د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روئيد همت

31.12.2014 00:25    |   روئيد همت د ماشومتوب د وختونو خاطرې

مونږ د جنګ له اوره پیښور ته مهاجر شوو په هغه وخت کې مو یواځې د جنګ توری اوریدو نور پرې نه پوهیدو چې جنګ څه وي

21.12.2014 12:20    |   روئيد همت اشرف غني څخه ولسي ملاتړ مخ په ټیټیدو او کابینه د قحط الرجال ښکار

خبره داسې ده چې په تیرو دیارلسو کلونو کې مو له دولت څخه هر مهال همدا غوښتل چې په دولتي ادارو کې باید داسې وګړي په دندو وګمارل شي چې پوره وړتیا او اهلیت یې ولري

26.02.2013 16:52    |   روئيد همت د بې ضميرو ښار

په کوم حالت کې چې تا د بدرنګه وخت د ناکردو نه پناه وړې وه د لوی سړک په غاړه بې هوښه پروت وې پر تا باندې د راجمع شويو دوه درې کسانو زړونه اره، اره ښکارېدل.

21.02.2013 19:00    |   روئيد همت د دې ناورين عاملين څوک دي

څو ورځې وړاندې پېښور نه د کابل په لور موټر کې راوان وم د پېښور او طورخم لويه لار په کندو بدله شوې وه په موټر کې ناست وګړي د سړک د خرابېدو له امله ډېر ستومانه شوي وو موټر د يو ساعت لاره په درې نيمو ساعتونو کې کچ کړه کله چې د طورخم د راتپل شوې پولې نه را واوښتم د کابل موټر کې کښېناستم دې غاړه سړکونه ښه ول موټر کې د ستومانۍ احساس لږ و ناست کسان څوک ويده و او څوک به د خپل ملګري سره په خبرو کولو بوخت و ما هم د عادت له مخې د څنګ ملګري سره ډېرې خبرې نه کولې بس غوږ وم چې نور خلک څه وايي څلور، پنځه ملګري ول يو ځای سره ناست وو د خبرو کولو او ظاهري بڼې نه داسې ښکاره کېدل چې خداي پاک د تعليم د لوی او خوږ نعمت څخه بې برخې پاتې کړي وي او رېښتيا هم همداسې وه، دا ځوانان په غريبۍ پسې روان وو بس خو هغوی خبرې کولې او ما هم د فطرت د ښکلاګانو،لويو او دنګو، دنګو غرونو، د روانو اوبو ښکلې، ښکلې منظرې او د خدای د قدرتونو سپېڅلې نښې د زړه په سترګو ننداره کولې او کله چې به مې په ويجاړ شوي او ويشتل شوي ځای سترګې ولګېدې نو زړه به مې لمبه وکړه اوبه،اوبه به شوم او عاملينو ته به مې له خدايه څخه ورته د سزا غوښتنه وکړه.

29.01.2013 18:16    |   روئيد همت د افغانستان ستراتېژيک موقيت، طبعي ځېرمې او زمونږ بدبختي

نه پوهيږم چې د افغانستان ارزښتناک او ستراتيژيک موقيت مونږ ته تر اوسه پورې څه ګټه رسولې د همدې ستراتيژيک موقيت لپاره چې زما په ياد دي نو همدا مونږ قرباني کيږو منم چې هېواد مو د جغرافيوي موقيت په لحاظ ډېر ارزښت لري او د ډېرو اسيايي هېوادونو تر منځ په سياسي،اقتصادي ،سوداګريزو او کلتوري چارو کې ډېر مهم رول لوبوي خو افسوس چې په دې ارزښتناکه موقيت کې هر کار د بل چا لپاره او يا هم د بل په اشاره سر ته رسيږي هر کار د سرکار د خوشالولو په خاطر ترسره کيږي خو قرباني يې همدا مونږ خوار و زار غريب او درپه در خلک يو دا موقيت نه صرف دا چې مخکې مې ورته

14.01.2013 20:42    |   روئيد همت بيا به افغانستان د ۱۹۹۲ کال د حالاتو شاهد وي ؟

د تير کال په پرتله اوسني کال کې د ۲۰۱۴ نه وروسته د افغانستان نه د امريکا او ناټو ځواکونو وتل د اکثرو خبرونو سر ټکي جوړوي

06.01.2013 11:32    |   روئيد همت تر څو پورې به داسې يو؟؟؟

په هر لور داسې خبره اورم چې ټوله ورځ راته په ذهن کې ځاله وکړي ټوله ورځ راته د ژوند روانې چارې ټکنۍ کړي خيال مې هره شېبه د همغې خبرې په مدار څرخي را څرخي ماغزه راته په درد کړي د نوي فکر او پرمختګ لپاره سوچ کول راته په تيغ ووهي

01.01.2013 13:15    |   روئيد همت زمونږ د هيواد شهزاده

څو ورځې مخکې د افغانستان مشرانو جرګې ته يو شخص رابلل شوی و کله چې د جرګې تالار ته راننوت نو داسې مغرور او متکبر را روان و چې تا به ويل ګنې په افغانستان کې انګرېزانو او روسانو ته د ماتې ورکړې وي د نوموړي شخص نوم واخيستل شو او مونږ چې دغه غونډه د تلويزيون له لارې ليده نو پوه شو چې ښاغلی مصطفی ظاهر نوميږي او د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر دی ما مخکې هم د نوموړي نوم اورېدلی و خو څېره مې ورته په لومړي ځل وليدله زړه کې مې ويل چې دا دی د يو بل چارواکي په ليدو خو مشرف شوم، ښاغلی مصطفی ظاهر جرګې ته په دې موخه راغوښتل شوی و چې په خپله دنده کې يې چې څومره تمه کېده هومره پاملرنه او پرمختګ نه دی کړی، په غالب ګومان کوم هېواد کې چې د کومې ادارې

27.12.2012 13:55    |   روئيد همت اوس به نو له چا څخه پوښتنه وکړم ؟

کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني له منځه لاړه او په هيواد کې انتقالي او موقته دوره پيل شوه نو وار په وار به راته نوې، نوې پوښتنې راولاړېدې کله، کله به مې فکر کاوه چې په نوي حکومت سره به که خدای کول هر راز سختۍ په سيند لاهو شي، د رڼاګانو او ښکلاګانو منظرې به هر طرف، ويرجنې سيمې په خپلې غيږه کې راونغاړي وحشت ته به د پای ټکی کېښودل شي د جابريت بوټی به له بېخه څخه را واېستل شي د ترږميو او ساندو مټې به د مينې ،ورورولۍ او يووالي په تېره توره پرې شي، بيا به هيڅکله د تېر په څير نه جبرانېدونکې پېښې تر سترګو نه شي، بيا په هيڅکله څوک له کوره نه وېستل کيږي او د مور او پلار په مخکښې به په بې رحمۍ سره نه وژل کيږي، بيا به نو هيڅکله زمونږ کنډواله شوی،لوټ شوی، او ټپي، ټپي شوی هيواد د بدبختيو شاهد نه وي بس خو ټوله به مينه ،مينه او مينه وي.

16.10.2012 16:58    |   روئيد همت غزل

هوش،حواس،فکر او خيال مې ميخانه کې بنديوان کړل د غه څو شيبې زړګيه څومره ښکلې زندګي ده

20.05.2012 13:19    |   روئيد همت غزل

راوړې يې هر ځل څښم يې هر ځل توبه هر ځل کاږم ساقي توبې پسې توبه شوه توبه پاتې نه ده