د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روانې چارې او بېلابېل

10.01.2017 19:48    |   نظرمحمد مطمئن کابل کې ګواښونه او ستونزې

که د سولې هڅې ستاسي د ګټو ضد وي، ښکاره راته ووایاست، ولي په ګواښونو او ستونزو جوړولو باندي مسئله کله هم نه شي حل کیدای. که زموږ د سولې هڅې، د جګړې دریدو کوششونه تاسي د خپلو شخصي ګټو ضد ګڼئ، په کابل کې مې له قلم سره نه شئ منلای، ښکاره راته ووایاست چې هیواد پريږده. ولي ډاډه اوسئ، تر څو چې ژوندی یم، د سولې لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ ساتم، او هیواد به ستاسي د شخصي ګټو لپاره پري نه ږدم.


09.01.2017 11:56    |   خوشحال آصفي په ځنګلونو چور ګډ دی؛ څوک شته چې غږ يې واوري؟

مشرانو جرګې تيره ورځ په کونړ ولایت کې د ځنګلونو په پرې کولو اندېښه وښوده او له حکومته ‌یې وغوښتل چې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي ته پام او خوندي ساتلو ته يي جدي اقدام وکړي. په ورته مهال د کونړ اوسېدونکي وایي اوس هم په یو شمېر سیمو کې ځنګلونه پرې کېږي خو تراوسه حکومت په دی نه دی بریالی شوی چې د ځنګل وهونکو مخه ونيسي. دوی وايې دولتي چارواكو ورسره په وار وار د ځنګلونو وهلو د مخنيوي ژمنې كړې دي، خو تر دا مهاله يې په دې برخه کې هيڅ ډول اغېزناک ګامونه نه دي پورته كړي؛ بلكې قاچاقبر لا هم د شپې په تياره كې ځنګلونه وهي، د اوښانو او قچرو په مرسته یې راباسي او نورو هېوادونو ته يې وړي. د معلوماتو له مخې د کونړ ۷۲ سلنه برخه ځنګلونه جوړوي چې د هېواد ستره اقتصادي سرچینه بلل کيږي او د طبيعي ښکلا له مخې د وحشي ژوېو او مرغانو دايمي ټاټوبې هم ګڼل کيږي.


09.01.2017 11:55    |   افغان تحرک د جګړې ضد خوځښت پریکړه لیک

د جګړې ضد خوځښت پریکړه لیک


08.01.2017 12:41    |   خوشحال آصفي پيشو د غوښې پهره داره

وروسته له هغه چې د پاکستان، چين، امریکا او افغانستان تر منځ د افغان سولې اړوند څلور اړخيزې ناستې ناکامې او نيمګړې پاتې شوې؛ اوس د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د اسلامي هيوادونو تر منځ د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هيوادونو ايتلاف جوړ شو. جالبه دا ده چې د دغه ايتلاف مشري هغه هيواد ته ورکړل شوې چې د ترهګرو ځاله بلل کيږي. د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هيوادونو په ايتلاف کې چې افغانستان يې هم غړی دی؛ مشري يې د پاکستان پخوانی لوی درستيز راحل شريف کوي. هغه څوک چې له ملا فضلو وروسته د ترهګرو دويم معنوي پلار ياديږي.


08.01.2017 12:39    |   سرلوڅ مرادزی دیموکراتان او د خپلو ماتو د توجیه هڅه!

که امریکايي دیموکراتان د افغانستان د جګړې په ادامي پړ دي او خپل ګریوان د افغانانو له منګولو نه شي خلاصولای، هغه افغاني مشران هم ځان له مسولیته نه شي بچولای چې د جګړې په غځيدو کې يي ناغیړې کړی او د امریکا هرې نادودې ته يي well come ویلای دی! کلونه ډېر تېر شول، افغانانو زیات تلفات ولېدل، د جګړې د پای لپاره د غوڅې او پریکنده پریکړې شېبه رارسیدلې ده.


07.01.2017 12:04    |   خوشحال آصفي بل ته مسلې کوم خپله پرې حملې کوم

په داسې حال کې چې د ملي يووالي حکومت بنسټ د اساسي قانون خلاف ايښودل شوی ؛ تيره ورځ په ارګ کې د اساسي قانون اونۍ ولمانځل شوه. ولسمشر غني په دغه لمانځغونډه کې وويل په هېواد کې د اساسي قانون عملي کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به هڅه کوي. نوموړي زياته کړه، افغانان به هله سوکاله او آرامه ژوند ولري چې اساسي قانون او نور قوانین په عادلانه او شفافه توګه په هېواد کې تطبیق شي. ده همدا راز وړاندیز وکړ چې د اساسي قانون په نامه دې حکومتي مډال جوړ شي او هغو کسانو ته به ورکړل شي چې د اساسي قانون د ښه تطیبق په برخه کې یې هڅې کړې وي. غني ومنله چې د اساسي قانون د پلي کېدو په برخه کې ستونزې شته دي خو په وینا یې علت یې هغه بحراني حالت دی چې دوی ته په میراث پاتې و. د هغه په وینا د قوانینو د تطیبق لپاره پراخ پلانونه لري.


05.01.2017 11:17    |   عبدالرحیم موسی زی جمعیت لوبې کوي، ګټونکی به څوک شي

کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د آقینې اورګاډي پټلۍ له پرانېستلو وروسته د افغانستان شمالي ولایت بلخ ته ولاړ او هلته يې د نوموړي ولایت سرپرست والي عطامحمد نور سره وکتل.


05.01.2017 11:16    |   خوشحال آصفي روسيه د اسلامي حزب که د افغان سولې مخالفت کوي؟

په داسې حال کې چې کابو څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په مسکو کې له روسي، پاکستاني او چينايې چارواکو سره وکتل او روسيې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليسته د طالب مشرانو د نومونو د ايستلو سينه وډبوله؛ اوس په افغانستان کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د شوې هوکړې مخالفت کوي او له تور ليست څخه د اسلامي حزب د امير ګلبدين حکمتيار د نوم ايستلو پر وړاندې خنډونه جوړوي. د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، په امنیت شورا کې د روسیې استازي د حکمتیار پر ضد د بندیزونو د لېري کېدو په لار کې خنډونه جوړوي. وال ستریټ ژورنال وايي، د روسیې اقدامات کېدای شي د افغانستان له حکومت سره د حکمتیار د سولې موافقه له ستونزو سره مخامخ کړي. ورځپاڼه وايي چې روسیې له تور لیسته د حکمتیار د نوم د نه ایستل کېدو لپاره کوم خاص دلیل هم نه دی وړاندې کړی.


05.01.2017 11:14    |   عبدالواسع هیله من چگونه به جنگ افغانستان خاتمه ندهیم؟

زمانیکه جنگ سرد در اواسط 1980 در اوج خود بود و میدان مبارزات در افغانستان گرم بود، رهبری شوروی سابق میخایل گوراچف افغانستان را به عنوان کشوریکه به زخم خونین تبدیل شده است، توصیف نمود.


05.01.2017 11:11    |   افغان تحرک عطامحمد نور را، این "میلونر غیر قانونی را" یعنی "این مفسد اداری را" کی و به کدام حق به حیث معاون اول ریاست جمهوری پیشنهاد داده است؟

دا څوک ده، چی عطا محمد نور "همدا غیر قانونی میلونر" او "اداری مفسد" د ریاست جمهوری لمړی مرستیال په حیث پیشنهاد کړی دی؟


03.01.2017 11:59    |   خوشحال آصفی پاکستان ته د روسي پوځيانو د تګ معما

له ننه کابو درې مياشتې وړاندې د لومړي ځل لپاره داسې راپورونه خپاره شول چې يوه ډله روسي پوځيان پاکستان ته زي او هلته د پاکستاني ځواکونو سره په ګډه پوځي تمرينونه کوي. هغه مهال د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر عاصم باجوه په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي: “د روسیې د ځمکنيو پوځيانو دا ډله به په پاکستان کې دوه اوونۍ پاتې شي او له پاکستانيو پوځيانو سره به په ګډ پوځي تمريناتو کې برخه واخلي.” باجوه ويلي و، چې په دې تمرینونو کې د دواړو هیوادونو نږدې ۲۰۰ پوځیان برخه لري. چې د سپتمبر له ۲۴ پېلیږي او د اکتوبر پر ۱۰ به پای ته رسیږي.


03.01.2017 11:58    |   خالد څرګند آیا مجرم مجرم محاکمه کوي؟

له ډیرو کلونو را به دیخوا، په افغانستان کې خلک د یوې ښې او روښانه راتلونکې په هیله شپې او ورځې سبا کوي او هر ډول کړاو ته اوږه ورکوي. دا ځکه چې دوی سره د مسئولینو او چارواکو له خوا غوړې او چربې وعدې کیږي؛ خو د هر کال په نوي کیدو سره د تیر کار ژمنې په اوبو لاهو شې او دغه سریال له سره، خو په بله بڼه پیل او د تیر په څیر روان وي...


02.01.2017 12:42    |   حکمت الله رښتین استاد عطا محمد نور څنګه ولسمشر ته غاړه کیښوده؟

د افغانستان په سیاسیونو کې استاد عطامحمد نور د سیاسي بدمعاشانو له ډلې بدل هغه یې دې. استاد عطا محمد نور د قوي نشنلسټوب ترڅنګ په جمعیت ګوند کې تر نورو جمعیت یانو ، شهید استاد رباني ته ترټولو نږدې کس بلل کیده. سږ کال د شهید مسعود د تلین په لمانځلو کې د ښاغلي استاد عطا خبرو ته ځير وم ، ښاغلي عطا هغه غونډې ته وینا کوله د کومې غونډې پلویانو چې د ښاغلي کرزي د وینا پر مهال کرزي ته د ، مرګ بر کرزۍ و مرګ بر امریکا نارې وهلې. کرزۍ د غونډې د ګډوډۍ او د ده پر وړاندې د مرده باد نارو له غونډې ترک کولو ته مجبور کړ.


01.01.2017 13:12    |   محمد انور ولید د طالبانوارګ ، قطراومسکوته د رسولواصلي عاملین وپېژنئ

خلک وایي چې په جګړه کې پرآس باندې هرڅوک سپورشو، آس د همغه دئ . همدارنګه ؛ وسله چې د هرچا لاسته ورغله ، هغه ګټونکی دئ . ځینې خلک بیا وایي ؛ دا چرګ خو یومارغه دئ ، چې چا ونیو دهغه دئ . خوزه وایم چې پرآس باندې سپرېد ل هم تمرین اومهارت غواړي .


31.12.2016 13:43    |   خوشحال آصفي د ترهګرو مور؛ ترهګر ځپي

په داسې حال کې چې په هيواد کې د داعش ترهګرې ډلې زياتيدونکې فعاليت د هيوادوالو تر منځ اندېښنې جوړې کړي دي؛ پاکستان وايې چې له چين روس او ايران سره په ګډه به په افغانستان کې داعش ډله ځپي. پاکستان په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون خطرناک بللی دی. که څه هم افغان حکومت او د نړۍ هيوادونه دغه هيواد د ترهګرو ملاتړی بولي خو پاکستان په مسکو له چین او روسيې سره په ګډه غونډه کې په افغانستان کې د داعش سره د مبارزې ژمنه کړې ده. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي؛ په افغانستان کې د نورو ډلو تر څنګ داعش زمونږ د ټولو لپاره ستر خطر دی او پر وړاندې يې په ګډه مبارزه کوو. سوله ايز افغانستان د پاکستان او ټولې سيمې په ګټه دی او په افغانستان کې سولې ته د رسيدو په موخه بايد يوه سيمه ايزه اجماع رامنځته شي.


29.12.2016 14:15    |   نظرمحمد مطمئن د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا سره اړیکې رواه

د طالب او روس اړیکې نارواه دي، خو د امریکا او کابل اړیکې په هر کتاب رواه دي؟؟؟ د طالب سره د امریکا اړیکې ځکه نارواه دي چې د امریکا په زیان دي، خو له همدې روسانو سره بیا د نورو اسلامي هیوادونو اړیکې رواه دي؟؟؟ کله چې له روسانو سره جهاد وو،‌علماوو ویل چې په افغان نر او ښځې جهاد فرض او د نړۍ په مسلمانو فرض کفایې دی، مګر کله چې له امریکا سره طالب او افغان ولس جګړه کوي، بیا نو افغانان ترهګر دي؟؟؟


29.12.2016 14:10    |   عبدالواسع هیله من روسیه و تکرار شش جدی 1358 در هفت جدی 1395

روسیه و تکرار شش جدی 1358 در هفت جدی 1395 ششم جدی مصادف است با سی و ششمین سالروز هجوم قشون سرخ شوروی سابق به افغانستان. به باور بسیاری افغان ها، ورود نیروهای شوروی به تاریخ ششم جدی سال 1358، سر آغاز جنگ های خونین در افغانستان بود.


29.12.2016 14:09    |   مصطفی «عمرزی» سرخورده و سرافگنده (روسیه و ایران در تفسیر بحران زده گان)

سرخورده و سرافگنده (روسیه و ایران در تفسیر بحران زده گان) 14 سال پس از هجوم آمریکاییان به افغانستان، فرصت ها در عکس قضیه، دشمنان تحریک اسلامی طالبان افغانستان را در هجوم ملخ وار به قدرت در شهر ها، شانس داد ضمن تنفس آزاد از منگنه ی سوراخ ها و حفره های جبهه ی به اصطلاح مقاومت، به نحوی در شرکت سهامی حکومت افغانستان سهیم شوند که بازیگران بدترین تاریخ معاصر (چهار سال حاکمیت ملا ربانی) در ساخت و ساز دیموکراسی وارداتی، ارکان و ستون های حقوق بشر، آزادی بیان، دیموکراسی و بنایی می شوند که در طول تمام این کمیدی، مدافعان جهانی حقوق بشر و آزادی نخواستند بفهمند دو سوی بحران افغانستان که یکی به بهانه ی موتلف القاعده، به جای سوراخ نشینان کوه ها، از ارگ به مرگ محکوم شد، در کدام تجربه ی مدنی بایسته بود کسانی جای طالبان را بگیرند که در


28.12.2016 12:40    |   خوشحال آصفي ژمی سوړ شو خو جنګ ولې سوړ نه شو؟

په داسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت وايې په روان کال کې د داعش ترهګرې ډلې په ګډون ټول وسله وال مخالفين سخت ځپل شوي او اوس يې پر ضد د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې پوځي عمليات روان دي؛ د مشرانو جرګې غړي په حکومت نيوکه کوي او وايې اوس هم اتلس ولايتونه کلابند دي او په پنځو نورو کې جګړه روانه ده. د افغانستان کې په ختيځ ننګرهار کې د داعش د فعاليتونو پراخيدل، د وسله والو مخالفينو لخوا د يو شمير ولايتونو کلابندي، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د خيالي سرتيرو موجوديت او يو شمير نور هغه اندېښنې دي چې د تيرې سې شنبې په ورځ مشرانو جرګې غړو د امنيتي ځواکونو په استجوابيه غونډه کې څرګندې کړې. په ياده غونډه کې د مشرانو جرګې غړو په امنيتي چارواکو نيوکه وکړه چې د داعش په ګډون د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې پاتې راغلي دي.


27.12.2016 12:09    |   عبدالرحمن فرقانی ټرامپ او د زاړه استعمار د نظریې سره مینه!

د پام وړ ده، چې په دې برخه کې دې اشاره ولرو ، چې د لويديخ د ټولو دقیقو اټکلونو سره سره لويدیځ له دې څخه نلېږي، چې (قدر) د الله متعال پرېکړه د دوی د ارادې او هغې تګلارې څخه چې په دقیقه توګه ارزول شوې وي او د مخلوق ټولو شرارتونو ته پکې بشري تدبیر په پام کې نیول شوی دی، مخالفه راځي. اوپه پای کې د الله تعالی د دې قول سره سم چې ( ان الله یهمل و یهمل...) پر ټولو هغو کړیو تندر را نازلوي، چې د نړیوال ثبات د لمنځه وړلو په برخه کې هلې ځلې کوي. او د تجربو څخه د زدکړې مهال اوس تېر شوی دی، دغه د زاړه استعمار نظریې د ودې او پراختیا په حال کې ده، تر څو د نوي امپریالستي کړیو دتصور لپاره د تطبیق میکانیزمونه وړاندې کړي، او په پای کې د ټکر او تصادم لپاره نوي پاڅونونه را منځته کړي. او د اړینو شرایطو په را منځته کولو سره نوموړي نوې استراتیژۍ په دې نوم چې د امریکا استراتېژۍ ده، د تطبیق وړ وګرځيې.