د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرلوڅ مرادزی

16.01.2017 12:40    |   سرلوڅ مرادزی جمعیت او د پخوانیو طالبانو تازه شخړه!

اوس که افغان حکومت هم د پخوا پشان د یو بام او دوه هواو واکمني چلول غواړي، نظارشورا او جمعیت غیږ کې نیسي او نور له ځانه شړي، باید وپوهیږي چې نوره دا وړۍ نه شړۍ کیږي. بلخوا دولت باید د تنظیمونو خپلمنځي چارو کې د یوه په ګټه او د بل په زیان لاسوهنه ونه کړي. همدارانګه که دولت هغه شمېر طالبانو سره چې سوله غواړي او یا تیار په کابل او د هېواد په نورو برخو کې سوله ییز ژوند لري او غواړي د افغان حکومت پر شاوخوا راټول واوسي ناوړه چلند وکړي، نو بیا به هغه طالبان څنګه روغې جوړې او سولې ته وهڅوي چې په یوه یا بله بڼه حکومت سره په جګړه بوخت دي؟

13.01.2017 18:54    |   سرلوڅ مرادزی د هېواد خونړۍ پېښې او د امریکا او پاکستان ګډ مانور

د خواشینۍ او د غندنې وړ ده چې امریکا د پاکستاني پوځ او استخباراتو ستاینه کوي او بې دفاع او بې ګنا قبایل چې د نړۍ د سترو لوبو او مافیها بېخبره ساتل شوي، د هر ډول سزا وړ ګني. خو امریکا باید هېره نکړي، که قبایلو کې ترهګر دېره دي یا په کویټه، کراچۍ، اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې، سازمان ورکونکی، روزونکی او جنګوونکي يي پاکستاني پوځ او ای ای ایس ای ده!

08.01.2017 13:39    |   سرلوڅ مرادزی دیموکراتان او د خپلو ماتو د توجیه هڅه!

که امریکايي دیموکراتان د افغانستان د جګړې په ادامي پړ دي او خپل ګریوان د افغانانو له منګولو نه شي خلاصولای، هغه افغاني مشران هم ځان له مسولیته نه شي بچولای چې د جګړې په غځيدو کې يي ناغیړې کړی او د امریکا هرې نادودې ته يي well come ویلای دی! کلونه ډېر تېر شول، افغانانو زیات تلفات ولېدل، د جګړې د پای لپاره د غوڅې او پریکنده پریکړې شېبه رارسیدلې ده.

21.12.2016 22:13    |   سرلوڅ مرادزی ادبي نیوکه که د کوڅې ښکنځلې!

د صبورالله «سیاه سنگ» لخوا د «پژوهشې بې همتا»تر سرلیک لاندې یوه لیکنه د هغه له فیسبوک پاڼې سربېره، اریايي بریښناپاڼې هم خپره کړې ده. اریايي بریښناپاڼې له اوږده مهال راهیسې د خپلې ټندې پرمخ هغه توهین لیک هم خوندي ساتلی چې یو متعصب پاړسې ژبې د پټې خزانې په اړه لیکلی دی!

08.12.2016 12:22    |   سرلوڅ مرادزی کابل ته د پښتنو مشرانو د استولو تر شا څه پراته دي؟

د پښتونخوا فقید مشر ارواښاد عبدالولي خان یو ځای لیکي، د پاکستان پوځي مشر جنرال ضیالحق وغوښتلم او راته يي وویل چې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله ستاسو دوست دی، که کابل ته ولاړ شي او ورته ووايي چې له چوکۍ استعفا وکړي، نو روغه به وشي او د دواړو هېوادو ترمنځ به حالات ښه شي. ولي خان وايی ما ضیالحق ته وویل، که ډاکټر نجیب الله له ما وغواړي چې ضیاالحق خو هم ستا دوست دی او هغه دې له دې پست او چوکۍ تېر شي، استعفا دې وکړي، نو ته به يي ومني؟ که د پښتونخوا مشران کابل ته راځي چې خپله پلرنۍ او مورنی پلازمېنه يي ده، ښه راغلاست هر کله راتلای شی، خو که د اسلام اباد په غوښتنه د اړیکو لپاره راځي، باید د پوره واک سره راشي!

03.12.2016 13:41    |   سرلوڅ مرادزی د لنډه غرو اتل!

که څوک یوازې په ۹۰ لسیزه کې، د کابل سوځېدلې او کنډواله څېره خپلې مخې ته ودروي؛ د ۷۰ زره کابلیانو ټولوژنه تر سترګو تېره کړۍ؛ د سپکاوۍ، وهلو، ځورولو او د ناموسي تېریو پورې پرکابلښاریانو د نظارشورا وحشت او بربریت ته پام وړکړي او په دې ټولو پېښو کې د احمد شا مسعود مرکزي رول وارزوي، په اسانه پوهېدلای او قضاوت کولای شي چې احمدشا مسعود نه یوازې هیڅ ډول اتل نه شي ګڼل کېدای، بلکې هغه په دغو ټولو پېښو کې د جرم شریک دی او باید په تاریخ کې يي نوم تور ولیکل شي!

30.11.2016 12:30    |   سرلوڅ مرادزی د ولسمشر فرمان او د ماندګار هستوي بمب!

د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۲۴ مه ، ولسمشر غني د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د منځپانګې او حکم پر بنسټ د ټاکنیزو کمیسینو ۱۳ تنه پخواني کمیشنران په خارج بست رتبه کې د ولسمشر د سلاکارانو پتوګه وټاکل. باید وویل شي له وخته مخکې له دندې څخه د کمیشنرانو لیری کول او پرځای يي د نویو کمیشنرانو ټاکل دواړه د قانون له احکامو څخه څرګنده سرغړونه او د قانون په بډه وهل دی؛ خو د دې ستونزې تخم هغه مهال وپاشل شو چې د۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې عبدالله او د هغه د سمون او همپالنې ټیم څرګنده ماتې وخوړه.

26.11.2016 13:22    |   سرلوڅ مرادزی ایا امریکا به لکه د ایران په وړاندې، پاکستان ته هم غوڅ پیغام ولري؟

داسې دنده به ښاغلي خلیلزاد ته هم یو بل چانس په ګوتو ورکړي. د ښاغلی خلیلزاد څېره هم په امریکا کې د ریګن د واکمنۍ په مهال ، د جهادي مافیا په ملاتړ او د افغانستان ملي ګټو ته په بیغورۍ او د پاکستان د ګټو په خوندیتوب کې، چیچنه او موښلې ده. که چیري خلیلزاد وټاکل شي، هغه کولای شي د افغانانو ملي ګټې د امریکا له ګټو سره په انډول کې وساتي. اوس چې اسیا د لویدیځ او په تېره بیا د امریکا د ځانګړې پاملرنې وړ ګرځېدلې او په دې برخه کې افغانستان هم وتلی ځای لري، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پتوګه د ښاغلي خلیلزاد ټاکنه به د امریکا، افغانستان او اسیا د پیوستون لپاره خورا اغیزمنه او ګټوره تمامه شي. که دا خبره د ولس په ژبه او د یوې ټوکې په بڼه وکړو، نو د خلیلزاد ټاکنه به د امریکا لپاره د چره یز ټوپک ډز وي، چې په یوه ګوزار ډېر ښکار کولای شي!

12.11.2016 21:34    |   سرلوڅ مرادزی ایا ترمپ به د ۲۱ مې پېړۍ غوښتنو سره همغږي وکړي؟

که ټرامپ په افغانستان کې هم د ترهګرو په وړاندې د پنجاب له عینکو پالیسي وکاروي چې دیموکراتانو چلوله، د افغانانو له سخت غبرګون سره به مخ شی. افغانان له نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ څخه غواړي چې د ترهګرو او د هغه د اصلي ټاټوبي پاکستان په وړاندې غوڅه تګلار خپله کړي. داسې نه شي کېدای چې د ترهګرو قرباني افغانستان او د ترهګرو حامي پاکستان دې بیا هم امریکا یو شان په لاس کې ونیسي.

19.10.2016 16:37    |   سرلوڅ مرادزی د نجات څلی، د هویت پر دښمانو کلک ګوزار!

البته دا د حکومت چې ځانته د ملي یووالي نوم ورکوي، دنده وه د ملي نجات څلی چې په ټول ملت پورې اړه لري بیا ورغوي، خو تر هغه ځایه چې حکومت کې نوي سقاویان غوښنه ونډه لري، له هغه څخه د ملي ویاړمنو کارونو هیله بېوخته ښکاري. د نجات څلي د بیا احیا له ګډونوالو باید په درنښت یادونه وشي، ځکه دوی د حکومت پرځای دا تشه ډکه کړه او د ملي هویت په پالنه او ساتنه کې يي یو ستر ګام مخې ته واخیست.

01.10.2016 09:13    |   سرلوڅ مرادزی د هند او اسلام اباد شخړه او پښتانه

که دا ځل د هند او اسلام اباد ترمنځ جګړه نښلې، پښتانه باید د خپلو ملي ګټو په پوهه د اسلام اباد او پنجاب پرځای د کابل په پلازمېنه راټول شي او تر اباسینه پورې خپله خاوره د پنجاب له واکمنۍ خپلواکه کړي او د لوی افغانستان ځمکنۍ پراختیا بشپړه کړي.

26.09.2016 12:12    |   سرلوڅ مرادزی دوکټورنجیب الله د زړونو واکمن!

که نن د ولسمشر غني د سولې غوره شوې تګلار ګام په ګام او په دقت پلې شي، ډېر ژر به افغانان د یو شمېر طالبانو په ګډون پر یوه چرګۍ راټول شي، هېواد ته به ریښتینې سوله راشي او د ارواښاد دوکټور نجیب الله او نورو افغانانو د هېواد د ودانۍ او د افغانانو د سوکالۍ هیلې به ترسره شي.

21.09.2016 10:59    |   سرلوڅ مرادزی دولتي تروریزم او اسلام اباد

د وخت غوښتنه ده پخوا له دې چې سیمه د پاکستان لخوا په صادرېدونکي تروریزم کې ډوبه شي، باید د هغه په وړاندې په یوه سیمه یزه ټلواله کې سره یو موټی شي. افغانستان باید د داسې ټلوالې د رامنځته کېدا دنده پرغاړه واخلي.

17.09.2016 11:28    |   سرلوڅ مرادزی اسلام اباد باید په ریښتیني توګه ګوښه شي

د دې لپاره چې د اسلام اباد واکمن، سیمې او په تېره بیا افغانستان او هندوستان ته د ترهګرو جوپو له استولو راوګرځول شي، د بېلا بېلو لارو او نورو اقداماتو ترڅنګ، ښای یوه لار دا وي چې نوموړی ترهګر دولت په سیمه او نړۍ کې ګوښه او وغندل شي. په لویدیځو هېوادو کې یوازې امریکا کله ناکله په رسنیو کې د اسلام اباد د ګوښه توب خبره راپورته کوي، خوهغه هم زیات وخت یوازې خبرې دي او د افغانستان، هند او د سیمې د نورو قهرېدلو ولسونو د ارامولو لپاره کیږي چې عملي اړخ نه لري او هیڅکله د اسلام اباد په وړاندې د ګوښه توب د ریښتینو اقداماتو په توګه نه شي شمېرل کېدای!

13.09.2016 13:37    |   سرلوڅ مرادزی د سیپتمبر ۱۱ مه او رستم شا مومند!

د کورنیو ګوډاګیو په لاس د ایران او پاکستان وروستۍ لاسوهنې باید افغانان نور هم هوښیار کړي او د سولې په تړاو د لوی اختر په ویاړ د ولسمشر غني وروستي پیغام ته لبیک ووايی چې وايي«د افغانستان د ولسمشر په توګه د سولې په وړاندې هیڅ خنډ چې بې دلیله وي نه شم منلی، هیڅ راز خنډ د دې مقدسې پروسې په مقابل کې زه نه منم او که موانع ایجاد شي نو بیا زما دنده او زما وظیفه ده چې ټول ولس سره جریان شریک کاندم او له ټول ولس نه غوښتنه وکړم چې د سولې لپاره ان شاالله او تعالي په واحد صف کې ودرېږي»

08.09.2016 10:14    |   سرلوڅ مرادزی بګیرش که نه ګیریت!

که ولسمشر په یوه فرمان سره عبدالله عبدالله اجراییه رییس ټاکلي شي، کولای شي د یوه بل فرمان په مټ هم د افغانانو له سره دغه طوق لعنت لیرې کړي او ایسته يي وغورځوي. که درې کاله نور هم د ملي یووالي په نوم دغه ناوړه حکومت چې عبدالله او ډله يي د پایښت لپاره هرې نادودي ته تیار دي، پر افغانانو تپلی پاتې شی، د هېواد وداني او د افغانانو سوکالي خو څه کوي، چې د هېواد او افغانانو برخلیک د ګواښ او تیری سره مخ دی! دا د منلو وړ ده چې نورې ستونزې هم مخکې ډېرې پرتې دي، خو ولسمشر غني باید د دغې ستونزې حل جدي وګڼي او مخکې له دې چې وختونه او فرصتونه نور هم له لاسه ووځي، د هغې د حل لپاره لاس په کار شي! افغانان باید په داسې هېوادپاله هڅه کې په ټینګه د ولسمشر غني سره ودریږي! د همداسې ورځې په هیله!

29.08.2016 10:37    |   سرلوڅ مرادزی سقاویان یوازې تاجیکان نه دي!

لکه څنګه چې «سقویان یوازې تاجیکان نه دی» تر سرلیک لاندې د لیکنې لیکونکې په کندهار کې له سقاویانو نقل کاږي او ما يی څو بېلګې په ننګرهار کې په ګوته کړي، که داسې په ټول هېواد کې د سقاوخېلو کورنۍ او سړي په ګوته شي او په دې اړه یوه علمي څېړنه چې د تاریخپوهانو له وسې پوره ده؛ ترسره شی، موږ به د دغه طاعون د بیا بیا راټوکېدو په مخنيوي کې خپله ملې دنده ترسره کړې وي!

24.08.2016 10:32    |   سرلوڅ مرادزی صدارت ته د اجرایوي ریاست د لوړولو تازه هڅه

په داسې مهال چې د هېواد یو شمېر ولایتونه د پنجابي څرګند یرغل لاندې دي، د مرکزي حکومت په وړاندې د هرې ناقانونې او پاروونکې غوښتنې وړاندیز او په تېره بیا د هغې د پلیتوب لپاره په ولس کې د بغاوت هڅه ستر جرم او ملي خیانت ګڼل کیږي. افغانان باید نه یوازې د پنجاب له لوري روان یرغل ته پام وکړي، بلکې د هغه ترڅنګ په کور دننه د پنځم ستون توطیي او پاروونکي اقدامات هم له پامه ونه غورځوي او هغه په وخت شنډ کړي!

15.08.2016 20:53    |   سرلوڅ مرادزی ایاعبدالله او ډله يي د حکومت ادامې ته ژمن دي؟

د ولسمشر لاسونه تر بل هر افغان چارواکي پاک دي او د ولسمشر پتوګه هم چې افغانانو هغه ته د حق او عدالت د تامین په موخه ووټ ورکړی، هغه ترې غواړي! که جمعیت او نظارشورا د ملي یووالي په حکومت کې ګډون یوازې د خپلو سمتي او قومي موخو د پلیتوب لپاره لکه څنګه چې ښکارې کړی وي، افغانان خپلو ملي او سراسري ګټو ته په پام د هغو په وړاندې حوصله نه شي کولای او داسې حوصلې ته هیڅ اړتیا نه لېدل کیږي. «که ته وايي چې زه یم او زه وایم چې زه یم، نه به ته يې او نه به زه یم. که زه وایم چې ته یې او ته وايي چې ته یي، هم به ته یې او هم به زه یم»

27.07.2016 16:02    |   سرلوڅ مرادزی د هند لاسوهنه د اسلام اباد تکراري ادعا

یو وخت د افغانانو ستر مشر پاچا خان ویلي وو، دا چې په ملک دننه مسلمان پاکستان د پښتنو حق نه ورکوی او دا حق لګیا دی خوري يی، نو موږ اړوځو چې له ګاونډي هندو ملک هندوستان څخه له مسلمانه د خپل حق په ګټلو او ترلاسه کولو کې مرسته وغواړو. نن هم افغانانو سره د پنجاب چلند، د پاچاخان د مهال په برید او له هغې په ځلونو بدتر دی. مسلمان پنجاب نن هم د طالب، داعش او نورو ترهګرو په لاس مسلمان افغانستان ورانوي او هم بل هېواد نه پرینږدي چې افغانستان کې د ودانۍ او ابادۍ چارې پرمخ یوسي. ایا له دې غټه دوښمني بله کېدای شي؟ دا چې جیو تلویزیون سره مرکه کې ولسمشر غني په څرګندو ټکو وايي، پاکستان افغانستان ته ترټولو لوی ګواښ دی له هرې خوا پرځای پریکړه ده!

21.07.2016 10:03    |   سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او تازه پرمختیاوې

اسلام اباد نن په سیمه او نړۍ کې په خورا چټکي د لامنزوي کېدو لار وهي. له تروریزم ملاتړ ورته د ځان بلا تمامه شوې. اسلام اباد نن په هغه وضعیت کې لکه د تېرې پېړۍ په وروستیو کې چې له هر خوا پرې د پيسو او وسلو باران وو، نه دی او پوره ګوښه شوی دی. د اتوم بمب په مټ که په ښکاره غښتلی او ببو ښکاري، خو منځ يي ډډ او بوسه دی، د هغه نیمګړتیا او ویجاړتیاوې يی باید له پامه ونه غورځول شي. که د هغه شمېرکوزو پښتنو قبله له اسلام اباده د کابل په لور راوګرځول شي چې پنجاب پرې اباد او ډاډمن دی، پنجاب د افغانستان د مقابلی نه دی.

18.07.2016 10:14    |   سرلوڅ مرادزی د تورکیې کودتا

که په پوځ او ټولنه کې چاڼ چې سیاسي او ایډیولوژیک رنګ لري، ادامه پیدا کړي او په مصر کې د مرسي او د هغه د پلویانو غچ د ترکيې له خلکو واخیستل شي، ترکیه به د کورنۍ جګړې په لور ټېل وهي!

03.07.2016 14:23    |   سرلوڅ مرادزی دافغانانو اندیښنې، شکونه او د امریکا بېغوري!

اوس د دې وخت رسېدلی چې امریکا باید د پاکستان په اړه پخپل دریځ له سره غور وکړي او که تروریزم سره جګړې ته په ریښتیا ژمنه وي، د تروریزم ټاتوبی اسلام اباد دی او هغه باید په نښه شي!

22.06.2016 11:04    |   سرلوڅ مرادزی اسلام اباد، ترهګر او ډیورند کرښه!

څه مهال وړاندې په کابل کې د امریکا پخواني سفیر ډاکټر زلمي خلیل زاد په یوه تلویزیوني مرکه کې هم ویلي وو، اسلام اباد له افغانستان څخه څو غوښتنې او شرطونه لري، خو په خوله يي نوم یا نه اخلي او یا يي نه شي اخیستلای! خو افغانستان سره د اړیکو په تازه ترینګلتیا کې داسې ښکارې چې اسلام اباد نورغواړي د خپلو موخو او شرطونو یوه برخه د پخوا په توپیر، له چوپتیا راوباسي او افغانستان سره يي د خپلمنځي اړیکو له بریده اخوا، د رسنیو په کچه هم په پوره سپینسترګۍ او بېشرمۍ سره راپورته کړي!

19.06.2016 13:10    |   سرلوڅ مرادزی د تورخم جګړه یا د تروریزم دملاتړ د پټولو نوې هڅه!

اصلي خبره دا ده چې اسلام اباد په هغه هېواد کې د ترهګرو د روزلو او پاللو او د هغو د اډو د له منځه وړلو پرځای، د ولسونو د تېرییستلو او د نړیوالو د سترګو تورولو لپاره نن په تورخم او سبا به په سپین بولدک کې د دروازو او کټارو د جوړولو ډنډوره راپورته کوي! خو پاکستاني واکمن باید په پرانیستو غوږو واوري، ترهګر په دروازو نه بلکې د هغوي د له منځه وړلو په اراده او اقداماتو له منځه ځي، هغه څه چې اسلام اباد يي هیڅکله هم پلي کولو ته ژمن نه دي!