د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فضل قادرانډيوال

20.01.2017 09:57    |   فضل قادرانډيوال په پېښور کې د افغان کلتوري ټولنې په نوم فرهنگي بنسټ کېښودل شو

په پېښور کې د يوشمير افغان ليکوالو او شاعرانو له د افغان کلتوري ټولنې په نوم فرهنگي بنسټ کېښودل شو په دې اړه د پېښورد مهاجرو په رياست کې غونډه شوه چې په کې گڼو ليکوالو اود ادب مينه والو برخه واخېسته

09.05.2016 09:24    |   فضل قادرانډيوال په (جړۍ) کې دپښتنې سيمې دردونه

داخلک څرنگه خواږه ،خواږه ياران هيروي ؟ مانه خويولمهه هم نه هيريږي تېروختونه (جړۍ) دسيد صابر شاه صابر دلسگونو کتابونو څخه يې يو شعري جونگ دى چې تازه د داعراف چاپخونه کې چاپ شوى دى چې په جنگي محله کې ده .ښکلې پښتۍ لري چې دباران څاڅکې پرې څرگنديږي (جړۍ) اوږد مهاله باران ته ويل کيږي چې په اوونۍ اوونۍ وخت نيسي تړون يا ډالۍ يې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته شوى او بيا يې ځوانو زامنو ته نسبت کړى دى

09.05.2016 09:23    |   فضل قادرانډيوال د روژې دمياشتې دليدو شرعي حيثيت

داسلام سپيڅلى دين تل خپلو پيروانو ته لارښودنه کوي چې خپلې د غم او ښادۍ ورځې په ګډه سره ونمانځي ځکه چې اسلام ديووالي دين دى نو ښايي چې دروژې او اختر ورځې هم ټول مسلمانان سره په ګډه ونمانځي په دې سره دمسلمانانو ترمينځه چې دنړۍ په هر ګوټ کې وي ديووالى بنسټيزه جذبه پيدا کيږي او دغه کار پر ډيرو مسلمانانو باندې ښه اغيزه کولاى شي خو په دې شرط چې ورته عملي جامه واغوستل شي

05.03.2015 10:01    |   فضل قادرانډيوال دارواښاد شمس ملي شخصيت او ملي اند

ارواښادشمس صاحب به دپېښور دورسک روډ په کبابيانو کې پرملي اندونو له هر افغان سره په اخلاص خبرې کولې سياسي دفتر يې د کليوالې ديرې ياحجرې په څېروو د هېواد له بيلابيلو سيمو څخه به ورته دسياسي او ناسياسي اند څښتنان راتل ، په شپو شپو په يې ورسره په خپلو سياسي او سيمه ايزو ستونزو خبرې اوجرگې کولې ،مشورې اوخبرې يې ټول درښتني ملي شخصيت ته ورته وې په خپل ملي غښتلي دريځ به کلک ولاړ وود خپل گوندي سياسي سيال (شمالي ټلوالې ) سره نه پخلاکيدونکى وو په ملي ستونزو به يې ښې درنې غونډې رابللې او د نور سياستوالو په غونډو کې به يې ونډه اخيسته

06.12.2012 12:19    |   فضل قادرانډيوال د ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم په ياد غونډه

پېښور : د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز په نوښت د پېښور په يو سيمه ييز سپرينگ نايټ هوټل کې د پښتو ادب د ليکوال، شاعر او ډرامه ليکونکي ارواښاد پروفيسر ډاکټر محمد اعظم اعظم په ياد غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د لر و بر پښتونخوا ليکوالو، ژورنالستانو، تلويزيوني ممثلينو، د پېښور پوهنتون افغان محصلينو او ښوونکو برخه وا

02.06.2012 22:42    |   فضل قادرانډيوال د غازي افغان يوه بله هڅه

ښاغلي غازي افغان د انگليسي وييپانگو په لړ کې ١٤ کتاب ټولنې ته وړاندې کړ. د نوموړي د دې کتاب نوم دى GAB'S American Vocabulary of Current English

24.05.2012 19:04    |   فضل قادرانډيوال ملي جرگې چمتووالى چټک کړى شو

پېښور : د افضل خان لالا لخوا د کيدونکي ملي جرگې چې د مئ د مياشتې په ٢٩ مه او ٣٠ مه نېټه به د پېښور په نشتر هال کې جوړيږي د چمتووالي بله غونډه يې د عوامي نيشل گوند د يو مشر عبداللطيف اپريدي په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې عبداللطيف اپريدي او د جوړو شويو کميټو مشرانو د ١٩

24.05.2012 19:04    |   فضل قادرانډيوال ساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز ته جايزه ورکړل شوه

پېښور: د پېښور پوهنتون په تالار کې د افغان محصلينو د اتحاديې لخوا د تېرو کلنو په څير کلنۍ غونډه وشوه چې پکې دولتي او نادولتي ادارو د بېلا بېلو ټولنو مشرانو، سياسي اوټولنيزو مرکزونو تر څنګ د ساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز ته بلنه ورکړل شوې وه.د افغان محصلينو په کلنۍ غونډه کې ملي مشر افضل خان لالا خېبرپښتونخوا د ځنګلاتو وزير واجد علي خان په اسلام آباد کې د افغان سفارت فرهنګي استازى زردشت شمس په پېښور کې افغان کونسل ، افغان کميشنر.

20.05.2012 12:51    |   فضل قادرانډيوال د افضل خان لالا له خوا د رابلل کيدونکي ملي جرگې چمتو والى پېل شو

پېښور:د پېښور په يوه سيمه ييز هوټل کې د افضل خان لالا له خوا د کېدونکي دوه ورځنۍ ملي جرګې له پاره د چمتو والي غونډه وشوه، چې مشري يې د عوامي نېشنل ګوند د يو غړي لطيف اپريدي په غاړه وه.په غونډه کې د جرګې دپاره لازمې لارې چارې په پام کې ونيول شوې او يو شمېر کمېټۍ هم وټاکلې، چې د جرګې د ښه ترسره کېدو له پاره خپله ونډه ولوبوي. په دې وخت لطيف اپريدي برخه والو ته د پرانستې وېنا په ترڅ کې وويل چې په دې سيمه جنګ تپل شوى

27.03.2012 12:00    |   فضل قادرانډيوال په پښتو کې د عربي کليمو ليکلار

دا خبره څرگنده ده چې ژبې په يو بل ځانگړې اغيز لري او بيا په تېره عربي ژبه پر پښتو خپل ځانگړى اغيز خپل کړى دى او د عربي ډېرې کليمې په پښتو کې ځاى شوي او کارول کيږي او داسې هم گڼل کيږي چې دغه عربي کلمې د پښتو خپلې شوي دي. په پښتو کې د عربي کلمو کارول په دوو ډولو ويشل شوي دي.

01.02.2012 21:22    |   فضل قادرانډيوال د دويم پښتو نړيوال کنونشن د چمتووالي لپاره غونډه وشوه

پېښور : د دويم نړيوال پښتو کنونشن د چمتووالي لپاره د پېښور په يو سيمه ييز هوټل کې غونډه وشوه. غونډه پښتو ادبي چمن ټل راغوښتې وه او دغه کنونشن هم پښتو ادبي چمن ټل لخوا ترسره کيږي. د غونډې د پرانستې وينا اسير منگل وکړه او د دويم پښتو نړيوال کنونشن په چمتووالي يې خبرې وکړې او له پښتنو ليکوالو څخه يې وړانديزونه وغوښتل. نوموړي زياته کړه چې دويم پښتو نړيوال کنونشن به د ٢٠١٢ کال د اپريل د مياشتې په ٦مه، ٧مه او ٨ مه نېټه د پېښور په نشتر هال کې کيږي. نوموړي وويل چې په دغو درې ورځو کې به په لومړۍ ورځ ليکوال مقالې او ليکنې لولي اوپوښتونکي ترې پوښتنې کولى شي او ليکوال به ورته ځوابونه ورکوي ، په دويمه ورځ به د ادب او سياست تړون، پښتو او پښتنو ته ورپېښې ستونزې، په ميډيا کې د پښتنو غږ او د پښتو ليکدود يووالي په موضوعگانو ورکشاپ کيږي او د ورکشاپ گډون کوونکي به

22.12.2011 22:37    |   فضل قادرانډيوال په پیښور کې د ارواښاد قدرت الله حداد د فاتحې اعلان

د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز او د ارواښاد شمس الهدى (شمس) د کورنۍ لخوا د پېښور ارباب روډ د ګل حاجي پلازې په جومات کې د ملي فلسفې د راژوندي کوونکي ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد چې دافغان ملت رهبرو فاتحه اخيستل کيږي.

14.10.2010 09:43    |   فضل قادرانډيوال په پښتو دوحدت ورځپاڼې ژورناليستيک اوژبنې اغيز

نيږدې پنځه ديرش کاله کيږي ،چې له پېښوره دوحدت په نوم دپښتوورځپاڼه خپريږي دغه ورځپاڼه د افغانستان، پاکستان اوپه ځانگړې ډول دسيمې دسياست دبيلابيلوپړاووڅخه راوتلې اوترننه پورې يوه ‌بريالۍ ورځپاڼه گڼل کيږي په دې ورځپاڼه کې د پښتو بيلا بيلو ژورنالستاتو، خبريالانو او شنونکو کارکړى ،او د سيمې د بيلا بيلو سياسي اندونوپه اړه يې په کې ليکنې کړى، تازه، گرم او تاوده خبرونه يې وخت په وخت ولس ته وړاندې کړي او اوس يې ځانگړې ويبپاڼه www.dailywahdat.com.pk خپږيري او بهر ميشتي پښتانه يې لوستلى شي

24.08.2010 07:20    |   فضل قادرانډيوال پښتانه تل د ميرمنو درنښت کوي

د ښاغلي زرغون شاه شينواري په نوښت د آريانا نړيوال تلويزيون د څېرو او خاطرو د پروگرام له لارې ډاکټر نورزى، امام الدين ساپى، ډاکټر ثرياخادم او سيد سليمان شاه اشنا ميلمانه کړي وو او د پښتنو په دود، دستوراو کولتور يې رڼا واچوله.

02.06.2010 06:22    |   فضل قادرانډيوال د غازي افغان بابکرخېل ديارلسمه ټولگه ټوفل (TOEFL) وييپانگه خپره شوه

د ښاغلي غازي افغان بابکرخېل په قلم ليکل شوى ديارلسمه ټولگه (GAB’S Essential Words for the Toefl) خپره شوه. په دغه کتاب ښاغلي محمد عارف همدرد، ښاغلي قدرت الله حداد، ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي، ډاکټر سيد عطاء الله شاه، خليل الله قتيل زوى خوږياڼى، اباسين يوسفزى، ډاکټر عبدالروف رفيقي او فضل قادر انډيوال ليکنې کړي او د دغه کتاب ارزښت يې په بېلا بېلو اړخونو ارزولى دى.