شعرونه
ځناورې قافلې : شیرین اغا جهانګیر
ځناورې قافلې لوټ شوي په دې لاره دي اکثرې قافلې خپل سري قافلې او زورورې قافلې سرکشو ته دې چم کې د قدم اجازت نشته سر ښکته ستانه شوي مروروې قافلې زمونږ د توري غږ ورته تر غوږه رسیدلی
غزل: بسم الله پښتونمل - کلات
غز لبسم الله (پښتونمل) – كلات راليږونکی : سراج الدین کلیوال هسي نه خيال دي رانـــــه مات سـي ائينه غوندي دىنيمګړى زمــــا دزړه كسات ســــــي ائينه غوندي دى ګرانــــــي تندي ته دي لږ پيڅكـــه د ټكـــــــري ونيسهنــــــه چــــي ثبوت د ملاقات ســــــي ائينه غوندي دى يابــــه سي ستوري هغه ځاي چي يار قدم پ
څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر
د ظلم جبر هر زنځیر ته مې خپل لاس نیولی د وخت څپيړو ته مې سر او تندی پاس نیولی د اور پر کرښه مې دی ایښی هر قدم ځکه چې د تاریخونو فیصلو ته یم حراص نیولی
د زنځیرونو شور: شیرین اغا جهانګیر
د زنځیرونو شور هغه مرید یمه چې پیر مې زړه کې پټ ساتلی د خپل جانان د مخ تصویر مې زړه کې پټ ساتلی د پښو تل مې د ازغنو لارو تږ ته جوړ دی پړی د دار شور د زنځیر مې زړه کې پټ ساتلی وخته دا ژبه به ګونګۍ نکړئ ځان مه ستړوه
په ټیلیفون کې : شیرین اغا جهانګیر
نن چې له کاره ستړی ستون شومه کوټې ته راغلم مخکې لدینه چې د کار جامې بدلې کړمه لکه د تل په شانتې خپل ټېلېفون مې را اوچت کړلو او ومې کتو پوره پنځه میسکاله شمیره مې وکتله کور نه وو زنګ راغلی زړه مې طاقت ونکړو زنګ مې ور ووهلو بس سمدلاسه چې زنګ ورغللو د مور له هلو سره
ړندې آینې: شیرین اغا جهانګیر
ړندې آینې زمانه ټوله ړنده ده، د دنیا سترګې ړندې شوې آینې دي ړندې سوي، که زما سترګې ړندې شوې له رقیب سره ملګری، لاس په لاس اوړي را اوړي زه هم نشت یمه منم خو، د آشنا سترګې ړندې شوې بیا چینار ځوانیمرګ شوی، بیا ګودر په وینو سور دی
آزاد نظم: شیرین اغا جهانګیر
ما د ګلونو د رنګو عبادت شروع کړه د آینو سجدې ته پرېوتمه د ډیوو پل مې ونیو شومه ملګری د نغمو د کاروان لاړم د وريځو سره لکه د څاڅکو د باران پرېوتم د یوې وچې دښتې پر لمبه شوي لمن زه د یو نور په تلاش د سرو لمبو غېږې ته پرېوتمه زه هم لمبه لمبه شوم ولې خپل هر درد ته مسکی مسکی وم
پسرلی : شیرین اغا جهانګیر
پسرلی پسرلي خو ما لیدلي پسرلی خو داسې نه وي دا نو څنګه پسرلی دی چې لمبې لري په غيږ کې پسرلی چې کله راشي بلبلان په نغمو سر شي خو دا چم څه عجیبه دی دلته ډار زړونو کې خپور شي ګونګوسي د جنګ شروع شي هوا ورځ تر بلې تود شي د مارانو سره یو ځای انسانان له سوړو وځ
څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر
څلوریځه وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې لمبه مې کړه ایرې مې کړه قســمته خو لږ تم شه د چــا د دیــدن هـیــلې دي راپــاتې په زړګي کې
غزل: شیرین اغا جهانګیر
اخر به لېونی شمه جانانه که را نه شې پردی به شم له ژونده او له ځانه که را نه شې وعده دې د خزان وه د سپرلې بهانه دې وکړه یقین مې شي چې شولې بې ایمانه که رانه شې سبیله مجبوري ده ګني چېرته مې هېرېږې زه هم درتللی نشم په آسانه که ران
څلوریځه
څلوریځه لاړې د وختونو قافلې زه ترېنه پاتې شوم جوړې شولې ډېرې سلسلې زه ترېنه پاتې شوم ما د ژوند پر لاره د خپل سیوري پل نیولی وو وکړې دنیاوالو فیصلې زه ترېنه پاتې شوم
غزل
وخته لږ تم شه دادی زه هم بارومه ځمه له دغه دور سره هرڅه ختمومه ځمه سپوږمې له ځانه سره اخلمه چې لار ووینم د تیارو غېږ کې ډیوې ډېرې بلومه ځمه سپرلیه ته که مې ملګری شئ احسا
غزل : ستوری
ځکه له تیارو نه مو ډار تللی دی ستوری مو د لمر پر مدار تللی دی وخته اوس مې وار دی تماشه کوه توره مې له تیکې په وار تللی دی خود به طوفانونه ځان سره راوړي
غزل
غزل اوښـــکــــو زمــا د ویـــر کــیســې وکړلې وژړېدې ســتــورو مــې خــواکې پوره شپې وکړلې وژړېدې د تــنــهــايـې شــېبــې هیـــڅکله تنها پرې نه خودم وخــتـــونــو پــټ پــټ تــمــاشــې وکـړلې وژړېدې د زړه ربــاب مـــې د ګــری
غزل : د غره تندی
یاره که د خپل نظر ښاغلی دې کړم در به شم سوځم لمبه کېږمه که غلی دې کړم در به شم سوچ کې مې هم نه راته چې دومره به بدنامه وې مینې که د ځان غوندې سپېڅلی دې کړم در به شم زه مې لکه خپل د قسمت ستوری راپرېوتی یم خیاله که د لم
غزل
راشــي ســهــرونــو تـــه تــیارې ځــان ســره راولي داســې ستــوري نــشـته چې ډیــوې ځان سره راولي زمـــونــږ لا د خــزان زخمــونـه نـه وي رغیدلي چې شــور شي سپـرلی راشي سرې لمبې ځان سره راولي
درې بېتونه
زما که د لمبه لمبه وجود بڅرې مړې شي ایله به ددې ښار دلیونو سندرې مړې شي ما لوستي د منصور دافسانې د کتاب پاڼې والله که مې په دار هم ارادې د یرې مړې شي چې اوړي له شمشاده تور کارغان پ
غزل : جذبات
جذبات د نیمګړي خوب تعبیر دی حادثاتو ته مې سپاري که انجام د محبت دی وړي حالاتو ته مې سپاري د تدبیر په زنځیرونو د تقدیر دروازې بند کړي بغاوت به رانه وشي جذباتو ته مې سپاري مینه هسې هم
څلوریځه : وخـت نــه دخپــلــې بـدې ورځــې انـتقـام اخلم
زړه وایي مه ځه خو زه ګام پسې بل ګام اخلم پـرېـږده باغـي شـمه پـه سـر دغـه الــزام اخلم وخت د حــالاتــو زنــځیــرونــو کـې تــړلـی یمه وخـت نــه دخپــلــې بـدې ورځــې انـتقـام اخلم شیرین اغا جهانګیر ۱۴-۰۸-۲۰۰۹ هرات
څلوریځه
ویـــر زما ټــپه شــوله ســندره شوه میـــنه می کیــسه شـــوله خبره شوه اوښکه تړمې تړمې د ګریوان په چم پرېــوته له ستـــرګو مسافــره شوه شیرین اغا جهانګیر ۰۶-۰۸-۲۰۰۹ هرات
سوداګر
سوداګر پاک نن په زمزم اوپه کوثر ښکاري پېل کی سړي دغسې اکثر ښکاري ما درته ویلي وه چه مه یې منه ماته داغږونه جادوګر ښکاري مه ورکوه لاس چی درنه یې پرې نه کړي پټ یی په لسټوني کې خنجر ښکاري
مونږ
مونږ بــېرته پـاتـې شــوو د ژونـد د قـافــلـې نــه دنـیـا وویـسـتــو د خـــپــلې سـلـســلې نــه ورځ مو خپله په ځان شپه کړله خوبـــــیا هم ګــیــلـه مـن یـو د تــــــقـدیــر د فېصلــې نــه ******** د بــشــر د تـاریـخ بــر دور کـې ګـرځــو مون
خوشحال بابا ته
په خاوره د افغان بیا کوم مغل ایښی قدم دی راپورته شه خوشحاله که راځې دغه دې دم دی ملالې ټپې نشته اکبر خان په خوب ویده دی پامیر له غمه ژاړي اباسین خپه خپه دی بکوا سور سیلاب وړی دی کابل پرهر پرهر دی کوم چا درته په سرو لمبو سېځلی پیښور دی
څلوریځه:د یوې فارسي څلوريځې ژباړه
مونږ خپله لوی هستي یو زمانه پر مونږه هست شو زمونږ د سر نشې نه شراب زور واخستو مست شو شراب په دومره جوش کې لا زمونږ جوش ته فقیر دی ګردش ته زمانه خپل لا زمونږ د هوش اسیر دی
څلوریځه
نـــظر دې د ګلـــــونو د ګلــزاره دی راغلی زما د ســـوي زړه تر یــکـه زاره دی راغلی تعبـیر مې د خوبونو یو د بل پســې راوځې د میــنــې د انکـار خــبــر د یاره دی راغلی شیرین اغا جهانګیر هرات ۳-۱۲-۲۰۰۹