د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

11.05.2010 08:49    |   عبدالرحمن فرقاني اسلامي ارزښتونه - اومه برخه

كله چې تا ته دا مالومه شوه چې د اسلام سمه اومستقيمه لاره هغه لاره ده كومه چې د الله تعالى له لوري پيغمبرانوبندګانوته ښولى ده , نو پدې خبره پخپله پوهيدئ شې چې پرپيغمبر باندي ايمان راوړل او د هغه اطاعت اوپيروي كول ټولو انسانانو ته ضروري خبره ده , او كوم سړى چې د پيغمبرټګلاره پريږدي او د خپل عقل څخه كومه تګلاره را وباسي يقيناً چې هغه لوی ګمراه دی .

11.05.2010 09:02    |   عطاءالله خان حيران غوصه څه شى دى؟

غوصه يوه منفي جذبه ده،چې په انسان باندې په مختلفووختونوکې وخت ناوخت واکمنيږي ډېراى وخت دټولنيزونخوالوله امله لکه ،کورنۍ شخړې اودې ته ورته داسې نور... ديادونې ده،چې غوصه دانسان په جسماني او عصابي نظام پورې تړلې ده غوصه ډېر زهرناک شى دى،

13.05.2010 11:43    |   ساجدالله شوکت يعقوبي د خداي تعالى شتون

يو سړى د ويښتو اصلاح کولو لپاره سلماني ته ولاړ،د کار پر مهال د سلماني(( ارايشګر)) او دغه سړي تر منځ خبرې پيل شوې،پر بيلابيلو مسايلو سره وغږيدل، ان تر دې چې خبره د الله تعالى شتوالي او نشتوالي پورې ورسيده.

13.05.2010 13:26    |   الحاج فضل الله رشتين د ګاونډيانو حقوق

څرنګه چې خپل خپلوان په سړي حقوق لري همداشان يې ګاونډيان هم لري . د ګاونډيانو د حقوقو پر ځاى كول او د هغو احترام كول د آخرت په ورځ د ايمان لرونكو عملي ثبوت ګڼل كيږي.

14.05.2010 16:15    |   محمدوصيل پېروز دشرک اوپه اسلام کي دخرافاتودپيداکېدلوعوامل

الحمدلله رب العلمين والصلوة والسلام علی رسوله الکريم . امابعد: اسلام ديونړيوال دين په توګه دنړۍ پرمخ وغوړېد،ډېری ملتونه داسلام په وړاندي سرټيټي شول د هغوئ سلطنت اوعظمت داسلام په عظمت کي محوه شوخوبياهم ځيني داسي کسان ووچي دهغوئ له زړونوڅخه لاکينه اوبغض نه وووتلی نولکه څرنګه چي دوئ دوسلې په زورداسلام مقابله نه شوای کولای، دخپل هدف دترلاسه کولوپه تکل يې اسلامي جامه په تن اوپه مکروحيلويې پيل وکړپه اصطلاح حزب المنافقين رامنځ ته شو،ددې حزب بنسټګرعبدالله بن ابی بن سلول دی .

16.05.2010 07:30    |   مومن مهاجر مولوي ابوالفضل صاحب ته يوه یادونه

فقد صحّ عن النبي صلى الله عليه وسلم من حديث تميم الداري رضي الله عنه أنه قال : « الدين النصيحة ، الدين النصيحة ، الدين النصيحة قالو لمن يا رسول الله ؟ قال : لله ، ولكتابه ، ولرسوله ولأئمة المسلمين وعامتهم » [ رواه مسلم) دهمدې پورتني حديث پربناغواړم ستاسودرانه حضورته څوهغه خبرې وړاندي کړم چي له ديني خواخوږۍ اونصيحت سره اړه لري .

16.05.2010 07:35    |   شيخ القران مولانا عبدالبصېر بصېرت د شرک بنياد

کوم خلق چي الله تعالى ته پخپلومشکلاتواوحاجتونو کي سوال اوزاري کوي دهغوي داعقيده وي چي الله تعالى عالم الغيب والشهادة يعني په پټواوښکاره ټولو شيانو عالم اودټولو حالاتوڅخــــــــه پوره خبردي اودهغوي دعااوفرياداوري ، ددي سره دهغوي داعقيده هم وي چي الله تعالى مالک ، متصرف ، قادر مطلق اودپوره اختيار خاوند دي اودخلکو ستونزي اومشکل حل کولي شي ، همدانګه کوم خلق چي دالله تعالى نه ماسوى دانبياووعليهم السلام ، ملائکو اويا اولياوو نه مدد غواړي اوفرياد ورته کوي دهغوي هم داعقيده وي چي دوي عالم الغيب ، متصرف اوداختيارخاوندان دي اودفريادکوونکو فرياداوري اودهغوي دحاجتونودپوره کولو طاقت اووس لري ، که ددي خلکو داعقيده نه وي نوهيڅکله به يي هم هغوي ته په مشکلاتو کي چيغي اوفريادنه کولي ، نومعلومه داشوه چي دشرک ا صل بنياداومبدا همدغه دوه شيان دي ، ترڅو چي يومشرک په غيرالله کي دادوه صفتونه ونه مني نه دهغه بنده ګي کوي اونه په سختۍ کي ورته اوازکوي اونه دهغه دخوشحالولولپاره دهغه په نوم نذر اومنښتي کوي . قرانکريم کي ځاي پرځاي دشرک دغه دواړه جرړي پري کړي دي اوپه عقلي اونقلي دليلونو يي ثابته کړيده چي دالله تعالى نه ماسوي هيڅوک عالم الغيب ، متصرف اومختارکل نشته ، په دي هکله لاندي مطلب په غورسره مطالعه کړئ :

18.05.2010 10:31    |   محمدظريف عنايت زی د چاپي خپرونو تاريخي بهير

له لرګي څخه دجوړشوي چاپ له ماشین وروسته په ۱۸۱۴ کال کې فردریک کونیګ دوه سلنډرلرونکی دچاپ لومړنی ماشین چې په بخارسره یې کارکاوه جوړاودلندن ټایمز ورځپاڼې په واک کې یې ورکړ،دغې ماشین په یوه ساعت کې د۱۱۰۰ پاڼودچاپ توان درلود ،له هغې وروسته داتومات ماشینونو دجوړولو هڅې پیل شوې .

18.05.2010 10:33    |   فضل الله رشتين د خداى پاك حق

له ټولو حقونو څخه د الله تعالى حق عظيم اوستر دى. له دې حق څخه په دنيا كښې بل هيڅ كوم لو ړ او ستر حق وجود نلري . الله تعالى دغه دنيا پيدا كړى ده ، خداى پاك ځمكه او آسمان خلق كړي دي ، خداى پاك رڼا او تياره پيدا كړې ده ، الله پاك ډول ډول څاروي او ځناور ، او ډول ډول حشرات خلق كړي دي ، الله پاك رنګارنګ كلونه ، نباتات ، ميوې او سبزيجات خلق كړي دي . لنډه دا چې خداى پاك ټول هرهغه څه خلق كړي دي چې مونږ يې په خپلو سترګو وينو .

19.05.2010 11:36    |   ستانه مير زهير ماشومانوته روزنيز پيغامونه

ډير ځلې به مو د ځنو کسانو څخه اوريدلی وي چې وايي: پلانکی ماشوم ډير سپين سترګی يا ډير بې ادبه دی،

22.05.2010 06:29    |   عبدالرحمن فرقانی امريكا ولې په افغانستان د سولې پروسه شنډوي ؟

له انصافه به لرې وې که د ولسمشر ښاغلي کرزي ورستۍ هلې ځلې د ملي روغې جوړې اړوند له پامه وغورځوو ، چې د دولت له مخالفينو سره يې دافغانستان د سياسي ثبات او استقرار لپاره په لاره اچولی ، داسي بريښي چې د افغانستان ولسمشرښاغلي کرزي غواړي د سولې د پروسې اړوند ريښتني ګامونه پورته کړي ، او د افغانستان کړيدلي او ځوريدلي ملت د پرديو له جبر او ظلم نه چې دوي یې نور نشي زغملی وژغوري . دا چې د ښاغلی ولسمشر کرزي سره دا انګيزه ولي پيدا شوي ده او عوامل يي څه دي ، زموږ د بحث موضوع نده ، خو دا خبره به پر ځاي وي چې دا دسولې پروسه حتما د ملت په ګټه ده ، او لدې لارې ممکنه ده ، چې د ملت اعتماد تر لاسه شي ، او دا تګلاره کولي شي هغه فاصله چې د حکومت او ملت تر منځ د يرغلګرو خپل سرانه اعمالو ايجاد کړی ده ، لنډه شي ، د دې ترڅنګ دا تصوراو حقيقت هم شته دی ، چې د ناتو د پيمان ځينې هيوادونو هم غواړي د افغانستان له ګرادب څخه ځان وژغوري ، نو لدې ځايه د سولې د دغې پروسې چې د افغانستان دولت په لاره اچولی ده ملاتړ کوي .

23.05.2010 16:27    |   الحاج فضل الله رشتين د رسول الله (ص) حق

رسول اكرم (ص) د خداى پاك له ټولو بندګانو او مخلوقاتو څخه ستر او عظيم بنده او مخلوق دى او دده حق د خداى د ټولو مخلوقاتو په پرتله ستر او لوى دى.

24.05.2010 08:52    |   عبدالرحمان عائل دښاغلي ابوالفضل دپام وړ

ترهرڅه مخکي دځان په هکله دومره وايم چي زه ډېرلږوخت کيږي چي دانټرنيټ سره اشناشوی يم،هغه ئې هم کله کله ګورم، له دې امله به تاسوزمانوروليکني هم نه وي لوستلې . بل داچي زه که څه هم شاعرنه يم،خودشعردلوستلوسره مينه لرم . په شعرپسي دلټون په وخت مي دښاغلی ابوالفضل يونعت مخي ته راغی. دهغه نعت په اول بندکي ښاغلی ابوالفضل داسي وايې چي : چي ترتمام جهان بهتردۍ ته هغه رسول ئې چي دلولاک تاج يې پرسردۍ ته هغه رسول يې

25.05.2010 10:56    |   عبدالرحمن فرقانی اسلام مبارزه ميكند

آنانيكه فهميده اند كه نظریه يی از نظرياتيكه بشريت آنرا در طول تاريخ كهنش شناخته است ,مي تواند در مقابل ظلم وبربريت وستمگري با انواع مختلفش همچو اسلام مبارزه كند , ويا توان آنرا دارد كه در پهلوي مظلومين وبيچاره گان همڇو اسلام استاده شود ,ويا مي تواند به روي باغيان وظالمان همڇو اسلام آواز بلند كند... كسانيكه ڇنين فهميده اند آنها به خطا رفته اند , ويا كساني مغرض استندد, ويا هم از اسلام به طور كلي آگاهي ندآرند .

25.05.2010 10:57    |   رحیم الله بشارت دخپرونو لپاره موضوع څنګه پیداکړو؟

څه موده وړاندې راته دخپل دفتر له لوري دشمشاد تلویزوند پروډیوسرانو او د پروګرام جوړونې دنورو کارکوونکو د روزنې دنده راکړل شوې وه ـــ په دې لار کې ځینې ستونزې وې خو ګټې یې هم لرلې ـــ یوه ګټه یې داچې څېړنې ته یې اړکړم چې کتابونه او ویبپاڼې وګورم او د اړتیاوړ مالومات ترې راټول کړم او بیایې دوی ته وړاندې کړم. دا لیکنه هم د هماغه مهال لیکنه ده. چې ځینې برخه به یې کېدای شي کټ مټ هم له انګلیسي متن څخه ژباړل شوي وي خو ډېرې زیاتونې کمونې هم لري.

28.05.2010 20:59    |   الحاج فضل الله رشتين د ميلمنو حقوق

ميلمه د خداى پاك دوست ګڼل كيږي . كوم څوك چې ستا كورته ستا د ليدلو او ملاقات د پاره درشي نو هغه ستا ميلمه دى او دغه ميلمه په تا باندې ايماني حق لري. حضرت محمد صلى تالله عليه وسلم فرمائيلي دي چې : من كان يومن بالله و اليوم الاخر فليكرم ضيفه .( بخاري )

30.05.2010 09:23    |   الحاج فضل الله رشتين د يتيمانو حقوق

يتيم هغه چاته وايي چې په ماشومتوب يعنې د بلوغ عمر ته له رسيدو د مخه يې پلار مړ شوى وي . په اسلام كښې يتيم ډير حقوق لري چې هغه په لاندې ډول ښودل كيږي. * له يتيم سره خواخوږي او همدردي :

30.05.2010 09:34    |   ميرولي جان لکڼوال په ديموکراتيک نظام کې د ټاکنو ارزښت

د اولسواکۍ يوه تر ټولو لويه ښيګنه هم داده چې د قدرت د انحصار مخه نيسي، په دې مانا چې په ديموکراتيک نظام کې کله چې د يو ټاکل شوي انسان د واک او قدرت وخت پاى ته رسيږي نو له ټاکلي مودې وروسته بيا ټاکنې تر سره کيږي او ملت د خپلې ارادې په مټ خپل استازي ټاکي. په يو ديموکراتيک نظا م کې ټاکنې د اولسواکۍ تر ټولو مهم او غوره فعاليت بلل کيږي. په ديموکراتيکه ټولنه کې د ټاکنو ترسره کيدل دوه عمده او مهم هدفونه لري له يوې خوا په دولتي ارګانونو کې د خلکو او اولس استازيتوب ته لار اواروي او له بلې خوا د پخوانيو ټاکل شويو استازيو کړنې تر ارزونې او قضاوت لاندې نيسي نو همدې مهمو ټکو ته په پام سره زمونږ اساسي قانون او د بشر د حقوقو نړيواله اعلاميه په هيواد کې د رڼو، ازادو ، عادلانه او داسې ټاکنې چې په ريښتين مانا سره د ملت اراده تمثيل کړي تضمينوي. د ټاکنو د رڼوالي له اصل څخه موخه او هدف هم داده چې اولس بايد خپله اراده پرته له ويرې او ډار تمثيل کړي او د اولس له ارادې سره لوبې ونه شي په بله خبره کله چې په ټاکنو کې لاسوهنه او درغلي کيږي نوهلته له ټاکنو د شفافيت او رڼوالي چتر پورته کيږي نو دلته ده چې د ملت په اراده باندې په لوى لاس لوبې وهل کيږي او بالاخره ټاکنې خپل مشروعيت او قانونيت له لاسه ورکوي نو مهمه مسله هم داده چې په ټاکنو کې د رڼوالي او شفافيت اصل په ژوره توګه مراعت شي.

01.06.2010 08:41    |   انبيا ژمن د وخت مديريت

١- سريزه آيا تر اوسه مو په اليس داستان (Alice's Adventures in Wonderland) کې د سپينې سويې په شان داسې احساس نه دى کړى چې د عجايبو په ځمکه کې ياستئ؟ ... تل په بيړه کې ياستئ خو هغه څه ته چې غواړئ يې نه رسېږئ. آيا تاسو هم اوږدې ګړۍ کار کوئ خو تل داسې احساس لرئ چې موخې مو د تېښتې په حال کې دي؟

06.06.2010 06:56    |   عبدالرحمن فرقانی اسلامي ارزښتونه - اتمه برخه

لږڅورلس سوه كاله شاته ولاړشه او وګوره , په نړۍ كې نه د بريښنا تارونه وو اونه هم تليفون , نه ريل و , نه مطبعې وې , نه ورځپانى خپريدى اونه هم كتابونه چاپيدل ، نه دسفر كولو هغه اسنتياوې وې چې نن شته دي , د يوه هيواد څخه بل هيواد ته د رسيدلو لپاره به په مياشتو مياشتو سفرونه كيدل ، په دغه راز يوه چاپيريال كى د عربانو سيمه (جزیره العرب) دیوه ځانګړی خصوصیت څخه برخمنه سيمه وه، تر عربانو د ايران , روم او مصر هيوادونه راتاو وو،

06.06.2010 07:00    |   محمدالله ارین احمدزی د ماشوم ځورونه او د هغه ډولونه

د ماشوم ځورونې پیژند:(د نړیوال صحی سازمان پیژند): د هغه ضرر څخه عبارت ده چې د ده ځان او سلامتي ته د مور او پلا ر لخوا یا د هغو کسانو لخوا چې د دوی به وړاندې مسولتی لري زیان رسول کیږي..ماشوم ځورونه کومه نوې پدیده نه ده ډیره مخکینی شالید لري.په پخواني روم کې د اولاد وژنه د مور او پار قانوني حق وو.اعرابو له اسلام څخه وړاندې خپلې لوڼې ژوندی خښولې همدارنګه په قرآن کریم کې د فرعون لخوا د ماشومانو وژلو ته نغوته شوې.

14.06.2010 06:53    |   اېمل افغان د مقالې لیکنې عمومي چوکاټ

د یوې بشپړې،علمي،تحقیقي معاري مقالې په لیکني چوکاټ کې دا لاندې درې برخې شاملې دي: ۱ – سریزه: سریزه (مقدمه) د لیکنې لومړۍ. خو اساسي برخه ده لیکوال باید د مقدمې د لیکلو پروخت ډېرمحتاط وي. زیاتره لوستونکي د لیکنې ارزښت او اهمیت په مقدمه کې لټوي. په سریزه کې لیکوال معمولاً هغه کلیمات او عام ټکي راوړي چې وروسته ورباندې په اصلي برخه کې بحث او خبرې کېږي سریزه د لیکنې د روح، د محتوی او معنا د هندارې حیثیت لري، څومره چې لنډه ، خو جامع، جذابه

14.06.2010 13:37    |   انبيا ژمن د وخت مديريت - ۴

د وخت مديريت ژباړن: انبيا ژمن لاندينيو ټکو ته په دې ترتيب سره امتياز ورکړئ:

16.06.2010 21:13    |   پوهنمل حاجی محمد نوزادی د ملاریا ناروغی او د مخنیوۍ لاری چاری یی

دالیکنه می تر لویه بریده د  هغو وطنوالو سره مرستندویه ګڼم چی غواړی د اوړۍ د رخصتیو څخه په ګټه اخیستلو سره دګران هیواد زیارت وکړی . څه موده خو زما دا خوښی راپه برخه چی له کبله یی باید دلوی خدای شکر پر ځای کړم . دسفر نه وړاندی می کورنی داکتر د ځینو ناروغیولکه تیفوس ، تیتانوس او دیفتیری په وړاندی واکسین او دملاریا په وړاندی دمقاومت جګولو پخاطر اړوند درمل راکړه او پدی هکله یی یو وړوکۍ براشور هم راکړ څو هغه د لا زیاتو مالوماتو په موخه  ولولم . هغه می ولوست او چی کله له دنمارک نه دهامبورګ د هوایی ډګر په لور روان وم ، نوموړۍ براشور می په اورګاډی کی له ډنمارکی ژبی نه پښتو ته واړاوه . داچی هلته په وطن کی کمپیوتر او په ځانګړی توګه انترنیت ته لاسرسۍ کم وو  نو په نشرولو یی ونه توانیدم . دادی اوس یی کورته  د بیرته راګرځیدلو وروسته پدی هیله  د لوستونکو مخته ایږدم چی که دسفر نیت ولری ، ورنه ګټه واخلی .

24.06.2010 07:42    |   عصمت الله عزام څنګه پوهېدی شوچي الله جل جلاله له موږراضي دی؟

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد: که له انسان څخه الله رب العزت راضي شي،دادده لپاره لويه نېکمرغي اوستربرياليتوب دی،که ترې ناراض شي،دائې لويه تباهي،حقيقي بدمرغي،تلپاتې شرمندګي اودسختوعذابونولامل اوسبب دی .