د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

28.03.2010 11:50    |   انبیا ژمن د بریالي مدیریت راز

ليکوال: ټرېسي براين ژباړن: انبيا «ژمن» د ليکوال پېژندنه: ټرېسي براين د مديريت په غولي کې د نړۍ پېژنل شوې څېره ده. هغه هر کال له سل زره څخه زياتو وګړو ته د وګړيز او مسلکي عمل د څرنګوالي ښوونه کوي. ټرېسي انسانانو ته ښوونه کوي چې څنګه کولاى شي په ژوند او کار کې د تعادل له رامنځ ته کولو سربېره په ورته وخت کې خپل پرمختګ دوه يا درې برابره کړي. دا ليكنه د بريالي مدير راز په ښوونې سره هغه تر ټولو غوره آندونه او تګلارې چې تر اوسه پورې په دې برخه کې کشف شوې دي وړاندې کوي.

29.03.2010 06:53    |   بختيار احمدزی د دولت رئيس ، د حکومت رئيس مصئونيتونه او تشريفات يي

د يوه دولت رئيس يوه خارجي هيواد ته يا د رسمي سفر په ډول يا د غير رسمي سفر په ډول مسافرت کوي چی د يوه محدود تفاوت په درلودلو سره دیپلوماسی له نظره لوړ امتيازات لري او په خاصو تشريفاتو سره ورسره معامله کيږي.

29.03.2010 06:56    |   عطاءالله خان حيران دښه فكرګټورې پايلې

زه په دې خوښ يم كه تراوسه مې په دې فكرنه دى كړى او نه مې پرځان ډاډ درلود اونه مې ځان د دې جوګه ګاڼه چې دژوندپه ټولوچاروكې دې بريالى اوسم، خو اوس د بري خوبونه وينم اولارې چارې ورته لټوم زه اوس په دې فكركوم چې څنګه كولى شم دژوندپه ټولوچاروكې بريالى شم.

01.04.2010 13:44    |   الحاج فضل الله رشتين د فجر د لمونځ اهميت

د حضرت عبدالله بن جندب ( رض ) بيان دى چې حضرت محمد (ص) ويلي دي چې " هغه څوك چې د فجر لمونځ ادا كوي هغه د خداى په امان كښې دى."

02.04.2010 19:55    |   محمدوصيل پېروز داپرېل فول شرعي حيثيت

له شک پرته دروغ يوکرغېړن عمل دی چي ټولوشريعتونويې حراموالی بيان کړی اوله دې سره سره انساني فطرتونه اوسليم عقل هم ددې پربدوالي قائل دي اوزموږپه حنيف شريعت (کتاب وسنت) کي ددې کارله کولومنعه شوې،پرحرمت يې اجماع ده اوددروغ ويوونکي په دنيااواخرت کي بده پايله ده .

07.04.2010 15:12    |   ډاکتر فيض الله ثاقب د اسلام پۀ سپڅلي دین کې د زغم روحیه

سرچینه: www.islamonline.net لیکوال: ډاکټر مزمل صدیقی ژباړونکی: ډاکټر فیض الله (ثاقب) زغم د اسلام د سپېڅلی دین بنسټیز اصل او د مسلمانانو دینی او اخلاقی دنده ده. د اسلام سپېڅلی دین په انفرادی ډول، ډله ایز ډول او دولتی کچه د زغم زده کړه ورکوی. زغم د انسانی حقونو او د قانون د واکمنۍ ساتونکی ده. قران پاک په سوره الحج کې پدې اړه ډیر په روښانه ډول داسې فرمایی:

08.04.2010 07:11    |   ډاکتر کامران وزیری ځان وژنه - suicide

د بخښوونکي او مهربان څښتن په نامه د ځان وژنې سوکاله تل مدام د پام وړ وه خو دا چې په ګران هیواد افغانستان کې د ځانمرګي بریدونو لړۍ لا هم روانه ده، دا موضوع د هیواد د ننه او د باندې د ورځینیو تودو خبرو څخه شمېرل کیږي او اړینوالی او ارزښت یې لا ډېریږي . په اروپایي هیوادونو او امریکا کې ځان وژنه یوه پراخه ستونځه ګڼل کیږي خو د را څرګندیدلو بڼه یې خپلې ځانګړتیاوې او توپیرونه لري . د ځان وژنې په هکله ډیری پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتي دي، دا یو هر اړخیز بحث دی او نورو پراخو څیړنو ته اړتیا لري چې دا په خپله د مسلي د پیچلتیا او د وجود د مغلق سیستم ښکارندوې دی . په دې لیکنه کې هڅه شوې ده چې د ځان وژنې د هغې د لاملونو د ارزوني په هکله څه نا څه مالومات وړاندې شي .

08.04.2010 12:13    |   سيدنظيم سيدي ايا غږ او اواز يو شى دى كه توپير لري؟

په دې كې شك نشته، چې پښتو ژبه يوه ځان ساتې او د پښويې(ګرامر) له مخې خورا بډايه ژبه ده؛ ځكه كه د پښتو ژبې د پښويي پراخوالې او ځان ساتنه نه واى؛ نو اوس به د حالاتو اړو دوړ لا وختي دل و دول كړى واى؛ خو دا چې څوك ورته كار نه كوي هغه جلا مساله ده.

11.04.2010 11:16    |   محمدظريف عنايت زی له خپلو اولادونو سره څه ډول چلند وکړو؟

ميندې اوپلرونه بايد له خپلوځوانواولادونوسره ښې اودومره نږدې اړيکې ولري چې کله هره ستونزه ورته پيداکيږي هغه سمدستي له خپل پلاراومورسره شريکه کړي ،بايد موراوپلارداثابته کړي چې له خپلواولادونوسره ددوستانوپه شان دي. خوله بده مرغه چې په افغانستان کې ډيری کورنۍ له خپلواولادونوپه تيره بيا ځوانانوسره ښه اړيکي نلري له همدې امله دوي دې ته اړکيږي چې له نوروسره اړيکي ټينګ کړي اوډيرځله دغه رازاړيکې ددوي دژوند دخرابيدولامل کيږي ،ځکه کله چې يوځوان وينې په کورکې څوک ورته پاملرنه نه کوي اودهغه خبروته ارزښت نه ورکوي له پرديوسره داړيکودټينګولولپاره هڅه کوي چې دا کارډيرې ناوړه او خطرناکې پايلې لرلی شي ځکه د نوې ځوانۍ په وخت کې دښه دوست او ملګري تشخيص ګران وي ډيرځله ليدل شوی چې همدا ناوړه دوست اوملګری ديوه ځوان دبې لارې اوسرغړونې لامل کيږي چې همدا ناوړه ملګری هغه ته نه جبرانيدونکې ستونزې ، ناخوالې ، عادت اوياعمل ورپه برخه کوي او د ژوند ترپايه له کړاوونو سره مخامخ وي چې بيا پښيماني کومه ګټه نلري .

11.04.2010 11:48    |   حلیم شملزی مثبت اوښتون

معنویات له مادیاتو نه بیل کوم څیز نه دي بلکه معنویات او مادیات ترخپل منځ دروح او جسم غوندې تړاو لری پدی ډول سره روح هم د نوی ساینس په آند یو مادې څیز دي په علمی توګه ماده څو اړخیزې بڼې لری د ساینس له نظره روح او شعور پخپله دمادی یوه متنوعه بڼه ده . په ادبې اصطلاح کښې له معنویاتو مطلب اخلاقیات او اخلاقې وړتیا ده په هره متمدنه ټولنه کښې ناوړه کړه بدشمیرل کیږی په هرحال زمونږ ټولنه دکایناتو او اخلاقیاتو په اړه مذهبې تصوراتو ته معنویات وایي . مادی طرز تفکر او مذهبې عقیدوې سپیڅلتیایې نظریات دواړه په یوه ذهنې سطحه کښې خوندې کول او راغونډول ناممکنه ځکه دې چې دا هغه دوی لاري دې چې د خپلو تشریحاتې توپیرونوله امله وبیلابیلو مخالفو لورو ته خوځیدلی دی لدی امله هیڅ یو انسان نشی کولای چې په یوه وخت کښې دواړی لاری پل کړی . که یو څوک دی خلیج منلو ته تیار نه وی نو هغه به داحمقانو په جنت کښې اوسې ، دا هم امکان نلری چې څوک دی مادې نړی په غیرمادې تخیل تسخیر کړی .

11.04.2010 11:51    |   ډاکټر نجيب زاخېلوال طلاق او غصه

طلاق يوه ډېره سخته او ستونزمنه سکاله ده چې فقهاو او مجتهدينو پرې تر اوسه پورې ډېر زيات کتابونه ليکلي او هر مذهب پکې خپل خپل دليلونه راوړي خو دا چې ما، موده د مخه يوه ليکنه د طلاق په اړه کړې وه چې غواړم د هماغه ليکنې تبصرو ته ځواب ووايم. زه بيا هم ياودنه کوم چې زه کوم مفتي نه یم بلکې زه یوازې د طب ډاکټر يم خو داچې لږ ډېر مې اسلامي علم هم کړې نو زه به د امکان تر حده کوشش وکړم چې پوښتنو ته د شرعيت مطابق ځوابونه وړاندې کړم.

15.04.2010 08:26    |   عبدالرحمن فرقاني شكنندهء طاغوت ها

نوشته .سيد قطب ترجمه: عبدالرحمن فرقاني محمد بن عبدالله صلى الله عليه وسلم درتمام عمرخويش پي نابود كردن طاغوت ها برخاسته زندگي نمود, همه طاغوت ها را نيست ونابود كرد, خواه آن طاغوت در جهان ضمير و وجدان بود ويا هم در جهان واقعيت. تاريخ كهن بشريت شخصي ديگري را تا اكنون مانند محمد بن عبدالله صلى الله عليه وسلم نه شناخته است كه سركشي هاي مختلف را از بين برده باشد, وبه اندازه وي طاغوت ها را نيست نموده باشد , وآن هم در مدت بسيار كوتاه , درين مورد قطعاً شك به يقين بدل ميگردد كه أين شخص را قوت خارق العاده بزرگتر از قوت بشري همكاري وتائيد مي نمود, ووي از همين قوت خارق قوت خويش را بدست ميآورد, وبا اين قوت خارق تماس وپيوند وايمان پخته داشت.

17.04.2010 07:13    |   انبيا ژمن د وخت مديريت اړوند: دريمه ژباړه

سريزه: وخت يو له ډېرو ارزښتناکو نعمتونو څخه دى چې يوې دقيقې پلان جوړونې ته اړتيا لري. هغه وګړي چې پرېکړه کوي د خپل ژوند د بېلابېلاو چارو د ترسره کولو لپاره وخت ترتيب کړي، بايد ځينو بنسټيزو ټکو ته يې پام وي:

23.04.2010 08:45    |   عبدالرحمن فرقاني اسلامي ارزښتونه - پنځمه برخه

داطاعت لپاره د ايمان اړتيا خو تا ته مالومه شوه , اوس پوښتنه دا ده چې د الله تعالى صفات اود الله تعالى غوره قانون اود آخرت د ژوندانه په هكله سم علم چې باور پرې وشي په كومه وسيله حاصل كړو ؟ مخكي موږ واضحه كړه چې په كايناتو كې دالله تعالى تخليقي نښي خورې دي , او پدې خبره دلالت كوي چې دغه لويه كارخانه صرف يوه جوړونكي جوړه كړئ ده او هغه يى چلوي ، پدغو آثارو اونښوو كې د الله تعالى ټول صفات په ځلانده توګه ښكاريږي , د هغه حكمت , د هغه علم , د هغه قدرت , دهغه رحم , دهغه پالنه , دهغه قهراوغضب , خلاصه هرصفت پدي نښوو كي

24.04.2010 22:28    |   عبدالودود پښتونځار پر مندراوړ يوه لنډه کتنه

مندراوړ د افغانستان دلغمان ولايت د قرغه يو ولسوالۍ ډېره تاريخي او سټراټيژيکه سيمه ده، چې د وخت په تېرېدو سره يې ارزښت له لاسه ورکړى او اوس په يوه وړوکي ښارګوټي بدل شويدى.

26.04.2010 06:10    |   ضياءالرحمن ضياء د بازار موندنې اووه مهم ټکي

که تاسې د يو کوچني تجارت مالک ياست، نو تاسې به د بازار موندنې په برخه کې ډېر لګښت ته اړ نه شئ. ډېرى کوچني سازمانونه په خپل کار کې د بازارموندنې د اصولو او مهمو لارو چارو څخه بې خبره وي او هغه فرصتونه چې ددې کار په ترسره کولو لاسته راځي، هېر کړي دي.

27.04.2010 05:33    |   لطف الله خيرخوا د ديالوګ(حوار) ارونه

يو له هغو قضيو څخه، چې قرآن كريم يې ارزښت ته په ډېرو ځايونو كې اشاره كړې د “ډيالوګ” موضوع ده.ډيالوګ د انساني تفاهم تر ټولو لومړۍ او غوره لار بلل كېږي. كه څه هم د حوار (ډيالوګ) كلمه په آياتونو كې نه تر سترګو كېږي1 ، خو قرآنكريم په ډېر اهتمام ددې انساني ادب خيال ساتلى.قرآنكريم كې ددې اصل د راوړلو موخه داده،چې خپلو پليونو ته، د خوږې خبرې په واسطه حقيقت ته د رسېدلو لار وښايي. تر ټولو غټه دا، چې عقل كارونې او په انساني اسلوب ولاړې مباحثې ته يې وهڅوي.دا چې ډيالوګ په انساني ادابو كې ځانګړى ځاى لري موږ هم په دې ليكنه كې دا هڅه كوو،چې په قرآن كې يې په ځانګړي اسلوب ځان پوي كړو.

30.04.2010 05:08    |   الحاج فضل الله رشتين د خپلو خپلوانو حقوق

څرنګه چې مور او پلار په خپلو اولادونو او اولادونه په مور او پلار حقوق لري همداشان خپل خپلوان لكه ورور ، خور ، كاكا ، ماما ، ترور ، عمه ، نيا ، نيكه ، لمسيان او ټول هغه كسان چې له يو بل سره د خپلوئ رشته لري هغوي ټول په يو بل حقوق لري .

30.04.2010 05:21    |   عبدالرحمن فرقاني اسلامي ارزښتونه - شپږمه برخه

په لومړي باب کې موږ پوه شوو چې د الله تعالی د اطاعت لپاره د صحيح علم حاصلولو ته اړتيا وي او دا علم بايد د يقين او باور تر حده رسيدلی وي ، او دا علم بايد د الله تعالی د هغو غوره شويو بنده ګانو څخه حاصل شوي وي چې الله تعالی دا علم دوي ته د وحي له لارې رسولی دی تر څو يې نورو انسانانو ته ورسوي او دا غوره شوي بنده ګان (پيغمبران ) دي . اوس راځي چې وګورو چې مودودي صاحب د پيغمبرانو د حقيقت اړوند څه وايي .

03.05.2010 07:15    |   زاهد جلالي د اسلام کورنى نظام

لومړنى ټولنيز نظام، چې انسانانو پېژندلى هغه کورنى نظام دى؛ ځکه، خو اسلام کورني نظام ته ډېره پاملرنه کړې د بريالۍ کورنۍ د رامنځته کولو لپاره يې ځينې اصول او اساسات راښودلي او د کورنۍ هر غړي ته يې ځانته ځانته حقوق او دندې ورکړي، چې له پلي کولو سره يې کورنۍ د بريا خواته درومي.

05.05.2010 09:05    |   شيخ القران مولانا سردار ولي د فحشا او بدکارۍ (زنا او لواطت) زيانونه

بسم الله الرحمن الرحيم د فحشا او بدکارۍ (زنا او لواطت) زيانونه

10.05.2010 18:11    |   آنبيا ژمن د وخت مديريت

١- سريزه له وخت څخه زموږ د درک د بيانولو لپاره بېلابېلې لارې شتون لري. د پېړيو لپاره خلکو د خپل ورځني پلان د تنظيم په موخه د سپوږمۍ له خوځوښت، لمريزې ګړۍ، آذان او د سيوري له کچې اخيستنې څخه استفاده کوله تر څو چې په دوولسمه پېړۍ کې د کاتوليکو مذهبي رهبرانو د خپلو کړنو د ښه تنظيم لپاره ګړۍ جوړې کړې.

11.05.2010 08:29    |   زاهدجلالي د اسلامي شريعت ريښتينې بڼه

متأسفانه، چې زموږ په ټولنه کې اسلام په ريښتينې بڼه ندى پېژندل شوى. د اسلام اصلي او اساسي موخه، چې ژوند ښه کول اوله ضرره بچول دي کاملاً هيره شوې.

11.05.2010 08:31    |   الحاج فضل الله رشتين د ښځې او خاوند ( زوجينو ) حقوق

د انسان په ژوند كښې واده ډير ژور اثر او ستر رول لري . واده د ټوقو كار نه دى . واده دښځې او خاوند تر منځ د شريك ژوند رابطه ده . له واده نه پس ښځه او خاوند دواړه د ژوند يو نوى سفر پيل كوي او د عمر تر پايه دې سفر ته ادامه وركوي .

11.05.2010 08:45    |   همایون غفوری نظام سرمایه داری

لقد خلقنا الانسان فی احسن تقویم . ثم رددناه اسفل سافلین الا الذین آمنوا و عملوا الصالحات ... بتحقیق انسان را در بهترین شکل خلق کردیم سپس او را به پایین ترین درجه برگرداندیم مگر کسانیکه ایمان آوردند و عمل صالح کردند ...