د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امان الله ورین

14.12.2016 12:02    |   امان الله ورین کاروباري دوران(Business cycle)

کاروباري دوران چې معمولاُ د اقتصادی دوران ((Economic Cycle په نوم هم یادېږي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۴ میلادي کال کې د fried rich په نوم یو استرالیايي اقتصاد پوه له خوا په علمي ډول وڅېړل شو، چې د همدې څېړنې له امله ورته د نوبل جایزه هم ورکړل شوه.

24.05.2016 10:00    |   امان الله ورین د اقتصاد او تجارت اصطلاحات دویم وار چاپ شو

نوموړی کتاب چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد ښاغلي عبدالله "عادل" او ښاغلي امان الله "ورین" د کلونو کلونو زیار پایله ده او په پښتو ژبه د اقتصاد د علم لومړنۍ تشریحي قاموس ګڼل کېږي په لومړي ځل په ۴۴۲ مخونو کې چاپ شو چې د اقتصاد پوهنځي د محصلینو او د اقتصاد د علم مینه والو له تود هرکلي سره مخ شو نو د کتاب د اهمیت او اړتیا په پام کې نېولو سره د لوړو زده کړو وزارت وپتیله څو نوموړی کتاب په رسمي ډول چاپ او د هېواد دولتي پوهنتونونو ته یې د محصلینو د ستونزو د راکمولو په موخه ولیږي.

24.05.2016 09:59    |   امان الله ورین د ملي عاید پیژندنه

د هر هېواد وګړي د مختلفو اقتصادي کړنو لکه کرنه، سوداګري او یا هم خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي او پدې توګه وګړي د خپلو اقتصادي کړنو د ترسره کولو په وړاندې معاوضه ترلاسه کوي د بېلګې په توګه: بزګران د کرنیزو توکو، سوداګر د سوداګریزو توکو او د خدمتونو وړاندې کونکي (لکه ډاکټر، ښوونکی دولتي مامورین او نور) د خپلو خدمتونو په وړاندې معاوضه ترلاسه کوي نو پدې توګه د یو کال په اوږدو کې د هېواد ټول وګړي یوه مالومه اندازه عاید ترلاسه کوي نو پدې توګه دا ټول عواید چې د یو کال په اوږدو کې د هېواد د ټولو وګړو له لوري د خپلو اقتصادي کړنو په وړاندې ترلاسه کېږي د ملي عاید څخه عبارت دی.

06.03.2016 12:07    |   امان الله ورین د ویش (د عوایدو د ویش) معیارونه Distribution Standards

په اقتصاد کې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې د ټولنې د وګړو له لورې د ترلاسه شويو عوایدو د ویش څخه عبارت دی. دا پدې مانا چې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې چې کوم عواید ترلاسه کېږي هغه د وګړو ترمنځ د کوم معیار په پام کې نېولو سره وویشل شي.

28.02.2016 10:54    |   امان الله ورین وزګارتیا (unemployment) څه ته وايي؟....

د اقتصاد پوهانو له انده د تولید عوامل څلور دی چې عبارت دي له: ځمکه، کارګر، پانګه، تنظیم او یا اداره. خو ځیني اقتصاد پوهان بیا ګټه د تولید پنځم عامل په توګه په ګوته کوي او استدلال کوي چې که چیرې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې ګټه شتون ونلري نو کېدای شي چې کاروباري سکتور د توکو او خدمتونو له تولید څخه لاس په سر شي او پدې توګه ګټه د تولید پنځم عامل پېژندل کېږي.

28.09.2015 09:04    |   امان الله ورین د "اقتصادي اصطلاحات" په نوم کتاب چاپ شو

نوموړی کتاب چې په ۴۴۲ مخونو کې تازه له چاپه راوتلی او د چاپ چارې یې د کتاب خپروندویې ټولنې له لوري ترسره شوي دي د اقتصاد د علم له ۱۶۰۰ څخه ډېر اصطلاحات په برکې نیسي په پښتو ژبه د اقتصاد د علم لومړنۍ تشریحي قاموس ګڼل کېږي

28.01.2013 19:17    |   امان الله ورین د کورني تولید د ملاتړ لارې چارې

هر هېواد پدې هڅه کې دی څو له اقتصادي او سیاسي اړخه قوي اوسي او وګړي يې خوشاله او ارام ژوند ولري. دولتونه کوښښ کوي څو هېوادوالو ته امنيت، د کار زمېنه، د ښوونې او روزنې زمېنه، آرام ژوند او نورې اړینې آسانتياوي رامنځته کړي خو د پورتنيو موخو د ترلاسه کولو لپاره د نورو عواملو ترڅنګ يو قوي اقتصاد او د قوي اقتصاد لپاره قوي پاليسيو ته اړتيا ده چې يوه يې هم د کورني توليد څخه د ملاتړ پاليسي ده چې کورنی توليد د يو هېواد اقتصادي وده په ګوته کوي په هره اندازه چې کورنى توليد پراختيا مومي هېواد په هر اړخیز ډول پياوړى کيږي.

09.10.2012 12:15    |   امان الله ورین اقتصادي پرمختګ که وارداتي پرمختګ او صادراتې په شا تګ؟

په تېرو څه دپاسه لسو کلونو کې افغانستان ته د بيا ودانولو په نوم د نړۍ ګڼو هېوادونو په ځانګړي ډول د غربي هېوادونو لخوا په ميلياردونه ډالر راغلل او په مختلفو پروژو کې ترېنه په شکل د اشکالو ګټه واخېستل شوه.

02.09.2012 09:13    |   امان الله ورین د پانګوال اقتصادي نظام پیدایست ،بنسټونه، مزاياوې او عيبونه

د پانګوال اقتصادي نظام په اړه مختلفو اقتصاد پوهانو په مختلفو وختونو کې ډېرې څېړنې کړيدي او دا يوه خورا لويه موضوع ده او په داسې يوې کوچنۍ مقاله کې په پانګوال اقتصادي نظام هر اړخيزه څېړنه ناشونې ده خو مونږ به پدې مقاله کې د پانګوال اقتصادي نظام په پيدايښت، بنسټونو، مزاياو او په عيبونو په لنډ ډول سره بحث وکړو.

07.07.2012 21:20    |   امان الله ورین له بدبختيو سره تړلى ژوند

هر افغان د خپل هيواد او هېوادوالو سره د مينې لاپې وهي او له خبرو څخه يې داسې مالومېږي چي پر خپل هېواد او هېوادوالو باندې ځان او خپل ټول شته قربانوي او ورسره د زړه له تله مينه لري د قانون څخه د ملاتړ ناري وهي په خبرو کې ځانونه د قانون پوره ملاتړي معرفي کوي د قانون عملي کول فرض ګڼي او هغه څوک چي د قانون څخه سر غړونه کوي هغه مجرم او خاین بولي مانا دا چي هر افغان ځان د ګناهونو څخه داسې پاک معرفي کوي لکه همدا اوس چې يې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولي وي.

03.07.2012 12:08    |   امان الله ورین مونږ د افغانستان سره څه وکړل؟ او څه کولاى شو؟

افغانستان تېرو څه د پاسه دريو لسيزو جنګ،وژنې، غلا، چورچپاول، ژبني تعصب، سمت پرستۍ.... ډېر سخت ځپلى دى د سردار داوود خان د شهادت سره سم په هېواد کې جنګ، نسل وژنه، غلاوې، ټوپک واکي، تعصب، فساد او نورې ناوړو پدېدو لړۍ شروع شوه او ښکېلو خواوو تر خپل وسه هغه څه وکړل چې غوښتل يې او تر وسه يې پوره وو په ميليونونو وګړي ووژل شول او په ميليونونو وګړي معيوب، يتيم، بې سرنوشته او د هېواد څخه مهاجر شول د هېواد اقتصادي بنسټونه له منځه ولاړل په هېواد کې هره زره موجوده اوسپنه او نور قېمتې