د ښه افغان ځنې ځانګړتیاوې (عبدالله وردک)
څوارلسمه برخه - انګلستان - آکتوبر

ګرانو او‌محترمو لوستونکو اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته!
ډېر خوښحاله یم چه الحمدالله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم.
زه غواړم چه د اصل مطلب څخه مخکې یوه خبره ذکر کړم:
یوه ورځ په پوهنتون کې زما څخه یوې ښځینه استادې د افغانستان د حالاتو په هکله پوښتنه وکړه. ما هم هغې ته د افغانستان په هکله حقیقت بیان کړ. هغې په پای کې خپله کیسه بیا داسې راته پیل کړه:
هغې وویل چه هغه ډېره پخواه د ځوانۍ په وخت کې له خپل مېړه سره افغانستان ته د سیاحت د پاره تللې وه. یوه شپه په دوی دواړو د میوند یا د بکوا په دښته کې ناوخته شوی و، او وروسته دواړو فیصله کړې وه چه شپه به هغلته تېره کړی او د سهار په رڼا کې به بیا خپل ځای ته ولاړ شي. له دوی سره د مېلې ضروری شیان هم و. دوی د قطیو د غذا د خوړلو د پاره چراغ لګولی و، چه ګوري د شپې په تیاره کې دوه تکړه په آسونو سپاره افغانان د دوی د ځای سره پیدا شول. دغې استادې ماته وویل چه زه په هغه وخت کې یوه ځوانه نجلۍ وم او هغې ماته وویل چه ته پخپله فکر وکړه چه د ما په شان ځوانې اروپایي نجلۍ په زړه کې به په هغه وخت کې څه تېر شوی وي؟ هغې ماته وویل چه هغه دواړه افغانانو تر سهاره زموږه سره پاته شول، په ژبه هم نه سره پوهېدو، یوازې د لاسونو په اشاره به مو خبرې سره کولې، دوی ډېر خوښ طبعه ښکلی ځوانان و. کله چه سهار شو، مونږه یې تر بازاره په ډېر قدر سره بدرګه کړو، او بیایې له مونږه سره خدای په امانی وکړه او رخصت شول. دغې استادې ماته وویل چه دوی هرڅه کولای شول، مګر دوی په ریښتیا سره چه ډېر غیرتي او با ناموسه خلک و، او هغې وویل چه هېڅکله به دوی دواړه د هغې افغانانو ښېګڼه هېره نکړي، او دوی دواړه چه کله د افغانستان اوسنی حالت ګوري، ډېر خفه کېږي. هېره د نه وي چه دغه ښځینه استادې راته وویل چه دواړو افغانانو ډېرې ښکلې سترګې لرلې. البته، افغانان به په ریښتیا خاصې سترګې لري؟
دغه کیسه یوه ریښتیانۍ کیسه ده او هغه استاده اوس هم ژوندۍ او تقاعد شویده، او کله کله پوهنتون ته په خاصو ورځو کې راغوښتل کېږی.
ما ددې له کبله دغه کیسه دلته ذکر کړه، چه په ریښتیا سره ښو افغانانو د افغانستان د پاره څومره تکلیفونه ګاللي دي، او څومره افتخارات یې لاسته راوړی. افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی او د دغه شریک کور د ودانولو پاره باید ټول افغانان قرباني ورکړي، او هغه په ګډه د هر ډول غلامۍ څخه پاک او آزاد وساتي.
اوس اصل مطلب ته راځم او غواړم چه دغه لاندې ټکي د یوه ښه افغان په حصه کې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم:
۱- ښه افغان باید ډېر تکړه مسلمان وي، له خپل دین سره په خپله خوښه د زړه له کومي ښه مینه او شوق ولري، هغه اسلام په حقیقي بڼه پېژندلای او قبول کړی وی، هغه بې له اسلام څخه ژوند ته ژوند نه وایي.
۲- ښه افغان د قول او عهد په ورکولو کې د اسلام په رڼا کې اول ښه غور کوى، په خبره خپل ځان ښه پوه کوي، د خپل قول د عملي کولو په اړه ښه فکر کوی، او بیا خپل افغاني قول او عهد له چا سره کوي. ښه افغان بیا نو په خپل قول او عهد د ژوند تر آخره ډېر کلک ولاړ وي.
۳- ښه افغان ډېر با ناموسه وی، او هېڅکله د بل چا ناموس ته په بده سترګه نه ګوري. د بل چا ناموس د خپل ناموس څخه کم نه ګڼي. د ښه افغان، د دغه صفت مثالونه په تاریخ کې هم ډېر موجود دي، او د ښه افغان دغه ښه صفت په ټوله نړۍ کې هم یو منل شوی حقیقت دی.
۴- ښه افغان د زړه د خلاصه د خپل مېلمه قدر کوی، په خلاصه ټنده د هغه هرکلۍ کوی، او هر څه چه په کور کې لری، هغه خپل مېلمه ته وړاندې کوي. د یادولو وړ ده چه افغانان په مېلمه توب کې نړیوال شهرت لري.
۵- ښه افغان ډېر امانت کار وی، په امانت کې هېڅکله خیانت نکوی. له خپلو ملګرو سره خو په هېڅ صورت کې خیانت نکوي.
۶- ښه افغان ډېر صادق وی، له هېچا سره دوکه او چال نکوي، په هېڅ وخت کې له چا سره د دروغو قدم نه وهي. په دنیوي معاملاتو کې تر آخره ډېر صادق پاته کېږي.
۷- ښه افغان په هر وخت کې حقیقت وایي، هېڅکله دروغ نه وایي، او په دروغو ویلو ډېر شرمېږي. د زړه او د خولې خبره یې یوه وي، په منافقت نه پوهېږی، او له منافقت څخه ډېره کرکه کوي.
۸- ښه افغان په خپله آزادۍ ډېر مین وی، له خپلې آزادۍ څخه د مال او ځان په قېمت دفاع کوی. هېڅکله، د الله(ج) څخه پرته د بل چا بندګي نه مني.
۹- ښه افغان د ډېر لوړ عالی همت چښتن وی، بې همتي هېڅ خوند نه ورکوي، د بې همته خلکو له ملګرۍ او دوستۍ څخه کرکه او نفرت کوي.
۱۰- ښه افغان په هر وخت کې د مظلوم طرفداري کوی، هېڅکله هم د ظالم کمک نکوی. ښه افغان نه په بل چا ظلم کوي، او نه بل چاته زمینه برابروي چه په ده باندې ظلم وکړي.۱۱- ښه افغان د حقیقی دینی ‌علماو سره د زړه له کومی مینه لری، د هغوی ډېر قدر کوي، او د هغوی سره په ډېر اخلاص کمک کوي، او د هغوی د پاره هر ډول آسانتیاوې برابروي.
۱۲- ښه افغان له خپل وطن سره ډېره مینه لري، د هغه د ساتلو او آبادولو په حصه کې شپه او ورځ د اسلام په رڼا کې کار کوي. هېڅکله دغسې کار نکوي چه د هغې پواسطه دده د وطن نوم بد شي. ښه افغان په هرځای کې کوښښ کوی، چه خپل وطن ته ښه نوم وګټي.
۱۳- ښه افغان هر وخت د اسلام په رڼا کې د افغانانو د حقیقی اتحاد د پاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي. داسې خبره او عمل سر ته نه رسوي چه د هغه پواسطه د افغانانو اتحاد او یووالي ته ضرر ورسېږی.
۱۴- ښه افغان د خپلې کورنۍ غړي باعفته ژوند ته تشویق کوي. با عفته ژوند ډېر خوند ورکوي.
۱۵- ښه افغان د ملاقات په وخت کې تر ټولو لومړی سلام اچوي، او بیا وروسته د مقابل طرف لاسونه ښه په اخلاص او مینه سره کلک کاږي.
۱۶- ښه افغان په محفلو کې د نرو او ښځو یو ځای کېناستل هېڅکله نه خوښوي. ښه افغان په ودونو کې هم له ډېر احتیاط څخه کار اخلی.
۱۷- ښه افغان نامحرمې ښځې ته خپل لاس د ستړی مه شی په وخت کې نه ور وړاندې کوی.
۱۸- ښه افغان هېڅ وخت هم یو څوک له څټه په چاقو نه وهي. که له چا سره کومه معامله او لانجه ولری، هغه مخامخ ورسره فیصله کوي، او بیا په هغه پسې د هغه په غیاب کې بد او رد نه وایي.
۱۹- ښه افغان هروخت ملی ګټې تر خپلو شخصی ګټو پورته ګڼی. هېڅکله ملی ګټې د خپلو شخصي، حزبی، سمتی، قومی، او سیاسی ګټو څخه، نه قربانوي.
۲۰- ښه افغان هېڅکله په پاک لمنو ښځو تور نه لګوي. له تهمت او له بهتان څخه ځان پاک ساتي.
۲۱- ښه افغان هېڅکله بل چاته سپکاوی نکوي. خپل ځان له بل چا څخه پورته نه ګڼي. یوه ذره کبر په ځان کې نلري. د خدمت په وخت کې په اول قطار او د امتیازاتو په وخت کې په آخر قطار کې غلی شانته ولاړ وی، چه اکثره وخته د بې انصافه خلکو له یاده باالکل وتلی هم وی.
۲۲- ښه افغان په خپلو خبرو کې هېچاته کنایه نه وایي، او نه څوک په غوږ وهي. ښه افغان غواړی چه خپل پیغام په اصلی بڼه مقابل طرف ته په نیغ ډول وړاندې کړي، او له کنایه ویونکي څخه زیات نفرت کوي.
په درناوی.

په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزۍ او درناوۍ خپل دواړه لاسونه پورته کوم او په افغانستان او په ټوله نړۍ کې د هغې شانته صلحې هیله کوم چه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. همدارنګه، د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه د افغانانو تر منځ حقیقی اسلامی اتحاد غواړم. ومن الله توفیق.
عبدالله وردک.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com