د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خان ولي کامران

21.12.2016 21:15    |   خان ولي کامران ماشوق سلطان د کابل پر ارمان لاړه

غالبا په دوه زره څلورم میلادي کال کې د خپلو دوه تنو خوږو ملګرو هریو داود عربزی او عطامحمد هیله من په ملتیا په حقه روژه کې پېښور ته لاړم ترڅو هلته د صبح بخیر او ماښام پخیر راډیو لپاره د مېشتو ښځینه او نارینه هنرمندانو سره د کوچني اختر لپاره مرکي او په زړه پورې اختریز پروګرامونه جوړ کړم.

13.07.2016 09:21    |   خان ولي کامران د ولسمشر سلاکاران

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا هرڅه سرچپه روان دي د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې خو د سلاکارانو او مشاورینو شمېر دومره زیات شو چې د ارګ سربېره په ټول هېواد کې هرې ادارې په لسګونو سلاکاران او مشاورین درلودل

11.05.2016 09:04    |   خان ولي کامران لواسا (دهند یونلیک)

لواسا د هند د مهاراشترا (Maharashtra) ایالت د پونا او ممبیې ښارونو په منځ کې د بحر څخه په درې زره فټه لوړوالي کې د دنګو غرونو په غیږ کې چې په شنو ونو پوښلي دي موقیعت لري

26.04.2016 09:02    |   خان ولي کامران ویسټ انډیز (غرب الهند)

د ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلې د غړو نومونه هغه مهال زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د خلکو زړونه وګټل چې د افغان کرکټ له لوبډلې څخه یې په هند کې د کرکټ د نړیوالو شل اوریزو سیالیو پرمهال ماتي وخوړه

07.01.2016 10:39    |   خان ولي کامران د مینې او سولي ښار د ګړنګ پر غاړه

هماغه ښار او ولایت چې یو وخت یې خلکو ته یې رڼاګانې ویشلي، خلکو ته یې د هوسا ژوند زمینه برابروله، په شنو ونو او چنارونو کې د مرغیو شور یې د سولي او مینې داستازیتوب بیلګي وي او هم یې دهېواد لپاره یې سوله تامینوله اوس مهال د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی

23.09.2015 09:02    |   خان ولي کامران خلک مړه کلتورونه ژوندي کوي خو موږ ژوندی مړ کوو.

په هېواد کې د پېژندپاڼۍ (تذکرې) پر سر اوسنیو ناندریو زیات خلک اندېښمن کړي دي ځکه له یوې خوا په هېواد کې د روانو ناامنيو چې د طالب، داعش ،نړیوال ایتلاف او افغان دولت لخوا رامنځ ته شوې دي خلک ترپوزو راویستي اوله بلې خوا د ځوانانو بې کاري هم څوبرابره زیاته شوې چې خلک خپلو اولادونو پلورلو ته اړ شوې دي

23.06.2015 09:30    |   خان ولي کامران موازي حکومت او موازي مخالفتونه

د افغان طالبانو له لورې د اسلامي دولت ( داعش) مشر ته په یو لیږل شوې لیک کې غوښتنه شوې چې د طالبانو تحریک ترڅنګ د داعش په نوم له موازي حرکت څخه ډډه وکړي ترڅو د طالبانو لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ نشي خو د لیک په متن کې له ورایه ښکاري چې د داعش راتګ د افغان طالبانو د زوال په مانا دي .

19.05.2015 09:00    |   خان ولي کامران د وزیرانو سل ورځني پلان

د افغان کابیني وزیرانو که خپل دغه سل ورځني پلانونه د یادو تحلیلونو پر بنسټ جوړ کړي وي نو دغه کار هم وزیرانو سره د کارونو او پروژو په تطبیق کې مرسته کوي او هم د ارزوني له ټیم سره ځکه د اروزنې ټیم کولای شي د وزیرانو د جوړ شوو پلانونو ارزونه په اسانۍ او په کم وخت کې ترسره کړي.

21.04.2015 22:49    |   خان ولي کامران ننګرهار د خونړۍ پېښي تر شا د چالاسونه دي؟

د هېواد په تېرو رژیمونو او د تېر تاریخ په اوږدو کې به هیڅ معلومه نکړي چې په دومره سپین سترګۍ بهرنۍ جاسوسي شبکي د هېواد اتباع د خپل هېواد د ورانولو په موخه په ډېرۍ سپین سترګۍ او په ښکاره توګه کار کوي.

22.02.2015 12:31    |   خان ولي کامران وزیران په کومو معیارونو ټاکل کېږي؟

و شمېر داسي کسان د کابیني د وزیرانو په توګه وړاندي شول چې هغوي په خپلو ورکړل شوو مسولیتونو کې نه ټېټي، نه منځنۍ او نه هم لوړې زده کړې لرلي ، نه یې یوه ورځ کارې تجربه او نه یې هم خپلو خلکو او هېواد ته رښتينې ژمنتیا لرله

20.02.2015 17:57    |   خان ولي کامران د افغانستان کرکټ د زوال په لور

د کرکټ بورډ اوسني مشر ښاغلی نسیم الله دانش او اجرایيوی ریس ښاغلی شفیق ستانکزی لومړی تیروتنه په استرلیا کې د نړیوالو جام سیالیو پرمهال دا وکړه چې د کرکټ د نړیوالو لوبو د پرانیستو پرمهال د هېواد ښه استازیتوب ونشو کړای .

18.01.2015 11:26    |   خان ولي کامران داعش د افغان وژنې بله پروژه

د داعش په نوم وسلوال خوځښتونه زموږ هېواد ته یو ځل بیا د افغان وژني زیري را کوي چې افغان دولت او نړیوال میشت ځواکونه به مو ددوی په نوم او دوی به مو د دولت په نوم له منځه وړي خو په عمل کې به د یو قوم (پښتون) وژنه وي چې د پردیو موخه ده

21.12.2014 11:19    |   خان ولي کامران د دانګام تر شا پټ لاسونه

زموږ یو بل ملګری چې تازه د پېښور له ښار څخه راستون شوې وویل چې په پېښور کې د دوی په ګاونډ کې فوځی ښوونځي یو تن وژل شوې ماشوم کور وه چې دوی یې جنازه ته ورغلی ول چې یو ساعت وروسته یې پلار یې چې یو فوځی افسر وو او په دانګام جګړه کې وژل شوې وو هم راوړه نو دوی هم دا کوي او هم هغه.

10.09.2014 16:38    |   خان ولي کامران د کابل امنیی قوماندان دې له دندي ګوښه او محکمه شي؟

په پلازمیني کابل کې د غونډې پرمهال او په ښار کې د ګرځیدو پرمهال د مسعود د خواخوږو له خوا د لویې جرګي په کیږدۍ کې د جهادي رهبر او سپین ږیري مجددي توهین وکړ، د ولسمشر کرزي توهین وکړ، په خیر خانه کې یو تن هلک په ډزو وواژه، د پښتونستان په واټ کې د پښتونستان لوحي ماتي کړي

06.09.2014 12:36    |   خان ولي کامران د مینې ښار په ( نظامي ښار) بدل شوې

د ننګرهار له زیاترو ولسوالیو څخه زیاترو خلکو د خپل مال، سر او عزت د خوندیتوب لپاره ښار ته مخه کړه خو اوسمهال په ښار کې هم ورځ تر بلي امنیتي ستونزي ډېريږي چې د خلکو ژوند یې ستونزمن کړي دي.

01.09.2014 16:30    |   خان ولي کامران په ویلز کې بسم الله خان استازیتوب نشي کولای ؟

په ویلز کې د ناټو سرمشریزه د معنوي او مادي ارزښتونو له پلوه خورا ارزښتنمنه ده چې د ناټو غړو هېوادونو د استازو سربېره د نړۍ د زبرځواکوهېوادونو مشران هم پکې ګډون کوي نو په دغسي لویه غونډه کې د بسم الله خان ګډون نشي کولاي د نړیوالو پام د ځان په لوري جذب کړي

12.08.2014 12:29    |   خان ولي کامران نړیوال خوراکي سازمان څنګه جوړ شو؟

نړیوال خوراکي سازمان د ملګرو ملتونو له هغو بشري مرستو له پروګرامونو څخه دی چې په نړۍ کې د لوږي پر ضد په بحراني حالاتو کې په دوامداره توګه مبارزه کوي.

18.06.2014 08:42    |   خان ولي کامران عبدالله او قانوني ناسم قضاوت د دویم پړاو ټاکنو په اړه

سید حفیظ الله وایی ماورته شرط کېښود که غواړي د خپل پلار په جایداد او مال کې د برخي څښتنه شي نو راځه په رایه کې برخه واخله او که دې څېزونو څخه لاس په سر کېږي نو بیا دي خوښه خپله نو هماغه وو چې کوچني ماشومان يې پرېښود او په رایه ورکولو کې له ماسره په ټاکنو کې ګدون وکړ

17.06.2014 09:18    |   خان ولي کامران د همپالني ټیم غورځي پرځي

د همپالني ټیم غړي او مشر سربېره په حکومت کې دننه او بهر زورور جنګسالاران غواړي چې په لوی لاس د افغانانو دغه بریا تر سوال لاندې راولي او بیلابیلی دسیسی ددغه ملي بهیر د بدنامولو لپاره په کار اچوي

27.05.2014 09:05    |   خان ولي کامران عبدالله عبدالله په پټو سترګو معاهدي لاسلیکوي

عبدالله عبدالله تل په افغانستان کې د داسی نظامونو ننګه کړی چې هغه ددې پر ځای چې افغانستان د یوالی خواته بوځي بلکی د ټوټه کیدو خواته وړي نو همدا اوس هم دده د ټاکنیزو مبارزو پرمهال خپله دې او پلویان یې داسی خبری کوي چې افغانستان د بربادۍ خواته په لوی لاس ټیل وهي

08.04.2014 08:50    |   خان ولي کامران د مسلیمیار په اړه یو سپیناوې

زه له ښاغلی مسلیمیار صیب سره له تیرو لسو کلونو راهیسی ناسته پاسته لرم کله چې نوموړی په ننګرهار کې د ولایتی شورا ریس و نو زما په څیر یې له ګڼو نورو ژونالیستانو او فرهنګیانو ورونو سره له ډېری نږدی اړیکی درلودی او که هره ورځ نه وه نو په اونۍ کې به یو ځل حتما یو مجلس درلوده چې د ننګرهار د بهبود او د خلکو د خدمت په اړه به سلامشوري به یې له موږ سره شریکولی

27.02.2014 09:39    |   خان ولي کامران دوزخ دروازه ( Hells gate):

د نېواشا په ښار کې د دوزخ دروازې په نامه یو ملي پارک دی چې د ګڼو داخلي او بهرنیو سیالانیانو پاملرنه یې د نوم په اوریدو سره جلب کړي ده

24.02.2014 16:59    |   خان ولي کامران د افغانستان سیاسي وضیعت او راتلوونکي

که څه هم افغانستان اوس مهال له تاریخي پړاونو تېرېږي خو د برحال حکومت اوسني سیاسي وضیعت زما په څېر له ګڼو نورو خلکو سره هم د راتلوونکې په اړه ګنې اندېښنې را پورته کړي دي

20.02.2014 09:53    |   خان ولي کامران د امریکا متحده ایالاتو د حکومتدارۍ سیستم

د امریکا متحده ایالاتو په ۱۷۷۶ میلادي کال د جولاۍ په څلورمه نېټه چې کله د لویې برتانیا څخه خپله ازادۍ ترلاسه کړه نو خلکو یې کوښښ او هڅه پیل کړه ترڅو په هېواد کې یو اساسي تشکل رامنځ ته کړي چې په هغه کې د خلکو د ژوند کولو حق، ازادی اوخوشالي اوسي.

18.11.2013 14:28    |   خان ولي کامران شخصي وسلوال

که څه هم په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې په شخصي جامو کې وسلوال زیات د خلکو تر سترګو کېږي خو د ننګرهار ولایت په ولسواليو او د جلال اباد په ښار کې زیات شخصي وسلوال لیدل کېږي چې ګڼو خلکو ته یې امنیتي ستونزې را ولاړي کړي دي.