د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

24.06.2010 17:39    |   افغان هېواد افغانستان دمادي او معنوي زېرموهېواد

لکه څنګه چې افغانستان ډېرسرشاره ځوانان ، سرشاره اواتل ولس ، دينداره او خداى دوسته وګړي او ميړنى او سرښندونکى ولس لري همداارنګه داهېواد دطبعي سرچينو ، جامدو او مايعو کانونو له پلوه هم ترډېرو هېوادونو ډېر بداى او ډېر غني دى زموږ داګران هېواد د نړۍ پر مخ هغه هېواد دى چې که له يوې خوا له هره پلوه د استعدادونو او برياوو په ډګر کې له ډېرو پرمختلليو هېوادونو سره سيالي کولاى شي نو له بله پلوه د طبعي زېرمو د درلودلو له برکته دومره غني اوبډاى هېواد دى چې په نړيواله کچه نوم لري اودومره څه په خپل زړه کې لري چې دطبعي زېرموله پلوه به دنړۍ له زياتوهغو هېوادونوسره چې دطبعي زېرموله پلوه بډايه او مشهور دي په کتار کې ودرېږي،

25.06.2010 07:32    |   عبدالرحمن فرقانی دانساني تاريخ بې نظیره شخصيت

د انساني تاريخ په انځور كې زمونږد نبي كريم صلى الله عليه وسلم لوي او سپيڅلي شخصيت د ومره ځلانده اوروښانه بريښي , ڇې د انساني تاريخ له ابتدا نه تر اوسه پورې هغه لوي لوي شخصيتونه ڇه ورته د سپه سالارانو لقب ورکړ شوى د نبي كريم صلى الله عليه وسلم د شخصيت په وړاندي ډير واړه او كوڇني ښكاري . د نړي په لويانو او مشرانو كي يو هم داسې شخصيت نشته ڇې د ژوندانه د يوه يا دوو اړخونو څخه سربيره يى شخصيت وده كړي وي .

26.06.2010 15:29    |   انبيا ژمن د يوه نوي کار د پيل لپاره ١٠ ټکي

ژباړن: انبيا ژمن خامخا پوهېږئ چې د کومې دندې په مرکه کې چې ترسره کوئ يې لومړۍ اغېزه ډېر اهميت لري. او ښايي چې دا ټکى مو منلى هم وي، ځکه چې اوس يو نوى کار لرئ. آيا پوهېدئ چې د يوه نوي کار په پيل کې هم لومړۍ اغېزه اهميت لري؟ د څو لومړيو، ګړيو، ورځو يا آن اونيو په اوږدو کې چې نوى کار پيولوئ ، ستاسو نوى رئيس او ملګري ستاسو په اړه خپل فکر اړوي او همدا مسئله هغه پاتې وخت چې له دې ګومارونکي سره يې تېروئ ټاکي. د بېلګې په توګه که په هماغه پيل کې د داسې وګړي په توګه چې د مسئوليت له منلو څخه ځان تېروئ وپېژندل شئ په ډېرې ستونزې سره کولى شئ هغه سرېښ چې په تاسو باندې نښلېدلى دى وشکوئ او خپل دريځ ته بدلون ورکړئ، آن که په حقيقت کې لياقت يې هم ولرئ. پر عکس د دې، که په څو لومړيو اونيو کې سخت کار وکړئ، په راتلونکي کې ستاسو رئيس او ملګري به په ډېره آرامۍ سره ستاسو له تېروتنو څخه تېر شي.

26.06.2010 15:36    |   انبيا ژمن وخت سره زر دى

په ننۍ نړۍ کې د ربړېدنې معمولي عامل د ډېر کار او لږ وخت لرل دي. په رښتينې توګه ویلای شو چې تر ټولو ستره هغه مسئله چې نن ورسره مخ یو، «د وخت بېوزلي» ده. د ځینو محدودیتونو لکه د بودجې کموالی، د کارکوونکو کموالی، د سازمان د وړولو او سیالیزو فشارونو په سبب وګړي د ډېرو مسؤولیتونو منلو ته اړ ایستل کېږي؛ هغه مسؤولیتونه چې د سازمان د عادي کړنو او یا د ادارې د یوې برخې لپاره اړین دي.

27.06.2010 07:26    |   علامه دکتور یوسف قرضاوی د عمل اړتیا

آیا اسلام یوازې له مسلمانانو دا غواړي چې مطالعه وکړي، دیني علوم زده کړي، خپل ذهني معرفت ډېر کړي او خپله ککره (ماغزه) له پوهې څخه ډکه کړي، نور څه ونکړي؟؟. نه ... اسلام د زړه پوهه غواړي، هغه پوهه چې د خدای له وېرې د انسان زړه ولړزوي لکه څرنگه چې الله جل جلاله د خپلو دوستانو په اړه وایي: ((انما یخشی الله من عباده العلماء)) (رواه مسلم).

27.06.2010 14:19    |   ډاکتر محمد ابراهیم شینواری کادري توازن

کادري توازن د متوازن انکشاف مهمه برخه ؛او بشري انکشاف د متوازن انکشاف مرکزي ټکی دی، چې غواړو په لاندې ډول یې وڅېړو: دکادرونو په مسله کې باید درې برخې په جدي ډول په پام کې ونیول شي : ۱). د کادرونو په روزلو کې توازن، ۲). د کادرونو په ګمارولو کې توازن او عدالت او ۳). د کار د کادرونو ساتل او د دوی له پوهې، استعداد او توان څخه د هیواد په ګټه کار اخستل .

04.07.2010 10:10    |   الحاج فضل الله رشتين د اهل اسلام عقيده

هر څوك چې د اسلامي عقيدې خاوند دى، هغه په دې عقيده لري چې : خداى پاك يو ذات دى هغه يواځې او يكتا دى هغه يو فرد دى هغه له هر څه بى نياز دى هغه كوم شريك نه لري

04.07.2010 10:12    |   زاهد جلالي سګريټ د طب او شريعت له نظره

زما مسلمانه وروره! پدی وپوهیږه چی اسلام ستا د صحت او سلامتی غوښتونکی دی، ددی لپاره یې ډیر فایده لرونګي څیزونه لکه میوه او داسی نور چی د انسان صحت ته ګټور وي حلال کړي. ټول مضر او خبیث څیزونه لکه شراب، چرس او... چې د انسان عفت ته او یا صحت ته ضرر رسوی منع او حرام کړیدی.

04.07.2010 22:46    |   زاهد جلالي د تکفیر فتنه

د ایمان موضوع یوه ډیره مهمه موضوع ده. ایمان او کفر داسې دي لکه جنت او دوزخ، بریالیتوب او ناکامي همدا ده چې الله جل جلاله رسولان او کتابونه رالیږلي ترڅو خلک د ایمان لاره چې د ابدي بریالیتوب لاره ده؛ د ځان لپاره غوره کړي او له ابدي ناکامۍ څخه نجات ومومي.

05.07.2010 20:14    |   محمد ابراهيم شينواری د ديني او عصري زده کړو مسئله

له ډېرې مودې راهيسې په اسلامي نړۍ کې د ديني او عصري په نوم د زده کړو بېلتون يوه مسئله ده. کله د ديني پوهنو شاګردان عصري زده کړې له دين جدا او يا ورسره په ټکر کې ويني او کله د عصري زده کړو خاوندان د ديني زده کړو پوهان له علم او ساينس نه بې خبره او لېرې بولي .

07.07.2010 11:12    |   زاهد جلالي ځوانان او دینداري

مخکې تر دې چې دې موضوع ته دننه شو؛ لومړی باید دین و پیژنو چې دین څه ته وایې؟! او دیندارې څه ته وایې، لدینه وروسته پر خپلی موضوع راګرځو. زموږ بلکې د بشریت ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د دین ښه تعریف یا پیژندګلوې کړې، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایی: ((ان الدین عند الله الاسلام)) یعنی د خدای په وړاندی منل شوی دین اسلام دی. زما په اند دا به د دین ښه تعریف وی او لدینه اخوا معلومات به اضافی وی.

07.07.2010 17:01    |   الحاج فضل الله رشتين رشوت څه شى دى ؟

رشوت هغه شى دى چې يو څوك يې په دولت كښې د دولت يو چارواكي ته وركوي تر څو دده غير قانوني كار اجرا شي . د رشوت په وركولو او اخستلو په حق باندې خاورې اچول كيږي او نا حق كارونه اجرا كيږي . د رشوت حكم څه دى ؟

08.07.2010 22:06    |   انجینر محمود صافی په هندی اروپایی ژبو کښی دپښتو،اوپارسی دری ژبو دریځ

ژبه په حقیقت کی دیوملیت څیره (هویت) تشکیلوی .که چیری ژبه مړه شووه هغه ملیت مړدی .ژبه یوڅوطبقه یزه پدیده ده.هرکله چه مونږ خپل نقطه نظر بدلووه ژبه دمنشور په شان په بیله بیله بڼه څرګندیږی خو ژبپوهان ژبه په متساوی الزمانه توګه ترتحقیق لاندی نیسی .ترڅوچه دژبی په یوټاکلی وخت موجود خصوصیتونه معلوم شی .ترڅودژبی دانکشاف تاریخی حالتونه وټاکل شی.دژبپوهنی په تاریخ کښی هره ساحی اوهرنقطه نظرتل برابراهمیت نه درلود .وروسته له دی چه ۱۸ پیړی په اخرکی کښی دهندی ،اروپائیو ژبو خپلولی اختراع شووه.تاریخی او مقایسوی ژبپوهنه په اروپا کی شګوفه شووه.د چارلزډاروین دتحول دنظری څخه الهام واخیسته اوژبپوهانو وغوښتل چه ژبپوهنه دطبیعت پیژندنی په شان دقیق علم شی.ددی دپاره چه دمړواوژوندیوژبو اصل اونصب معلوم شی.دهرڅه نه مخکی داوازونو دبدلیدو قوانین دطبعی قوانینو په شان ولیدل شوول نو دژبپوهنی په تاریخ کی دژبودنسب اوخپلولی نظریه ترټولو لویه اختراع وه.دژبپوهنی په تاریخ کښی دژبودنسب اوخپلولی نظریه عادتآ په هغو زمانو کښی زیاته توجه ورکول کیدله چه په ټولنه کی له تاریخ سره خاصه مینه څرګندیدله ،چه دانسان تاریخی هویت او دقدیمو دودونوسره محبت یی هم په ټولنه کښی له ټولوزیات اهمیت درلود . مګر دژبی شکل اوخصوصیتونه نه یواځی په اصل اونسب یی اړه لری .په تاریخ کی ژبی دنورو ژبو سره تماس پیدا کوی اوددی په نتیجه کښی یو پر بل باندی اغیزه کوی .په تاریخی ژبپوهنه کښی دژبو تماسونه اونتیجو ته یی ځینی وخت په مناسبه اندازه اهمیت نه ورکول کیږی

09.07.2010 10:28    |   عبدالرحمن فرقانی د لا اله الا الله حقیقت

څرنګه مو چې په تیره برخه کې ویلی وو ، چې په راتلوني برخه کې به ان شاء الله هغه لوي حقيقت چې پدې وړه جمله (لا اله الا الله ) كې نغښتي دي وڅیړو. نو راځي چې په لا اله الا الله کې نغښتی لوی حقیقت وګورو .

10.07.2010 20:32    |   عبد الرحمن فدايي حقپال څه وايي؟

څه وخت کېږي چې دشهادت په وېب پاڼه کې دحقپال او کله هم دموحد په نامه کوم کس ليکنې کوي، دنوموړي ځینې لیکنې داحادیثو په اړه دي، له دغه لیکنو څخه داسې برېښې چې نوموړی احادیث وحی نه بولي، بلکې هغه دپیغمبر صلی الله علیه وسلم شخصي اجتهاد بولي، خو دمحمدي صلی الله علیه وسلم شریعت ځینې داسې حکمونه دي چې په قرآن کریم کې نه دي راغلی او په احادیثو کې راغلي دی، لکه دلمانځه درکعتونو شمېره او په عام ډول دلمانځه کیفیت او څه رنګوالی، دزکات نصاب، دکورنیو خرو دغوښو ناروا والی، نارینوو ته دورېښمو دکارولو حراموالی، د رجم حکم او نور دارنګه ګڼ حکمونه، نو که احادیث وحی نه شي، بیا دغه حکمونه څه رنګه شرعي بڼه غوره کولای شي؟

11.07.2010 05:23    |   سيف الله مستنير رجب د مسلمانانو لپاره د الله جل جلاله د نصرت او مرستې مياشت

الله جل جلاله انسان په ډېرو نورو مخلوقاتو غوره ګڼلى دى، لكه چې فرمايې: وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً، ۷۰ آيت الإسراء سورت. يعنې: انسانانو ته مو په نورو ډېرو مخلوقاتو باندې ښه والى وركړى د ښېګڼو په زیاتوالي سره. عقل يې وركړى، د فكر وړتيا يې وربښلې ده، ترڅو له هغو پېښو څخه پند واخلي، چې په انسان باندې تېرېږي، خير او شر يې وپېژني او هم د خير پېښو ته وده وركړي او له ناوړو پېښو ځان خلاص كړي. داسې نه چې پېښې داسې تر ځان تېرې كړي، لكه د سره چې پېښې شوې نه وي.

12.07.2010 07:37    |   عبدالرحمن فرقانی اسراء اومعراج د نوی نبوت اونوی قیادت ځانګړتیا

اسراء هغه ځمکنۍ رحله ده ، چه الله تعالی د رسول (ص) لپاره د شپې په اوږدو کې د مکې مکرمې نه فلسطین (قدس ) ته .. د مسجدالحرام څخه مسجد الاقصی ته ممکنه کړه .

12.07.2010 07:53    |   فیصل جلالي زړونه دخداي پر ذکرمطمئن کیږي

دامریکا تحقیقاتي ملي مرکز کې د داوید لارسن څیړنې د متدینو او ملحدو اشخاصو پر تله کول حیرانونکې پایلې لرلي. متدین اشخاص له ۶۰ فیصدو نه لږ په ناروغیو اخته کیږي، ځان وژونه په دوی کې له ۱۰۰ فیصد نه لږ دي، دوینې ناروغي دفشار ناروغي همدارنګه نورې ناروغی یې هم ملحدینو څخه لږې دي.

14.07.2010 08:39    |   الحاج فضل الله رشتين د جمعې لمونځ

د جمعې ورځ د اونئ د ټولو ورځو په پرتله مهمه او مباركه ورځ ده ( مسلم ) د جمعې ورځ د كوچني اختر او لوى اختر له ورځو څخه هم بهتره ورځ ده . ( مسند أحمد )

15.07.2010 06:58    |   همایون غفوری مقام زن در اسلام ، در پرتو یک حدیث نبوی

تصور خالق در اسلام برابلاغ آسمانی که همانا بذریعه وحی نازل شده و توسط رسول الله صلی الله علیه و سلم در شکل قرآن و احادیث صحیحه مدون گردیده و تا روز قیامت یگانه مرجع شناخت خالق متعال خواهد بود ، استوار است . طبق آن ابلاغ قطعی که هیچ گنجایش شک و تردید را ندارد ، خالق کون و مکان ، خالق بشر و خالق همه کاینات ، ذات اقدس رب ذوالجلال است . هیچ چیزی وجود نداشت هنگامی که او بود و هیچ چیزی نخواهد بود روزی که او اسرافیل را به نفخ صور امر میدهد که در اثر آن نفخ بشمول اسرافیل علیه السلام همه مخلوقات فنا میشوند ،

15.07.2010 20:32    |   اجمل د کایناتو انجام او عظیم انقباض

لکه چی د مخه ذکر شو چی جهان د یوی قوی چاودنی پواسطه شروع شوی دی او د هغی نقطی څخه جهان همیشه د پراخوالی یاتوسع په حال کی دی. پوهان وایی کله چی د جهان کتله په کافی اندازه سره غټه شی، نو بالاخره دغه غټوالی یی پای ته رسیږی او د ثقل د قوی پواسطه د همدا غټه کتله پخپل ځان کی منحل کیږی اوانقباض کوی. داسی عقیده موجوده ده چی دغه انقباض په یو شدید حرارت سره ختمیږی چی دغه انقباض ته انقباض عظیم یا ( بیګ کرنچ)وایی.چی پدغه وقت کی نور ژوند امکان نلری .

20.07.2010 07:15    |   عبدالرحمن فرقاني اسلام ته بلنه

اسلام هغه وجدانی عقيده ده , چه په انساني ټولنه كي د ژوندانه كړه وړه تنظيموي , او د ژوندانه لپاره هراړخیزه نظام جوړوي . اسلام هغه نظام دي چه په ټولنه كي د انسان كړه وړه د كورني ژوندانه , ټولنیزژوندانه , اونړيوال ژوندانه په ډګرونوكي تنظيموي . او په دغومختلفوډگرونوكي د ده په راکړه ورکړه حاكم وي . او د دغو اړيكو او راكړې وركړې لپاره سيستمونه او قوانين ږدي .

20.07.2010 20:19    |   عصمت الله عزام ددُعاءارزښت دقرآن کريم په رڼاکي

په دغونصوصوکي ددُعاء فضائل په مختلفوډولونوسره بيان شوي دي: په ځينوکي يې په دُعاء کولوباندي امراوهڅونه شوې،په ځينوکي يې ددُعاء له پرېښودلوڅخه منع شوې،په ځينوکي يې ددُعاء دکولوفضائل ذکرشوي،په ځينوکي يې دهغومؤمنانوستاينه شوې څوک چي دُعاګاني کوي اوددوی لپاره اجرونه اوثوابونه ذکرشوي اوپه ځينوکي يې دهغه چامذمت اوبدي بيان شوې چي دُعاوي نه کوي اوداسي نور...

24.07.2010 12:28    |   اجمل د قران کریم علمی معجزات، د دود څخه د جهان پیداکیدل

نن ورځ ساینس پوهان کولی شی، چی د اسمانی کرو جوړښت د دګازونو دحرارت څخه د دودپه شکل ثابت کړی. همدارنګه ساینس پوهان وایی چی ټول جهان په حقیقت کی د ګازونو د یوی ګرمی کتلی څخه جوړ شوی دی.

25.07.2010 17:53    |   عصمت الله عزام دشعبان په پنځلسم بايدڅه وکړو؟

دشعبان مياشت يوه مبارکه مياشت ده،بياپه دې مياشت کي يې دپنځلسم تاريخ شپه دمغفرت شپه ده،داسي شپه ده چي الله رب العزت په دې شپه کي پرخپلوبندګانوباندي رحمتونه نازلوي .