د کابل ولایت د یوه کلي کیسه!
د ۱۳۹۶ کال د تلې میاشت په ۱۹ نیټه کله چې له خوبه را پاڅیدم زړه مې په خپل ځای نه ‌ؤ او په فکر کې بېلابېل کیسې ګرځېدلې، کله چې مشر ورور مې د خپل کور څخه زمونږ کور ته راغی، غږ یې وکړ چې دا څه ډول کار دی ټول له خوبه نا وخته پاڅيږي، زه له خپلې خونې په بیړه راووتلم او سلام په لوړ اواز وړاندې کړ چې زړه مې نه غوښتل دومره لوړ غږ پورته کړم.
مشر ورور راته غږ وکړ چې ولاړ شه بازار ته او یو مږ راوله چې سبا له خیره د خدای بښلي پلار ۱۵ تلین پوره شوی چې د قران عظیم الشان ختم وکړو ما وویل سمه ده، پرته لدې چې سبایې ناشتا وکړم له ورور سره په موټر کې کیناستم او د بازار په لور ولاړم د پل محمود خان په سیمه کې مې ورور له موټر څخه پیاده کړ او ماته یې وویل چې ټانګ لوګر لوري ته ولاړ شه او هلې مږ را ونیسه، ما هم د هغه له غوښتنې سره سم کله چې د مږانو ځای ته ورسیدم، سمدستی مې مږ وپېره د کورولا موټر په شاته برخه( ټول بکس) کې مې پورته کړ او بیرته د کور پر لوري روان شوم.
بیا هم زړه په خپل ځای نه وو لکه ویرونکي بړبکۍ مې له ځانه چاپېره وو، د نهیلې تورې وریځې زما د خوار کلي د غرونو په لوړو څوکو تاو را تاو شوې وې، د ستومانه ناورین غم ځپلې انګازې مې د زړه غوږو کې په زمزمو سر وې، په زړه کې مې نا قراري او په ژبه مې غمجنې سندرې لکه څپه یوه پر بلې تلې راتللې او دکلي پر وړاندې دکابل تورخم لویې لارې له سړک څخه مې د خپل کلي ننداره کوله.
له مودو راهیسې داسې حالت نه وو تجربه کړی، کورته چې ولاړم داسې فکر مې کاوه چې وږی شوی یم او غږ مې وکړ چې ماته مړۍ راواخلۍ خو مړۍ هم لکه په زوره چې خورم او د یخو اوبو په زور مې له مرۍ تیروله خو بیاهم هغه له ځایه وتلی زړه پرځای نه کړ.
په همدې سوچونو کې ډوب ووم، غوږونو کې مې انګازې وې او پرله پسې مې غوښتل چې څه ولیکم خو هیڅ کار تمې زړه تکیه نه کړ، غږ مې وکړ چې مږ ته اوبه ورکړۍ او له غرمې وروسته بیا ټول ورونه راځي چې مږ حلال کړي او د ختم لپاره چمتوالی ونیسو. وخت تېریده دوه بجې شوې او ورځ هم زوال ته نږدې کیدله ،د ماسپېښین لمانځه ته پورته شوم او پرځان مې اوبه واچولې داسې فکر مې کاوه چې دا اوبه به زما دا له ځایه بې ځایه شوی زړه پرځای کړي. له لمانځه وروسته ولاړم په چمن کې کیناستلم مور مې غږ وکړ چې دروازه خلاصه کړه ورونه دې راغلل.
دروازه مې خلاصه کړه او له ما مشر ورور ته مې ویل چې لالا زړه مې پرځای نه ده او په لامل یې هم نه پوهیږم، سمدلاسه یې غږ وکړ چې یوڅه وخوره ښایې فشار دې ټیټ شوی وي، ما ورته وویل چې هغه کیسه نه ده، زړه پرځای نه ده، له مږ څخه دوه درې ورونه راتاو شولو او مږ مو حلال کړ او بلاخره په دې وتوانیدو چې په یوه ساعت کې یا هم له هغه څه زیات وخت کې مږ ټوټې ټوټې کړو او د دیګ لپاره برابر شي.
مشر ورور په لمانځه شو او ما لاسونه پرې مینځل چې زه هم د ماښام لمانځه ته چمتوالی ونیسم په همدې وخت کې وراره مې راغی او ماته ویل چې کاکا دومره کورونه مې خبر کړل چې سهار ختم ته راشي ما ورته وویل چې لاړ شه دغه نوملړ واخله او دا لس نور کورونه هم خبر کړه کله مې چې وراره د کلا له ور څخه بهر شو ښایې یوه دقیقه وخت تیر شوی وي، په نا ببره توګه داسې ډزې پیل شوې چې ټول ماشومان په کور کې په چیغو پیل وکړ او د کلا د ور مخې ‌ډزو لا دوام درلود، چې ما نشوای کړای د کور په منځ کې چیغې چوپ کړم، په سر مې یخې خولې راغلې او په زړه مې د مرګ ګرګوته ننوتله، زړه کې مې تېر شول، چې زما وراره یې وویشت او نه پوهیږم چې نور څومره کسان یې ووژل، یاخو وحشي څيرې د داعش دي او یا هم غولول شوي طالبان چې ډوډۍ خپل خوري او مزدوري د نورو کوي، په ورونو مې غږ کړ چې له دروازې بهر نشۍ چې د دروازې خوله کې ډزې روانې دي. ‌ډزې بندې شوې کله چې له کور بهر شولو چې دوه موټر ولاړ دي او یوتن له موټر څخه بهر ټپي شوي حالت کې دی او بل تن په موټر کې همداسې پاتې دی چې ویشتلی دی او له موټر له ور څخه وینې بهر را تویږي.
ګاونډیان ټول لاس پکار شول او دا ټپې له موټر رابهر کړ د دوی مخیني موټر یې راتاو کړ او دا دوه ټپیان یې په کې واچول خلک ولاړ دي چې یو کس لدې ډلې لږ څه وړاندې لاړ او ناڅاپه یې غږ کړ یو تن دلې پروت، هغه کس راپورته شو او ټوپک خوله یې خلکو ته راوړله چې له همدې وخت کې له حالت څخه ولاړ او مونږ ټول کورته ولاړو، ساعت تېر شو چوپتیا خپره وه څوک بهر ته راوتل یو ساعت وروسته، پولیس را ورسیدل او وې لیدل چې سړی مړ شوی دی. او کس یې پورته کړ له ځان سره یو وړ او یو تن بل چې ټپي شوی وو هغه هم هلته پټ شوی وو هغه یې هم له ځان سره یووړ.
په هغه سیمه کې چې د سړي ارزښت نه وي او د کور مخ ته دې خلک ویشتل کیږي په هغه سیمه کې څه ارامتیا او د خوندي ژوند احساس هم نه وي، په هغه سیمه کې چې د پلازمینې یوه نږدې برخه ۱۹ ناحیه یا شهري څانګه بلل کیږي، د انسانو ژوند هیڅ ارزښت نه لري، بیا څنګه ویل شو چې افغانستان ارامه دی او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو برخو کې د خلکو دامنیت په خوندي ساتلو کې خپلې ټولې هلې ځلې کاروي.
له داسې پیښو وروسته د کوچنيوالي بیا تر ځوانۍ، د کور له انګړه بیا تر کلي، ښاره په هر ځای کې د دغو اوازونو په اوریدو بدرګه شوی یم، چې پلانی له پلاني سره دښمني لري او د همدې لپاره یو بل په ‌ګولیو له پښو غورځوي او دا لړۍ ترهغه نه خلاصیږي چې دوی په خپل منځ کې سره ختم نشي، بیا د حکومت، قانونیت او حاکمیت خبرې چېرې دي.
نور یې له ژونده دومره ستړی کړی یم، دومره ستړی چې له دې مښلي چاپېریال د راټوکېدلو غږونو مې د غوږونو، زړه او هېلو په سر تڼاکې راخیژولي دي، له ځانه پوښتنه کوم الله ج څنګه هغه څوک چې په سپېڅلې لمنه کې یې د نړۍ مفکرین روزل کیږي نیمګړې او نا پوهه وبلل شي او د انسان د وژلو لپاره بېلابېل پلانونه پلي کړي.
د ظلم پر وړاندې پرته له سر ټيټۍ نوره هیڅ وسه نشته یا به لدې سیمې څخه وتلو ته اړ کېږې او یا به هم ټوپک را اخلې د دې وړ ناوړه جنایتونو پروړاندې به ودریږي چې دا خو مو له لاسه نه کیږي، خو دومره وایم چې په خپل ژوند کې مې ټوپک په لاس کې نه دی اخیستی هجرت او د پلارني ټاټوبي پریښودل ښه کار دی، ځای خو نشته خو لږ ترلږه هلته به ولاړ شم چېرې چې د ظلم هتکړۍ په دلیل او قناعت ورکولو ماتیږي نه هلې چې د ټوپک شپيلۍ خبرې کوي.
فیضي