د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

همت

22.01.2017 11:51    |   همت بازاری ځوان ته

دا اوس درسره څــه دي د پرون خبرې پریږده له فکـر نـه کار واخله د لړمون خبــرې پریږده

31.12.2016 13:40    |   همت غزل

قلم له ما ريښتيــــــــا غواړي خو زه ورته نا توان يم خبره سپيـــــنه سختــــــــــه ده که زه هسې لړزان يم

10.11.2016 10:54    |   اسير همت روحاني په پلچرخي زندان کې بنديان د ستونزو حل غواړي!

په پلازمينه کابل کې د بګرام او پلچرخې په شمول د افغانستان په ټولو زندانونو کې داسې بنديان شتون لري چې د بند قانوني مودې يې هم له ډېر وخت راهيسې پوره شوي دي، خو بيا هم تراوسه د زندان په تورو تيارو کې بې موجبه ساتل کېږي.

16.10.2016 10:39    |   همت غزل

پـــــــــــــــه نړۍ کې د مولا عجب نظــــــــام دی په چا شپـــــــه په چا غرمه په چا ماښــــــــام دی

11.10.2016 11:08    |   همت غزل

احساس یم راوستـــــــــــــلی چې روان یم پر دې لاره لدې کبله زه یم لاس په ســــــــــــــــــــــر له هره کاره

31.05.2016 09:49    |   عبدالمالک همت پرپښتو باندي د اسلام د سپېڅلي دين پېرزوينه

"عربي يوه مكمله او په علمي اصطلاحاتو ډكه اوهم ديني مقدسه ژبه ده. دغي خوږې ژبي زموږ ژبه په ډېرو لغاتو راخوږه كړې، بډايه كړې او له ډېرو نواقصو را ژغورلې ده. زموږ په ژبه ډېر ديني او علمي اصطلاحات له عربي څخه راګډ سوي دي".

15.02.2016 10:30    |   ډاکټر هېواد همت د ګډ حکومت جوړولو سوژه او دسیسه د چا وه ؟

اول خو به دا خبره وکړم ، چې د اوسني نظام سرنوشت سره یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني سرنوشت ندی تړلی .که دا نظام له منځه ځي نو یوازې به اشرف غني له منځه نه ځي . بیا به دا ټول ډنډوره چیان لکه د طلوع تلویزون ، یک تلویزون ، د شمال ټلواله ، د حراست ډله ، مجاهدین ، قانع ، ځلاند ، حامد کرزی ، سپنتا ، خرم ، یحیا ، ملي شورا ، امرالله صالح ، پتمن ، فاروق وردګ ، انورالحق اهادي او بلاخیره لنډ به ووایو چې د افغانستان هر میشت وګړی به ددغه نظام د چپ کیدو ضرر خوند ضرور او حتمي واخلي.خو که چیرې دا نظام شتون ولري او تقویه شي . نو دا پورته ټول کسان به د دیموکراسی نور پړوانو هم تمرین کړي.

11.02.2016 10:20    |   ډاکټر هېواد همت د افغانستان سیاسي سقوط

د امریکا یوه لوړ پوړي د پټو رازونو چارواکي د امریکا سنا مجلس په استماعیه غونډه کې دا خبره کړي ، که دې افغانستان اوسنۍ حالت همداسې دوام وکړي نو ددې امکان شته چې دې دوه زره شپاړسم کالې جریان کې د سیاسي سقوط سره مخ شي .

01.01.2016 14:17    |   همت احمدزی د پکتيا لپاره دې خدمت ګار او وړ ښاروال په دنده وګمارل شي.

پکتيا کې د ښاروال په راتلو سره پراخ لاريون د مدني ټولنو او اوسيدونکو له لوري وشو په دې اړه ليکنه نه بلکې راپور واخلې په دې هيله چې خپور شي په درنښت

10.11.2015 10:21    |   جاوید همت لټون دويمه ګڼه له چاپه را ووته

له شماله خپرېدونکې پوهنيزه، فرهنګي، سياسي او ټولنيزه مهالنۍ مجله په يو ځانګړي نوښت ښې پښتۍ سره په (۵۲) مخونو کې له چاپه راو ووته

05.09.2015 23:17    |   عبدالمالک همت برېښنايي پېژندپاڼه اوپه اړه يې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو شوم عزایم

برېښنايي پېژند پاڼه را ایستل د ګډ حکومت کومه غټه کارنامه نه ده. دا له دوهمي نړۍ والي جګړې څخه را په دې خوا د نړۍ په ډېرو هیوادونو کي د یوه رسمي کارډ په حیث د هغو اتباعو ته د هغو د شخصي او مدني احوالو او بشپړ هویت د تحقیق او معلومېدو لپاره ورکول کيږي. ان زیات وکم یو کال دمخه دغه پاڼي اسلامي دولت(داعش) د سوريې په الرقه ښار کي ووېشلې. هو! دا پاڼه د هیواد د استوګنو لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه وطني وثیقه باله سي چي د هغې پر بنسټ د پاسپورټ په اخیستلو او نورو ډېرو چارو په ترسره کېدو کي آسانتیاوي رامنځ ته کيږي.

30.12.2014 23:25    |   روئيد همت د ماشومتوب د وختونو خاطرې

مونږ د جنګ له اوره پیښور ته مهاجر شوو په هغه وخت کې مو یواځې د جنګ توری اوریدو نور پرې نه پوهیدو چې جنګ څه وي

21.12.2014 11:20    |   روئيد همت اشرف غني څخه ولسي ملاتړ مخ په ټیټیدو او کابینه د قحط الرجال ښکار

خبره داسې ده چې په تیرو دیارلسو کلونو کې مو له دولت څخه هر مهال همدا غوښتل چې په دولتي ادارو کې باید داسې وګړي په دندو وګمارل شي چې پوره وړتیا او اهلیت یې ولري

24.11.2014 10:02    |   روئید همت ته خو زمونږ رب هم یې !

زما ربه! اجمل خټک بابا به ویل هسې نه چوڼ له خولې ویستل کفر شي، خو نه داسې نه ده

05.11.2014 21:37    |   محب الله همتي اسلامي دولت د نړی ترټولو ثروت منده سخت دريځه ډله

اسلامي دولت ډله چي پخوانۍ نوم يې ( داعش ) يعني الدولة الاسلاميه فی العراق و الشام وء دغه جنګي ډلې پخوا د القاعده ډلې سره يوي ځاي خپل کاري فعاليت کاوه چي اوس مهال په عراق او سوريه کې جنګيږي او همدارنګه د عراق ا و سوريي يو زيات شمير ښارونه يې ترخپلي لکې لاندې راوستي دي او د نړي له ګوټ ګوټ نه اسلامپاله سخت دريځه مسلمانان ورسره يو ځاي شوي دي او همدارنګه يو ځاي کيږي.

01.05.2014 11:52    |   روئید همت سید صابر شاه صابر په ایرو کې غمی

په ایرو کې د لعلونو خبره به ډیرو خلکو اوریدلي وي خو نن درته د داسې شخص یادونه کوم چې په ریښتیا هم له دې خبرې سره اړخ لګوي،

15.04.2013 21:48    |   ډاکټر هیواد همت ایا بریښنايي تذکرو ویش ، د ټاکنو قانون تصویب او ډاډمن امنیت د رڼو ټاکنو ضمانت کولای شي ؟

د ټاکنو خپلواک کمیسون د رڼو او شفافو ټاکنو لپاره یوازې او یوازې د بریښنايي تذکرو ویش ، د ټاکنو قانون تصویب او ډاډمن امنیت په ګوته کړی، او له دې وروسته بیا دوی ژمن دي چې ټاکنې په شفاف ډول ترسره کړي که داسې ونشول نو د شفافو ټاکنو ضمانت نشي کیدلی.

26.02.2013 15:52    |   روئيد همت د بې ضميرو ښار

په کوم حالت کې چې تا د بدرنګه وخت د ناکردو نه پناه وړې وه د لوی سړک په غاړه بې هوښه پروت وې پر تا باندې د راجمع شويو دوه درې کسانو زړونه اره، اره ښکارېدل.

21.02.2013 18:00    |   روئيد همت د دې ناورين عاملين څوک دي

څو ورځې وړاندې پېښور نه د کابل په لور موټر کې راوان وم د پېښور او طورخم لويه لار په کندو بدله شوې وه په موټر کې ناست وګړي د سړک د خرابېدو له امله ډېر ستومانه شوي وو موټر د يو ساعت لاره په درې نيمو ساعتونو کې کچ کړه کله چې د طورخم د راتپل شوې پولې نه را واوښتم د کابل موټر کې کښېناستم دې غاړه سړکونه ښه ول موټر کې د ستومانۍ احساس لږ و ناست کسان څوک ويده و او څوک به د خپل ملګري سره په خبرو کولو بوخت و ما هم د عادت له مخې د څنګ ملګري سره ډېرې خبرې نه کولې بس غوږ وم چې نور خلک څه وايي څلور، پنځه ملګري ول يو ځای سره ناست وو د خبرو کولو او ظاهري بڼې نه داسې ښکاره کېدل چې خداي پاک د تعليم د لوی او خوږ نعمت څخه بې برخې پاتې کړي وي او رېښتيا هم همداسې وه، دا ځوانان په غريبۍ پسې روان وو بس خو هغوی خبرې کولې او ما هم د فطرت د ښکلاګانو،لويو او دنګو، دنګو غرونو، د روانو اوبو ښکلې، ښکلې منظرې او د خدای د قدرتونو سپېڅلې نښې د زړه په سترګو ننداره کولې او کله چې به مې په ويجاړ شوي او ويشتل شوي ځای سترګې ولګېدې نو زړه به مې لمبه وکړه اوبه،اوبه به شوم او عاملينو ته به مې له خدايه څخه ورته د سزا غوښتنه وکړه.

29.01.2013 17:16    |   روئيد همت د افغانستان ستراتېژيک موقيت، طبعي ځېرمې او زمونږ بدبختي

نه پوهيږم چې د افغانستان ارزښتناک او ستراتيژيک موقيت مونږ ته تر اوسه پورې څه ګټه رسولې د همدې ستراتيژيک موقيت لپاره چې زما په ياد دي نو همدا مونږ قرباني کيږو منم چې هېواد مو د جغرافيوي موقيت په لحاظ ډېر ارزښت لري او د ډېرو اسيايي هېوادونو تر منځ په سياسي،اقتصادي ،سوداګريزو او کلتوري چارو کې ډېر مهم رول لوبوي خو افسوس چې په دې ارزښتناکه موقيت کې هر کار د بل چا لپاره او يا هم د بل په اشاره سر ته رسيږي هر کار د سرکار د خوشالولو په خاطر ترسره کيږي خو قرباني يې همدا مونږ خوار و زار غريب او درپه در خلک يو دا موقيت نه صرف دا چې مخکې مې ورته

14.01.2013 19:42    |   روئيد همت بيا به افغانستان د ۱۹۹۲ کال د حالاتو شاهد وي ؟

د تير کال په پرتله اوسني کال کې د ۲۰۱۴ نه وروسته د افغانستان نه د امريکا او ناټو ځواکونو وتل د اکثرو خبرونو سر ټکي جوړوي

06.01.2013 10:32    |   روئيد همت تر څو پورې به داسې يو؟؟؟

په هر لور داسې خبره اورم چې ټوله ورځ راته په ذهن کې ځاله وکړي ټوله ورځ راته د ژوند روانې چارې ټکنۍ کړي خيال مې هره شېبه د همغې خبرې په مدار څرخي را څرخي ماغزه راته په درد کړي د نوي فکر او پرمختګ لپاره سوچ کول راته په تيغ ووهي

01.01.2013 12:15    |   روئيد همت زمونږ د هيواد شهزاده

څو ورځې مخکې د افغانستان مشرانو جرګې ته يو شخص رابلل شوی و کله چې د جرګې تالار ته راننوت نو داسې مغرور او متکبر را روان و چې تا به ويل ګنې په افغانستان کې انګرېزانو او روسانو ته د ماتې ورکړې وي د نوموړي شخص نوم واخيستل شو او مونږ چې دغه غونډه د تلويزيون له لارې ليده نو پوه شو چې ښاغلی مصطفی ظاهر نوميږي او د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر دی ما مخکې هم د نوموړي نوم اورېدلی و خو څېره مې ورته په لومړي ځل وليدله زړه کې مې ويل چې دا دی د يو بل چارواکي په ليدو خو مشرف شوم، ښاغلی مصطفی ظاهر جرګې ته په دې موخه راغوښتل شوی و چې په خپله دنده کې يې چې څومره تمه کېده هومره پاملرنه او پرمختګ نه دی کړی، په غالب ګومان کوم هېواد کې چې د کومې ادارې

27.12.2012 12:55    |   روئيد همت اوس به نو له چا څخه پوښتنه وکړم ؟

کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني له منځه لاړه او په هيواد کې انتقالي او موقته دوره پيل شوه نو وار په وار به راته نوې، نوې پوښتنې راولاړېدې کله، کله به مې فکر کاوه چې په نوي حکومت سره به که خدای کول هر راز سختۍ په سيند لاهو شي، د رڼاګانو او ښکلاګانو منظرې به هر طرف، ويرجنې سيمې په خپلې غيږه کې راونغاړي وحشت ته به د پای ټکی کېښودل شي د جابريت بوټی به له بېخه څخه را واېستل شي د ترږميو او ساندو مټې به د مينې ،ورورولۍ او يووالي په تېره توره پرې شي، بيا به هيڅکله د تېر په څير نه جبرانېدونکې پېښې تر سترګو نه شي، بيا په هيڅکله څوک له کوره نه وېستل کيږي او د مور او پلار په مخکښې به په بې رحمۍ سره نه وژل کيږي، بيا به نو هيڅکله زمونږ کنډواله شوی،لوټ شوی، او ټپي، ټپي شوی هيواد د بدبختيو شاهد نه وي بس خو ټوله به مينه ،مينه او مينه وي.

23.12.2012 22:35    |   همت الله توکل سره مياشت او کارونه يې

د نوي حکومت له پيله په هېواد کې د سرې مياشتې کارونه په ځلېدو راغلل، د مرکز سربېره يې په ولاياتو کې نماينده ګۍ پرانيستل شوې، او ګڼو افغانانو ته پکې د کار موکه برابره کړی شوه، ګڼو افغان بچيانو ته چې د زړه او يا په نورو ناروغيو اخته و، په هېواد دننه او بهر ته د علاج له پاره واستول شول، د دې ادارې مامورینو ته چې لوړې زده کړې يې نه درلودې دا موکه هم په لاس ورکړه، چې په ځينو مشخصو پوهنتونو کې د شپې له لوري لوړې زده کړې وکړي، ډېر ځوانان يې ښه ورزول او که رېښتيا وويل شي د دې رياست د مقام له لوري نوي نوي نوښتونه يواز ې د افغان ولس په خاطر منځ ته راغلل چې ډېر پرځای او د افغان ولس په خير تمام شول.