د جنوبي اسیا په اړه د ډونالډ ټرمپ د سټراټیجي د اعلان نه وروسته په افغانستان کې د سولې په ارتباط او په دې باره ګې چې امریکا به پاکستان مجبور کړي چې په افغانستان کې د خپلو نا مشروع سیاستونو د پلي کولو په خاطر د ټروریزم د ملا تړ څخه لاس واخلي د ځینو افغانانو سره لږه او د ځینو نورو سره ډیره خوشبینی پیدا کړی ده. خو افغانان باید د ډیرو احساساتی کیدو نه ډډه وکړی. امریکا تل په دې خبره پوهیده چې پاکستان د ټروریزم نه د بهرني سیاست د یوی الې په توګه کار اخلي. اوس یې فرق دادی چې د امریکا ولسمشر دا خبره په ډاکه وکړه. 

لویدیځ ته په عمومي توګه او امریکا ته خاصتا د پاکستان سټراټیجیک موقعیت ډیر اهمیت لری. برسیره پر دې همدا اوس امریکا او ناټو د خپلو ځواکونو د اکمالاتو د پاره په پاکستان متکي دی او نوري لاری ورته ډیری په جګه بیه تمامیږی. نو پاکستان ددې موضوع نه پر امریکا د فشار د وسیلې په توګه ګټه اخستلی شي. خو دا موضوع په دې نه ختمیږی.
د منځني ختیځ او د اسیا د جنوب ختیځ تر منځ د پاکستان موقعیت د محوری ارتباطي کړی دی. د دې کړی د لاسه ورکول د لویدیځ غټو سټراټیجیکو ګټو ته زیان رسوي. که د پاکستان د جوړیدو راوروسته تاریخ ته وګورو نو پاکستان د شوروی اتحاد او کمیونیزم د پراختیا د مخنیوی د پاره په ټولو جوړو شوو اتحادونو کې شتون درلود.
دا کیسه د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو نه لږه موده مخکې د ۱۹۴۵ کال د می په میاشت کې پیل کیږي. د برتانیی د ملي کتابتون په ارشیف کې یو سند پروت دي چې پرې د اشد محرم ټاپه لګیدلې. دا راپور د برتانیی د جګړی د وخت لومړی وزیر، وینسټون چرچیل، ته د مسلحو ځواکونو د ستر درستیز له خوا ترتیب شوی و. راپور دا خبره څرګندوی چې بریتانیا د هند د استقلال په باره کې څومره نارامه وه. دا نارامی له دی امله وه چې شوروی اتحاد جرمنی ته ماتې ورکړې وه او د جکړی نه د زبر ځواک په توګه راوتی و نو د برتانیی نظامیان د جګړی وروسته جنوب ته ددی ځواک د پرمختګ نه په تشویش کې وو. له دې امله دوی نه یوازی په هند کې د نفوذ بلکه د فزیکی موجودیت په لټه کې وو.
د برتانیې د نظامیانو مشوره داوه چې د امپراطورۍ نه د هند نه بیلیدل ډیر ارزښت لری. حتی په دې عقیده وو چې د خپلواکۍ نه وروسته هم هند باید بیطرفه پاتې نه شي. په واقعیت کې دوی غوښتل چې د هند بهرنی سیاست او ددې هیواد هوایې اډې د برتانیی د کنټرول لاندې وي. خو دا خبره کانګرس او نوروهندي ملتپالو ته د منلو وړنه وه. نو د دې پلان د عملی کیدو یوه بله لاره د هغوی د نظره داوه چې بلوچستان دی د هند په ډومینیون کې شامل نه وي (هغه وخت لا د هند د ویش موضوع مطرح نه وه). تر څو په راتلونکي وخت کې د شوروی اتحاد سره د کومې نښتې په صورت کې د استفادی د پاره د برتانیی تر تسلط لاندې وي. د کمیونیزم د پراختیا د مخنیوی د موضوع په خاطر د پاکستان جوړیدلو د برتانیی په اسټبلیشمنټ (سلطنت، پارلمان، حکومت او اریسټوکراسۍ) کې ډیر پلویان درلودل.
د ۱۹۴۶ کال د اګسټ په میاشت کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ زیات تاوتریخوالی پیدا شو خو د هند برتانوی مقامونو سره ددې جې د تشدد مخه یی نیولی شوه دا کار ونه کړ یعنی د مذهبی نفرت په خپرولو یې د هند ویش قطعی کاوه.
ظاهرا د هند د متحد ساتلو موضوع ته د حل د یوی لاری د پیدا کولو په مقصد د برتانیی لومړی وزیر په همدی کال کې نهرو او جناح په لندن کې د صدارت ماڼۍ ته دعوت کړل. دوی موافقې ته و نه شو رسیدلی نو نهرو هند ته ستون شو خو جناح په لندن کې پاتې شو. او په لنډن کې د خپلې استوګنې په وخت کې جناح د برتانیی د مهمو خلکو سره لیدنې کتنې وکړې. په دې مهمو کسانو کې یو هم چرچیل وه. چرچیل چې د نړیوالې جګړی نه وروسته د مخالف ګوند مشري په غاړه درلوده او د اسټبلیشمنټ لوی رکن و د ډیرې مودې را پدیخوا د پاکستان د جوړیدو پلوی و. ده د پخوا نه د هندوانو سره مخالفت درلود او په ښکاره یې ویل چې هندوان حیوان صفته خلک او هندو مذهب یو حیوانی مذهب دی. نو په دې وجه یی د هند مسلمانانو ته د طبیعی متحدینو په سترګه کتل.
چرچیل د ۱۹۴۶ کال د ډسمبر په میاشت کې جناح په خپل کور کې میلمه کړ. د دې دواړو ترمنځ شوې خبرې چیرته نه دي ثبت شوي. خو جناح وروسته چرچیل ته د میلمستیا بلنه ورکړه چې چرچیل په لیکلې توګه و نه منله. په دې لیک کې چې د ډسمبر په ۱۲ نیټه لیکل شوی او اصل یې د چرچیل د مراسلاتوپه ارشیف کې پروت دی چرچیل جناح ته توصیه کوی چې په ملاء عام کې د دوی یو ځای لیدل کیدل مفید کار نه دی. او جناح ته لیکي چې دی به هغه ته یو پټ ادرس ورکړي چې وکولی شي هغې ادرس ته هغه خپل تلګرامونه او لیکونه واستوی. له دی وروسته د برتانیی پاچا او ملکې هم جناح په شاهي ماڼی کې میلمه کړ او جناح د دې کتنې وروسته وویل چې شاه او ملکه د پاکستان د جوړیدو پلویان دي.
دلته د یادونې وړ خبره داده چې نهرو او ګانډي په دې نه پوهیدل چې د نړیوالې جګړې نه وروسته د شوروی سره د نښتې په صورت کې هند څومره اهمیت پیدا کړی و. خو جناح په دې خبره پوه و.
داسې بریښي چې د چرچیل سره د ملاقات په بهیرکې جناح د برتانیې ټولې سټراتیجیکې او امنیتي غوښتنې منلي وي چې په دې کې د راتلونکي پاکستان د بهرني سیاست کنترول او په هوایی ډګرونو د برتانیی واک شامل وو. دا ادعا د پاکستان د جوړیدو نه وروسته ددې هیواد د بهرني سیاست د تحلیل په نتیجه کې ثابتیږی. پاکستان د تاسیس نه وروسته د سینتو (Central Treaty Organisation) چې له دی مخکې د منځني ختیځ د معاهدی د سازمان او د بغداد د پکت (۱۹۵۵)په نامه هم یادیده غړی و. نورغړی یې ترکیی، ایران او برتانیه وه. همدا راز پاکستان د سیاټو (South East Asia Treaty Organisation) چې د مانیلا د پکت په نامه هم یایدیږي (۱۹۵۴) شامل کړی شو چی د پاکستان برسیره نور غړی یی امریکا، نیوزیلاند، استرالیا، فرانسه او برتانیه وه. د ا سازمانونه ضد کمیونسټي او ضد شوروی نظامي پکټونه وو.
که واقعیت ته وکتل شي دی سازمانونو نه په ۱۹۶۵ کال کې د هند سره په جګړه کې د پاکستان مرسته وکړه او نه د هند – پاکستان د ۱۹۷۱ کال د جنګ په وخت کې کله چې شرقی پاکستان د هند د پوځ د مداخلې څخه وروسته د بنګله دیش په نامه مستقل هیواد شو پاکستان د تجزیه کیدلو وساته. نو بیا ولې ددې سازمانونو غړیتوب؟ دلته خبره د جناح – چرچیل پټو موافقو ته ګرځي چې په پورته لیکو کې یې یادونه وشوه. او هغه د یوې هډی په توګه د پاکستان جوړول اوساتل دي. په ۱۹۸۰ کلونو کې په افغانستان کې د شوروی پر ضد د جګړی په بهیر کې پاکستان په دې حیثیت خپل نقش ډیر ښه ولوباوه. او په بدل کې په تقریبا ۴۰ ملیارډ ډالرو و نازول شو او د اټومي بم د جوړولو اجازه هم ورکړل شوه تر څو یې امنیت ښه تامین شي.
دی ته په کتلو مطمئنا داسې ویلی شو چې اصلا په دې سازمانونو کې د پاکستان شاملول ددې هیواد د هوایی ډګرونو او بحری اډو نه د ګټې اخستلو د پاره شوي وو او پاکستان په دي ښه پوهیږی. د چین اقتصادی- نظامي ځواک او د پیوتین د روسیې د بریتو تاوولو ته په توجه دا موضوع اوس هم هماغومره مهمه ده لکه څومره چې په ۱۹۵۰ کلونو کې چې وه. امریکا به داسې کار و نه کړي چې پایله کې یې دپاکستان نظامی تاسیسات د لاسه ورکړی. په جنوبي اسیا کې د پاکستان ستراټیجیک موقعیت ته او په سیمه کې د امریکا منافعو ته په توجه باید د ښاغلي ټرمپ نوی سټراتیجۍ ته خوشبینی د احتیاط سره مله وي. پای