د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شراف الدین جمال زاده

20.12.2016 09:57    |   شراف الدین جمال زاده ولي مو ذهینونو کې د تعصب توخم شیندل سوي ده

انګریزان یو متل لري او تل ددي متل سره یې سم د تاریخ په اوږدو کې پر نورو دهیوادونو حکمراناني کړي دي. دوي وايې (تفرقه واچوئ حکومت وکړئ) یعني په یوه هېواد کې د مېشتو قومونو، قبیلو، مذهبونو او ان ملتونو تر منځ تفرقه او جلاوالي واچوي تر څو وکولای شي پري حکومت وکړئ او خپلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګی، اجتماعي او مذهبي موخو ته ورسیږي.

01.12.2016 12:20    |   شراف الدین جمال زاده موږ او اقینه

د اقینې د اوسپنې یا اورګاډي بین المللي پټۍ به افغانستان او ترکمستان هیوادونو ترمنځ یو نوي تاریخي پاڼه پرانستیږي. ددې پټلۍ اهمیت به د سیمې هېوادونو ترمنځ په همکارۍ او پراختیا کې زیاته مرسته وکړي د دغې پټلۍ د ګټې اخېستو سره به د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ سوداګري، اقتصادي او پراختیايي همکارۍ لا زیاتې شي او د سیمه‌ ییزو او بین‌المللي لیږد رالیږد اسانتیاوي برابروی شي اوهمدارنګه دا به یو نوعه د ورېښمو دلویه لارې احیا او بیارغونه وي!

18.11.2016 12:16    |   شراف الدین جمال زاده آزاد بازار یا کپټلیزم

لکه څرنګه چې د پیړو په اوږدو کې انسانان د خپل ژوند د پایښت لپاره مالي او اقتصادي چارو ته یو جدی ضرورت لري چې نن سبا په نړۍ کې یو شمیر اقتصادي نظامونه شتون لري چې له دې ډلي څخه یو هم آزاد بازار یا کپیټلیزم ګڼل کیږي، چې د لومړي ځل لپاره د آدم اسمیت له خوا چې د اقتصاد د علم پلار ګڼل کیږي منځ ته راغي.

06.11.2016 13:09    |   شراف الدین جمال زاده په لوږې نس د زرو په بالښت خوب

لکه څرنګه چې اقتصاد د یوه هیواد لپاره یو له خورا موهمو او ټاکنیزو موضوعات څخه شمیرل کیږي. چې په هیواد یا سیمه کې په ټولیزه توګه یو شمیر فعالیتونو لکه صادرات او ورادات، تولیدات، طبیعي زېرمې، تجارتي فعالیتونه او اړیکې، عایداتي سرچینې، فابریکي، خام مواد، تیل، نفت، کرهنه او امنیت د هیواد پر اقتصاد مستقمآ تاثیر لري.