د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نجیب الله پاڅون

15.12.2016 12:26    |   نجیب الله پاڅون د ماشومانو په ژبه د ماشومانو د حقونو تړون

زه چې کله د بلخ د لرې پرتو ولسوالیو ماشومان وینم، چې زیاتره نالوستې او په شاقه کارونو بوخت دي؛ نو خدای شته د دوی راتلونکی راته ډېر خراب ښکاره شي، ځکه کوم ماشوم چې بې له ښوونځي څخه لوی شی روښانه خبره ده، چې د هغه فکر به هم تور وي. د پوهې، وطن، پلار او مور په ارزښت به هېڅکله پوه نشی. زه صرف د بلخ د ماشومانو په اړه خبره کوم، هغه ماشومان چې ټوله ورځ په سختو او درنو کارونو بوخت دي او یا هم ټوله ورځ په کوڅو او ډاګونو کې بې وخته لوبې کوي او کله چې اوزګار شي د ښوونځي د درس پرځای به ناوړه او مزخرفه سریالونه ګوري. زما موخه دا نه ده، چې واړه ماشومان دې ټي وي نه ګوري. کوچنیان دې په ټلوېزیون کې کارتوني، ښوونیزې او روزنیزې خپرونې وګوري تر څو استعدادونه یې

12.11.2016 21:37    |   نجیب الله پاڅون ټال مهالنۍ چاپ شوه!

ټال له بلخ ولایت څخه د ماشومانو لپاره ښوونیزه، روزنیزه، معلوماتي او تفریحي مهالنۍ خپرونه ده، چې په لومړي ځل له دې ولایت څخه په پښتو ژبه خپره شوه، د دې خپرونې د امتیاز څښتن او مسؤل چلوونکی نجیب الله پاڅون دی. د ټال په مهالنۍ کې د ماشومانو لپاره ګڼ مطالب خپاره شوي، چې له هغې جملې نه شعرونه، کیسې، ټوکې، روغتیايي معلومات، ساینسي معلومات، د ماشومانو فولکلوریک شعرونه او هر اړخیز ګټور معلومات چاپ شوي، د ټال په لومړنۍ ګڼه کې لاندې مطالب خپاره شوي، چې دلته یې صرف نومونه اخلو.