د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

توریالی ملیار

16.01.2017 11:39    |   توریالی ملیار حاجي شاتوت کاپر دی!! / طنز

همدا نن شپه مې خوب لیده چې حاجي شاتوت له کوپارو سره شراب خوړل، ګډېده او مست شوی و، بیا مې چې کتل ماته بوڅ بوڅ کېده نیت یې را ته شوم مالوم شو او بیا د کاپر بچي جنسي تیري ته ملا وتړله ما چې هر څو ځان ترې شېله کاوه پرې یې نه ښودم، مګر ما هم پرې ټوپک ور واخیست خو بس ټوپک دووسي وکړه د ‌ډز پر ځای یې ټس وخوت او بچ پاتې شو.

07.01.2017 11:59    |   توریالی ملیار والي صاحب له نښترو سره په جنګ کې اتل شو!!

والي صاحب وې زه یې چپه کوم قوماندان صاحب وې زه یې چپه کوم، خبره پټکو ته ولاړه، سابقه دارۍ ته وغزېده، زور ته اوچته شوه او ځواکمنتیا ته مشروطه شوه، دواړو مټې بډوهلې او له دنګو نښترو سره غیږو ته يې ودانګل، خلک حیران و چې دا دنګ نښتر وګوره او د والي صاحب او قوماندان صاحب غېږې، تر یوه ونه قوماندان صاحب غېږه تاو کړه تر بلې والي صاحب،

20.12.2016 09:56    |   توریالی ملیار د معاون صاحب خود مختار پرتوګ

وختونه تېرېدل، ورو ورو پرتوګ ورکې تنګ شو کوناټي یې و پړسېدل او نور نو پرتاګه کې نه ځایېدل بس له هغه سره هم زړه تنګی شو، یوه ورځ یې دباندې چکر واهه چې یو پکولی مخې ته ورغی وې زه مبارز یم، وطن ساتم او قهرمان یم، پرتوګ ته یې ښکته پورته وکتل وې هر څه کې پام، بدلون او نوښت خوند کوي دا پرتوګ له تا سره نه ښايي ریتې پيتې دی

14.12.2016 12:02    |   توریالی ملیار والي صاحب ولي دی مړ نه دی!! طنز

د والي صاحب دسمال ګل جنازه چې پخوا د دغه ولایت د مقام سترې څوکۍ ته سپارل شوې او فاتحه یې هم ځای پر ځای همدلته د دولتي چارواکو له خوا اخیستل شوې، دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې که څوک غواړي د والي صاحب د مبارک جسد دیدن وکړي نو د دغه کار لپاره دې د ولایت مرکز کې د مرکزي ادارې مرکزي کوټې ته تشریف یوسي او خپل احساسات دې له دغه مییت سره شریک کړي،

10.12.2016 09:45    |   توریالی ملیار کابل کې خو مالونه دي مزې کوه!!

بیا پسې ور روان شوم خو څو چې پسې رسېدم اباسین ځدران ته رسیدلې وه ما وې ځه چې ور وخته هلته به بیا خبره ورسره وکړم خو دا د کاپر لورو همداسې مخامخ روانه وه بیا مې ګامونه چټک کړل ترې تېر شوم او بېرته یې مخې ته را وګرځېدم چې ور ورسېدم زړه مې را غونډ کړ او ورته کړل مې اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته، د زړه درزی مې څو چنده شو نفس مې ودرید ځواب ته منتظر وم چې ګورم نجلۍ له ما یوه نېزه وړاندې ګامونه ولي، په ولا که خبره شوي هم وي چې ما سلام دې ته اچولی که بل چا ته.

06.12.2016 11:31    |   توریالی ملیار ارګ کې پېریان دي

ولسمشره! ما روژه ونیوه، نفلونه مې کړل، دوعاګانې مې زمزمه کړي، استخارې مې وکړې او نتیجه یې داوه چې ارګ ټول پيریانو نیولی او پيریان هم څو ډلې دي یوه ډله یې پټ دي چاته ځان نه ښکاروي ستا (هو) دوی (نه) کوي او ستا (نه) دوی (هو) کوي فرمان د سم دم سړی ورکړې مګر راشي یو بل څوک او هغه بل څوک تاته انسان ښکاري خو حقیقت کې هغه پيری وي او داسې کلک سری اتشي پيری چې د چا به شک هم پرې رانشي چې پيری دی.

30.11.2016 11:29    |   توریالی ملیار د ارګ بازار

تر دروازې چې را بهر شوم یو بازار مخې ته راغی د بازار کوڅې ټولې د ولسمشرۍ ماڼۍ دروازې ته ورماتې وې دغه بازار ما کله نه و لیدلی پوښتنه مې وکړه بازار د چا دی، ټولو را ته ویل سرکاري دی، د ارګ دی او دلته هر څه پیدا کېږي، بولۍ کېږي، خرڅېږي، اخیستل کیږي او تبادله کېږي،

27.11.2016 13:43    |   توریالی ملیار اور لړوني احساسات

ه اسراییلو کې اور لګېدنې ځينې دومره خوښ او احساساتي کړي چې د احساساتو لمبو یې د فیسبوک مخ سره لمبه کړی ټولنیزو شبکو کې ګڼ کسان په شکر او الحمدلله نه ستړي کیږي او د احساساتو لمبې یې د اسراییلو تر اور تېزې هوا ته پورته کېږي، دغه احساسات ولې دومره له چتې وتلي او د اسراییلو تر اور ګرم دي، ځکه چې موږ له فلسطین سره خواخوږي لرو خو د خواخوږۍ حد نه پېژنو موږ له اسراییلو سره د فلسطین پر سر دوښمني لرو خو د دوښمنۍ حد هم راڅخه ورک دی

15.11.2016 15:04    |   توریالی ملیار رېښتینې خدمتګاره

کارلا شیفټر (Karla Schefter) هغه آلمانۍ ده چې ژوند یې آلمان کې نه بلکې افغانستان کې د خلکو خدمت ته وقف کړی او د وردګو په چک کې د یوه سلامت روغتون مالي او اداري چارې پر مخ بیايي، شیفټر چې کله چک ته را غله هغه مهال افغانستان کې تنظیمونو یو له بل سره غېږې نیولې وې، روسان ګوډ او مات خپلو هېوادونو ته کوچیدلي وو او ډاکتر نجیب سوله اعلان کړې وه.

05.11.2016 13:10    |   توریالی ملیار ˮ نعمته “ الله دې مل شه!!

نعمت له چا سره دښمني نه لرله خو د نعمت دښمنان ډېر و ځکه دلته د پوهې، علم، پرمختګ، هوساینې، خوښۍ او خوشاله ژوند دښمنان بې شمېره دي، ګورئ څنګه یې په ویاړ له ګوتو د پوهې قلم وغوځاوه، څنګه یې یوه خوشالي په ویر واړوله، څنګه یې یوه موسکا په غم بدله کړه او د ژوند د شور یوه بله ډېوه یې دخاموشۍ په څپه کې څنګه ابدي لادرکه کړه.

03.09.2016 11:05    |   توریالی ملیار وزیر صاحب د رشوت صدقې ساتلی!! طنز

وزیر خو له خپل رشوته زکات وباسي صدقه او خیرات ورکوي او صدقه رد بلا ده یعني لویان په لویو رشوتونو د صدقې په برکت له بلاوو ساتل کیږي چې بندیخانه ورته تر ټولو ستره بلا ده مګر دوی یې په برکت ترې په امان کې وي، د جومات د امام دوعا خو یې مفته نصیب نه وي، ملا صاحب هم په خپل حق سپاري. پولیس به له سلو- شپږو سوو څو صدقه کړي؟ او بله دا چې پولیس د هوا مرغه دی که دې پرېښود تښتي بیا نو هواته پسې څوک الوتلی شي.

16.08.2016 19:40    |   توریالی ملیار د کتاب پر پاڼو مالیه زما ابتکار دی/ طنز

کتاب پلورونکي، کتاب اخیستنونکي، کتاب لیکونکي، کتاب ژباړونکي او همدا ډول د کتاب کتونکي کمپوزران، چاپوونکی او... ټول مو د مالیې په دغه ډنډ کې سره وارخطا پسې اخیستي له خیره د ټولو له جیبونو به د دولت بودیجې ته پیسې داخلي او خزانه به وپنځیږي.

09.08.2016 21:26    |   توریالی ملیار چک برېښنا کوټ او په رغولو کې یې ستونزې

خو د ۱۳۹۵ د پسرلي له پیله کله چې د دغه برېښناکوټ د جوړلو خبرې تودې شوې هلته د نا امنۍ ګواښونه ډېر شوي، د ملي اردو پر عسکرو بریدونه، د ماینونو د چاودنو پېښې، د وسله والو له خوا خلکو ته خبرداري او د دوی د خوځښتونو ډېرېدل هغه څه دي چې د نا امنۍ او بې باورۍ فضا ته زمینه برابرولی شي او په دې کې د کورنیو چورسالارنو او پردیو لاسونو شتون دغه ګواښ لا پیاوړی کړی.

16.07.2016 10:54    |   توریالی ملیار نه شوقي، نه راشي نه مرتشي/ طنز

لکو ور منډه کړه ډریور یې ترې را کش کړ چې له موټره یې راښکته کړ په زګیرویو زګیرویو یې نجونې فاحشې او د دوزخ لایقې وبللې، وې دوی کله له دین خبرې دي، که یې دین پيژندلی ولې به په غیر شرعي جامو کې راوتلې او ولې به زما د توجه وړ ګرځيدلې ټوله ملامتلیا په همدوی ده،

03.07.2016 13:23    |   توریالی ملیار مفتي قندیل خان بارود/ طنز

مفتي کلونه انتظار و چې هلال او د تقدس په ملا نرۍ او کږه ښاپېرۍ وګوري- بیا خلکو ته ووايي چې روژې مو قبولې شوې درباندې اختر شو او وهئ یې، یو وخت داسې راغی چې د لیدلو چانس ډېر شو خو د هلال شرط دا وو چې سبا به مې خلاصه نه اعلانوې بیا مې لیدلی شې او که دې خلاصه اعلان کړم بیانو خلاصه یم مه راپسې ګرځه،

29.06.2016 09:54    |   توریالی ملیار ډاکتر شربت الله پیچکاري/ طنز

چې ورننوتم، اول مې ځان ور معرفي کړ ما وې مطبوعاتي یم، شاعر یم، لیکوال یم، ژورنالیست یم، خبر یال یم، ویاند یم، څيړونکی یم، ممثل یم، پروډيوسر یم، ډایرکټر یم، نرېټر یم، اډېټر یم او همداسې نور ټر ټر یم.

27.06.2016 09:47    |   توریالی ملیار نا محسوس تولیدات

افغانستان کې د امریکا له نظامي او سیاسي موجودیت راوروسته تمه وه چې دغه حضور به په پراخه کچه د مثبتو بدلونونو سبب شي خو افغان دولت لکه څنګه چې اړینه وه له دغې موکې ګټه پورته نه کړای شوی- په دغه یوه نیمه لسیزه کې له یوې خوا هېواد کې وخت او سیاست ښه مدیریت نه شو، له بله پلوه د اړتیاوو د اولویتونو له مخې د نړیوالو د مرستو چاڼ ونه وشو، پر ځای د دې چې پر خپلو پښو د افغانستان درېدلو لپاره بنسټیزې پروژې عملي شي د داسې نا محسوسو تولیداتو دروازې پرانیستل شوې چې یا خو یې منفي اغیز کړی او یا یې هم د مثبتو اغیزو څرک لا نه دی لګیدلی، پروپوزل لیکل شوی، اډېټ شوی، منل شوی، پروژّه اخیستل شوې، بشپړه شوې لکونه - میلیونونه ډالر لګېدلي خو د اغیز او ګټې څرک یې لا نه دی څرګند شوی.

26.06.2016 12:25    |   توریالی ملیار نام محسوس صادرات

نوی لوستی کول پر ځای د دې چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره خپله انرژي د خپل مسلک په ډګر کې ولګوي د پیسو او پروژو تر لاسه کولو لپاره په دې بوخت شوي چې په غره کې د کب نیولو فرضیې د ثبوت لپاره د ډالرو برخه خپله کړي مګر نه چا د نتیجې پوښتنه کړې او نه د فرضیې د ثبوت.

20.06.2016 09:32    |   توریالی ملیار ملا د حورې په خوب کې

د ملا او پېغلې د خوب د تعبیر توپير په دې کې و چې ملا د جنت په خوبونو لاهو او د حورې په زلفانو کې یې یوه بله خوا ټوپونه وهل مګر پېغله له مجازي نړۍ لیرې د خپل کار او دندې د بریا خوب په مخه کړې وه،

07.06.2016 11:37    |   توریالی ملیار ولسمشر متعصب او خاین دی!!

ولسمشر وترټئ، ویې ګواښئ، په تېږو یې وولئ، جاغې یې پرې وشلوئ، پرمخ یې په څپیړو ووهۍ، لاریونونه ورباندې را وباسئ او په ارګ ور پورته شئ، تاسې ته ازادۍ دا حق درکړئ تاسې ته همدغه ولسمشر دا حق درکړئ، تاسې ته مدني حقوقو دا واک درکړی او تاسې ته بشري حقونو دا اختیار درکړی نو مه ویریږئ هر هغه څه وکړئ چې کولی شئ!

05.06.2016 10:02    |   توریالی ملیار سلمان بند- د اوبومهارولو لومړی ګام

د ولسمشر اشرف غني په راتګ یو ځل بیا د اوبو مهارولو لپاره اراده پیاوړې شوه د داوود خان پر مهال د اوبو مهارولو سټراټيژي وڅېړل شوه، بدلونونه پکې راغلل او د یوې جدې کاري موضوع په ډول ورباندې په منظم ډول کار کیږي.

02.05.2016 09:16    |   توریالی ملیار د کلیمو او توریو بې ځایه کارول

(او قبلې ته مخ ګرځول د لمانځه له شرایطو نه دي) دغه جمله دوه مفهومه وړاندې کوي یو دا چې قبلې ته مخ ګرځول د لمانځه له شرایطو بلل کیږي او بل مفهوم یې دا دی چې قبلې ته مخ ګرځول په شرطونو کې نه بلل کیږي، نو لیکوال که دلته له (نه) کلیمې تېر شوی وای جمله به د مفهوم له اړخه سمه وه- البته ډېر وخت په لیکنو کې همدغه (نه) بې ځایه کارول دې ته ورته ستونزې پیدا کوي.

16.04.2016 10:03    |   توریالی ملیار خولې به کولپ شي/ طنز

په زرګونو هغو خولو ته به کولپونه واچول شي چې په نه خبره یې کومي شلولي او ټر په پر بدولي، د کولپ اچولو ټولواک کمسیون وايي د دوی حوصلې هغه وخت سر ته وختلې چې په وار وار اخطارونو دغو خولورو، د ارقامو خیال و نه ساته او هر وخت زموږ جیبونو ته یو ناچیز لویدلی رقم په ډک کلچ بدلوي، زموږ د جیبونو پیسې سره ضرب او جمع کوي او هغه څه ترې را وباسي چې موږ په ولا باالله که اخیستې وي.

09.04.2016 12:19    |   توریالی ملیار (نجلۍ) که (انجلۍ)

نجلۍ- انجلۍ، نږور- اینګور، سټيشن- استیشن، سټډیو- استدیو او.... هغه کلیمې دي چې په پښتو کې ورسره د (الف) زیاتوالی یوه تېروتنه ده

06.04.2016 11:03    |   توریالی ملیار پلنه دوسیه/ طنز

شپه مې په سړه هوا کې سبا کړه، سبا چې نهه بجې کېدلې نو له کوټې څخه وایستل شوم او یوه پولیس مخامخ د حوزې امر ته وروستلم- د حوزې امر دفتر ته چې ورسیدلم نو څو کسان نور هم عریضې په لاس یوه او بله خوا سره ناست او ولاړ وو، د دوی تر منځ یوه په زوره ناره کړه وې پیدا مې کړ.