د تروریزم پرضد جګړه، د پاکستان په ضد جګړه هم ده!
تروریزم او پاکستان سره نه جلاکېدونکي دي. کله چې د تروریزم په اړه غږیږو، پاکستان نیغ په سترګو کې دریږي. تروریزم يانې پاکستان او پاکستان یاني تروریزم!
پر افغانستان سربېره چې تل يي ویل، د ترهګرو اډې او پټنځایونه د پاکستان په لویو ښارونو کې د ISI دفترونو او د پوځیانو اډو ته څېرمه او نږدې پرتې دي، نن نړیوال هم دا مني چې د تروریزم ځالې په پاکستان کې دي؛ د هغه هېواد ISI او پوځیان هغه پالي او د خپلو موخو لپاره يي د افغانستان او سیمې په ناارامۍ او ویجاړۍ کې کاروي!
د دې ادعا پوخ ثبوت د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې او پوځي اډې ته څېرمه په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر بن لادن مېشتون دی چې اسلام اباد تل په پاکستان کې د نوموړي له شتون څخه انکار کاوه!
البته پخوا امریکا او لویدیځ د سړې جګړې پر مهال، بې ښې بدې له پاکستانه ملاتړ کاوه او په سیمه کې يي خپل نازولي اولاد او د سرتاج ګاڼه. دوی د مرستو او یو مخیزملاتړ په لامل، بل څوک نه پرېښود چې دې هېواد ته کاږه وګوري؛ خو اوس پاکستان سره د ګټو د ټکر له مخې پر دې هېواد خپل باور له لاسه ورکوي او پر وړاندې يي د نیوکو او ګواښونو ژبه وراوږدوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په وروستیو کې د افغانستان او سهیلي اسیا لپاره د نوې ستراتېژۍ د اعلان په مهال وايی چې پاکستان یوخوا له امریکا په میلیاردو ډالر مرسته ترلاسه کوي او بلخوا يي ترهګرو ته خپله خاوره کې پټنځایونه ورکړي، خو نور به امریکا دا خوندي پناځایونه ونه زغمي.
د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ په غېګړه(غېږګړه) کې د امریکا نورو جګپوړو چارواکو لکه دفاع وزیر او لوی درستیز هم اسلام اباد تر نیوکو لاندې نیولی. دفاع وزیر جیمز مټيس وايي «داسې ښکاري چې ISI ځان ته بېله بهرنۍ پالیسي لري» او لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ څرګندوي چې «دا ښکاره خبره ده چې ISI له تروریستي ډلو سره اړیکې لري»
د ناټو سر منشي ینس ستولتنبرګ په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبري غونډې ته بیا وايی« دا د منلو نه ده چې یو هېواد (پاکستان) کې داسې ترهګره ډله ځای ولري چې بل هېواد کې بریدونه کوي.» هغه زیاتوي« ناټو له پاکستان سره په سیاسي او پوځي برخو کې په اړیکه کې ده، ناټو او نورو هېوادونو له پاکستان سره په دغه هېواد د طالبانو او حقاني شبکې د پټنځایو خبره پورته کړې ده او د دې ستونزې هوارول به افغانستان کې د روانې شخړې د حل یوه برخه وي»
څه مهال وړاندې د بریکس (BRICS) هېوادونوهم چې هند، روسیه او چین يي مهم غړي دي خپله وروستۍ غونډه کې چې د چین په څیامین(XIAMEN) ښارګوټي کې ترسره شوه، لس ډلې تروریستي وګڼلې چې ټولې يی یا په پاکستان کې میشت او یا د هغه هېواد مرسته او ملاتړ ترلاسه کوي او نږدې اړیکې ورسره لري!
په داسې مهال چې اسلام اباد د نړۍ په هېنداره کې خپله تروریستي څېره په ریښتینې بڼه ولېده، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف يی د ځان سپیناوۍ لپاره چین، ماسکو، انقرې، تهران او وروسته امریکا ته ولېږه، خو له هیڅ پلازمېنې يی داسې څه ترلاسه نه کړل چې د اسلام اباد زړه پرې تکیه وکړي.
اسلام اباد چې خپل لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان ارګ ته ولسمشر غني سره د کتنې لپاره رالیږي او يا يي لومړي وزیر خاقان عباسي د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیون سره مرکه کې وايی، اراده لري چې کابل ته لاړ شي او زیاتوي« لوی درستیز جاوید باجوه د پاکستن د حکومت له لوري د افغانستان ولسمشر ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړه، تاند» څرګندوي، دا ټول اسلام اباد له ښې ورځې او ښه نیته نه کوي، بلکې داسې هلو ځلو ته یوخوا د نړیوال زیاتېدونکي فشار او بلخوا د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان دولت د رغنده پالیسۍ له مخې اړشوی.
پاکستان په څو تېرو لسیزو کې تر بل وخت زیات، نن د سیمې او نړیوال فشار سره مخ دی، دغه ټکی باید افغان حکومت، اسلام اباد سره په خبرو او اړیکو کې د محور پتوګه په پام کې ونیسي.مرکزي ټکی بیا هم په هغه هېواد کې د ترهګرو پټنځایونه ګڼل کیږي چې له منځه وړلو لپاره يي باید د پاکستان پرارادې او ژمنې سربېره، د لویو هېوادو لکه امریکا او چین تضمین هم ترلاسه شي.
پاکستان له روان فشار څخه د خلاصون لپاره هرې چلوټې، لوبې او معاملې ته لاس اچوي؛ کابل سره راشه درشه هم پالي، د خبرو میز ته هم کښینی او د ترهګرو په مټ دننه افغانستان کې جګړه هم توده ساتي، په یوه بڼه د ډیورنډکرښې د منلو لپاره پر دې کرښه افغانستان سره د ګډو ګزمواو حتی په پاکستان کې دننه افغان حکومت سره د ګډو عملیاتو خبره هم کوي، خو مداري سره په دې ټولو لوبو کې افغان حکومت باید پوره تیاری ولري او لکه چې پکار دي هغسې ورسره ولوبیږي، د جګړې د ختم او د سولې د بسیا د افغانانو حق يي له ستوني او کومي راوباسي.
پر پاکستان باید زور او پالیسي دواړه هممهال وکاریږي او د تیښتې ټولې هغه لارې يي ونېول شي چې اسلام اباد يي د وخت او حالاتو سره سمې کاروي.
په افغانانو کې ځینې وروڼه زیات وخت په یوه لار ټینګار کوي، خو د پاکستان په اړه چې د څو سري مار ځانګړتیا لري، هممهال باید له ټولو لارو څخه ګټه واخیستل شي.
له ار ټي سره په تازه مرکه کې پخواني ولسمشر حامد کرزی د ار ټي د دې خبرې چې افغان مشرتابه پاکستان کې د وسلوالو د پټنځا یونو پرضد د امریکا ګامونه غواړي، وايی چې حامد کرزی دا د پاکستان پرضد پوځي ګام نه بولي:«نه داسې نه ده موږ کله هم نه دي ویلي چې د پاکستان پرضد دې پوځي ګام پورته شي، داسې موږ نه غواړو. موږ له پاکستان سره ملګرتیا غواړو، خو پاکستان ته هم پکار دي له افغانستان سره د باعزته او خپلواک هېواد په څېر چلند وکړي.BBC »
ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ په مهال هم ویلي وو، که د امریکا او پاکستان جګړه شي، کرزی به د پاکستان سره ودریږي. خو ښاغلی کرزي باید دا ومني چې اوس هغه مهال تېر دی چې «جهاد افغانستان، دفاع پاکستان!» وه.

دلته د پاکستان په اړه د ولسمشرغني نېول شوی دریځ کارنده تمامیږي. باید د پوځ مرکز ته یي هم سر ورښکاره کړو، که خبرې غواړی په هرځای کې ورسره خبرې هم وکړو او که د تیښتې لپاره بله پلمه لټوي د هغې مخه هم ونیسو او که امریکا يي په کور دننه د ترهګرو پټنځایونه په کاڼو او بمونو ولي، موږ يي هرکلی کوو.
که امریکا د افغانستان پر اچین ولسوالۍ د ترهګرو پر یوه څانګه د بمونو مور اچولای شی، ولي د ترهګرو پر اصلي ځالی چې اسلام اباد دی، د بمونو مور ونه کاروي!
چې بد ګرځي، بد به پرځي!
د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۹ مه
سرلوڅ مرادزی