د دوو لسیزو را پدیخوا ټایلنډ د ګاونډیو هیوادونو مهاجرینو لپاره د کار کولو یوه غوره ټاکنه ګرځیدلې ده. په اټکلي ډول د څلور میلیونو په شاوخوا کې د میانمار، کمبودیا او لاووس نه مهاجر کارګران په ټایلنډ کې په کار بوخت دي چې په ۱۰۰ کې ۶ فیصده ددغه هیواد نفوس تشکیلوي.

یاد کارګر مهاجرین د کار ګمارونکو لخوا په قاچاقي ډول د پولو نه را انتقال او په کار ګمارل شوي دي چې ډیری یې لا اوس هم قانوني اسناد نلري.

د ټایلنډ حکومت ددې موضوع د حل لپاره د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې د مهاجرو کارګرانو لپاره نوی شاهي فرمان اعلان کړ چې پر اساس به یې ټول هغه کار ګمارونکي د سختې جریمې سره مخ شي چې غیر قانوني مهاجرین په کار ګماري.

د فرمان سره سم کار ګمارونکې مکلف دي چې د هر فی غیرقانوي مهاجر لپاره د ۲۴۰۰۰ امریکایي ډالرو جریمه ورکړي او هغه بهرني کارکوونکی چې بغیر د قانوني اسنادو کار کوي د سختې جریمې او ۵ کاله بند سره به مخامخ شي.