د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالرحیم موسی زی

05.01.2017 11:17    |   عبدالرحیم موسی زی جمعیت لوبې کوي، ګټونکی به څوک شي

کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د آقینې اورګاډي پټلۍ له پرانېستلو وروسته د افغانستان شمالي ولایت بلخ ته ولاړ او هلته يې د نوموړي ولایت سرپرست والي عطامحمد نور سره وکتل.

12.12.2016 12:50    |   عبدالرحیم موسی زی ولسمشره جار دې له ژبې شم

مونږ یې د سر په بیه ملاتړ کوو لکه څنګه مو چې ترې ملاتړ کړی دی، څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هندوستان په امریتسر د آسیا زړه کنفرانس کې وینا وکړه او د خپلې وینا په ترڅ کې یې وویل؛ زمونږ ګاونډي هېواد پاکستان د افغانستان بیارغونې له پاره ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

27.11.2016 13:45    |   عبدالرحیم موسی زی د واک په ګدۍ ناست ولسمشر او د انزوا په لور ځوانان

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو پر مهال په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې تل د هېواد د ځوانانو ستاینه کوله، د ځوانانو په ډير شمېر یې خوښي څرګندوله، ځوانان یې د افغانستان ستره پانګه بلله او د ځوانانو ملاتړ یې د خپل ځان د بریا لامل ګڼه، د ولسمشر دا خبره پر ځای ده چې افغانستان کې د ځوانانو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله خورا ډیر دی او دوی په هره برخه کې کولای شي رغنده رول ولوبوي، په ټاکنو کې همدې ځوانانو د ډیرو ستونزو سره سره برخه واخیسته او ولسمشر یې د واک تر ګدۍ ورسوه.

08.08.2016 11:08    |   عبدالرحیم موسی زی حکومت دې د کډوالو درد دوا کړي

وروسته له دې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورند فرضي کرښې د دروازې جوړولو پر سر شخړه رامنځته شوه د دواړو هېوادونو اړیکې په ترینګلتیا واوښتې، سره له دې چې پاکستان د ټولو نړیوالو اصولو پر خلاف عمل ترسره کړو او په افغانستان کې یې له کلونو کلونو په ترهګریزو او ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلوده؛ خو بیا هم یې خپلې استخبارتي جګړې ته دوام ورکړو.

26.07.2016 11:58    |   عبدالرحیم موسی زی غیر مسؤل وسله وال، که د دولت پر ضد خبیثه سرطان

ټولې وسله والې ډلې که هغه هر څوک او په هر نامه وي چې په ټولنه کې بې نظمي، ترهګري او وحشت رامنځته کوي هغوی د ولس دښمنان او د دولت پر وړاندې خبیثه سرطانونه دي.

18.02.2016 11:21    |   عبدالرحیم موسی زی ژېړ ژورنالیزم

ژېړ ژورنالیزم د ورځپاڼو لیکنو او په لنډه د رسنیو هغه ډول ته ویل کیږي چې یو حقیقت د اغراق په بڼه نورو ته څرګنده وي او یا دا چې په یوه مطلب کې ځېنې کرښې په پټه توګه مخکې له مخکې ولیکل شي. دا په دې معنی چې یوه واقعي پېښه راخلي او په تحریف شوې بڼه یې نورو ته وړاندې کوي، د ژېړ ژورنالیزم موخه دا ده چې په مخاطبینو(لوستونکو، لیدونکو او یا اورېدونکو تر منځ) د وېرې، کرکې، زړه سواندۍ او یا هم د مینې احساس راوپاروي. د ژېړ ژورنالیزم پیل ویلیام راندالف هرست (William Randolph Hearst) او جوزف پولیټرز (Joseph Pulitzer) ته نسبتېږي.

03.11.2015 10:01    |   عبدالرحیم موسی زی له دې نظامه تر هغو چارواکو

نن سبا داسې ګنګوسې دي چې زمونږ شرمیدلی غلیم غواړي د بدنامې او غولوونکې سولې پروسه چې هغه کې یواځې د هغوی ګټې نغښتې دي پیل کړي، د پاکستان لومړي وزیر امریکا متحده ایالاتو ته په خپل وروستي سفر کې د امریکا ولسمشر سره د نورو خبرو تر څنګ د افغانستان د دولت او د طالبانو تر منځ د سولې موضوع هم یاده کړه او ویویل چې مونږ غواړو طالبان افغان دولت سره سولې ته تیار کړو ترڅو د سولې پروسه یو ځل بیا له سره پیل شي. خو له بلې خوا د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې خبرو مخالفت وکړ ویویل چې طالبان د پاکستان استازي دي، هغوی د پاکستان په نیابت جګړه کوي او هیڅکله سولې ته وفاداره نه دي.

27.07.2015 09:18    |   عبدالرحیم موسی زی پیش بینی ها چرا به حقیقت میرسد؟

چند روز بیش مارتین دیمپسی لوی درستیز ایالات متحده امریکا به کابل آمد و در سخنان خود اعلان کرد که افغانستان مرکز مبارزه علیه داعش خواهد بود. از سوی دیگر، متاسفانه نه تنها اظهارات این امریکایی بلکه برخی از مقامات افغان نیز چنین نظریاتی داشتند که در حقیقت این نظریات مشابه یکدیگر بودند، اکنون شعور سیاسی و فکری مردم آنقدر ضعیف و ناتوان نیست که چنین مسایل را درک کرده نتواند.

06.05.2015 08:51    |   عبدالرحیم موسی زی د وحشت تر شا پټ لاسونه

په دې وروستیو کې زمونږ ولس د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ګڼو چاودنو او وحشیانه ځان وژونکو بریدونو شاهد دی، یوه او بله ورځ دوی ته د غم او ویر خبر ورکول کیږي خو ډیری افغانان د دې وحشیانه او له کرکې ډکو بریدونو په ځینو پوښل شویو رازونو پوه شوي دي.

10.09.2014 16:41    |   عبدالرحیم موسی زی نسبت به تبلیغات پوچ خارجی ها، عقل و منطق ما بهتراست

ما فریاد از آزادی بیان میزنیم، از ژورنالیست ناخوانده، غیر مسلکی و بی احساس گرفته تا به سیاسستمداران کاذب ما همه آنها به ملت خود حقیقت را نمی گویند.

03.07.2014 09:29    |   عبدالرحیم موسی زی د بدخشان د ارګو او د هلمند د سنګین غمیزو پرتله

څو میاشتې دمخه د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان ارګو ولسوالۍ کې د طبعي پیښې له امله په سل ګونه کورنۍ زیان منې شوې او په دغه زیان کې د افغانستان میړانه ولس د هېواد له ګوډ ګوډ څخه دغو زیان منو او بیوزلو کورنیو سره پرته له کوم توپیره خپله هر راز مرسته وکړه اود هغوی په غم کې خپل ځانونه شریک وبولل، خلکو د بیلابیلو ولایتونو څخه د خپل د اولاد مړۍ نیمه کړه او نیمه یې زیان ځپلو ته ورسوله، ښځو خپله ګاڼه خرڅه کړه او د هغې پیسې یې دغو کورنیو ته ورسولې.