخيستى دى جبر که مې هوښ استثمار کړى، نو ما ترې په همت مېوند اخيستى دى اوس نو زه خواږه او ترخه پېژنم اوس مې کيف د زهرو قند اخيستى دى ژونده! چې په زړه پرهار، پرهار دې کړم درد نه د دردمندو خبردار دې کړم

30.05.2021 شهزاده شيرين زوی

سوله او رضا

پـردي مي غـیرت نـه غـواړي نـه مني رښتیا نوځکه مي په دې نامه په هانامه کوي رسوا زه مـي هـم هېـوادغواړم په سوله کي ژوندون لکه دانورچي خپل خوشهاله ژوند کا په رضا وټـولـوته ښه ژوند غـواړم وځان ته لا هـم بیا زه نـه یـم یــرغـلګر دا خـبـره ومـنـه رښتـیـا نـه نیکه او نه آبا مي په تاریخ کي یرغـلګروه داټـولـوتـه ښـکاره ده نوبه زه ولي سـم بلنا۱ که رشتیا حق انساني دی سره کښې به نو محفل ته ته وایه زه بې اورم که زه وایم ته هم بیا تـرزوربـه جرګـه ښـه وي چـي سـولـه را

30.05.2021 محمدسرور وکیلي

د وخت ښېګڼه

لمر لا څرک وهلی نه دی سهار تېرشو غوټۍ خوله پرانیستې نه ده بهار تېرشو ژوند صحنه د یوه فیلم څو شېبې ده څه په بېړه د بریښنا په رفتار تېرشو زه له ژونده د وفا په مینه مست، خو ژوند پر مخ مې د څپېړو ګوزار تېرشو خپل خولې تندی، تڼاک لاسونه ژاړي په خزان وهلي باغ چې مالیار تېرشو مینه وکړه چې ځوانې درنه تېریږي که نه ژوند دې بېهوده خواروځار تېرشو پیالې تشې کړه، ساقي په خوله پاکیږي د ملا په خوله دې ژوند ګناهګار تېرشو که جومات کې د ملا غومبر ته غوږ شې وعظ

25.05.2021 سرلوڅ مرادزی

زه اوساقي

زه اوســاقــي لا د پــخــوا مــلـګــري یــــو دې مـیخانې ته په خنداله دوستـانوسره ځو زاهد اومحتسب په خواږه خوب لاويده دي ســاقــي جاموراوړه وخـت نه ضایـع کـوو دپسرلي جامونه ارغـواني راوړه پـه مـینـه سحرګاه ده وچمن ته دسنبل سیل ته ورځو دملیاردي په ګلبڼ کي رنګ په رنګ ګلونه ګــوره یوتربـله رنګینه پرې ږغ وي دبلبلو ساقي وېشل جامونه هـرچا ته ئې خپل جام مـاله مي زما جام لا پـه ازل کـي ډالـۍ وو

18.05.2021 محمدسرور وکیلي

رڼا سره جهاد

لکه ورځې چې د شپې سره جګړه ده د رڼا بیا د تیارې سره جګړه ده غر چې لوړ دی د درې پر ځمکه لوړ دی تل د غر او د درې سره جګړه ده(۱) د رڼا په پار ښندنه د سرو، ده پتنګانو چې ډېوې سره جګړه ده تورتم زغمي خو رڼا زغملی نه شي مجاهد د برق پایې سره جګړه ده د برق مزي ورته پړي د دار ښکاري نظاریانو ځکه دې سره جګړه ده(۲) ځنګلیان له ځنګلي قانونه، نه اوړي د ځنګل او ادارې سره جګړه ده د ډبرې د پیر سخت، جامد فکرونو تجدد د زمانې سره جګړه ده د زړو دودو، پر تالي چ

15.05.2021 سرلوڅ مرادزی

د ملا او مجاهد اختر

یو تصویر اختریزه ډالۍ د ملا او مجاهد اختر: جهاد څه دی د ولسونو قتل عام دی په مارکیټ کې د ملت د پت لیلام دی د ملت تاریخ، فرهنګ سره ضدیت دی پر ځنګله د ځناورو یو حکومت دی دا جهاد وو چې وطن مو کنډواله شو ټول ملت مو په نړۍ کې اواره شو د وطن لوڼې ځوانۍ کې شولې کونډې کونډې څه چې بې عزته شوې بربنډې یتیمان مو په کوڅو کې ګرځي ډلې ګریوان څېرې، بې جامو لوڅې لپړې له ښوونځیو مدرسو شول لېرې پاتې امیدونه ارزوګانې شوې میراتې د ځوانانو ډلې تښتي له هېو

13.05.2021 سرلوڅ مرادزی

اختر راغی

اختر بختورډېرژر په منډه اوزړور راااغی دملا کره چورګوړی هم بیا خېټورراااغی اختر راغی لورپه لورکورپه کور خوښی ده ولې دلته د بېشمېره یتیمانودولږې غږ راااغی اختر راغی کونډې رنډې هم هوس کې شوې ولې شهید ولس کې دغه ماتم بې ننګ راااغی اخترراغی نه وسله نه توپ ونه توغندی لری هرچاته ښه راغلاست وایی چې ژوند راااغی اخترراغی دسولې پیغام یې راوړی له ځانه سره په غوږ ویشتلی وارخطادی چې زنګ دخطر رااغی اختر مو مبارک شه شپې او ورځې مو راحت شه! بی ریاء بې جفا دغه پیغام

13.05.2021 ع.شریف زاد

د کابل د پرونۍ پېښې په غندنه

د عقیدې په نوم بدي عجیبه ده چې جومات ځای د ترور شي او ملا پکې د بل وطن مزدور شي د سپېڅلي ځای په نوم چې نفرت ویشي سکه وروڼه خود یو بل سره تربور شي مدرسه که د وسلو د زده کړې ځای شي شاګردان يې کارولو ته مجبور شي برخلیک د داسې ملک به جنازې وي خوږ وطن به يې په خپلو وینو سور شي چې قران تفسیر یاسیر د غنیمت شی (۱) څه تفسیر به د تورات او له زبور شي چې مکه محبس د فکر و عقیدې شي نور جهان به جوړ زندان د رنتنپور شي( ۲) عقاید خو ټول د فکر ازادي ده

09.05.2021 سرلوڅ مرادزی

د نعمت روان په یاد

څه په توره، څه په بم څه په زندان مري دا څه حال دی هره ورځې چې افغان مري کوم ضمیر ته به په ژوند ارام حاصل شي په ژوندوني کباب شوي چې ځوانان مري میندې بورې، خویندې بوري، ښځې کونډې د شمشاد له قده پورته مو زلمیان مري یتیمانو شمېر تر نیم نفوسه زیات شو په دا حال که څوک وجدان لري، وجدان مري د معیوبو احصایه به څوک رقم کړي په سلګونو هره ورځې معیوبان مري د انسان په انسانیت د سړي شک شي د ښارونو پلونو لاندې چې روږدیان مري مرګ د چرګ او د چرګوړي زغمل ګران دی

08.05.2021 سرلوڅ مرادزی

خرابات

بـــراي مــي وو مـنــزل پـه خــرابات رندان مي ولیدل سره ناست په ملاقات محفل وو رندانه وینا وي وې اوچتي ګډ وه په افلاکو کي ستا ینه وه د ذات سـاقـي راوړه جـامــونـه رنـګارنـګ فضاوه فردوسي په دغه څېروه هم حــالات مطرب دخراباتو ږغـول خوږې نغمې حال بل رقـم ووبل خـواږه وه جـمـلات ساقي ته مي ویـل جام راوړه یورنګي ( دُورنـګ) مـي نه خـوښيږي په حـیـات ساقي ډېروو په ادب دخراباتو له راغـلو هـرچا ته بې نیـوه خپل جام په کرامات

07.05.2021 محمدسرور وکیلي

هېواده

ستا لارې کوڅې خودغم له ویر نه ډکې شوې پردی دلته راغلی دا لوبې نو رې مستې شوې خدای ج خبر چې داغله به ستا حالت وپېژنی دا ترانې له هر سورکی نورې راغبرګې شوې ټوله نړۍ ستا دسکون او امن په غم کې ده چېرې سکون دی داجګړې نورې مشتقې شوې استعماراواستعباد اوس دواړو لورو ته پکه وهی عجیبه نه ده بدې شپې ورخې لا نورې سختې شوې دیموکراسی ده ورکه ماهر وسله خرڅونکی دی دلته توغندی اخلی مزدوران نو خکه لارې هرچاته کلکې شوې

26.04.2021 ع.شریف زاد

ثنأ

دا ځـمــکه دا فـضـا اوټــوله کـائنات څـښـتـن ئـې دی الله دســـاتــلــواو حــیات وما مِنٌ دابـةٍ فی الاضِ ویـلي دي الله ســاتي ئې ټـوله دئ او لـوی دئ د ده ذات ورکـوې ته مرګوژوندمطلق ئې مخیر کُلُّ شئٍ هـالِکُ بـېـله ذاته خـالقِ مـخلوقات لوی ئې دی درشـل سلـطـان دکائناتـو په ساتلو ستړی کیږي نه، لوړئې درجات خوروخواب نه، مطلق دی پخپل ذات نه سیال لري باداردی دټوله ځمکي سماوات

21.04.2021 محمدسرور وکیلي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more