د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سيدامرالله

29.12.2016 14:00    |   سيدامرالله شېخ فاني : نهمه برخه

جغ په غاړه، جغ غواړه! مازيګر مې وليدل چې شيخ فاني د انځرګل اکا سره د شنو پټيو په منځ کې په يوه چوتره ناست دی، خوا ته يې ورغلم، له جوړ په خير وروسته مو لږې د کور-کلي خبرې وکړې، بيا انځرګل کاکا وويل: هلکه ته به د شيخ لالا د کيسې اورېدلو ته راغلی يې؟ شيخ لالا څه ته ګورې د کيسې جاز دې چالان که که نه.

19.12.2016 12:18    |   سيدامرالله شيخ فاني اتمه برخه

دېره او اوجره نن راباندې لږ ناوخت شو، په منډه منډه ورغلم چې شيخ فاني صاحب به وي او که نه، کتل مې چې د چينار خوا ته هيڅوک نه وو، پوه شوم چې په جومات کې به وي، چې جومات ته ورغلم غلی ناست و، له موسکا په ډکه خوله يې وويل: زه يوه شېبه هلته د چينار ډډ ته ناست وم، په تا احسان نه کوم، چينار زما د ماشومتوب همزولی دی او زه بايد هرومرو يو ځل د هغه سلام وکړم. ستاسو درک ونه لګېد، نو جومات ته راغلم، ښه شو چې راغلې.

07.10.2016 22:52    |   سيدامرالله اميد شيخ فاني : څلورمه برخه

کوژده زما قسمت ښه و، ډېر انتظار مې نه و ايستی، چې شيخ فاني راغی، هغه لکه زما ښوونکی، لکه ما ته چې څه رازده کوي، د راتګ په اړه په خپله ژمنه ټينګ ولاړ و، موسکی شو، راته يې وويل: نن درته د هغه وخت د کوژدې کيسه کوم. ژوند ډېر ساده و، موږ هم ساده وو او زموږ غوښتنې هم ساده وې، هغه وخت به چې څوک ځوان شو، يا به یې شونډه توره شوه، مور و پلار به یې ورته جنۍ خوښوله، زلمي به له شرمه د کوژدې او واده خبره نه شوه کولای

01.10.2016 08:12    |   سيدامرالله اميد شيخ فاني

مازيګر مهال بيا شيخ فاني له خپلې امسا سره په شمار قدمونه پورته کول او د هغه چينار پر لور د دمې په نيت رهي و، چې تر څنګ يې بهانده وياله روانه وه، د زاړه چينار کومه پاڼه چې به ښکته پريوتله، نو د اوبو پر مخ به د کشتۍ په څېر وچورلېده او د حال په ژبه به يې د خپل حيات او ژوندانه د پای اعلان وکړ.