د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالباري جهاني

21.12.2016 21:14    |   عبدالباري جهاني د سولي کیسه

په افغانستان کي د کلونو راهیسی، په تېره بیا د ۲۰۰۵ میلادي کال څخه وروسته، چي پر حکومت باندي د خلکو باور ورځ په ورځ سست سوی، او په مقابل کي د طالبانو قواوي هره ورځ تر بلي غښتلي سوي دي، جنګ روان دی. د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کي د امریکايی قواوو او د هغوی د متحدینو، چي د ۲۰۰۱ میلادي کال د نومبر په میاشت کي یې پر افغانستان باندي یرغل پیل کړی او د طالبانو نظام یې نسکور کړی وو، ډېره زیاته برخه له افغانستان څخه ووتل. طبیعي خبره ده چي له هیواد څخه د لوېدیځو قواوو د وتلو سره جنګونو زور واخیست او د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر په میاشت کي یې د لومړي ځل لپاره د کندوز په څېر یوه لوی او ستراتیژیک ښار ته سقوط ورکړ او څه باندي یوه هفته یې د ښار د اوو اتو اولسوالیو او د کندوز ولایت ته څېرمه نورو زیاتو کلیو او لارو کنټرول واخیست. له دې څخه تقریبا درې څلور میاشتي مخکي د بدخشان ولایت څخه د طالبانو او داعش د ډلي د قوي کېدلو خبرونه راتلل؛ او د وردوج او یمګان په څېر مهمو او ستراتیژیکو اولسوالیو د څو ځله نیول کېدلو رپوټونه راغلل. طالبانو له دغو اولسوالیو څخه ډېري زیاتي وسلې او مهمات ترلاسه کړل. ژوندي عسکريې ونیول او په یوه پېښه کي خو یې د اته لسو نیول سویو عسکرو سرونه غوڅ کړل. د ۲۰۱۶ کال په مني کي کندوز یو ځل بیا سقوط وکړ او د ولایت بې دفاع خلک یې یو ځل بیا په وینو او لمبو کي کښېنول.

15.01.2015 20:40    |   عبدالباري جهاني خوشحال خان خټک او د هغه عصر

خټک د پښتنو د نورو لویو قبایلو په څېر یوه لویه قبیله ده او په زغرده ویلای سو چی له نورو ټولو قبایلو څخه یی لوی امتیاز په دې کی دی چی خوشحال خټک پکښی زېږېدلی دی. د خوشحال خان ژوند پخپله د پښتنو د فرهنګي، پوځي او سیاسی ژوند یو لوی او ځانګړی فصل دی. خټک له ډیری زمانې راهیسی په همدغه اوسنی سیمه کی، چی د یوسفزیو له مځکو څحخه نیولې د سیند د دریاب تر څنډو پوري غځېدلې ده اباد دي. د خټکو د قبیلې د سرچینې په باره کی، د پښتنو د نورو ډیرو پښتني قبایلو په څير، یوازي فوکلوري روایتونه موجود دي. انګریز محقق والټر بیلیو، چی د پښتني قبایلو په باره کی یی ښه زیات تحقیقات

08.01.2015 17:37    |   عبدالباري جهاني غزل

جانان ته تر منزله رسیدل خو تکل غواړي په پښو کي د سکروټو زولنې چلول غواړي پانوسه چي لښکر د پتنګانو دي هیر نه سي لمبه دي په وزر کي تر سیني رسول غواړي رقیبه د جانان د کور اورونه درته ګوري مغروره ککرۍ دي پر لمبو رغړیدل غواړي

06.01.2015 09:40    |   عبدالباري جهاني ځانځانۍ ښامار او اژدهای خودي

په لومړي سر کي د انسان په شکل یو ځان وو. ده شاوخوا وکتل او پرته له ځانه یې بل څه ونه لیدل. ده لومړی وویل چي دا زه یم. ځکه نو د ده نوم « زه » سو. ده وویل دا زه یم... ده ټوله شر یر مخلوق وسوځول... دی وبیریدی، ځکه نو هر څوک چي یوازي وي هغه بیریږي. ده فکر وکړ، کله چي بل هیڅوک نسته نو زه ولي وبیریږم. بیا نو د ده ویره له منځه ولاړه. ځکه بیره خو له دوهم څخه وي او کله چي دوهم نه وي نو سړی ولي وبیریږي؟

28.12.2014 23:33    |   عبدالباري جهاني د لارډ کرزن د یاداښتونو له کتابچې څخه یو څو پاڼي

ما مخکي هیڅکله د افغانستان د مشهور امیر عبدالرحمن خان د پایتخت او دربار او له هغه سره د مخامخ کیدلو او عمومي وضع په باب بیان نه دی کړی. ما د مرکزي آسیا د مسلې په باب ډیر کلونه څیړني او مطالعې وکړې، د هند د پولي د امنیت؛ د روسانو د پالیسی، په آسیا کي د روسېې د یرغلونو او فتوحاتو او په دغه سیمه کي د پرتو هیوادونو د رول، ایران، بلوچستان، افغانستان، تبت، چین په باره کي مي مطالعات وکړل او بیا مي نو زړه بیخي ډیرغوښتل چي د افغانستان امیر، چي تر ټولو مهم وو او تر ټولو ګوښه وو، له نیژدې ووینم او مخامخ ورسره وږغیږم. ځکه چي د هغه په برخه کي هم د برټانوي هند پرله پسې حکومتونو او هم لندن اندېښنه درلوده، ورته بدبین ول او حتی ویره یې ورڅخه درلوده.

20.12.2014 11:24    |   عبدالباري جهاني د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه

پښتو لیکلی نظم زیاتره د فارسي او عربي نظمونو سره توپیر نه لري او د نظم په قوانینو کي یې شریکه لاره ورسره نیولې ده. باید چي موږ د پښتو نظم پر ځای په عمومي صورت د نظم د توکو په باره کي ږغیدلي وای. خو څرنګه چي د پښتو په نظم کي فوکلوري نظمونه هم شامل دي او هغه له فارسي او عربي سره څرګند توپیر لري او وروسته به وګورو چي پښتو نظم، په تیره بیا د سیلابونو د شمیر په برخه کي، له فارسي نظمونو سره څرګند توپیر لري، نو ځکه په مشخصه توګه د پښتو نظم د جوړښت او ځینو اړخونو په باب لیکنه کوو.کله چي د نظم خبره رامنځته کوو، نو لومړنی شی چي ورسره مخامخ کیږو او په وجود سره یې نظم له نثر څخه بیلیږي هغه قافیه ده. ځکه نو د قافیې په باب په عمومي صورت یو څه ویل لازم دي.

15.12.2014 23:20    |   عبدالباري جهاني څرنګه تاریخ لیکو؟

تیر وختونه د هر قوم هینداره ده. تر څو پوري چي یو قوم د خپلي سابقې څخه خبر نه وي د راتلونکي په باب سمه پیش بیني نه سي کولای، او حتی په روانو حالاتو کي هم ځان، په ښه توګه، سم نه سي پیژندلای. دا هینداره چي هر څومره روښانه وي او قوم هر څومره خپل مخ سم پکښي وګوري نو موږ ویلای سو چي تاریخ لیکونکي خپله وظیفه په ښه توګه بشپړه کړې ده. تاریخ یا د مورخ یا تاریخ لیکونکي د سترګو لیدلي حالات وي، چي باید په منتهی امانت او ایمانداري ثبت سي؛ تاریخ لیکونکی، په لوی لاس، د خپلو لوستونکو او راتلونکو نسلونو په سترګو کی خاوري ونه پاشي او په لوی لاس د قام د مخ کتلو هینداره تاریکه نه کړي. د تاریخ لیکلو بله منبع، تاریخي متون دي چي هم باید د عقل په ترازو کي وتلل سي ممکن له ناممکن څخه او معقول له

06.12.2014 11:32    |   عبدالباري جهاني د کندهار سندریزه شاعري

په هرات کي د تیموریانو د سقوط سره سم، د کندهار ښار او شاوخوا سیمه د اته لسمي پیړۍ تر لومړیو کلونو پوري د ایران د صفوي دولت او د هند د مغولو د ډهلي د سلطنت ترمنځ لاس پر لاس کیدی. په دې څه کم دریو پیړیو کي د کندهار د اجتماعي او سیاسیي وضع په باب، پرته له دې چي د دغه او هغه جنرال او شهریار له خوا فتح سوی دی، چنداني معلومات نه لرو. له بده مرغه چي، په فوکلور کي هم د دغو جګړو او پیښو انعکاس نسته یا لږ ترلږه زموږ تر لاسه نه دي را رسیدلي؛ که چیري په دې باره کي کوم نظمونه یا کیسې موجودي وې هغه د زمانې بادونو او ګردونو لاندي کړي دي.

26.11.2014 09:52    |   عبدالباري جهاني حمید ماشوخېل

تقریبا دوه نیمی پېړۍ پخوا د پېښور سره نیژدې د ماشوخېلو په کلی کی په یوه ډېر غریب محيط کی د عبدالحمید ماشوخېل په نوم یوه شاعر ژوند کاوه چی په ژوند کی یې لږو خلکو د احوال خبر واخیست.خو ،د پښتنو د هېشگی دود او دستور سره سم ،پسله مرگه ډېر وستایل سو. چا د پښتو ژبی بېدل،چا د پښتو سعدی او چا د موشگاف لقب ورکړ.قلندر اپرېدی په خپله زمانه کی د پښتو ژبی په شعر کی بل حریف نه وینی مگر کله چی خبره حمید ماشوخېل ته رسېږی نو وایی:

20.11.2014 09:54    |   عبدالباري جهاني شمس الدین کاکړ

د نولسمی پېړۍ په لومړۍ نیمایی کی د کندهار د کلچ اباد په کلی کی د شمس الیدن کاکړ په نوم یو شاعر اوسېدی چی ته به وایې له ازله یې د ښه استعداد ، علم او فضیلت ترڅنگ ډېره سخته تنگدستی په برخه وه.او همدغی تنگدستۍ کلچ اباد او کندهار هم د ده د وجود څخه محروم کړل. شمس الدین کاکړ دونه بې وسه و چی حتی د خپلی خوښی یو واده یې هم په نصیب نه سو.او په همدې ارمان کی گورته ولاړ.

12.11.2014 09:45    |   عبدالباري جهاني پتیاله ځه مخ ته دي ښه سه!

د کندهار د بدبخته ښار قلم یې په وینو وهلی دی. لا د ګران شهید پتیال د پاتا کمبله نه وه ټوله سوې چی د میرویس لیسې ځوان مدیر وحیدالله احمدي یې شهید کړ. دا په دې بدمرغه ښار کي نه لومړي او نه وروستي شهیدان دي. هغه ښار چي پخوا به یې په غازیانو او قهرمانانو افتخار کیدی او سندري به ورته ویل کیدلې، نن د ځوانیمرګو ارمانونو او زلمیو شهیدانو هدیره ده. ماتم دی په دې ښار کي جنازې دي چي راځي

10.11.2014 09:56    |   عبدالباري جهاني اخوند درویزه او آزاده شاعري ؟

اخوند درویزه د یوسفزیو پښتنو په منځ کي تر نیمي پیړۍ زیات عمر تیر کړی او د سیمي په ټولو پښتني سیمو کي ګرځیدلی دی. د هغه د ژوند زمانه د ۱۵۳۰ څخه تر ۱۶۳۸ پوري ټاکله سوې ده، یعني ۱۰۸ کاله یې ژوند کړی دی. اخوند درویزه یو متشرع عالم وو او د پښتنو لپاره یې اهمیت په دې کي دی چي د مخزن الاسلام په نوم یو کتاب یې، چي د دیني اصولو او احکامو په باره کي دی، په پښتو ژبه لیکلی دی؛ او دا کتاب یو له لومړنیو پښتو کتابونو څخه دی. اخوند درویزه د روښانیانو تر ټولو سخت دښمن وو؛ هغوی یې تاریکیان بلل او پخپله بیر روښان یې ملحد او ګمراه باله. خوشحال خان خټک لومړنی پښتون شاعر دی چي دې کتاب ته یې د مخزن الاسرار په نوم اشاره کړې او هغه یې د شکل او متن له مخي غندلی دی.

03.11.2014 21:52    |   عبدالباري جهاني غزل

زما د آه اثر به ووینې آسمانه چي قلا د فرعونانو به کړي ورانه ورکوم به د ساحل خلکو ته زیری ډار دي نه لري له سیل او له توپانه

02.11.2014 19:43    |   عبدالباري جهاني خوب مي وتښتوي

خیال دي پر زړه باندي را اوري خوب مي وتښتوي راڅخه ځغلي غزل توري خوب مي وتښتوي ښکلي خماري د پاولیو د بنګړیو شرنګی دنګي نرۍ د ګودر بوري خوب مي وتښتوي

31.10.2014 18:43    |   عبدالباري جهاني سوله به کله او څنګه راځي؟

د پاکستان د ډان ورځپاني د اکټوبر د یودیرشمي په ګڼه کي لیکلي دي چي د افغانستان جمهوریس ډاکټر اشرف غني په پیکینګ کي د افغانستان د سولي او بیا رغولو په باب کنفرانس ته په ینا کي وویل چي سوله زموږ تر ټولو لومړنی هدف دی. موږ سیاسي مخالفینوو په تیره بیا طالبانو ته بلنه ورکوو چي د افغانستان په خبرو اترو کي برخه واخلي او له خپلو ټولو بین المللی انډیوالانو څخه غوښتنه کوو چي د سولي د هغه تلاښونو ملاتړوکړي چي په افغانانو به اړه لري او رهبري به یې افغانان کوي.

24.10.2014 11:57    |   عبدالباري جهاني غزل

مشغولا زړه ته پیدا کم خو غزل مي نه پریږدي بیا دي یاد سینې ته راغی د زړه غل مي نه پریږدي هره شپه مي زړه ماشوم سي د سپوږمۍ پلوشې نیسي د ځوانی وحشي خیالونه د کابل مي نه پریږدي

14.10.2014 15:09    |   عبدالباري جهاني جمهوریس اشرف غني وايي ما له چاپلوسانو وژغوری!

د قدرت له خاوندانو سره تل غوړه مالان ملګري وي. څوک چي قدرت نه لري هغه چا ته څه ورکولای نه سي او چي چاته څه نه سي ورکولای له هغه سره د غوړه مالانو څه کار دی. دا د قدرت په خاوندانو پوري اړه لري چي څه اوري د هغه په باب یوه شیبه قضاوت کولو ته وخت ورکړي. دا خبري یو ځل د عقل په ترازو کي تول کړی چي آیا زه ریشتیا د شرق نابغه یم او که دا د غوړه مالانو خبري دي. زه ریشتیا حق تعالی، د افغانستان د وضع د بهترولو لپاره، له اسمانه رالیږلی یم او که دا هسي چاپلوسي ده.

10.10.2014 20:12    |   عبدالباري جهاني میرزا خان انصاري

میرزا خان انصاري د پښتو ژبی د کلاسیک ادب، په تېره بیا د روښانی تحریک، ادبی کاروان سالار وو. میرزا خان انصاري د نورالدین زوی او د روښاني طریقې د موسس پیر روښان یا بایزید روښان لمسی دی. د زېږېدو نېټه یې معلومه نه ده خو په یو زر څلوېښت هجری قمری۱۶۳۰ میلادي کال کی په دکن کی په یوه جنگ کی وژل سوی دی. میرزا خان انصاری، د ځوانۍ په لومړنیو کلونو کی ، د پیر روښان د یوه بل لمسي احداد ، چی په خپل وخت کی د روښانی تحریک مشر وو،ډېر کلک ملگری وو. خو وروسته یې له احداد سره اختلاف پیدا سو ؛ د مغولو د پاچا نورالدین جهانگیر خدمت یې غوره کړ او دهغه تر وفات وروسته یې د هغه د زوی شاه جهان په پوځ کی عالی منصب درلود. او بالاخره په دکن کي د مغولي پوځونو او ځایی پاچاهانو او امیرانو ترمنځ د جنګونو په ترڅ کي ووژل سو. مشهور مستشرق مېجر راورټی د پښتو ادب په باب یوه

03.10.2014 10:09    |   عبدالباري جهاني د اداري فساد پر ضد د ډاکتر اشرف غني لومړنی هڅي او ستونزي

د نیویارک تایمز ورځپاڼي د اکتوبر پر دوهمه نيټه د افغانستان په باب رپوټ کي لیکلي دي چي جمهوریس اشرف غني په کابل بانک کي د غبن په باب د نویو تحقیقاتو د پیل کیدلو امر کړی دی. له دغه بانک څخه تقریبا اته سوه میلیونه ډالره هغه وخت غیب سول چي د حکومت نازولو په ټګیو له دغه بانک څخه پورونه واخیستل. مرسته کونکو هیوادونو او بین المللی وجهي صندوق د خپلو راتلونکو مرستو لپاره دا شرط کښیښود چي دغه کسان چي دغه بانک یې د سقوط پولي ته ورساوه باید محاکمه سي او کنه نو خپلي مرستي به بندي کړي. ورځپاڼه لیکي چي ښاغلي غني د مجرمینو د توقیفیدلو امر کړی دی او ستري محکمې ته یې ویلي دي چي د هغوی په مقابل کي د دعوې د پراخیدلو احتمال هم په نظر کي ونیسی. په دغه امر کي راغلي دي چي دغه مجرمین دي په دریو ورځو کي توقیف سي. ستره محکمه له یوې تر یوې نیمي میاشتي پوري د خپلو تحقیقاتو د ختمولو او نتیجې تر لاسه کولو لپاره وخت لري؛ او په لسو ورځو کي باید د هغو هیوادونو سره د همکاری موافقې ترلاسه کړي چي دغه غلا سوي پیسې پکښي ذخیره سوي وي.

30.09.2014 09:08    |   عبدالباري جهاني بری مو مبارک سه!

ګرانو هیواد والو! د روان کال د سپټامبر پر نهه ویشتمه په افغانستان کي یو لوی تحول راغی. داسي تحول چي ډیرو لږو کسانو یې انتظار ایستی. داسي تحول چي په ګران افغانستان کي د یوه بشپړ انقلاب معنی لري؛ دا ځکه چي په شلمه او یویشتمه پیړۍ کي، په څه کم سلو کالو کي د لومړي ځل لپاره قدرت په سوله ایز شکل انتقال سو. په تیرو څه کم سلو کالو کي، د امیر عبدالرحمن خان له وفات څخه وروسته، څوک له ارګ څخه په سوله ایز، یا د خلکو د ارادې سره سم نه وه وتلي. دا یوه معجزه وه او زه یقین لرم چي د ګران هیواد نوی جمهوریس ډاکټر اشرف غني به ، چي هم یې په پوهنتونونو کي د یوه لایق استاد او

27.09.2014 10:44    |   عبدالباري جهاني یو امریکایی انجنیر په افغانستان کي

د ۱۳۳۳ کال د محرم د میاشتي شپږویشتمه، د ۱۹۱۴ کال د ډسمبر د میاشتي پنځه لسمه. “ په جبل السراج کي دي سرانجنیر ښاغلي اې سي جیویټ Mr. A.C Jewettته معلومه وي چي موږ په خوښی سره تا ته څلورمیاشتي، له تنخوا سره، رخصت درکړی دی، څو بیرته را ستون سې او په افغانستان کي خپل کار ته دوام ورکړې. دا ستا اجازه نامه ده، تر څو افغانستان ته د بیرته را ستنیدلو په وخت کي څوک ستا مخه ونه نیسي” د افغانستان او مربوطاتو پاچا اعلیحضرت سراج الملته والدین امیرحبیب ا الله خان لاسلیک.

17.09.2014 13:00    |   عبدالباري جهاني ارزاني خویشکی

ارزاني خویشکی د روښاني طریقې تر ټولو لومړنی شاعر ګڼل کیږي او یا لږ ترلږه لومړنی شاعر دی چي په پښتو ژبه یې بشپړ د یوان پرې ایښی دی. د ارزاني خویشکي پر ښه شاعري او علمیت باندي حتی د روښاني تحریک تر ټولو لوی دښمن او مخالف اخوند درویزه هم په خپل کتاب تذکرته الابرار والاشرار کي لیکي چي دوی د افغانانو د خویشکو د قبیلې څخه درې وروڼه وه چي یو یې ملا ارزاني دوهم یې عمر او دریم یې ملا علي نومیدی. دوی درې واړه له هند څخه راغلل. څرنګه چي په دوی کي هلته هم الحاد اثر کړی وو نو سمدستي د روښان په دین سول. څرنګه چي ارزاني یو تیز فهمه او فصیح ژبي شاعر وو او په افغاني، فارسي، عربي او هندي یې شعر لیکی نو د پیر روښان د کتاب د ختمولو په برخه کي یې له هغه سره موافقه وکړه او ارزاني پخپله هم یو کتاب تصنیف کړی دی چی چي د راز راز ګمراهیو څخه ډک دی او د هغه نوم یې چارماه ایښی دی. وروسته له هغه چي پیرتاریک لارو وهلو او مسلمان وژنو ته لاس واچاوه نو ارزاني له هغه څخه جلا سو. وروسته هند ته ولاړ مګر دوه وروڼه یې له هغه سره پاته سول. تذکرته الابرار والاشرار ص ۱۴۹

19.08.2014 22:01    |   عبدالباري جهاني غزل

زه درسره یم بیله ما ځه بې یاره مه ځه کوڅې نیولي رقیبانو بې رویباره مه ځه پر زړه مي بد شګون را اوري بیا دی نه وینمه

14.08.2014 22:04    |   عبدالباري جهاني چي یاران به نه وي

ملګرو داسي وخت به راسي چي یاران به نه وي مېنه به تشه له میړونو وي سیالان به نه وي د ښار کوڅې به وي لښکر د ابوجهل نیولي منبر به وي، بلال به وي، ږغ د آذان به نه وي

07.08.2014 09:47    |   عبدالباري جهاني د قاضي نورمحمد جنګ نامه

یو له هغو کلاسیکو متونو څخه چي له هره اړخه په مطالعه کولو ارزي هغه د قاضي نورمحمد جنګ نامه ده، چي د احمد شاه بابا او د سیکهانو د ۱۷۶۴ کال د جنګونو په باره کي یې لیکلې ده. دا متن مشهور سیکه تاریخ پوه ډاکټر ګنداسینګه په بشپړه امانتداري چاپ کړی او بیا یې په انګلیسي ژبه خلاصه کړی دی. ډاکټر ګنداسینګه وایی چي سیکهانو د دې متن له چاپولو سره سخت مخالفت ښکاره کړ او هغه یې سیکهانو ته د ښکنځلو او بد رد ویلو یوه ډیکشنري وبلله. که له حقیقت څخه سترګي پټي نه کړو نو سیکهانو د دې خبري د کولو حق درلود؛ ځکه چي هیڅ قوم ځانته د دغه راز بدرد ویلو حوصله نه لري.