مقالې


نوې وګړشمېرنه، پړاوونه او ستونزې (دوهمه برخه)

وګړ شمېرنه او دیموګرافی د نفوسو احصاییوی مطالعه ده، چې د نفوسو کمی او کیفی مشخصات را ښیي او د وګړو په ژوند کی دینامیزم او بدلونونه را ته څرګندوي. نه یواځې دولت اود هیواد دننه ادارو ته بلکې، د ملګرو ملتونو ټولو موسساتو او په تېره د نفوسو نړیوال صندوق ته هم ضرور ده. په همدې خاطر دغه صندوق دې برخه کې مرسته کوي او د یوې پروژې په توګه یې تمویل او فنډ یې په غاړه اخلي، یعنې دکار دا ساحه او لګښتونه یې بشری مرستې ندي چې کله پوره وي او کله نه، بلکې د صندوق بودجه ده. په لومړنۍ بشپړه وګړشمیرنه کې دهیواد

08.08.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

اگر، بديع الزمان بن إسماعيل الجزري، نمی بود، امروز جهان، ربات و هوش مصنوعی را نمی شناخت

اگر امروز جهان به خود می بالد که تکنولوژی و فن آوری ربات یا انسان مصنوعی را، اختراع نموده است و بشریت در آستانه گام گذاشتن در عصری که آن را ( عصر ربات ها) نامیدند، قرار دارد. دانشمندان اسلامی ما می گویند که آغاز ربات سازی، از تمدن اسلامی ما نشئت نموده است. یکی از این دانشمندان و مخترعین، بدیع الزمان بن إسماعیل الجزری، بود. بديع الزمان بن إسماعيل الجزري، کیست؟ او، ریاضی دان، مخترع، صنعت گر، مهندس مکانیک، مخترع ربات و... از آل ارتق، عصر خلافت عباسی بود که در حدود

07.08.2023 عبدالخالق صارم

افغانستان باندي د اقلیمي بدلون اغیزي

د ډیرو کلونو په اوږدو کې د یو ځاي د آب هوا د وضیعت وسطي(منځني) کچي ته اقلیم ویل کیږي . د آب و هوا د همدغه منځنی کچي د وضیعت بدلون اقلیمي بدلون بلل کیږي. او یا هم د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د تعریف له مخي د انساني مستقیم او غیرمستقیم فعالیتونو له امله د آب و هوا تغیر ته اقلیمی بدلون ویل کیږي. د اقلیم چټک بدلون چې موږ یې اوس شاهدان یو د کورونو، فابریکو او ترانسپورت لپاره د تیلو، ګازو او ډبرو سکرو د بي حده کارولو له امله رامنځته شوی. کله چې دغه فوسیل سونګ سوزیږي، دوی د شنو خونو ګازونه په

07.08.2023 عبدالسمیع واحدي

د نوې وګړشمېرنې اړتیا او ستونزې (بشپړه سرشمیرنه څه ده؟)

د احصائیې د مرکزی ادارې ویاند ویلي چې په پام کې ده ۳۱میاشتو کې د ۱۲۰-۱۵۰میلیون ډالرو په لګښت دافغانستان بشپړه وګړشمېرنه/سرشمیرنه (سرشماری کامل) اجرا کړی. دلته به په څوبرخو کې وګړشمیرنه او دهغی ضرورت، طرز او شرایط لنډو وګورو: د نفوسو بشپړه شمیرنه ( census)د يوه هېواد يا يوې سيمې د ټولو وګړو په ديموګرافيکي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې په يوه ټاکلي وخت کې د ارقامو او اعدادو راټولول، تصنيف، ارزيابي، تجزيه او تحليل کول او بيا د هغو خپرول او د اړوندو مراجعو په واک کې ورکول دي . دا د د يموګرافيکي

07.08.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

د بدګمانۍ تعريف، حکم، اسباب او تاوانونه:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري بدګماني هغه بد عمل دی چي د انسانانو تر مينځ د ډېرو ستونزو سبب او لامل جوړيږي او د ډېرو انسانانو پر انفرادي او اجتماعي ژوند باندي منفي اغيزه لري. ددې ترڅنګ چي بدګماني لويه ګناه ده، په قرآن، حدیث او اجماع باندي حرامه ده لوی بشري جرم هم دی ځکه د بدګمانۍ تاوان هم بدګمانه انسان ته او هم مقابل لوري ته رسيږي.   بدګماني څه شي ته وايي:  امام ماوردي رحمه الله ف

04.08.2023 عبدالله متین

په افغانستان کې د توکو او اسعارو د نرخونو ثبات

  ماشاءالله ‏نړیوال بانک په خپل میاشتني اقتصادي راپور کې ویلي، چې ‎#افغانستان روان کال په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي. په دې راپور کې ویل شوي؛ په تېرو دوو میاشتو کې کلنی تورم منفي و او افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.  دا انکشاف او برياليتوب دې افغان اولس او زموږ ديني-ملي-اولسي زعامت (د ااا) ته مبارک وي .  اوس پوښتنه داده چې سره له دومره دسيسو او ستونزو( د افغانستان د ملي ذخايرو کنګل کول، ظالمانه تحريمونه ، د ااا په رسميت نه پېژندنه ، په

04.08.2023 هيښ ويښ

یو ناورین چې چاره یې باید وشي (د ځوانانو د ناخوالو دوام)

په دې وروستیو کې د هیواد له بیلابیلو سیمو د نیول کیدو او وژنو خبرونه خپریږي، د کورنیو سرچینو برعلاوه؛ یوناما او نورو سرچینو هم په افغانستان کې د انسانی تلفاتو دشمېر په اړه بیلابیل راپورونه نشر کړل. دا ډول خبرونه د دې لامل کیږي چې ځوانان خپل کلي او کورونه پریږدي او په ډیرو سختو لارو بهر ته د مهاجرت ملاوتړي. د مرموزو قتلونو او کسات اخیستو ناوړه پېښې د پښتنو په سیمو کې ډېرې دي. د دې لامل د سیاسی انګیزو ترڅنګ؛ ناوړه عنعنه هم ده. پښتانه یو عجیبه غوندې نا معقوله مقوله لری: "دښمن ته دی خدای بی ت

04.08.2023 دودیال

اسمان، فلک

یو دوست را ته لیکلي چې په شعر کې ولې اسمان او فلک کاروي. د هغه په نظر اسمان یا فلک ګنې خدای دی. ریښتیا هم ځینې خلک په لیکنو کې د اسمان، فلک، افاق، ګردون یا د هسک کلمو په کارولو او فهم کې ستونزه لري. ځینې بیا دا کلمې د خدای په معنی تعبیروي. ځینې نور بیا زړه نا زړه دي، کله يي د خدای او کله يي د پنځ شوي پتوګه کاروي. په قران کریم کې افاق، فلک او افلاک (چې د فلک جمع ده) او عبري کلمې دي، هیڅکله د خدای د مترادف (Synonym) پتوګه نه دي کارېدلې، بلکه د بڼې له مخې د پنځېدلو په توګه کارول شوي دي. هسک،

03.08.2023 سرلوڅ مرادزی

چرا سکولار ها، تپه های از آشغالی را در جاده های کشور، از خود به یادگار گذاشته فرار نمودند؟

همیشه از خود می پرسیدم که چرا سکولار های جهل زده محلی ما، با نظافت و طهارت و پاکی، چندان سر سازش ندارند و بعد ازینکه فرار نمودند، یکی از هزاران مصیبت که از خود به یادگار گذاشتند، تپه های از آشغالی و جاده های ویران و پر از فاضلاب و مردار آب ها بود. اما هنگامیکه تاریخ اجداد و نیاکان این آفت زده ها را مطالعه نمودم، درک نمودم که این دلبستگی به نجاست و کثافت، میراث اجداد و نیاکان این شرف باختگان بوده است. بیایید باهم تاریخ آلوده اجداد این سکولار ها را باهم ورق بزنیم. الف -

02.08.2023 عبدالخالق صارم

څلورم صنعتی انقلاب

نو ی تعلیم، ریل پټلۍ ، څلورم صنعتی انقلاب او افغانستان دا دی څلورم انقلاب یا(Fourth Industrial Revolution/4IR )له نورو انقلابونو سره په توپی؛ د پوهې ، ذکاوت او نوښتونو له لارې رامنځته شو. یوویشتمه پیړۍ کې هیوادونه څلورم صنعتي انقلاب ته چمتو شول. د۲۰۲۲م. کال د اګست پر اوولسمه په دې اړه داسې وویل شول: Industry 4.0/ Fourth Industrial Revolution or 4IR—is the next phase in the digitization of the manufacturing sector, driven by disruptive trends including the rise of data and connect

01.08.2023 دودیال

د پې ټې اېم اروپا کنفرانس

په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټاکنو کمیسیون لخوا د اروپا په مختلفو هیوادونو کې د رڼو ټاکنو وروسته پې ټې اېم په اروپا کي د لا منظم کیدلو لپاره د سپټمبر په لومړي او دویمه نېټه د جرمني په کولن ښار کې دوه ورځنی کنفرانس کوي.په دې کنفرانس کې د پې ټې اېم اروپا د تنظېمې جوړښت تر څنګ د اروپا لپاره کوارډنېټر هم ټاکل کیږي او په لر او بر افغان وطن کې پر روان سیاسي وضعیت بحث کیږي.د کنفرانس په لومړۍ ورځ به د پې ټې اېم اروپا د مسوولینو داخلي تنظیمي جلسه وي.د کنفرانس په دوهمه ورځ د منتخ

01.08.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

انتقاد

  ټولنيز ژوند کامل او بې عيبه نه دئ . حتمې اشتباه وې ، غلطيانې او تېروتنې په کې صورت نيسي.غلطي د انسان او انساني ژوند سره لکه سيوری ملګرې او مل وي. خو سيوری په هغه ځای کې لیدل کيدئ شي چې رڼا وجود ولري.  په تياره کې نه جسم او نه يې سيوری ليدل کيږي، بينا او نابينا يا خلاصې او پټې سترګې دواړه يو شان بې تاثيره وي .  په انساني او ټولنيز ژوند‌کې علم ،معرفت او پوهه رڼا ده ، چې په دې رڼا کې انسان د منزل مقصود( مادي ، معنوي او يا دواړه) په لور سفر کوي.کومه ټولنه چې د علم او معر

31.07.2023 هيښ ويښ

خرما

خرما ته په انګلیسی کی , date palm ، په عربی کی نخل، په کوزه پختونخوا کى کجورى په نامه دی د خرما علمی نوم phoenix dactylifera L ، خرما د ګرمی منطقه نبات دی لږو اوبو ته ضرورت لری په هیواد کی زیات امکانات د دی نبات د ډیریدولپاره شته له پخوا په ننګرهار کی موجود ووخو اوس یی په ننګرهار کی د باغ په شکل کرلی او ښه نتیجه یی ورکړی دا نبات د اوږدی مودی د رشد او تولید نبات دی عام خلک علاقمندی ځکه نلری چی خلک ژر حاصل غواړی او دا نبات ژر په حاصل نه راځی چی اوږدی مودی ته ضرورت دی نو لازمه ده چی ددولت په

28.07.2023 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمي )

حنیف

حنیف يعنى هغه چې له کږ لارى حق ته راوښتۍ وي. (جنيف )یعنی هغه چې له حقه کوږ شوى وي. حنیف دین : هغه دین دی چې د الهې پیغمبرانو په واسطه په مختلفو وختوکښې له ادم علیه السلام نه تر خاتم النبین حضرت محمد ﷺ پوری دي . حنیف دين ابراهيمى : په عامه اصطلاح د الهې دین صفت دې اوپه خاص ډول د حضرت ابراهیم علیه السلام دین دی . حنفى مذهب: د اسلام مقدس دين کښې د اهل سنت والجماعت د څلورو مذاهبو څخه د یومذهب نوم دى امام ابو حنيفه (رح): امام ابو حنیفه د اسلامى(حنیفی ) مذهب امام دی

28.07.2023 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی )

خوشه يي بمونه څه شی دي او ولې یې موضوع دومره حساسه ده؟!

په دې ورځو کې د خوشه یي بمونو او د هغو د کارولو موضوع د نړۍ د رسنيو سرټکی ګرځېدلې او دا چې ولې خوشه يي دومره خطرناک دي او کارول یې په نړيواله کچه په کلکه منع دي په دې اړه په لاندنۍ ليکنه کې غږېږو. خوشه يي بمونه يا Cluster munition هغه انفجاري وسايلو ته ويل کېږي چې د لومړنيو انفجاري موادو په ترڅ کې نور کوچني واړه بمونه د انفجار په ساحه کې خپرېږي چې له لومړۍ چاودنې وروسته په تدريج سره منفجرکېږي. د سره صليب د کمېټې د وينا له مخې دا بمونه د الوتکې، توپونو، او توغندويو په وسيله هدف ته رسول کېږ

26.07.2023 حميدالله بسیا

د مهاجرت ستونزه

د،ب،هيښ د مهاجرت ستونزه ! اروپا او امريکا ته د مهاجرت لړۍ د افريقا ، اسيا او لاتينې امريکا نه ورځ په ورځ په پراخېدو ده . په ميليونو نوي ځوانان او ځوانان د اقتصادي ستونزو ، بېکارۍ، دولتي فساد او بې بديلۍ له وجهې په هوا ، ځمکه او اوبو کې د مځکې د کرې د جنوب نه د شمال په لور روان دي ، يا د تګ تصميم لري. سره ددې چې دا سفر ډېر خطرناک او د مرګ سره پنجه نرم کول دي او په لس هاوو زره مسافرين د ليوانو ، مرغانو او کبانو خوراک شول ، مګر بيا هم خلک روان دي او د کور -کلي -وطن د نامناسبو او

25.07.2023 هيښ ويښ

طاعوت (بت،جادو ،جادوګر ،شیطان)

طاغوت : • خلکو ته ړومبی د حق لاروښیئ او بیا باطل نفی کړی . د عربی ژبی کلمه ده د بت ، جادو ، جادوګر، د ګمراهانو مشریعنی ابلیس (شیطان ) څخه مراد دی تعریف : هرهغه شی یا څوک چې د اللهﷻ په ځای د عبادت وړ(پرستش وړ) پرځای چی قرار ونیسی . ددی تعریف په اساس د یوواحد الله ﷻ نه پرته هرموجود ،شیطان ،بتان، انسان ( ژوندی او یا مړ) اویا هربل شی چی د معبود پرځای قرار ونیسی طاعوت شمیرل کیږی . په قرانکریم کی د طاعوت لفظ اته ۸ واری راغلی . په سورة النساء ۶۰ ایه کی لولو : أَلَمۡ تَرَ إِلَ

22.07.2023 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی )

راسخ او داخلاص عزم  یخد عون الله وهو خادعهم

ځینې مسلمانان خپل اولادونه په کم عمر کې دعالی تحصیلاتو لپاره غیر مسئولانه لویدیځو هېوادونو ته لیږی په ځانګړې تو ګه هغه هېوادو ته چې هلته دازادی په نوم اخلاقی فساد اوج ته رسېدلی او نور دباور وړ نه دی. دغه هېوادونه دانسانی کرامت په کیسه کې هم نه دی هغوی کوښښ کوی چې داخلاقی فساد لمنه نوره هم پراخه کړی . اسلام هسې په پلمه په کاڼو ولی زه لیرې نه ځم دلته دوه عینی مثالونه راوړم کوم چې ما په ستر ګوًلیدلی دی . موږ تل دا وایو چې له کلی ووځه مګر له نرخ مهً وځه! نرخ دلته نورم دی ، هویت او اسلامی عقیده او

20.07.2023 ع.شریف زاد

د څیړونکي او تاریخپوه ډاکټر لطيف ياد؛ پيژندګلوي

له نن څخه څلور شپیته کاله وړاندې، یعنی د ۱۹۵۸م کال د اګست په ۱۷ تاریخ د همیشه بهار ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې یو ګلالې ماشوم وزیږید. ارواښاد پلار یې، استاد محمد طالب ورباندې د لطیف خالق د لطف په پار د عبداللطیف نوم کیښود. هیڅوک نه پوهیدل چې د حاجي ملا جان لمسى، د عبدالسميع کړوسى او د مومند آخوند زاده همدا کودى به یوه ورځ د دغې عالمې کورنۍ د ویاړونو لامل ګرځي او خپلې ژبې او ټولنې ته به د لسګونو کتابونو او سلګونو څیړنیزو مقالو سوغاتونه وړاندې کوي. نيکونه او مشران یې چې د اسلام

18.07.2023 ولي الله ملکزی

سادات

سادات د نړی په ټولوڅلوروپنځوسو اسلامی هیوادونو کی موجود دی دقیق خود ساداتو شمیره معلومه نه ده خوتخمین په ټولو هیوادو کی شپیته میلونه ته رسیږی د) سیدانو(لوی تعداد په اسیا له جمله افغانستا ن ،ایران ،پاکستان ،هندوستان اوکشمیرکی ژوند کوی همدارنګه په عربی هیوادونوکی لکه عراق ،سوریه،لبنان ، مصراو تقریبا په ټول عربستان کی په اندونیزیا،مالیزیا ،یمن ،الجزیره ، اوپه ټولواسلامی هیوادونو کی شتون لری.)سید( چی جمع یی سادات دی د عربی لغاتو څخه دی چی په اصل کی)سیود( دی په معني د اقا، مالک ،شریف ، فاضل ،کریم

17.07.2023 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی )

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more