اوسنی افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د نړۍ ددریو لویو ظالمواو وینې بهونکو امپراطوریو (لویه برطانیه،پخوانی شوروي اتحاد او مریکا) دیرغلونو او نیواک سره مخ شویدی .دافغانستان د غیرتي او په خپلواکۍ مین ولس دسرښندونکو مبارزو په پا یله کې دانګلیس اوشوروي اتحاد امپراطوریو له شرمه ډکې تاریخي ماتې خوړلي او دړېوړې شوي دي . امېد دی چې امریکایي امپراطوري هم د هفوې د برخه لیک سره مخ شي ددغو درېواړوښکېلاکګرو امپراطوریو په موخو،کړنو او ددوې له خوا د واک په ګدۍ کښېنول شوو لاس پوڅو واکمنانو په کړنو کې ګډ،ورته او توپېرېز توکي او ټکي شته ،خو دلیکنې د نه اوږدېدلو په موخه به یوازې دامریکایي نیواک ځینې ځانګړتیاوې په لنډه توکه درنو لوستونکوته وړاندې کړم .
۱ـــ دابربنډه خبره ده چې په افغانستان باندې د زبرځواکونو تېری او یرغل دتوطې دتیورۍ په بنسټ دعلت نه بلکې د انګېزو،غولونو اوپلمو له مخې شوی دی.امریکا هم په نیویارک او واشنګټن دترهګریزو بریدونو(ډرامې) وروسته ددفاع دحق او دترهګرو(بن لادن او ډله یئ)د له منځه وړلو په پلمه په افغانستان یرغل وکړ او ویې نیو. په داسې حال کې چې همدغه بن لادن د امریکا په لارښوونه دبر هان الدین رباني دواکمنۍ په مهال په افغانستان کې ځای په ځای شوی ؤاو احمد شا مسعود ورڅخه د طا لبانو په ضد مرسته غوښته.دبل پلوه تر ټولو مهمه دا چې افغانستان او طالب واکمنۍ په امریکا کې دسپتمبر په ترهګریزو بریدونو کې هیڅ ډول لاس نه درلود .د امریکایي پوهنتون استاد دونارد دوپرلیکي چې : ((امریکا د شپاړلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې دخلکو په وژلو لګیا ده. افغانستان زمونږ په لاس وران او ویجاړ شو،حال دا چې هیڅکله یې پر مونږ حمله نه وه کړې،نه دافغانستان حکومت او نه هم خلکود سپتمبر د یولسمې له پېښو سره تړاو درلود،نو اوس مونږ چې په افغانستان کې هر فرد وژنو، دا یو جنګي جنایت دی . نوموړی زیاتوي :هغه هېواد چې یو بل ملک اشغال کړي،د خپلې خوښې حکومت پرې وتپي او په کې بمبارد او جګړو ته دوام ورکوي دهغوې په وړاندې وسله وال مقاومت دخلکو حق دی........زه په افغانستان کې دترهګرو دلفظ داستعمال سره مخالف یم،ځکه مونږ په اصطلاح هغه ترهګر وژنو چې همدا زمونږ له کبله یې په مقاومت لاس پورې کړی دی .))۱
لوی افسوس دادی چې ځینې افغانان لا تر اوسه پورې دغه واقعیتونه نه مني او دامریکا ډهل ته ناڅې.غټه رسوایي او ډرامه خو داده چې د شپاړلس کلن نیواک په اوږدو کې امریکا نه یوازې دا چې خپل پخوانی بړیڅی القاعده له منځه یو نه وړله،بلکې په افغانستان کې یې نور شل بړیڅي (ترهکرې ډلې)وزېږول،په تېره بیا دداعش وحشي ځناوره ډله چې دزراعتي چرکانو په څېر ورځ تر بلې غټه او پراخېږي.یعنې دا چې امریکا په افغانستان کې دنیواک اوجګړې د پای ته رسولو په ځای د هغو په غځولو او پراخولو بوخته ده.د امریکا د جمهور ريس دونال ترامپ نوې ستراتیژي یې چې دسو لې او داعش په اړه چپه خوله ،خو دطالبانو په له منځه وړلو ټینګار کوي ، ښکاره بیلګه ده.شرم او تاریخي مختوري خوداده چې ددولت ځیني چارواکي (دیو شمیر دولتي کسانو او سیاست پوهانو ګوته دامنیت شوری او په تېره بیا حنیف اتمر ته ده)د امریکا سره دداعش په پروژه کې همغږي اوهمکاره دي.په افغانستان کې دداعش پروژې اریزه موخه افغان وژنه اوپه سېمه کې د امریکا د ګټو لا سته راوړنه ده او بس .
۲ـــــ لکه څنګه چې امریکایي یرغل دټلوالې (ناټو)په وجود کې تر سره شو،همدغه څېر امریکایي نیواک هم دهېواد دننه نه یواځې د یو یا څو تنو یایو ګوند بلکې د ېوې ټلوالې (شمال ټلوالې) په وجود کې چې داجیرو په څېر دډالرو په بدل کې دامریکایي یرغلګرو په ګټه دپلو ځواکونو په توګه دخپل هېواد په نیواک کې جنګېدل ،سرته ورسید. برهان الدین ربانی چې لا ۱۹۹۲کا ل کې یې اسلام ابا دکې د امریکا سفیر ته ویل چې د فغانستان دپاره دملګرو ملتونو د سولې پلان په دې شرط منم چې وسله وال پوځ منحل شي او په۲۰۰۱ کال کې یې بیا د امریکا څخه دخپلو خلکو دوژلو دپاره په خپله خاوره د لویو لویو بمونو غورځولو غوښتنه او نارې وهلې. ددغه ډول مرستندویانو په هکله هټلر په خپلو یادداښتونو کې لیکي: زما له هغو کسانو ډېر بد راتلل چې دخپل ملک په نیولو کې یې زما سره مرسته کوله اوددغه څارګر خویندي او ورونه به مونږ وژل ،خوده به بې تفاوته کتل .
۳ـــ دافغانستان دامریکایي شپاړلس کلن نیواک په اوږدو کې جنا یتکاران،غله،لوټماران ،ټوپکیان دپردیو څارګر او پردیپال نه یواځې دسیاسي –دولتي ځواک له پلوه بلکې دمادي پلوه هم په افغان ولس دواکمنو په توګه وتپل شول. زما په اند تاریخ به دیوه ولس سره دومره لویه جفا په خپل یاد کې ونه لري .
۴ــــ په روان نیواک کې زور او زرو دین او وطن د یو شمېر افغانانو څخه هېر کړ.داسلام سپېڅلی دین اونشنلېزم چې په افغانستان کې دهېواد ساتنې ،دولسي یووالي ، ورورولۍ او د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې داولسونو دراپارولو او پاڅولو او په جګړه کې دمعنویت او مورال لوړولو ځواکمنې او اغېزمنې وسیلې وې ،له بده مرغه اوس د اسلام سو داګرو،،د جهاد ټېکه دارانو او تکنوکراتانو په وجود کې د بې اتفاقۍ اچونې،تعصب خپرونې، واک او مادیاتو لاسته راوړلو او دښکېلاکګرو ددفاع په وسیلو بدل شویدي.
مادیات پالنه او پردۍ پالنه اوس دومره پراخه او اغېزمنه شوېده چې یو شمېر روڼ اندي وایئ چې دګلوبالېزم په پړاو کې وطنپالنه،خپلواکي او په ټوله کې ملي ارزښتونه زړې خبرې دي.همدغه وجه ده چې دهېواد په تاریخ کې د لومړی ځل دپاره ددولتي واکمنو برسېره یوډېر شمېر روڼ اندي دامریکایي یرغلګروځواکونو په وتلو خفګا نونه،ژړاوې اومخالفتونه ښکاره کوي او د جان کري په لاس جوړشوي دوه سري حکومت دواک په همغه اوله ورځ په پټو سترګوناانډوله اود هېواد په زیان امنیتي تړون دامریکا سره لاسلیک او په کال کې دپنځه میلاردو ډالروپه بدل کې نهه پوځي اډې امریکا ته ورکړې.عیني واقعیتونو ته په کتو،دغور خبره داده چې ددغو پیسو اصلي برخه داسې وسله وال پوځ ته ورکول کېږي چې په حقیقت کې د امریکایي ګټوپه خاطر په خپله خاوره کې دافغان وژنې پردۍ جګړه مخته بیایي.په خپله ولسمشر اشرف غني هم وایي چې پردۍ جګړه مخته وړو.
۵ـــــ په امریکایي نیواک کې دترهګرو په پلمه دخلکو په کورونوچاپې لګول کېږي،په سپو داړل کېږي،په امریکایي پټواو ښکاره زندانونو کې اچول کېږي،د بمونو بم مور پورې هر ډول وسلې ازمایښت او استعمالېږي، بې ګناه او ان افغان پوځیان وژلکېږي،خودافسوس خبره داده چې دوسله وال پوځ ویندویان په سپین سترګۍ په امریکایي بمباریو کې دبې ګناه افغانانووژنې دولس څخه پټوي او په نامردۍ سره وایي چې دا وژنه افغان ځواکونو کړې،نه امریکایي ځواکونو.
۶ــــ دنیواک په اوږدو کې په ټوله کې جګړه په پښتون مېشتو سېمو تپل شوېده، دپښتنو په وړاندې دجینوساید او دسیاسي واک څخه دلرې ساتلو سیاست روان دي.کوم شمېر پښتانه چې په سیاسي واک کې برخمن دي، هغوی په خټه پښتانه دي،خو اکثرا یې دپښتو او پښتونولۍ سره پردي دي.دغه پښتانه دې دا نه هېروي چې دنیواک او دهغه د پایلوتاریخي مسؤلیت هم دهمدوی په غاړه دی او تاریخي تور داغ به یي په تندی وي.
۷ـــــ د روان نیوک په لړ کې د امریکاله خوا د میلیاردونو ډالرو دمرستو احسان په افغانانو کېږي،خو واقعیت دادی چې امریکا دخپلولګښتونوپوره برخه دافغانستان څخه په پټه توګه دنشه اي توکو،یورانیم ،لېتیم زمرودو او لاجوردود قاچاق او لېږد څخه تر لاسه کوي،ځکه چې دځمکني او هوای ترافیک کنترول یې په لاس کې دی او افغان چارواکي هم ځان نه خبروي .
۸ــــ دامریکایي نیواک په ترڅ کې دجګړې دپاره رالېږل شوې دموکراسۍ په سیورې کې د ټولنیزو رسنیو ډېر پراخ جا ل خپور دی چې لویه برخه یي د بهرنیانو له خوا تمویلیږي او هم فعالیتونوته یئ د هغوې په تېره بیا امریکا له خوا لوری ورکول کېږي.ددغه جال له لارې د ځینو روڼ اندو په وجود کې په اګاهانه او یاهم غیراګاهانه توګه د پردیو کلتورونورواجونو،دیرغلګرو،نیواک او ښکېلاک په وړاندې دبې تفاوتۍ او پردۍ پالنې ذهنیت جوړونې دپاره شرمونکې هلې ځلې روانې دي.پر دغو برسېره دمیلونونو افغانانو په اېډز اخته کېدنه او نشه اي توکو روږدېدنه،حقیقت پټونه،په هرڅه کې او هره کچه دروغ وینه ،دوکه ،په جاسوسۍ ویاړنه،بدلمني او په تېره بیا په ماشومانو دجنسي تېریوپراخېدنه، دهر ډول فساد خپرونه دملي ارزښتونو سره پردی توب،دغه ټول دروان نیواک هغه سوغاتونه دي چې دمادي زیان تر څنګ يئ افغان ټولنه داخلاقو او معنویت لوېدلو سره مخ کړېده.
۹ــــ دامریکایي نیواک له برکته(!)دافغانستان په کورنیو چارو کې دبل هر وخت په پرتله دګاونډیو هېوادونو لاسوهنې ډېرې شوي او هم مو دهېواد جغرافیه زیانمنه شوېده .پاکستان په قبایلي سېمو او دډیورند خیالي کرښې ته نږدې خپل پوځونه ځای په ځاي کړيدي،ددغه کرښې په اوږدو کې یئ خندقونه جوړ او اغزن تارونه غځولي دي او په ځینو ځایونوکې خو دافغانستان خاورې ته هم راننوتي دي.
په پای کې دوړاندیز په توګه وایم چې یوازې په مقالو،اعلامو اوغندنو(په تېره بیا دښاغلي حامد کرزي له خوا)د هېواد روانه غمیزه او ستونزه اوارېدلی نه شي اودهېواد په وړاندې مسؤلیت څخه هم خلاصېدلی نه شو.همدا رنګه په یوازیتوب هم په دغه برخه کې هېڅوک هېڅ کولی نه شي.ګډ عمل اوګډې مشرتابه ته سخته اړتیا ده.نو ځکه خو تر هر څه دمخه هغه کسان چې دملي فکر،ژور درک،سیاسي پوهې، هوښیا رتیا او زړورتیا په وجه په ټولنه کې د ټاکلي نفوذ اوشهرت څخه برخه من شویدي،دا که دهېواد دننه او یا بهر دي ،دخپلو خلکو اواز دې دهېواد ژغورنې په خاطر واوري او دجګړې او نیواک دپای ته رسولودپاره دې په ګډه د پلې کېدلو وړیوې طرحې او مکانیزم جوړولو په غرض سره راټول شي،تر څو ولس ډاډمن اوملاتړ یې وکړي،په ولسي قوت او زور په جګړه کې ښکېلې خواوې په تېره بیا امریکا او افغان دولت (دافغان دولت درول او ملاتړ پرته امریکا دلته پاتې کېدلی نه شي)چې دافغان سولې کلي یې په لاس کې ده، دخپلې طرحې منلو ته وهڅوي اویا اړ کړي. په ګډه مشرتابه او ولسي ملاتړ سره به جګړه او نیواک پاي ومومي
د همدغه ارمان دسرته رسېدو په هېله.۷-۱۰-۲۰۱۷
۱ــــ دکابل نیوز خبري څانګه