مقالې


سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه! - څلورمه برخه

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه! - څلورمه برخه عبدالله وردک انګلستان - اپرېل - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! د ثور د کودتا څخه وروسته محمود سوما، د عالي تحصیلاتو د وزیر په حیث تعین شو. کله چې محمود سوما د کابل د پوهنتون په انګړ کې د وزیر په حیث معرفي کېده، نو د پوهنتون ټول استادان یې ورغوښتي و. هغه استاد چې د علی احمد خرم د مرګ په قضیه کې بندي شوی و،

08.04.2019 عبدالله وردک

د استرالیا نوې بودیجه او پر کډوالو یې اغېز

تېره اوونۍ د استرالیا د فدرال حکومت لخوا د نوي مالي کال لپاره بودیجه اعلان شوه چې د استرالیا د اصلي اوسیدونکو ترڅنګ به پر نویو کډوالو هم اغېز ولري. د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د (اس بي اس) شبکې سره په خبرو کې ویلي چې نوي کډوال هم په استرالیا کې مالیه ورکوي، روغتونونو ته ځي‌ او له روغتیایي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي نو ځکه د بودیجې بدلونونه به د نورو په څېر پر دوی هم اغېز ولري. د فدرال حکومت لخوا د ۲۰۱۹ کال په اعلان شوې بودیجې کې داسې ځینې بدلونونه هم راغلي چې د کډوالو د

08.04.2019 خوشحال صافی

د غلو په وژلو غلا نه ورکیږي

نه د غلو په وژلو غلا ورکيږي او نه د غریبانو په وژلو غربت ګوډ تیمور په خپل کتاب (منم تیمور جهان گشاه) کي لیکي: ” کله چه مي دایران د نیشاپور ښار د نیولو له پاره جګړه پیل کړه نو ددي ښار خلکو سخت مقاومت وکړ، زما عسکرو ته يي ډیر تلفات واړول او زه يي ډیر په قهر کړم. نو غوښتل مي نړي ته یوه عبرتناکه کیسه پریږدم چه ټول خلک ورڅخه عبرت واخلي. په دي ښار مي سخته حمله وکړه او خپلو عسکرو ته مي وویل: هر چا چه ماته پینځه سرونه راوړل نو یو درهم به ورکړم. په دوو ورځوکي يي ماته دوه لکه سرونه

08.04.2019 محمد اکبر پیمان

سیستم ته ګواښ

سیستم ته ګواښ یو وخت (۲۰۱۱کال) مي له یوه دفتر سره کار کاوه. زما د کار عمده برخي له ( In-depth Interviews and Focus Group discussion ) څخه عبارت وي. موږ له ښوونکو، قاضیانو، دوکاندارانو، زده کوونکو، قومي مشرانو ... سره مرکي کولي. یوه ورځ مي په امنیه قومانداني کي د پولیسو له لوړ رتبه افسر سره مرکه درلوده او د پولیسو په اړه مو خبري سره کولي. خبره د نظم دسپلین او له خلکو سره د پولیسو په رویه راګرزیده . دي سړي راته وویل چه پولیسو ته داسي سړي نه راځي چه کار وبار يي جوړ وي او یا دوښمني (بدي)

07.04.2019 محمد اکبر پیمان

معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!

په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د پوهنې وزارت اوسني حالت ته. له هغې ورځې چې جنګسالارعطا محمد نور سره د بلخ ولایت د پرېښودو په بدل کې د امتیازاتو د ورکړې تړون شوی، له بده مرغه په ملکي برخه کې تر ټولو لوی او مهم ارګان د پوهنې وزارت هم ورته د نورو امتیازاتو تر څنګ ډالۍ شوی، چې دا یوه لویه تیروتنه وه، ځکه د پوهنې وزارت د مل

06.04.2019 اباسين تسل

پدیده ی ناشناس

    سقوط یک شبه ی هنرمندی که یک عمر محترم بود، نوع جدید نیست. در جریان ستیز سیاسی چهل سال اخیر، نگاه منفی به گذشته ی تاریخی ما، به ویژه از سوی کسانی که از خلقی و پرچمی به اخوانی، تنظیمی، طالبانی و بالاخره به اصطلاح فراملیتی ها ردیف شدند، تحمیق آشکار بود تا در زمینه ی نامشروع سیاسی، قبول شوند.   هفت ثور با مدعیات نو نمی توانست در زمینه ای قوام

06.04.2019 مصطفی عمرزی

صبور الله سیاسنګ او ناشناس

صبور الله سیاسنګ او ناشناس صبورالله سیاسنګ د ۲۰۱۶ کال په ډيسامبر کې د «پژوهشی بی همتا» په سرلیک، د پښتو ژبې د نامتو او لوی صوفي شاعر رحمان بابا په اړه یو ښکنځلیک خپور کړی وو او هلته يي دعوه کړې وه چې د رحمان بابا په دېوان کې يي داسې کلمې او مفاهیم کشف کړي چې تر رحمان بابا مخکې، حافظ شیرازي پخپلو شعرونو کې کارولي او بیا يی د همدې لیک «پژوهش» په پای کې ژمنه کړې وه چې بله لیکنه به يي د پټې خزانې او علامه عبدالحی حبیبي په اړه وي. هغه مهال د سیاسنګ «پژوهش بی همتا» د هېواد د نامتو لیکو

05.04.2019 سرلوڅ مرادزی

فرض او حرام

فرض او حرام په بیړنیو حالاتو کي د لمړیتوبونو (Priorities) ټاکل ډیر مهم دي او حیاتي ارزښت لري. ښه مدیر (Manager ) پوهیږي چه کوم کار باید لمړي ترسره شي او کوم يي باید دوهم ځاي ونیسي. فرصتونه او چانسونه (Chances and Opportunities ) کله کله سړي ته په لاس ورځي او کله کله بیا دا چانسونه او فرصتونه بیخي د طلا غوندي وي خو د استفادي وخت يي محدود وي. ښه مدیر همدي ډول فرصتونو ته ګوري هغوي ته لمړیتوب ورکوي او ورڅخه ګټه اخلي. بیا دي د اداري او مدیریت لکچر شروع کړي خو نه پوهیږم چه خپله یې زده

04.04.2019 محمد اکبر پیمان

ناشناس؛ حدس که علمي دعوه؟

ناشناس ښه وکړل چې له بي بي سي سره يې مرکه وکړه او د پټې خزانې او احمدشاه بابا په اړه يې د صبور سياسنګ مطلبي پوښتنو په وړاندې د خپلو احساساتي ځوابونو تعبير وکړ، هغه وويل چې کوم څه ما ويلي هغه زما حدس او ګومان وو، وايي چې څلوېښت کاله مخکې مې پټه خزانه سرسري لوستې او د پټې خزانې په اړه يې حتی د قلندر مومند (پټه خزانه فی الميزان) او په مقابل کې يې د معصوم هوتک (پوخ کاڼی) د هميش خليل (تول پارسنګ) او نورو دفاعيه کتابونه او مقالې نه دي لوستي، هغ

04.04.2019 وحيدالله مصلح

د استرالیا الاصله د داعش ډلې د یو و‌ژل شوي جنګیالي درې ماشومان سوریه کې بند پاتې دي

د رپوټونو په اساس، د استرالیا د مشهور ترهګر او د داعش ډلې جنګیالي خالد شروف درې ماشومان سوریه کې ژوندي پاتې شوي چې اوس د دغه هیواد په شمال کې د کډوالو په یوه کیمپ کې ساتل کیږي. رپوټونه وايی، د یادو ماشومانو استرالیايۍ انا او نږدې خپلوانو یې د استرالیا له حکومته او په ځانګړي ډول له لومړي وزیر سکاټ موریسن څخه غوښتي چې دغه ماشومان بیرته استرالیا ته ستانه کړي. خو د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د دغو غوښتنو په وړاندې کوم جدي غبرګون نه دی څرګند کړی. موریسن د دوشنبې په ورځ

03.04.2019 خوشحال صافی

له پرانیستې څو میاشتې وروسته د کریسمس ټاپو توقیف خونه یوځل بیا تړل کیږي

د سکاټ موریسن په مشرۍ د استرالیا ایتلافي حکومت پلان لري چې د کریسمس ټاپو د کډوالو توقیف خونه په راتلونکي جولای میاشت کې یوځل بیا وتړي ترڅو د نوې اعلان شوې بودیجې هغه ۱.۲ میلیارده ډالر وسپموي چې اټکل کیده د څلورو کلونو په اوږدو کې به په دغه توقیف خونه کې مصرف شي. د دغه توقیف خونې د بیاځل تړل کیدو پلان په داسې حال کې راښکاره کیږي چې یاده توقیف خونه یوازې دوه میاشتې وړاندې د حکومت لخوا له دې امله پرانیستل شوه چې د استرالیا پارلمان کې د حکومت مخالفو ګوندونو او استازو د کډوالو قانون کې تعد

03.04.2019 خوشحال صافی

افغان کډوال له بریده وروسته استرالیا کې ځان خوندي نه احساسوي

افغان کډوال عبدلهادي مرادي چې تیر کال د جنوري میاشت کې د استرالیا په اډیلا‌‌ډ ښار کې پرې د یو استرالیايي وګړي لخوا مرګونی برید شوې وه، د دوشنبې په ورځ محکمه کې وویل، استرالیا کې ژوند کول ورته اوس خوندي نه بریښي. نوموړي وویل، له بریده وروسته دته رواني ستونزې پیدا شوي او د داسې بریدونو د بیا پیښیدو له ویرې رنځ وړي. عبدالهادي تیرکال جنوري میاشت کې د استرالیا د اډیلاډ ښار په (سالیسبوري) سړک کله چې له کاره خپل کورته روان وو، د (ډیویډ جان پیرس) په نوم یو استرالیايي وګړي پرې له شانه

03.04.2019 خوشحال صافی

پوهیدل او پوهول

پوهیدل هنر دي خو پوهول بیا دوه هنره بللاي شو. ځيني کسان خپله پوهیږي خو بل څوک نه شي پوهولاي- خداي مو له داسي استادانو وساته چه لایقه وي تعلیم لري خو معلم نه وي. ماغزه به دي در شړومبي کړي، خپله ژبه به هم وچه کړي خو اصلي هدف به نه شي رسولاي. په افهام او تفهیم (Communication) کي بیا اوریدل تر ږغیدلو مهم بلل شویدي هغوي چه ښه اوریدونکي دي او ښه غوږ نیسي نظر هغو کسانو ته چه ډیري خبري کوي زیات معلومات تر لاسه کوي او په خلکو کي د ښه اوریدونکي باور هم له هغو کسانو څخه چه ډیر ږغیږي زیات دي. نو ته

02.04.2019 محمد اکبر پیمان

ښکر په ښکر دوستانه لوبه

په افغانستان کې د جګړې د اور د وژلو ، سولې او ثبات د راتلو د پاره ، د امریکا متحده ایالات او د پنجاپ استعماري – تروریستی اداره یو له بله د ښکر په ښکر دوستانه ارامه لوبه کوي. که څه هم د امریکا متحده ایالات څرګندوي چې دوی د هغه مسایلو په هکله چې په افغانانو پورې تړلي دی خبرې نه کوي خو بیا هم د افغانستان خلک د امریکا په فعالیتونو او د پنجاپی استعمار په کړنو باندې شکمن دي . د پنجاپ سره د ښکر په ښکر لوبه کې ډیر داسې ښکاري چې تر اوسه کوم لوری په دې بریالی شوی ندی چې خپلې غوښتنې په

02.04.2019 احمدجان تڼی

په کوپړي کي دي ماغزه ښکاري جانانه

په جماعت کي مي له مولوي صاحب څخه تفسیر وایه او زده کړه يي ښه په خوند روانه وه. زما د ترور زوي راغي راته یي وویل: اکبره یوه پوښتنه لرم. وایه! که سړي حج وکړي بیا کافر سي نو څه کیږي؟ څنګه څه کیږي؟ حج يي ځي که نه ځي (باطل کیږی که نه ). زه نه پوهیږم دا څه لیوني پوښتنه ده. پوښتنه به ولي لیوني وي ستا يي ځواب نه دي زده څه له پاره دا غټ غټ کتابونه (جلالین تفسیر او هدایه) وايي چه د یوي وړي پوښتني ځواب دي نه دي زده؟ زه هم خړ (خجالت) غوندي شوم او له ځان سر

01.04.2019 محمد اکبر پیمان

چاپیریال ساتنه

چاپیریال ساتنه: موږ نه یوازي له ځمکنيو غمونو څخه کړیږو بلکه طبیعت او اسمان هم راته په قهر دي. کله وچکالي راته خلک وژلي وي، کله سیلابونو د اکړیدلي خلک تر خاور لاندي کړي وي او کله زلزلو کورونه راباندي نړولي وي. د خداي په کارونو کار مه لره درته په قهر به شي، عاجز بنده يي زما او ستا یي له دي کارونو سره څه؟ ښه نو اوس خپل ګناهونه هم په خداي تاوان کړو؟ دا څه وايي؟ ښه وایم زه درخته قطع کوم، ځنګلونه له منځه وړم، زراعتي مځکو کي بیلډینګونه جوړم او د اقلیم د تغیر سبب هم زه

01.04.2019 محمد اکبر پیمان

موقت حکومت، که د پنجاب پښو ته غورځېدل!

موقت حکومت، که د پنجاب پښو ته غورځېدل! که افغانستان کې د سولې د بسیا په اړه، افغان حکومت سره د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادو د تربګنۍ او دښمنۍ هڅې او نیتونه یوه شېبه شا ته پریږدو، په لومړي نظر څرګندیږي چې په کور دننه حکومت سره د ځینو ډلو او اشخاصو اختلاف او تربګنې، یوازې د افغانانو د ابدي سیال او بدنیتي، پنجاب په ګټه تمامیږي، چې هیڅ افغان ته د منلو نه ده! که ځیني افغانان او یا ټاکلې ډلې حکومت سره د نظر اختلاف د بیان ازادي او دیموکراسي بولې چې په ځینو برخو کې د پاموړ ده؛ خو د نظام، اسا

31.03.2019 سرلوڅ مرادزی

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه-درېیمه برخه

سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه-درېیمه برخه عبدالله وردک انګلستان - مارچ - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! پدغه لیکنه کې غواړم، د ثور د کودتا په هکله، هغه څه ولیکم، چې پخپلو سترګو مې لیدلي، او په خپلو غوږونو مې اورېدلي دي. د یادولو وړ ده، چې د ثور د کودتا څخه یو څو ورځې مخکې، د داود خان حکومت، ښاغلی حکمتیار، دده په غیاب کې په اعدام محکوم کړ، او د

31.03.2019 عبدالله وردک

اوس غواړي واکسین هم حرام کړي

اوس غواړي چه واکسین هم حرام کړي په دی ملک کي د موسم په تغیر سره د ځینو شیانو حرمت او حلالوالي هم تغیر کوي همداسي نه ده؟ ګوره په غټو سویچونو ګوتي مه وهه چه برق دي نیسي. په دین کي ټول حلال او حرام معلوم دي هر څه تکمیل شویدي او نور نه څه اضافه کیږي او نه هم کمیږي. بس خلاص نور دا اوتي بوتي مه وایه. دا پوښتنه دي ترڅه پوري رایاده شوه، ستا مغز خوسم د شیطان ځاله ده؟ ځکه راپه یاد شوه چه ځیني کسان وايي چه واکسین حرام دي. کله چه کوم شي ستاسو ژوند ژغوري او تاسو یی ددوا په توګه

30.03.2019 محمد اکبر پیمان

خط سرخ اول جوزا

براساس قانون اساسی کشور، وظیفه ی رییس جمهور پس از تکمیل پنج سال، به تاریخ اول جوزا پایان می یابد. شمارش معکوس حکومت ناکام دکتور غنی در اول جوزای سال 1398، به خط سرخ می رسد. گمان ها در اوج نارضایتی ها مشهر اند که تیم «دولت سوز»، از خط سرخ (پایان حکومت) عبور خواهد کرد. این زنگ هشدار، در اوضاعی که نارضا

30.03.2019 مصطفی عمرزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more