د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشال مزاروال

18.12.2016 15:50    |   خوشال مزاروال لنډه کیسه انځورونه او یادونه

چې کال هم زوړ شي، نو رنګ یې زیړ زبیښلی وتښتي. د خزان بادونو بده ورځ نښلولې. د ونو ژیړو پاڼو توره ځمکه ژیړه اړولې ده. لمر هم په سهار کې زېړې وړانګې خورې کړي دي. بوډا چې بونډۍ ږیره یې ده، او د اټکل له مخې د خپل عمر په تناسب بې وخته زوړ او کړوپ برېښي ، په کړوپه ملا را نږدې کیږي. له لرې یې په هغه اوږدې څوکۍ چې زه پرې ناست یم، سترګې ګنډلي. سګرټ یې په لاس کې دی. ګوتې یې سګرټو زېړې کړي دي.. لمړی په برندو راته ګوري. بیا څنګ په څنګ راسره کیني. خو زه ترې مخ اړوم. بیا بې واره د سګرټ نه لوګي باسي. د سګرټ لوګي یې په نمجنه او صافه هوا کې کړۍ کړۍ لاره جوړوي. لږه شیبه وروسته بېرته پاڅیږي. خپله لاره نیسي. یو وار بیا شاته ګوري او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې له سترګو پنا کیږي.

15.12.2016 11:30    |   خوشال مزاروال د خوشال مزاروال او شاه رحمن ځواک د کتابونو د مخکتنې غونډې رپوټ

پلاني تی (ته يې ) ور کړئ چې نس يې لوی دی. دا په میدان کې د ښځینه سندرو یو سر دی، چې اکثر په ودونو او کله په نورو خوښیو او مېلو کې ویل کېږي.

04.11.2016 10:56    |   خوشال مزاروال خلکو توبې وېستې

نوم یې ګل لښته و. خو چا دومره په خپل نوم نه یادوله. د چم مشرانو به ورته د کونډې غږ کاوه. خو بیا ځوانانو او پېغلو به د کونډې سره د ترور کلیمه غبرګوله. ګل لښتې ته د کونډې نوم هغه وخت خپل برخلیک ور په برخه کړ، چې کله یې خاوند ګل خان په ځوانه ځوانۍ کې ومړ. ګل خان چې لنډه ونه، غوښن ارت ولي، ډک صورت، توره لنډه بونډۍ ږیره، نرۍ برېتې، له خندا ډکه خوله درلوده، تل به یې تیله داره ټوپۍ په سر وه.....