د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روانې چارې او بېلابېل

08.08.2016 11:07    |   اېمل افغان جګړه

په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه معلومات.

08.08.2016 11:05    |   حفیظ الله خالد نشست هلیکوپترپاکستانی

در قرن ۱۹ و اوائیل قرن ۲۰ آنوقت که آفتاب درامپراتوری بریتانیای کبیرغروب نمی نمود انگلیس ها در فریب، و نیرنگ، گوی سبقت را ازهمه کشور های جهان ربوده بوده ولی اینک در قرن ۲۱میراث خوارانگلیس درمنطقه یعنی پاکستان درخدعئه و فریب دست ولی نعمت خویشرا ازعقب بسته است، اگر دیروز انگلیس ها با سیاست های تفرقه بیانداز و حکومت کن خویش مردمان کشورهای مستعمره خویشرا فریب میداد اکنون پاکستان مانند یک شعبده باز ماهر همه جهان را فریب میدهد، اینکشور از یک طرف با نیروهای ایتلاف ضد تروریزم سرجنبانده سالانه ملیونها دالرکمک های بلاعوض نظامی آنرا بجیب میریزد و ازجانب دیگر درخفاء گروه های دهشت افگن و تروریست را تا دندان مسلح وجهت تخریب و ویرانی به کشور ما می فرستد. طوریکه هموطنان عزیز ما اطلاع دارند در این روز ها فشار افکار عامه جهان یک بار دیگر برپاکستان افزایش یافته است مقامات امریکائی اخیرأ کمک مالی ۳۰۰ ملیون دالری خویشرا بعلت عدم همکاری پاکستان درمبارزه علیه دهشت افگنی به آنکشورمتوقف نمود ، لذا نظامیگران پاکستانی برای بدست آوردن این پول ونیز کاهش فشار افکارعامه جهانی بار دیگر به یک نیرنگ ماهرانه جدید دیگرمتوصل شده اینبارپلان طوری طرح ریزی گردیده که هلیکوپتری که گویا قرار بود برای ترمیم به روسیه پرواز نماید، با شش نفرعمله پروازبصورت اضطراری در ساحه تحت نفوذ طالبان در ولسوالی ازره ولایت لوگر بزمین نشته همه خدمه هلیکوپتر بوسیله طالبان اسیر گرفته شد.

06.08.2016 08:55    |   ميرويس افغان د حکمتيار بچي ولې او د چا په اشاره لاريون وکړ؟

په پېښور او د پښتونخوا نورو شاوخوا سيمو کې د شته افغان مهاجرينو ژوند ورځ تر بلې په تريخېدو دی. د پوليسو له لورې بې عزتي او سپکاوی تر زغمه وتلی. تر دې عجيبه خو لا دا ده چې ځينو ځايونو کې آن عام خلک د پخوا په څېر نه دي پاتې. لنډه دا چې افغانان په يوه دردوونکي او ناهيلۍ په يوه قهقرايي حالت کې پراته دي.

06.08.2016 08:54    |   پتنګ انتظار پنجابه! ته په غبرګو ړوند شې...!

له یو لوري دي د افغانانو ځور ته مټې رابډ وهلې دي، له بل لوري دې د شمالي وزیرستان پښتانه قبایل توکمونه در په در د بل در ته ودرول، له بلې خوا په دې تورن یئ چې ګواکي د افغان طالبانو هر اړخیزه حمایه کوئ، او مرسته یې کوئ.

06.08.2016 08:53    |   اظهارالحق فضلي افغانۍ زموږ ملي هویت

د هیواد د نورو ارزښتونو او ویاړونو ترڅنګ يو هم زموږ پولي واحد افغانۍ چې د ملي هویت ښکاروندويي کوي ده. په لیکنه کې د افغانیو په اقتصادي ارزښت، په بازارانو کې د راکړې ورکړې او چلښت او همدشان په وروستيو کې په ځېنې ولایاتو کې د افغانيو د کارولو لپاره د کمپاین په هکله بحث شوی.

05.08.2016 09:18    |   مصطفی «عمرزی» پرتاب چند «موشک!؟» به منزل سیاف

جزو سرگرمی های اخبار سخافت، انعکاس رویدادی ادبیاتی شد که در جمع رهروان سره سازی، فضای شبکه های اجتماعی را درمی نوردند. در صفحات چند جوان بی خبر و عقب نگه داشته شده که در خط ائتلاف عناصر بحران زای چند دهه ی اخیر، موضع می گیرند، اخباری تفسیر، تحلیل و تبصره شدند که هرچند از رهگذر ارزش، چنگی به دل نمی زنند، اما برای کسانی که نگران محور های سود، فرصت و معامله اند، باعث تشویش خاطر است. ظاهراً پس از نشر اخباری که از اصابت راکت هایی به منزل عبدالرب الرسول سیاف حکایت می کردند، طرف داران بی خبر و بی توجه رهروان سره سازی زبان، با بازتاب «موشک دار» آن، کسانی را که اگر چیزکی از زبان دری نیز بدانند، به خنده و تفریح می کشانند.

05.08.2016 09:18    |   پتنګ انتظار دومره حق خو لرو؛ چې په کاغذ یې ولیکو!

فیسبوک چیان هم د بلا په لکۍ سپاره دي، آزادي راډیو ته یې څومره ښه نوم خوښ کړی " ګلمرجانه " ګلمرجانه نو داسې خدای وهلې ده چې نه یې آوري او نه یې مني.

05.08.2016 09:16    |   افغان تحرک طالبان او د "افغانستان دولت" سره سپیني خبری!

د بین الافغانی صلح په هکله یو څو سپینی خبری.

04.08.2016 10:30    |   خوشحال آصفي تلويزيوني ترهګر

ترور يوه کلمه ده چې په سياسي فرهنګ کې ويجاړۍ، ورانکارۍ، وژنې او ويره اچونې ته ويل کيږي او تروريست يا ترهګر هغه چا ته ويل کيږي چې د خلکو په منځ کې ويره او ډار خپروي. ترهګر عموماً د حکومتونو له سترګو پناه په پټه ورانکاري عملونه ترسره کوي او ويره خپروي خو دلته په افغانستان کې بيا د دغو پټو ترهګر تر څنګ ځينې ښکاره ترهګر هم شته چې له حکومته هيڅ ډار نه لري او هره ورځ سرې سترګې په خلکو کې ويره خپروي او عامه اذهان مغشوشوي. دا ترهګر هغه څوک نه دي چې د ټوپک او تورې په وسيله په خلکو کې ويره خپره کړي بلکې دوی د خپلې په زهرو ککړو ژبو او له تورې په تيرو څرګندونو په خلکو کې ويره خپروي او عامه اذهان مغشوشوي. دوی تلويزيوني ترهګر دي.

04.08.2016 10:29    |   بسم الله (بسمل) ملي هویت ته اړتیا!

پدې ورځو کې یوځل بیا په ملي هویت د معاملي ګنګسی روانې دي. ویل کیږې چه په پیژند پاڼه کې به د ملي هویت دلیکلو نه ډډه او په مذهبي هویت به بسنه کیږې او دواړه مشران پګډه پدی طرحه سلا شویدي. لدې کبله راته اړینه ښکاره شوه چه د موضوع په اهمیت او اړتیا د خپلو معلوماتو په رڼا کې یو څه رڼا واچوم او خپله ملي دنده پوره او وطنپالئ محبت اظهار کړم.

04.08.2016 10:28    |   پتنګ انتظار افغانان څوک ځوروي!

د دنیا قانون دی یو څوک چې له مادیاتو پوره وي، تر شا یې غوړ لاسونه، او تیرې ژبې، وجود ولري بیا نو د دنیا تر ټولو غټ خان همدغه دی، پوه، ناپوه غریب او بډای ټول به بیا ستا د غومبر اشارو ته څک څک تاویږي، که دې له دنیا والو سره ښه رویه وه هم خو ستا اشاره پکې ضرور ده، ټوله به ورته ښه وایي، او که د بده رویه او بد سلوک درلود هم ښه به ورته ویل کیږي ځکه ته خان یې او ستا هرې خوښې او ناخوښې کړنې ته باید د یو ښه عمل جامه ور واغوستل شي.

04.08.2016 09:16    |   مصطفی عمرزی پیرامون درج هویت ملی در تذکره

پیرامون درج هویت ملی در تذکره

04.08.2016 09:15    |   افغان تحرک د تابعيت د تذکرو په برخه کې د نويو پرېکړو په اړه

د افغان ملي غورځنګ اعلاميه

04.08.2016 09:14    |   مستحکم امریکا به تجزیه شي

دامریکا انتخابات او دکاندیدانو ترامنیخ ناندری او دامریکا په راتلونکی سرنوشت یی اغیزي په مضمون کی کښل شوي دي

01.08.2016 11:14    |   ناصر "انځور" خوب مې لیده چې کابل په بل مخ اوښتی وي!


د خانانو بنګلې، د غریبو جونګړې، د مالدارو پلازې، دولتې ودانۍ، سړکونه او پارکونه داسې حوار شوي وي، چې په هغه بل سر کې یې هګۍ هم ښکاري. نه هغه دیوال پاتې شوی وي چې کلونو کلونو جنګ کې په مرمیو سوری سوری شوی، نه هغه ښونځی پاتې شوی وي چې په بم الوتی او نه هغه جومات پاتې شوی وي چې مونږ به ورته د بمي چادونو د لاسه په ډار ورتلو. حق حیران شم چې دا څه مې په کابل وشوه.

01.08.2016 11:13    |   خوشحال آصفي د دوه مخي سياست نوې بيلګه؛ چين د افغانستان دوست که دښمن

راپورونه وايي، چې د قطر دفتر پلاوي د روان کال د جولای مياشتې په ۱۸ مه نېټه د ملا شېر عباس ستانکزي په مشرۍ چین ته سفر کړی دی. په همدې اړوند د امریکا غږ انګلیسي برخې داسې راپورونه خپاره کړل، چې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې د چین همکاري غوښتې ده. خو وسله وال طالبان وايي، د قطر دفتر د پلاوي موخه چین ته له سفره د سولې خبرې نه وې. د قطر دفتر یوه غړي یوې پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي، چې د جولای د ۱۸مې د سفر موخه په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د یرغلونو او وروستیو لاسوهنو په اړه بحث کول وو او له چین نه غوښتل شوي، چې د سیمې د ثبات د ګډ دښمن په تړاو اړینې پرېکړې وکړي. دا چې د چین او طالبانو ګډ دښمن څوک دی په اړه يې څه نه دي ویل شوي، خو طالبانو ويلي وروستی سفر يې د چین په غوښتنه ترسره کړی دی.

31.07.2016 11:22    |   خوشحال آصفي ننګرهار يوازې پرينږدئ؛ له داعشه نيول شوې سيمې مديريت غواړي

راپورونه وايې چې په ننګرهار کې داعش ترهګرې ډلې سخته ضربه ليدلې او د حکومت او ايتلافي ځواکونو ګډو عملياتو په پايله کې ترې د کوټ، اچين او هغه ځايونو کې چې داعش حضور درلود؛ ډيری سيمې پاکې شوي دي. افغان حکومت وايي چې په وروستیو دوو میاشتو کې یې په ختیځو سیمو کې د داعش پر ضد عملیاتو ته شدت ورکړی دی. په وروستیو میاشتو کې امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش د وسله والو پر ضد دوامدارې حملې کړې او د دې ډلې ګن شمېر غړي یې وژلي دي. دغه راز د ننګرهار ولايتي مقام د کوټ د غرنۍ ولسوالۍ چې داعش ډلې په‌ کې خپلې محکمې او د پوځي روزنې مراکز درلودل پراخې سیمې نیول شوي. د داعش د یوه لوی قوماندان سعد امارتي په شمول د دغې ډلې سلګونه کسان وژل شوي دي. په ټوله کې د حکومتي چارواکو خوشبينۍ ته په کتو؛ د حکومت او د ايتلافي ځواکونو عمليات بريالي ښکاري چې په پايله کې يې په سلګونو داعشيان وژل شوي او ګڼې سيمې ترې نيول شوي.

31.07.2016 11:21    |   افغان وطنپال د افغانانو له لورې د پاکستان پر مخ کلکه څپېړه

د داوود خان له واکمنۍ راپه دې خوا پاکستان په افغانستان کې د لاسوهنې لړۍ پيل کړې او په مختلفو وختونو کې يې رنګونه بدل کړي دي چې د افغانستان د بې ثباتۍ، بلکې تباهۍ لامل ګرځېدلي، خو داسې ښکاري چې، که افغانان له هوښيارۍ کار واخلي، پاکستان نور دغه لابي له لاسه ورکوي او د افغانانو له لورې کلکه څپېړه پر مخ خوري.

30.07.2016 22:00    |   اظهارالحق فضلي WTO يا نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان غړیتوب او اقتصادي اغیزې

په لیکنه کې په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان غړیتوب او اغیزو باندې بحث شوی.

30.07.2016 22:00    |   احمدجان تڼی د ټولټاکنیز نظام سمون

د ټولټاکنی سیستم ته کتنه شوی ده

30.07.2016 21:59    |   افغان تحرک د افغانانو حقوق او د افغانانو مسولیتونه

زمونږ د حقونو او مسولیتونو په هکله یو څو کرښی.

28.07.2016 20:07    |   خوشحال آصفي پام چې پاکستان مو بيا ځلي دوکه نه کړي !

په داسې حال کی چې د سرحدي مسايلو او د ډيورنډ کرښې پر سر د نښتو او جنجالونو له کبله د کابل او اسلام آباد اړیکې خړې پړې شوې او پر یو او بل يې د ترهګرو د ملاتړو تورونه پورې کړي دي؛ تيره ورځ د يادې ستونزې د حل په موخه د افغانستان، پاکستان او غوڅ ملاتړ د اپراسیون رییسانو په کچه درې اړخیزه غونډه ترسره شوه. د افغان حکومت پر وينا په دې غونډه کې پر دې ټینګار وشو، چې د داعش پرضد باید ګډه مبارزه وشي او په دې برخه کې باید همغږي رامنځ ته شي. په ياده درې اړخيزه ناسته کې پر دې خبرې وشوې چې پاکستانی لوری بايد جدي اقدامات وکړي او داعش ته اجازه ور نه کړي، چې د دوی له خاورې افغانستان ته راشي.

27.07.2016 15:02    |   سرلوڅ مرادزی د هند لاسوهنه د اسلام اباد تکراري ادعا

یو وخت د افغانانو ستر مشر پاچا خان ویلي وو، دا چې په ملک دننه مسلمان پاکستان د پښتنو حق نه ورکوی او دا حق لګیا دی خوري يی، نو موږ اړوځو چې له ګاونډي هندو ملک هندوستان څخه له مسلمانه د خپل حق په ګټلو او ترلاسه کولو کې مرسته وغواړو. نن هم افغانانو سره د پنجاب چلند، د پاچاخان د مهال په برید او له هغې په ځلونو بدتر دی. مسلمان پنجاب نن هم د طالب، داعش او نورو ترهګرو په لاس مسلمان افغانستان ورانوي او هم بل هېواد نه پرینږدي چې افغانستان کې د ودانۍ او ابادۍ چارې پرمخ یوسي. ایا له دې غټه دوښمني بله کېدای شي؟ دا چې جیو تلویزیون سره مرکه کې ولسمشر غني په څرګندو ټکو وايي، پاکستان افغانستان ته ترټولو لوی ګواښ دی له هرې خوا پرځای پریکړه ده!

27.07.2016 10:58    |   محمد عارف رسولي د افغانانو له ستونزو ډک دریځونه

په دې مقاله کې زموږ د ځینو خلکو احساساتي ستونزمنو دریځونو او د هغوی ځینو لاملونو ته ګوته نیول کیږي چې په راز راز مسئلو کې چې زیاتې په نورو ملکونو پورې اړه لري څرګندیږي. دا دریځونه زموږ د خلکو قیمتي وخت ضایع کوي، زموږ کنترول ورباندې نشته او زموږ د ملي وفاق او ګټو په بیه تمامیږي. دا دریځونه زموږ د ځینو کسانو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې بې له کره ارزونې، د علم او معلول له پلټلو پرته ترسره کیږي.

27.07.2016 10:54    |   خوشحال آصفي د ولس احساسات؛ د زورواکو امتيازات

احساسات د احساس جمع ده او د حسي دستګاو هغه غبرګون ته وايي، چې د انسان ذهني اړیکې د طبیعت او یا بهرني چاپېریال سره نښلوي. احساس د وجود عاجل ځواب يا عکس العمل دی، چې د يوې حادثې او يا واقعې په وړاندې منځته راځي. که چيرې د يوې زړه بوږنوونکې او يا هم زړه خوښوونکې حادثې سره مامخ کيږو او په مقابل کې مو وجود عکس العمل ښايې؛ همدې عکس العمل ته احساس ويل کيږي. ځينې حادثې داسې وي چې په مقابل کې يې زمونږ مثبت احساسات پاريږي او ځينې بيا داسې وي چې زمونږ د منفي احساساتو د پاريدو لامل کيږي. په ټوله کې ويلای شو چې احساس له شیانو او مسایلو سره د انسان د حواسو د مناسباتو سلسله ده.