د استرالیا حکومت هغو پناه غوښتونکو کډوالو ته د چې په متحده آیالتونو کې د میشت کیدنې لپاره غوښتنه کړې ده پیشنهاد کوي چې د مانوس ټاپو توقیف مرکز تر تړل کیدو وروسته نایرو ټاپو ته لاړ شي.

د استرالیا حکومت ویلي دي چې دا پیشنهاد یې د مانوس ټاپو توقیف مرکز کې د بندیانو د شمیرې ټيتولو لپاره ترسره کړی او بندي کډوالو ته د اکټوبر تر ۲۳ تمې وخت ورکړل شوی دی تر څو نایرو ټاپو ته د انتقال لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري.

د آسترالیا د کډوالۍ وزیر «پیټر ډټټون» د چهارشنبې په ورځ د اسټرالیا د نشراتو ټولنې ته وویل: مونږ په مانوس ټاپو کې له بندي مهاجرینو غواړو چې نایرو ټاپو ته د انتقال بیشنهاد ومني تر څو ددوې تر تللو وروسته مونږ د مانوس ټاپو توقیف مرکز وتړو.

خو له بلې خوا مانوس ټاپو توقیف مرکز کې بندي ایراني ژورنالیست «بهروز بوچاني» وايي چې ډیری توقیف شوي کډوال د استرالیا په حکومت باور نلري او دوې نه غواړي د تایرو ټاپو توقیف مرکز ته انتقال شي.