روانې چارې او بېلابېل


د ترکيې باندني سياست

د ترکيې باندنی سياست په وروستيو کلونو کې له جدي ادلون بدلون سره مخ وو خو د رجب طيب اردوغان په مشري حاکم (عدالت او پرمختګ Adalet ve Kalkınma Partisi) ګوند چې واک تر لاسه کړ، ترکيې هم د پرمختګ په لاره کې ګامونه ګړندي کړل او ترکيې نشلنيزم په رابيدارولو او له نورو هېوادونو سره د توکم، دين، ملي ګټو ، دوديزو اصولو ، اقتصاد او سياست په رڼا کې د اړيکو رغښت اعظمي کچې ته ورسېد. بل غټ لامل د ترکيې په خلکو کې د ملت پالنې حس او ټول ترک ملت تر يو چتر لاندې راغونډېدل او ملي ګرايي ده، دوی ته ترکيزم او ترک په

02.03.2023 محمد سليم سليمان

نهم د کب / د نجات فرښتې بیرته راګرځي

د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت: د وسلوال فوځ د کشفي، امنیتي او دفاعي ارګانونو منسوبینو کارمندانو؛ په هیواد او هیواد والو قرباني ته حاضرو او په دې مقدسه دنده ویاړلو سرتیرو ته سلام ، نیکي هیلي او پیرزویني وړاندي کوم، اې ښاغلې، مټوره، زړوره، غیرتمنده، وفاداره، فداکاره او با تدبیره د افغان فوځ سرتیرې، ستا خدمت، شهامت، او برم ته نړۍ ګوته په غاښ ده، ستا له هیبته د سیمي دوښمنانو ارام نه درلود، ستا زور یوازي ستا دوښمن ته څرګند دی، بسنه کوي ووایم تا نه

28.02.2023 امین الله بهار

ایا ریښتیا زیلینسکي باتور دی؟

فخر افغان پاچا خان د افغانانو ملي مشر، یو وخت ویلي ول چې د افغان پر خاوره جنګ پردی جنګ دی. د هغه د داسې حکم موخه دا وه چې افغانانو ته ووايی چې جنګ د امریکا او انګریز په مشرۍ د لوېدیځ او د پخواني شوروي اتحاد تر منځ دی، افغانان پکې د سون لرګو پتوګه سوځول کیږي او افغان خاوره پکې د جګړې د ډګر پتوګه کاریږي. اوس دا ټولو ته څرګنده ده چې د پاچاخان د دې معجزې وړاندوینې ریښتینولي ثابت شوې او حتی د اوکراین د جګړې په اړه هم د ده وینا صدق کوي چې هلته جنګ د امریکا او انګریز په مشرۍ د ناټو او وروسیې ترمنځ ر

25.02.2023 سرلوڅ مرادزی

کنګل شوې شتمنيfrozen assets

لومړی له هرڅه مخکې بايد يو لنډ نظر د شتمنيو په کنګل کېدلو واچوو چې د شتمنيو کنګل کېدل په څه مانا او څه شي ته ويل کېږي. کنګل شوې شتمني هغه پيسې او نور توکي چې يو وګړی، کمپنۍ، ګروپ، او يو حکومت یې مالک وي خو د سياسي ملحوظاتو، قرضدار کېدلو ، ورانکارو ډلو سره د اړيکو، د پيسو د نه پاکوالي او نورو ... له امله ترې ګرځولې شوې وي او نشي کولای اصلي مالک یې وپلوري، راکړه ورکړه پې وکړي او یا هم د ګټې وټې لپاره همدا شتمني استعمال کړي ځکه چې د بل لوړ شخص، ګروپ، ډلې ، بانک او دولت لخوا کولپ شوې دي او تر

21.02.2023 محمد سليم سليمان

نړيوال اقتصادي فورم (World Economic Forum)

د اقتصاد نړيوال فورم يا نړيوال اقتصادي فورم(World Economic Forum) چې د داووس د نړيوالې اقتصادي ناستې په نامه هم يادېږي د سويس هېواد په داووس ښار کې هرکال دايرېږي. په اقتصادي برخه کې له اقتصادي او سياسي پلوه نړۍ د د پرمختللو هېوادونو ، سوداګرو، تيوريسانو او بانفوذه اشخاصو يو سازمان دی چې هرکال د نړۍ په مهمو اقتصادي موضوعاتو د بحث کولو لپاره سره راټولېږي ، ددې ناستې کلنی عايد ۸۰ ميليونه ډالر دی ، هره کمپنۍ، هېواد، شخص د غړيتوب حق په ورکولو سره ددې سازمان غړی کېدای شي او هرې کلنۍ غونډې ته ورتګ ی

18.02.2023 محمد سليم سليمان

د شهزاده هري د خاطرو کتاب !

د شهزاده هري د خاطرو کتاب Spare مې ولوست ، په دې ليکنه کې یې ځينې هغه مهم او مشهور موضوعات او رازونه ليکم چې نوموړي ترې پرده پورته کړې او په نړۍ کې یې غوغا جوړه کړې وه. د برتانيا د اوسني پاچا (درېیم چارليز) د زوی شهزاده هري کتاب Spare چې د برتانيا د غير داستاني کتابونو په برخه کې یې د تر ټولو ډېر پلورل کېدونکي کتاب ريکارډ خپل کړی دی او په نړۍ کې نن سبا ډېر مشهور شوی کتاب دی په لنډ وخت کې د نړۍ بېلابېلو ژبو ته وژباړل شو او ځينو ژبو ته یې لا ژباړې روانې دي،. د شهزاده هري پوره نوم Prince Har

14.02.2023 محمد سليم سليمان

وروسته تر یوه لوی تاړاک څخه نوایی د بیارغاونی لوی متفکر

امیرالکلام علی شیر نوایی پنځه نیم سوه کاله مخکې د عمرانی کار لوی متفکر او نوښتګر ډېر هیوادونه؛ له هغې جملې افغانستان، د تاریخ په اوږدو کې له راز راز ستونزو، اقتصادي او کلتوری ځوړ، ټولنیزی بی ثباتی او سیاسی ناورین سره مخ شوي دي، خو بیا داسې ورځ هم راغلې چې بیرته پاڅیدلي او د سقوط په عوض یې د عروج په لوري قدم اوچت کړی دی. کله چې د هر تاړاک او ټولنیز کړکیچ او بحران څپې لږڅه په دمه شو ي دي، نو زموږ نیکونو په دغه وقفه کې دخپل مدنی ژوند، داقتصادی شیرازې د جوړولو، د اقتصاد، هنراو ادب ودې او

11.02.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

د ډیورنډ کرښې په اړه یو نړیوال کنفرانس

یوه ستره تاریخې تېروتنه: د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته پښتانه د خودارادیت حق په اړه څه نظر لري.؟ افغانستان هېڅکله د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلي.  موږ د روان کال د فبرورۍ په 17 مه نېټه د بلجیم په بروکسل ښار کې ر

06.02.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

ترهګر ولې پنجاب نه په نښه کوي؟

ترهګر ولې پنجاب نه په نښه کوي؟ پرون د پېښور د یوه جومات په پېښه کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۲۲۱ تنه نور ژوبل شوی چې د ژوبل کسانو په منځ کې د نورو مړو خطر هم مخ په زیاتېدو دی. د دې پېښې مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) د خپل یوه وژل شوي مشر عمر خالد خراساني په غچ کې اخیستی او ویلي يي دي چې د خراساني د غچ اخیستو لړۍ به دوام ولري. اساسي پوښتنه دا ده چې د پاکستان د طالبانو تحریک، د خپل یوه مشر وژنه د پاکستان د حکومت پر غاړه اچوي، خو په غچ کې يي د اسلام اباد او لاهور پرځای، په کوزه پښتونخ

31.01.2023 سرلوڅ مرادزی

روس او پاکستان دافغانستان دکړکېچ په هکله دوه دروغجن لامبوزن دی

روس او پاکستان دافغانستان دکړکېچ په هکله دوه دروغجن لامبوزن دی ولې موږ څه کوو؟ د منځنی آسیا نیمه اشغاله هېوادونه خو به بیا روس ته بلا و ګرځی! او بیا به ډیرې ستونزې رامنخ ته کړی ضمیر کا بلوف سره پخوانی او اوسنی اندېښنې دی ولې روس په زړه او نا زړه،پټه کانی کې له امریکا سره سیالی نشی کولی چې دا لوی سیاسی او دېپلو ماتیک بحث دی. پاکستان په دې باور دی چې که چېرې اسلامی امارت یو مقتدر حکومت شی نو هم داسلامی پلوه پاکستان لورونه نه لری اوهم دترانزیت له پلوه، ځکه منځنی اسیا هېوادون

29.01.2023 ع. شریف زاد

ورزش او سياست

په دې وروستيو کې په افغانانو او افغاني رسنيو کې تر بل هر وخت دا خبره ډېره ګرمه ده او ډېره مطرح کېږي چې ايا رښتيا هم ورزش له سياست څخه بېل دی؟ ايا رښتيا هم سياست د ورزش، او ورزش له سياست څخه نه قرباني کېږي؟ او ايا رښتيا هم نړۍ د دواړو تر منځ په جلاوالي قايله ده اوکه نه؟ دا خبره وروسته له هغه ګرمه شوه چې د استراليا د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د پلان شويو لوبو د کولو څخه انکار وکړ. ددې پرېکړې په غبرګون کې بېلابېل عکس العملونه څرګند شول ، ځکه د استراليا د کرکټ ملي لوبډ

26.01.2023 محمد سليم سليمان

ملګری ملتونه ۷۶کلن شوخوفرض یې ونه پېژندل

یوه سپه سالار دجنګ میدان کې یوه توپچی ته حکم وکړچې هغه کور توپ سره وران کړه چې دښمن دهغه له شا برید ونه کړ ی توپچی فورا دا خبره ومنله ولې ورسره وې ژړل سپهسالار دژړا دعلت پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې ؟ هغه وویل چې دغه زماکور وه اوهلته مې ښځه او دوه واړه بچیان اوسېدل! دافغانستان غړیتوب د نوامبردمیاشتې په نولسمه ۱۹۴۶م کال کې دلومړی ځل لپاره د مرحوم ظاهر خان پاچا دحاکمیت په دوره کې د«حسین عزیز» له خوا لاس لیک شوی. افغانستان په اتو لسیزو کې ۱۳ استازی دغه سازمان ته ور پېژندلی دی خو ترنیمایی زیاتو یې

25.01.2023 ع.شریف زاد

ملګری ملتونه دافغان ولس په ژبه او فرهنګ نه پوهیږی

د ملګرو ملتونو یو جګپوړي استازی ظاهرا په دوه امتیازونو کې طالبانو ته ځان وروښود یو مسلمانې ښځې اوبل د ملګرو ملتو اوچته چارواکې چې طالبان ښځې له حقوقو تحریموی. افغانستان ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په پای کې د جمعې په ورځ د جنوري میاشتې په ۲۰ مه چې د( جدی/مرغومي له ۳۰ مې) سره سمون خوری په یوې کمزورې بېوخته، او بی بنیاده اعلامیې کې د اسلامی امارت سرپرستو چارواکو د هغو فرمانونو لغوه کیدل غوښتي چې د میرمنو او نجونو حقونه خلاف داسلام ،شرع، مدنی او حقوقی اصول پکې محدود او تړل شوی دي.دا اعلامیه

22.01.2023 ع. شریف زاد

آیا ښځه ناقص العقل مخلوق دی ؟

پتمنو لوستونکو! د څه مودې راهیسې زما په زړه او ذهن کې یوه لالهنده پوښتنه په تینده کونو ده چې زه یې د ځواب په لټه کې یم؛ البته له دې قیل او قال سره مې غرض نه شته چې علم فرض دی که مباح؟ او آیا رښتیا د مهندسۍ او طبابت د علومو پراختیا، د قیامت د رانږدې کیدو نښې دي که د پيښوریانو خبره: هسې بکواس دی؟ د ملګرو ملتونو د کلني راپور له مخې چې د هیوادونو د سوکالۍ، ښیرازۍ، روڼتیا، روغتیا، تعلیم او د امنیت اړخونه په بر کې نیسي؛ په مسلسل ډول د څلورم ځل لپاره؛ د فنلنډ هیواد د ۱۹۵ غړو هیوادونو په کتار کې

20.01.2023 ولي الله ملکزی

دعام وژنې پرکټی څه وایی؟

عا قبت ګرګ زاده ګرګ شود ګرچه با آدمی بزرګ شود ‏د یو نایټډ کینګ ډم د شهزاده په نوم! « هرری » چې خپل پلار نه پېژنی اودخپلې کورنۍ لانجه یې د سی ان ان له لارې خپره شوه دشرم څخه او ړی دی بیا د خاطراتو په لړ کې خپل خیالی کتاب کې چې تازه خپور شوی اعتراف کوی او د خپل جنایت خبر ورکوی او وایی:دا بې منطقه انګرېز دومره نه پوهیږی چې هلمندیانو خو انګریزان د سپېانوغوندې له دې سیمې ویستل/ وځغلول خو دغه ماشوم اوس له خوبه راپاڅېدلی د«ادې »دانې یې شمارې. ددې پرکټی کوم ځای شهزاده ته پاتې کېږی؟یو شهزاده خ

12.01.2023 ع. شریف زاد

هرکی به مرز بندی های سایکس - پیکو، و همکاران آنها، باور دارد، نباید در باره اسلام صحبت کند

مرز بندی های سایکس - پیکو و همکار آنها، ازین قرار است: غرب صلیبی همیشه تلاش نموده تا وحدت و یکپارچگی امت اسلامی را هدف قرار داده و این پیکر واحد را به اجزاء و بخش های مختلف تقسیم نمایند. حتی وزیر سابق مستعمرات فرانسه، هانوتو، غرب و اروپا را از وحدت و برادری مسلمانان چنین بیم و هشدار داده بود: (فکر نکنید اسلام که در الجزایر است با اسلام که در آسیا است، متفاوت می باشد . نه، چنین نیست. اسلام مانند یک زنجیره محکم و ناگسستنی است که همه مسلمانان جهان به این زنجیره پی

10.01.2023 عبدالخالق صارم

د حکومت او ملت پر يوبل پنځه حقوق

۱ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت يې بايد په ټولو فرمانونو او حکمونو کي اطاعت وکړي؛ په استثناء د هغه مواردو چي د صريح نص سره په ټکر کي وي.۲ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت يې بايد پوره درناوی او احترام وکړي او په هيڅ صورت کي يې سپکاوی ونکړي.۳ – حکومت پر ملت دا حق لري چي  په ملت کي پوهان خلګ بايد خپل حاکم/مشر ته نيکه مشوره ورکړي او په سمه طريقه نصيحت ورته وکړي.۴ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت بايد خپل حکومت ته دعا وکړي او د ضرورت په صورت کي يې مالي ملاتړ وکړي.۵ – حکومت پر ملت

10.01.2023 عبدالله متین

دوهم خلیل زاد دکومې ایدیولوژی یادونه کوی؟

تش به نوم دافغان مېرمنو اوبشری حقونو به چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې آفه ګۍ رینا امیري وایي پر افغان میرمنو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه" یوه ایډیولوژي ده. یو سیاسي اقدام دی، نه اسلامي" خو داننه وایی چې کوم ډول او څرنګه سیاسی ګام دی ایا د رینا په څېر او بڼه کومه بله مسلمانه میرمن هم شته؟ میرمن امیري د امریکا غږ «ډیوه» څانګې سره په ځانګړې مرکه کې یووار بیاغږ پورته کړ له افغان میرمنو او نجونو څخه د متحدو ایالتونو په ملاتړ ټینګار وکړ خو دې باندې یې سر نه خلاصیږ

07.01.2023 ع.شریف زاد

پر اروپا د اوکراين د جګړې اغېز!

د اوکراين او روسيې شخړه يو کال ته نږدې کېدونکې ده ، تر اوسه پورې یې د ژر حل و فصل او سولې ته د نږدې کېدلو څرک نه ليدل کېږي او داسې کوم څه هم نه ترسترګو کېږی چې روان ۲۰۲۳ کال کې به پای ته ورسېږي ،له امله یې نړۍ په بې ساري ډول له بېلابېلو اقتصادي مشکلاتو او ستونزو سره لاس وګريوان ده او غريب او بې وزله هېوادونو اقتصادي حالات او انساني مشکلات یې بې شمېره زيات کړي دي او اقتصادي حالات یې تر سرې کرښې د همدې جګړې له امله اوښتی دی ، سربېره پر دې د بې کاري، لوږې، د شرکتونو سقوط، د خام موادون نشتون، د ا

05.01.2023 محمد سليم سليمان

ایا د طالبانو په مشرتابه کې د مسېر بدلولو جګړه روانه ده ؟

 سرچېنه: فرانکفورتر الګمینه څیټونګلیکوال: الکساندر هانکهژبارن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کارکولو بندېز: طالبان په تدریجي ډول افغان میرمنې له عامه ژوندانه څخه ورو ورو لرې کوي، خو د نا دولتي مؤسسو له بندیز ورسته، داسي نښې نښانې شتون لري، چې د طالبانو د مشرتابه کې شخړه لا نوره زیاته شي. یوازې په دا څو ورستیو ورځو کې په افغانستان کې د ښځو پرمخ پوهنتونونه وتړل شول او و

27.12.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

اوسني حالات د شل کلن فاسد او ناکام "جمهوريت" د کار نتيجه او ثمره ده!

شل کاله د نړيوالې ټولنې لخوا په افغانستان کې د شر او فساد او خارجي جواسيسو د حاکميت څخه د جمهوريت د ساتنې تر نامه لاندې بې دريغه ملاتړ وشو. خو پايله يې دا شوه چې په آخره کې د دموکراتيکو آزاديو هغه له پخوا رواج شوى نوم او بوي هم پاته نه شو. د ښوونې او روزنې په ډګر کې لاسته راوړنې مو هم خارجیانو چور کړې. په لسهاوو او سلهاوو زره ځوان روزل شوي کادرونه مو د نړيوالې ټولنې ځواکمنو هيوادونو خپلو ملي مارکټونو ته استخدام کړل. هغوى چې د آزادۍ او پرمختګ له پاره يې د استبداد او ارتجاع په وړاندې مبارزه کول

26.12.2022 نور محمد غفوري

امریکا دې د دوحا تړون پټې برخې افشا کړي

د ۲۰۲ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، د قطر په دوحا کې امریکا د طالبانو سره یو تړون چې اوس د دوحا تړون په نوم یادیږي، لاسلیک کړ. دا تړون د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغان انتخابي حکومت له ګډون او د تړون له منځپانګې څخه د حکومت له خبرتیا پرته، لاسلیک شو. امریکا او د اروپا زیاتو امریکا پلوه هېوادونو، افغانستان سره هغه مهال ستراتېژیک تړونونه درلودل او تر دغه تړونو سربېره، امریکا افغانستان سره امنیتي تړون هم درلود چې اوس يي په یو طرفه ډول لغوه کړی. دغه تړونونواو د افغان قانوني او انتخابي حکومت ته په ن

22.12.2022 سرلوڅ مرادزی

ملګری ملتونه، مجهوله فضاء او درانه پېټی

دبسوګۍ واده نه بلکې د سولې قلمرو ،دروغې جوړې بین الافغانی موقف اوتاریخی اهمیت کې دافغانانو ملی یوالی دی افغانان باید پوه شی چې دکرزی ددوه دورو غلط دریځ کوږ بار ووچې مزله ته ونه رسېد اوس هم سهوې او تېروتنې کوی اوهمدارنګه داشرف غنی احمد زی احساساتی ارګ مېشته اداره هم دسهامی شرکت له بوجه ونه شوه وتلی له ملت سره یې ډیرې ژمنې وکړې خویوه یې هم عملی نه کړه شوای .شرع حاضر ته ګوری اوبل ثبوت یې دلته .دولس مشرانتخاب په اماتور امرالله (مجهوله) څېرې یوڅه ویل .سروردانش داستبداد او ظلم په نوم خپل هویت رټه .

20.12.2022 ع. شریف زاد

تکنوکرات او تخصصواکی

تکنوکراتان او تخصصواکي ( دملت – دولت پر نه تحقق یوه کتنه) زموږ یو شمېر لیکوال د تېرو شلو کلونو په ارزونه کې یو انتقاد په تکنوکراتانو کوي. ۱۳۸۰ل.کال هغه وخت و چې د بُن له نیمګړتیاوو ډک کنفرانس کې د حکومت په ترکیب کې د جهادی ډلو، لیډرانو اوټوپکیانوترڅنګ؛ یوشمیر پخواني تکنوکراتان له اروپا، استرلیا او متحده ایالاتو را وغوښتل شول او مسئولیتونه ورته وسپارل شول. دامسئولیتونه یواځې تخصصی برخو کې نه، بلکې سیاسی برخو کې هم ورکړل شول. په دې ترتیب جنګسالار او ټوپکوال له تکنوکراتانو څخه وترهېد

19.12.2022 پوهاند محمد بشیر دودیال

امپراطور دوشنبه در اسلام آباد چه فرمایشی دارد؟

مقدمه: تاجیکستان نا اگا هانه به‌عنوان یکی از مدعیان نیمه استقلال جمهوری کوچک کشورهای آسیای مرکزی در صدد حکومت فراگیر در افغانستان است در حالیکه خودش دنباله‌روی را در راهبردهای سیاست داخلی و خارجی خود پیگیری نه کرده است. با این حال سطحی مشخص از استقلال نسبی امامعلی در تصمیمات اتخاذ شده نیز به خوبی مشاهده می‌شود. گردش‌های شدید سیاسی در میان بازیگران اصلی مختلف از جمله آمریکا، اتحادیه اروپا، روسیه، افغانستان و ایران مؤید این امر است. دولت تاجیکستان طی سال‌های اخیر تنش‌های بسیار جدی و نیز روا

17.12.2022 ع. شریف زاد

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more