د تیرې چهارشنبې په ورځ د اندونیزیا حکومت هغه ۲۳۹ ویتنامي کب نیوونکي د ویتنام سفارت په همکارۍ بیرته خپل کورونه ته ستانه کړل چې په غیر قانوني ډول یې په اندونیزیا کې کب نیونه کوله.

یاد ۲۳۹ کسان د بحري ځواکونو، پولیسو او د کب نیوونې نه د څارنې د ټیم لخوا د هغو ګډو عملیاتو په ترس کې ونیول شول چې په اندونیزیا کې د کب نیونې د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي په موخه تر سره کیږي.

د کب نیونې د سرچينو د څارنې عمومي پلټونکي «نيلوټا پيرباوو» وويل: یاد کب نیوونکي تر توقیف کیدلو وروسته د بحري ځواکونو د بیړیو په مرسته بیرته خپلو کورونو ته استول شوي دي.