د کرکټ لوبې لپاره ځانګړې شوې څانګه

دا د کرکټ لپاره ځانګړې شوې څانګه ده. دلته د کرکټ تازه خبرونه، انځورونه، شننې او تبصرې خپرېږي. درانه لوستونکي هم کولای شي دلته د کرکټ په اړه شننې او تبصرې خپرې کړي او خپل معلومات له نورو لوستونکو سره شريک کړي. د کرکټ په اړه معلومات، وړانديزونه او ليکنې موږ ته په articles@tolafghan.com رالېږلی شئ

09.03.2010 20:47    |   الهام یاسیني د دوبۍ په لوبغالې کې د کرکټ د تنکیو افغان لوبغاړو کیمپ لا دوام لري ( انځوریز رپورټ)

د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې افغان لوبغاړو ټول افغان ته وویل چې د کرکټ له نړیوالې شورا لخوا ترتیب شوی کمپ ډېرګټوردی، نوې تکتیکونه مو یاد او ډېرې غلطۍ مو ورسره اصلاح شوې.


04.03.2010 13:14    |   کرکټ څانګه ملي لوبډله به د اپرېل په ۱۰ دوبۍ کې کيمپ کوي

ملي لوبډله به د اپرېل په ۱۰ دوبۍ کې کيمپ کوي د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبډله به د روان کال د اپرېل په ۱۰مه د شارجې په لوبغالي کې - چې اوس د افغان لوبډلې کورلوبغالی دی - کيمپ کوي.


02.03.2010 21:45    |   عزت الله ځواب برى يې راوړ

دا وروستۍ خو عجيبه غوندې سيالۍ وې ما چې څو ګراوه څټ برى يې راوړ


28.02.2010 15:22    |   کرکټ څانګه کرکټ: افغانستان به کيمپ په ويسټ انډيز کې او تمريني لوبې ويسټ انډيزاوايرلينډ سره کوي

کرکټ: افغانستان به کيمپ په ويسټ انډيز کې او تمريني لوبې ويسټ انډيزاوايرلينډ سره کوي د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د شل اورونو د نړيوال جام له پيله مخکې ويسټ انډيز يا لويديز هند ټاپوګانو ته د تمريني کيمپ په موخه ځي.


28.02.2010 08:54    |   کرکټ څانګه افغانستان به دوه کاله وروسته اسټراليا ته ماته ورکړي!

ليکونکی: هلال مومند . د کرکټ یو شنونکی پاټريک کيډ د انګلستان د ټايمز انلاین په ويبپاڼه ليکلي دي چې که افغانان همدا ډول لوبه کوي نو په دوه کالو کې به د اسټراليا غوندې پياوړو لوبډلو د ماتولو جوګه وي. دا تحليل تر ډېره سم دی خو یو څو وضاحتونو ته اړتيا لري.


27.02.2010 11:30    |   کرکټ څانګه له ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام درسونه او عبرتونه

ليکونکی: هلال مومند: په جنوري ۲۰۱۰ کې د ۱۹ ټيټ لوبډله نيوزيلانډ ته ولاړه چې د ۱۶ لوبډلو په منځ کې یې اخرنی ۱۶م مقام وګاټه. افغانانو له یوې لوبې پرته نورې ټولې رسمي لوبې بايلودې. نه یواځې خرابه لوبه یې وکړه بلکه په هېواد کې یې د کرکټ د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړې. د کرکټ بورډ ته اړين دي چې د نيوزيلانډ له سفره دا لاندې درسونه او عبرتونه په پام کې ونيسي او راتلونکې کې ورته پام وکړي:


27.02.2010 09:21    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ او لوبډلې سره کابود ۵ لکه ډالر او د کرکټ دوه لوبغالو جوړولو جايزې اعلان شوې

کرکټ بورډ او لوبډلې سره کابو ۵ لکه ډالر مرسته وشوه. امريکا غواړي د کرکټ دوه لوبغالي جوړ کړي. د کابل بانک مشر خليل الله پېروزي د کرکټ بورډ سره د دوه نيم او د کرکټ د لوبډلې سره د ۵۰ زره ډالرو جايزه اعلان کړه.


25.02.2010 10:19    |   کرکټ څانګه په هېواد کې د ملي لوبډلې تود هرکلی وشو

په هېواد کې د ملي لوبډلې تود هرکلی وشو افغان کرکټ ملي لوبډله نن سهار نهه بجې د کابل هوايي ډګر ته داسې مهال ورسېده چې د بارانو ورېدو سره سره یې هرکلي ته په سلګونو افغانان راوتلي وو.


24.02.2010 19:37    |   الهام الحق یاسیني ملي لوبډله د ۵۲ ورځو سفر وروسته سبا سهار ۹ افغانستان ته ستنیږي

ملي لوبډله د ۵۲ ورځو سفر روسته سبا سهار ۹ افغانستان ته ستنیږي


24.02.2010 15:55    |   الهام الحق یاسیني امارات مېشتو افغانانو د کرکټ ملي لوبډلې سره په ځانګړې نمانځغونډه کې خدای په اماني وکړه

امارات مېشتو افغانانو د کرکټ ملي لوبډلې سره په ځانګړې نمانځغونډه کې خدای په اماني وکړه غونډه د نسیم الصحراء د شركت د مشر حاجي محمد نسيم له خوا ترتيب شوې وه چې یو شمېر نورو افغان سوداګرو هم په کې لوبډلې ته ډالۍ ورکړې. په غونډه کې چې په سلګونو افغانانو برخه اخيستي وه لوبډله په اتڼونو ونمانځل شوه.


23.02.2010 22:46    |   کرکټ څانګه كاناډا ته د ماتې ورکولو انځوريز رپوټ

څلورمه ورځ: له چيلنج څخه ډکه وه. افغان لوبډلې ته ۴۵۴ منډې کول په کار و. دا د درېمې ورځې انځور دی چې کاناډا په کې بيټنګ ودراوه او افغانان یې بيټنګ کولو ته وروبلل. کاناډا هيله لرله چې افغانان به بيا زر وسوځوي.


23.02.2010 16:58    |   کرکټ څانګه افغانستان کاناډا ته په ماته ورکولو د تاريخ يوه بل پاڼه هم زرينه کړه

افغانستان کاناډا ته په ماته ورکولو د تاريخ يوه بل پاڼه هم زرينه کړه افغانستان کاناډا ته په ماته ورکولو د تاريخ يوه بل پاڼه هم زرينه کړه. افغانستان په څلورمه ورځ د کاناډا پاتې ۴۵۴ منډې پوره کړې او ۶ ويکټو یې وګټله.


23.02.2010 11:53    |   عبدالبصير سباوون سبا اختر دى

درنو لوستونكو ښايي دغه لومړنۍ جملې مې تاسې خوشحاله نه كړي او د تېرو لسيزو دردونو يادونه په كې وشي، خو هيله من يم، چې وروستۍ كرښې به مې ستاسې د پاملرنې وړ وګرځي. افغانستان د تېرو درې لسيزو په كلونو كې له يو لړ ډېرو دردونكو پېښو، ستونزو او كړاونو سره مخ ول. زموږ هېوادوال له ډېرو نااميديو او مايوسيو سره لاس وګرېوان ول، زه اوس دلته نه عواړم چې په دغې خوشحالۍ كې هم يو ځل بيا د هغو تېرو غمونو، دردونو او كړاوونو يادونه وكړم، خو له دغې خوشحالۍ سره يې يو څه اړيكه شته.


22.02.2010 11:12    |   شاعران کرکټي شعرونه: کرکټ کومه، بورد او باخت خو همیشه لري هره لوبه، او چا ویل چــی افغانان له چــانه کم دي

له نورو لوبو نه رخصت اخلم کرکټ کومه یو دانه بال او بل ښه بیټ اخلم کرکټ کومه دواړه لورې ورته شپږ ویکټې لګي اشنا ورته بنډل هم لوشن ټیپ اخلم کرکټ کومه


21.02.2010 11:25    |   کرکټ څانګه د ننګرهار تلويزيون د افغانستان او ايرليڼډ لوبه ښيي. لوبه به د کابل په وخت ۵ بجې او په سبا تکراري ښودل کېږي.

د ننګرهار تلويزيون د افغانستان او ايرليڼډ لوبه ښيي. لوبه به د کابل په وخت ۵ بجې او په سبا تکراري ښودل کېږي. د ننګرهار تلويزيون د افغانستان او ايرليڼډ لوبه ښيي. لوبه به د کابل په وخت ۵ بجې ښودل کېږي. چې سبا سهار ته بيا هم تکرارېږي.


20.02.2010 22:36    |   کرکټ څانګه د کرکټ آسيايي شورا خوښه ده چې شارجه د افغانانو کورنی لوبځای شو

د کرکټ آسيايي شورا خوښه ده  چې شارجه د افغانانو کورنی لوبځای شو د آسيا د کرکټ شورا - چې د ماليزيا پلازمېنه کوالالمپور یې مرکز دی -خوښه ده چې د شارجې په ښار کې شته اسانتياوې د افغانستان د کرکټ په خدمت کې اعلان شوي او دا ښار د افغانستان دکرکټ کورنی لوبځای غوره شو. دا خبره دې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرېدو کې کړې ده.


19.02.2010 22:16    |   کرکټ څانګه درېمه ورځ، دويمه پاڼۍ: افغانستان د کاناډا د ۴۹۴ هدف د پوره کولو کوښښ کوي

درېمه ورځ، دويمه پاڼۍ: افغانستان د کاناډا د ۴۹۴ هدف د پوره کولو کوښښ کوي کاناډا په دويمه پاڼۍ کې له ۱۹۱ منډو کولو څخه وروسته خپل بيټنګ ودراوه او بيایې بيټنګ افغانستان ته ورکړ. افغانستان ۱۳ اورونه لوبه وکړه او ۴۰ منډې یې جوړې کړې چې په دې ترتيب ورته د لوبې د ګټلو لپاره په داسې حال کې ۴۵۴ منډې پاتې دي چې ټولې لس ويکټې په لاس کې لري. سبا ته که افغانان چټکه لوبه وکړي او په هر اور کې له ۴ ډېرې منډې واخلي نو امکان لري چې افغانان لوبه وګټي او پاتې ۱۴ نمرې خپلې کړي خو سخته برېښي. که چېرته افغانان سبا د لوبې ګټلو ته ډېر هيله مند نه وي نو بله غوره لاره ورته دا ده چې د لوبې تر پايه ټولې ويکټې له لاسه ورنکړي او لوبه ډرا (يا بې پايلې) پای ته ورسوي چې په دې ترتيب به لږ تر لږه ۳ نمرې واخلي او کاناډا به پرېنږدي چې د لوبې ټولې ۲۰ نمرې خپلې کړي.


19.02.2010 18:48    |   کرکټ څانګه امارات مېشتو افغانانو د ملي لوبډلې د بري شانداره نمانځنه وکړه

امارات مېشتو افغانانو د ملي لوبډلې د بري شانداره نمانځنه وکړه نن د جمعې په ورځ د عربي متحده اماراتو د العين په ښار کې په دې هېواد کې مېشتو افغانانو او مشرانو یې د کرکټ ملي لوبډله ونازوله. د ملي لوبډلې د برياو په مناسبت ورته د هلټن په پنځه ستوريز هوټل کې غونډه جوړه شوې وه چې بېلابېلو افغاني شخصيتونو په کې لوبغاړو او هېوادوالو ته د مبارکۍ پيغامونه واورول او د کرکټ د پرمختګ لپاره یې وړانديزونه وکړل.


18.02.2010 17:58    |   الهام ياسيني اماراتو افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي

اماراتو افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي د اماراتو د کرټ موسس عبدالرحمان بوخاطر نن د شارجې په لوبغالي کې د زرګونو افغانانو په مخې کې افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي او په تر هغې چې په افغانستان کې لوبغالي جوړوي په دې لوبغالي کې تمرينونه او لوبې وکړي.


18.02.2010 11:02    |   کرکټ څانګه د افغانستان بيټنګ د کاناډا خلاف ونړېد او افغانستان بايلوده. کاناډا له افغانستان څخه په څلورو ويکټو وګټله. انځوريز رپوټ

د افغانستان بيټنګ د کاناډا خلاف ونړېد او افغانستان بايلوده. کاناډا له افغانستان څخه په څلورو ويکټو وګټله. انځوريز رپوټ د افغانستان بيټنګ د کاناډا خلاف ونړېد او افغانستان بايلوده. کاناډا له افغانستان څخه په څلورو ويکټو وګټله


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی