د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار

19.01.2017 14:25    |   ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار د بــدخشان قــارون او د کـنـدهـار فــقـیــر

موسی(ع)،خپلوان یې قارون،اوفـرعون(دوهم توتموس)هـمهال په مبارزه کې وو. ښایي قارون به د فرعون سره ښې اړیکې لرلې،خو قوم یې د فرعون له لاسه په کړاو اخته و. داسې برېښي چې د جمعیت اسلامي مشر پوهنمل برهان الدین رباني ( ۱۹۴۰تر۲۰۱۱ ) ته اسـلام لوښی و، نه عـقـیـده. د احمد شاه مسعود (۱۹۵۳تر ۲۰۰۱) او ربـاني د «دوهـمې سـقـاوۍ » پــه مهال (اپریل ۱۹۹۲تـر سپتمبر ۱۹۹۶) پرې ځینو جهادي مشرانو ټـینګار وکړ چې کمونـیسټ جــنرال بابا جان او د هغه په شان نور دې له لوړو حکومتي مقامونو نه وباسي. خـو د ربـانـي لپاره اسانه نــه وه چې خپل اڼـډیوالان دې له لوړو حکومتي څوکیو لرې کړي.

18.11.2016 13:25    |   ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار په امریکا کې سیاسي زلزله که کم بــر فاشیزم

ډانلـډ ج. ټـرمپ یوغټ مچ دی چې د امریکایي سیاسي مفکر سامویل هـنټـينګټن « د فرهنګونو د ټکـر» په ډېـران کې بنګیـږي اوکله ناکله ښایي د ګورباچیف د کوپـړۍ خوبونه ویني!؟ د بشپـړې هـیوادسازۍ په هـیله، د امریکې ولس د خپل تاریخ په اوږدو کې د کلکو مشکلاتو سره مخـامخ شوی و. دغـه مبارزه به د دغه هـدف لپاره ادامه ولري. د امریکي ولس باید د پرمختـګ، مساواتو، سولې، او د ژوند د چاپـیـریال د ساتنـې لپاره تل چمتو وي او د خپلو واکمنانو په وړاندې ودرېـږي چې په نورو هـیوادونو کې پـسرلـي رانه ولـي!!

30.10.2016 18:30    |   ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار ګلـمـرجـانـیـزم په افغانستان او امریـکا کـې د ملال رڼـا کـشـف

ګل مرجان یو سرتمبه افغان و. په غیرله خپلې خبرې به یې د هیچا روغه خبره هم نه منله! یوه برتانوي لیکواله جینیټ وینټرسَن وایي چې: «په لیکلو کې هـر څه په ژبه پیل کيـږي. ژبه په غوږ نیولو/توجه پیل کیـږي.» یوې پښتنې پیـغلې ملال رڼـا په خپله لڼډه لیکنه کې عبدالله عبدالله په افغانستان کې ګـلمرجان ګڼلی دی، ځکه چې له انتخاباتو وروسته یې «نه نړیوال څارونکي منل، نه یې د خپل هیواد لوی اکثریت مانه، لڼډه دا چې هیڅ یې نه منل او یوازې خپله خبره یې منله». پـه لانـدې مونه کې اشرف غني او جـان کـري خانـدي، خو عـبـدالله سترګې پټې کـړې او کـښـته

03.04.2016 11:28    |   ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار د پـرانیستو تـڼیـو خوب

زه ځیرکیار واګپوه(پولیټیکل ساینټیسټ) یم او هرچا او هرې پیښې ته د خپل مسلک له ګوټ نه کسم. ما د باچاخان فخر افغان ځوي ارواښاد خان عبدالولي خان د یو تکړه افغان واګیالي (سیاستمدار) په څیر پیژانده. خو اوس چې مې (د خان عبدالولي خان خطونه: د جهانزېب نیاز سوغات. لاهور: ملت پرینټینګ پرېس، جولای ۲۰۰۶) ولوست، د هغه د سړیتوب په نورو څڼډو هم پوه شوم. ولیخان نه یواځې یو غټ واګیالی و، بلکې سترګه ور نیوکـګر(نقاد) ، د زده کړې پتنګ او د پښتو ادبیاتو د ګل بڼ یو ځانګړی ملیار و. دغه ګل بڼ د هغې ژورې سمڅې په خوله کې جوړشوی و چې تل ته یې د ولیخان په شان حساس لیکوال ورکوزیدلی شو. په دغه تکه تیاره سمڅه کې د ولی خان ارمانونه غلي شوي وو او د هغه د ادبي ګلـبڼ چاپـیریال یې جوړ کړی و. دغه توره او ژوره سمڅه د ولي خان د پلار کور و. په همدغه بوګنوونکې سمڅه کې ولی خان د پښتنو د مشر نیکه خوشال خان خټک بابا کړیکه هم واورېدله