د ځینو منابعو د خبر له مخی محمد اشرف غنی د افغانستان اولسمشر غواړی چی یو ځل بیا پاکستان ته د هغه هیواد د پوځ د لوی درستیز قمر جاوید باجوه په بلنه سفر وکړي.
لکه څنګه چی د کابل اداری سیاست د هیواد په دننه کی د واقعیتونو په بنا ولاړ ندی په همغه ډول بهرنی سیاست او په ځانګړی ډول د پنجاپی استعمار په وړاندې یی سیاست ماشومانه ، په واقعیتونو او ملي ګټو نه ولاړ سیاست دی چی د پاکستانی جنرالانو یوازی په راتګ ، په موسکا او د زهره ډکو ورو خبرو په ترځ کی بدلیږی.
که د یوې خوا د کابل د اداری مشر ښاغلی محمد اشرف غنی وایی چی پنجاپی استعمار ، دده د ښه نیت د لاس د ور وړاندی کولو په ځواب کی ده ته ورتو کوي او د بلی خوا د پنجاپی استعمار لومړی وزیر په امریکا کی داسی وینا کوي ته به وایی چی افغانستان د هغه یو ولایت وي یعنی دا چی هغه غواړی دلته د هند سیاسی او اقتصادی نفوذ صفر کړي.
په دی کی شک نه شته چی اشرف غنی به پاکستان ته د راتلونکی سفر په پایله کی به هیڅ لاسته رانه وړي او د پخوا په شان به یو ځل بیا د پنجاپی استعمار له خوا په شرمونو و شرمول شی او دده په اصطلاح نوموړی ته به ور (( تو)) کړي.
کله چی د پنجاپ د استعماری اداری کوم پوځی مشر افغانستان ته راشي بیا نو د کابل ډنډور چیان په اوتو بوتو سر شی چی ګواکی دا دوی د بریالی سیاستونو پایله ده چی د پنجاپ واکمنان کابل د راتګ د پاره اړ کیږی . خو تر ډیره بریده لیدل شوی دی چی پنجاپی چارواکو په کابل کی هم داسی چلندونه کړي دی چی ګویا دلته هم د دوی واک چلیږی.
دا چی د کابل د اداری مشر سره څه وایی او په څه خبری کوي د هغه څخه خو خلک په بشپړه توګه بی خبره ساتل کیږی . مګر د پنجاپی پلاوي د بیرته تګ څخه سمدلاسه د واکمنو کړیو مشران او غړي راغواړي تر څو د هغوی سره ددی سفر په هکله مشاوری ورسره وکړي. بیا همدا کسان هر یو په خپل وار سره نظرونه ورکوي چی تر ډیره بریده سره ورته نظرونه وي لکه چی د جنرال قمر جاوید باجوه د سفر څخه وروسته یی د پاکستان په وړاندې (( با تدبیره )) سیاست او د مخالفینو په وړاندی د (( بین الافغانی مذاکراتو )) مخته بیولو وړاندیزونه کړي دي . خو دا هغه مفاهیم دی چی هره ورځ د ډیر تکرار څخه یی خپلی اصلی ماناوې د لاسه ورکړي دی .
همدغو کړیو سره د نظریو شریکولو ته د کابل اداری مشر ښاغلی اشرف غنی ملی اجماع وايی.خو باید دا ټکی اشرف غنی درک کړی چی همدا واکمنی کړۍ د خلکو په منځ کی ځای نلری او نه د هغوی له خوا تاسو ته کومه سلا او فرمایش د باور وړ دی. اولس د دې کسانو څخه زیاتره یی په اداری فساد ، د خلکو په وژلو او ځورولو ،جرمونو او جنایتونو باندی تورن کوي.د خلکو په باور ځینې یی د افغانستان او ملی ګټو ته ژمن نه ، بلکی ځینی یی د پنجاپی استعمار په دسترخوان لوی شوي دي.
خو داسی ښکاري چی د پنجاپی استعماری پوځ د کابل د اداره د خبرو په ترځ کې ګواښلی وي دا وار هم ښایی د پاکستان د پوځ مشر ، د هغه هیواد د لومړي وزیر خبره چی ویلی یی و ، چی په افغانستان کی باید د هند اغیزه صفر ته راټیټه کړل شي ، اشرف غنی ته تکرار کړي وي. نو له دی امله نوموړی هڅه کوي چی د واکمنو کړیو د غړو او مشرانو سره خبري کوي.
د پنجاپ د پوځ مشر ددی له پاره چی په خپلو خبرو کی د کابل څخه امتیازات تر لاسه کړي په ننګرهار او کنړ ولایتونو باندی یی د درنو وسلو ډزی وکړې او دا ډزی تر اوسه روانی دي.
په دی کی هم شک نه شته چی په زرګونو د پنجاپ استعماری پوځ کوماندویی ډلګی او یا روزل شوی کسان په مختلفو نومونو او پردو لاندی په افغانستان کی جنګیږی.دا ډلګی هڅه کوی چی په داسی ټکو باندی فشار راوړي تر څو کابل د پنجاپ غوښتنو او فرمایشونو ته غاړه کیږدی.
خو بیا هم په افغانستان کی یو شمیر تش په نامه مزدور سیاستوال او یا د اوتو بوتو ویونکی شنونکی ادعا کوي چی دلته روانه جګړه نیابتی جګړه ده او ددی جګړی قربانیان افغانان دي . په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه ، دلته هند او پاکستان ، ایران او امریکا او یا روس او امریکا تر منځ اختلافونو ته په نظر کی نیولو سره هڅه کوي چی دا جګړه ددوی تر منځ روانه جګړه وبولی .
خو روانه جګړه نیابتی جګړه نه ده چی د هند او یا پاکستان له خوا دلته مخته بیول کیږی او دواړه هیوادونه هڅه کوی چی دلته د زور ښودنه وکړي . یا نه دا جګړه د ایران او امریکا ، یا روس او امریکا تر منځ روانه نیابتی جګړه ده چی دلته د جګړی اصلی اړخونه هڅه کوي چی دلته نفوذ ساحه پراخه کړي.
ځینی کسان بیا په افغانستان کی روانه جګړه ، د نړیوال تروریزم جګړه بولی چی غواړی د افغانستان څخه د خپلی اډې په توګه کار واخلی. خو راځي واقعیتونه وګورو ، تقریبا ۹۹٪ وسله وال کسان افغانستان ته د پاکستان له لاری ننوتلی او یا ننوزي . ایا ددی کسانو پاکستان ته راتلل او بیا هغوی افغانستان ته لیږل ، د پنجاپی استعمار د پټو سرچینو په بی خبری کی تر سره شوی دی او که د پاکستان پټې سرچینی د نړی څخه د مخالفو کسانو په راوستولو او افغانستان په لیږلو کی مرسته کړی او یا کوي یی.
په افغانستان کی روانه جګړه داخلی جګړه نه ده چی د افغانانو تر منځ روانه وي ، چې دا جګړه د بین الفغاانی مذاکراتو له لاری بنده شی . همدا خبره ده چی بین الافغانی مذاکرات او یا د افغانانو تر مشرتوب لاندی د سولی خبری کومه مانا او مفهوم نلري.
د کابل یو شمیر کسان ( تش په نامه سیاسی څیړونکی ) وایی چی دا جګړه د افغانانو تر منځ روانه ده. دوی په دی جګړه کی د بهرنیانو او په تیره بیا د پنجاپی استعمار رول کمزوری ښکاره کوي .
له همدی امله د کابل له خوا د وسله والو مخالفو ډلو سره د خبرو کولو د پاره د میکانیزمونو را منځته کول لکه د سولی عالی شورا ، قطر دفتر او یا داسی نور اقدامات چی د بین الفغانی مذاکراتو تر نوم لاندی تر سره کیږی هسی د وخت تیرول او د سلګونو میلیونو ډالرو بی ځایه لګښت دی.
دلته د جګړې اصلی اړخ ، افغانان نه دی بلکی پنجاپی استعمار دی چی نږدی څلویښت کاله کیږی چی د افغانستان په وړاندی په مختلفو نومونو سره جګړه مخته بیایی . ددی جګړی د مخته بیولو پلمی او نومونه توپیر کوي مګر موخه یی یوه ده. هغه د افغانستان تباهي.
د کابل چارواکی ( چی په افغانستان کی د پاکستان په وسله والو مداخلو باندی سترګي پټوي) تل ادعا کوي چی پاکستان به په افغانستان کی د سولی د راتګ د پاره بین الافغانی مذاکراتو ته لاره اواره کړي. دا دولت به د افغانستان مخالفین د مذاکراتو میز ته راولی او په دی ترځ کی به په افغانستان کی کورنی جګړه پای ته ورسیږی .
کابل ته د پنجاپی اشغالګر او وحشی پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په راتلو سره ، یو ځل بیا په افغانستان کی د پنجاپ مزدورانو د رسنیو له لاری ډنډوری پیل کړی دي چی کیدای شی د جګړې ختمیدو د پاره د مخالفینو سره سولی خبری پیل کړل شی. دوی ددی له پاره چی نړیواله ټولنه او افغانستان خلک دوکه کړی بیا نو وایی چی باید د خبری د افغانانو تر واک لاندی واوسي.
د جنرال باجوه سفر کابل ته په داسی حال کی تر سره شو چی د ننګرهار ولایت یو شمیر ولسوالی د پاکستانی وحشی پوځ تر درندو توپچي بریدونو لاندی وې. دا ډیره موده کیږی چی د ننګرهار ، کنړ او د هیواد نوری سیمی د پاکستان پوځ تر توپچی بریدونو لاندی دی ، په داسی حال کی چی ددی بریدونو له امله هره ورځ خلک وژل کیږی او کلی نړيږی مګر د کابل بی کفایته اداره د هغه په مقابل کی کوم غبرګون نه ښکاره کوي.
جنرال باجوه خپل سفر هم په داسی حال کی تنظیم کړ. چی په افغانستان د پنجاپ پوځی بریدونه روان و. دا په دی مانا دی چی جنرال باجوه غوښتل د کابل اداری غوږونه د توپچی بریدونه په لړ کی ور تاو کړي او هم د خبرو له لاری هغوی دی ته راوبولی چی د پنجاپ غوښتنو ته غاړه کیږدي.
په تیرو څلویښتو کلونو کی په افغانستان کی جګړه روانه ده په میلیونو کسان ووژل شول ، هیواد په کنډواله واوښت . مګر تر اوسه د کابل چارواکی په دی نه پوهیږی چی ددی جګړی موخه څه ده ؟ او ددی جګړی اصلی اړخونه کوم دي؟
دوی کله نړیوال امپریالیږم په دی کی ګرم بولی او کله وار نړیوال تروریزم . کله وار وایی چی دا جګړه د پاکستان له خوا د افغانستان په ضد نه اعلان شوي جګړه ده. کله وار دا جګړه بین الافغانی جګړه بولی چی اړخونه یی یوازی افغانان دی او د دوی تر منځ د خبرو په نتیجه کی پای ته رسیږی.
وایی چی دروغجن حافظه نه لری بیا کله وار همدا چارواکی وایی چی دلته جګړه افغانی نه ده بلکه په افغانانو را تپل شوی ده او یوازی قربانیان یی افغانان دي. کله وار د کابل ارګ مشر ښاغلی اشرف غنی وایی چی دوی د تروریزم په وړاندی مبارزه کوي هغه تروریزم چی نړیوال دی او افغانان یی په لومړی کرښه کی دی .
باید ووایو چی د کابل ارګمشر ښاغلی اشرف غنی هم تر اوسه پوری د روانی جګړی څخه کوم ښکاره او دقیق تعریف نلری . نوموړی هم زیاتره وخت دا جګړه د پاکستان له خوا نه اعلام شوی جګړه بولی او کله وار بیا د لویدیز د ملاتړ د تر لاسه کولو دپاره بیا وایی چی دلته مختلفی تروریستی ډلی فعاله دی چی د افغانستان څخه نه دي.
د کابل ارګ مشر ددی په ځای چی د پاکستان په وړاندی یو دقیق ، ښکاره او سنجول شوی دریز ولری نامعلوم وړاندیزونه کوي ، مثلا وایی هغه تیار دی چی د پاکستان سره په هره موضوع ( ؟) خبری وکړي او هم دی تیار دی چی د مخالفینو سره بین الافغانی مذاکراتوته کښینی . د بلی خوا ددی همکار یو ګام مخته ځي وایی چی دولت د مخالفینو په وړاندی کوم شرط نلری او که مخالفین شرط لری هغه دی بیان کړي.
تیرو شپاړسو کلونو کی د اسلام اباد مشران په ښکاره ډول سره د افغانستان په وړاندی د جګړی مخته بیولو اقرار کوي او هڅه کوي چی نړیوالو ته دا ښکاره کړی چی د دوی دا مداخله او لاسوهنه په افغانستان کی د هند د اغیزی د مخنیوی د پاره تر سره کیږي. ښایی د پنجاپی پوځ مشر نوموړی ټکی ته اشاره کړي وي:
که چیری د پنجاپ پوځ داسی یو څه ویلی وي چی افغانستان دی د هند سره په خپلو اړیکو کی کموالی راولي . بیا دا په دی مانا دی چی افغانستان یو خپلواک هیواد نه دی او هغه څه باید وکړی چی پنجاپ یی وایی .
ډیره د افسوس خبره ده کله چی د پنجاپی استعماری اداری لومړی وزیر په امریکا کی دی ټکی ته اشاره وکړه د کابل د بهرنیو چارو وزرات کارکونکو ځانونه بی خبره او کاڼه کړل.
د پنجاپ د پوځ لوی درستیز د خپلو خبرو په ترځ کی څرګنده کړي ده چی دده خبری ګټورې وې. دا ښکاره ده چی د پنجاپ پوځ مشر کابل ته ددی سفر څخه دوې موخې درلودې:
لومړی : هغه په دی لټه کی و چی پاکستان د نړیوال ګوښه کیدو څخه وساتی او هغه فشار چی د امریکا له خوا په هغوی باندی راځی د هغه څخه ځان وژغوري.
دوهم : د پاکستان پوځ لوی درستیز هڅه کوله چی په دی خپرو کی ، سرحد د ټینګولو په نوم په افغانستان باندی د ( ډیورینډ ) کرښه رسمی کړي.
دریم : ښایی د کابل د مشرانو څخه یی په بهرنی سیاست کی ځینی ژمنې اخیستي وي.
ښکاری چی همدی لوی درستیز هم د پخوانی لوی درستیز په شان اشرف غنی ته ځینی ژمنی ورکړي وي لکه چی اشرف غنی د هغه د ژمنو په نتیجه کی ویلی و، چی افغانستان ته سوله په کالونو او میاشتو کی نه بلکه په اونیو کی راتلونکی ده. ښایی پخوانی لوی درستیز داسی ژمنی ورکړي وې چی مخالفین به دی ته اړ کوي چی د کابل تابعیت وکړي. مګر هغسی ونه شول دری کاله تیر شول.
په تیرو دریو کالونو کی کابل د پنجاپ څخه هیڅ هم ندی تر لاسه کړي ، مګر پنجاپ وکولی شول ډیر څه تر لاسه کړي لکه:
لومړی : پنجاپی استعمار د ډیورینډ د استعماری کرښې په اوږود کی ډیر تاسیسات جوړ کړل او په دی ډول یی د ډیورینډ کرښی ته رسمی پڼه ورکړه.
دوهم : اشرف غنی اولسمشری ته د کیمپاین په ترځ کی ویل چی د پولی دواړو خواو خلکو ته به د ازاد تګ راتګ زمینه برابروي او په دی لاره کی به خنډونه له منځه وړي. مګر هغه د پنجاپ د فشار له امله دی ته اړ شو چی د پولی دواړه غاړی خلک به پاسپورت او ویزه اخلي او په دی ډول پیښور او کوټه د کابل څخه په رسمی توګه بیل کړل شول. دا ځکه چی پخوا کوټه او پیښور ته د ویزه اړتیا نه وه.
دا ښکاره ده چی کابل ته د جنرال قمر جاوید باجوه راتګ یوازی او یوازی د پاکستان په ګټه دی او افغانستان ته کومه مثبته پایله نلری. باید ووایو چی د پنجاپی پوځ د توپونو د ډزو په ملاتړ سره د جنرال قمر جاوید باجوه سفر ، په دی مانا دی چی کابل باید د پنجاپ سره خبرو ته کینی او د هغه فرمایشونه ومني.
دا پوښتنه را منځته کیږی چی د کابل ارګمشر ولی د پخوانیو تجربو څخه زده کړه نه کوی ؟
پخوانی اولسمشر ښاغلی حامد کرزی په ښکاره ددی له پاره چی د سولی د راتګ او د جګړی د پای ته رسیدو له پاره د اسلام اباد همکاری تر لاسه کړی نږدی یو ویشت وار یی اسلام اباد ته سفر وکړ او د چارواکو سره یی خبری وکړی ، په همدی اندازه د اسلام اباد واکمنان کابل ته راغلل او د حامد کرزی او نورو چارواکو سره وغږیدل ، خو کومه پایله یی نه درلوده.
باید ووایو چی کابل ته د جنرال باجوه راتګ د سولی او امنیت په راتګ کی کوم رول نلری بلکی جنرال باجوه په دی بریالی کیږی چی خپلو موخو ته ځان ورسوي.
د کابل ارګمشر او د هغه انډیوالان باید په دی پوه شی چی د افغانستان په وړاندی د پنجاپ پوځ ستراتیژی هیڅکله بدلون نه شی موندلی البته د شرایطو په بدلون سره دوی یوازی د وسایلو په کارولو کی توپیر راولي.
د پنجاپی استعمار فکر دا دی چی : په سیمه کی افغانستان او یا پاکستان په نوم دوه هیوادونه وجود نه شی درلودلی باید یو یی ړنګ شی تر څو دوهم یی خپل ژوند ته دوام ورکړي.
همدغه خبره ده چی د پنجاپ ستراتیژی د افغانستان په نابودی باندی ولاړه ده. دا دوی د ستراتیژی اصلی موخه ده او ددی ستراتیژی د عملی کولو د پاره د مختلفو ( پوځی ، سیاسی ، اقتصادی، ...) څخه کار اخلی. د افغانستان په ضد به د پنجاپ تخریبی عملیات تر هغی روان وي تر هغه چی افغانستان وجود ولري.
د پنجاپی استعمار څخه د نه لاسوهنی او د سولی په ټینګښت کی د مرستی توقع کول د کابل د چارواکو په سادګی باندی دلالت کوي او یا دا چی دوی غواړی د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه دوکه کړي.
د ( بین الافغانی خبرو ) مفهوم د لومړی ځل د پاره د داکتر نجیب له خوا رامنځته شوی دی . هغه ډیره هڅه وکړه چی مخالف پوځی – سیاسی تنظیمونه د ده سره خبرو ته کینی. تر څو دده په اصطلاح د ( ملی روغه جوړه) ستراتیژی بریالی کړل شی.
داکتر نجیب د خپل پروګرام ( خوب) د عملی کولو د پاره په ټولو امکاناتو سره هڅه وکړه چی مخالف تنظیمونه دده د حکومت سره خبری وکړي او لدی لاری یوې هر اړخیزی موافقی ته ورسیږی . هغه په داخل کی هم ددی موخی له پاره یو شمیر ګامونه پورته کړل . د خپل اړوند ګوند ( خلک دموکراتیک ګوند) نوم یی ( وطن ګوند ) ته واړوه. یو زیات شمیر وزارتونه یی غیر ګوندی کسانو ته ورکړل . لومړی وزیر یی هم غیر ګوندی مقرر کړل.
همدارنګه یی دملګرو ملتونو تر نظر لاندی د موقت حکومت د جوړیدو له پاره طرح ومنله او خپله هم په رسمی توګه له دندی ګوښه شو ، خو بیا هم مخامخ اړخ دده د پروګرامونو سره کومه علاقه نه ښودله. هغوی ټولو د حکومت چپه کیدل غوښتل.
خو داکتر نجیب د پورتنی میکانیزم په رامنځته کولو سره بیا هم خپل هدف ته ، چی په افغانستان کی سوله او امنیت و ، ونه رسید . دا ځکه چی پنجاپ او تهران نه غوښتل چی په افغانستان کی سوله او امنیت راشی ،. نو ځکه د بین الافغانی مذاکراتو ، ملی روغه جوړه او نور داسی میکانیزمونو کومه مثبته پایله ورنکړه.
لنډه دا هغه څه پیښ شول چی جنرال ضیاالحق یی ارمان کاوه ، د کابل سوځیدل او ورانیدل ، او یا د نواز شریف موخه چی د ۲۰۰ کلنی اردو ړنګیدل و.
پنجاپ خپلی موخی ته ځان ورسوه. کابل لوټی لوټی شو، وسوځید ، په سلګونو زره خلک شهیدان او یا ټپیان شول. د افغانستان اقتصاد ویجاړ کړل شو، اردو د تنظیمونو تر منځ وویشل شوه، قوی مرکزیت له منځه ولاړ . په ټول افغانستان کی د ښوونځیو او پوهنتونو دروازی وتړل شوې. اکثریت اکاډیمیک کسانو هیواد پریښود او پاتی یی ترور کړل شول .
ددی په اړخ کی پنجاپ هڅه کوله چی کابل هضم کړي مګر ایران هم خپله برخه غوښته ، ایران هم په دی هکله د پنجاپ سره سیالی کوله حتی د ښکاره پوځی برید ګواښ یی هم وکړ، خو د امریکا د فشار له امله ایران د پوځی برید څخه ډډه وکړه.
یو شمیر تش په نامه څيړونکی وایی چی اوس شرایطو بدلون موندلی دی او د پاکستان پوځ دی ته تیار دی چی بین الافغانی مذاکراتو ته غاړه کیږدي.
د داکتر نجیب ، حامد کرزی واکمنیو او د اشرف غنی د لومړنیو دری کالو تجربو دا په ډاګه کوي چی د پاکستان څخه د سولی طمع کول ساده ګی ده او که چیری د کومی خبری د بین الافغانی مذاکراتو تر نوم لاندی تر سره کیږی هغه به هسی اوتې بوتې او بی ګټې خبرې وي.
دا ځکه چی اسلام اباد فکر کوي تر هغه افغانستان وجود ولری د پاکستان وجود ته ګواښ دی دا ګواښ هغه مهال له منځه ځی چی افغانستان د پنجاپ تر مستقیم او یا غیر مستقیم کنترول لاندی راشی او یا تجزیه شی . د پنجاپ په ستراتییژی کی د افغانستان موجودیت د پنجاپی استعمار د تباهی سبب ګرځي .چی که چیری یو ځواکمن کابل وجود ولری په هغه صورت کی کیدای شی د پنجاپ د استعمار لاندی اولسونه ( پښتانه ، بلوڅ او نور ) د خپلو حقوقو ( خپلواکی ) د ترلاسه کولو د پاره د کابل ملاتړ تر لاسه کړي.
باید ووایو چی پاکستان هیڅکله د افغانستان په ضد جګړه نه دروی د افغانستان په ضد به د پاکستان جګړه تر هغی روانه وي تر هغه چی دواړه هیوادونه په سیمه کی وجود ولری ، که چیری یو ددی هیوادونو ( پاکستان یا افغانستان ) له منځه ولاړ شی د پاکستان له خوا روانه جګړه هم ودریږی. همدا خبره ده چی دا څلویښت کاله کیږی چی پنجاپی استعمار د افغانستان په وړاندی د تباهی لوبه مخته بیایی ، مګر د کابل ساده ګان سترګي په پټوي.
د کابل د پاره اړینه ده چی د خپل ځان د شتون او د ملی سترو ګټو د تر لاسه کولو د پاره ، د پنجاپی استعمار په وړاندی ورته د پنجاپ د تباه کولو لوبه مخته بوزي .
د واقعیتونو په څیړلو سره دا ممکنه ده چی که چیری د کابل واکمنان د خپل وطن لوړې ګټي تر هر څه مهمی وګڼي په هغه صورت کی دا لوبه د افغانستان خلک د پنجاپ د استعمار لاندی خلکو په همکاری سره ګټلی شی. دا ځکه چی د پنجاپی د استعمار تر واک لاندی خلک نه غواړي چی د اسلام اباد امرونه ومنی او هم د دوی طبعی منابع د پنجاپ له خوا لوټ کړل شي.
همدا خبره ده چی کابل باید د پنجاپ په وړاندی په خپل سیاست کی د پنجاپ د استعمار لاندی پښتنو او بلوڅو د خپلواکی له پاره مبارزو څخه ملاتړ ته ځانګړی ځای ورکړي. دا د کابل تاریخی او ملي مسوولیت او دنده ده .
داسی فکر کیږی چی پورته یاد شوي هغه ټکي دي چی د اشرف غنی ورته پام نه دي .
کابل ته د جنرال باجوه سفر ددی سبب شو ، چی د امریکا متحده ایالاتو مشران پاکستان ته بیا دا موقع ورکړي چی په خپلو سیاستونو کی بیا کتنه وکړي.دا د پنجابی استعماری اداری د پاره یو برۍ ګڼل کیږي.
په تیرو شپاړسو کلونو کی د پنجاپ استعماری اداری د خپلی فعالی دیپلوماسی او پوځی لاسوهنو په پایله کی وکولی شول چی کابل ډیر شا تګ ته اړ کړي.
لکه د ډیورینډ د منحوسی کرښی سره د تاسیساتو جوړول، د دی کرښی دواړو غاړو په پاسپورټونو او ویزه سفر کولو ته اړ کول، په غیر مستقیمه توګه د کابل له خوا د ډیوریند کرښی په رسمیت پیژندل او داسی نور. خو د پنجاپ دا بریالیتوبونه موقتی دی . دا هیڅکله دایمی نه شی کیدای . دا ځکه چی دلته یو اولس ( پښتون) پروت دی . هغه اولس چی هیڅکله د هغی ترمنځ بیلتون نه شی راتللی. دا اولس یووالی غواړی او غواړی چی په یوه متحد هیواد کی ژوند وکړي.
په داسی حال ک چی د کابل حکومت د نړیوالو د پراخ ملاتړ څخه برخمن و، او هم د ډیورینډ د دواړو خلکو ملاتړ ورسره و، مګر بیا هم ویی نه شول کولی چی خپلی ملی ګټی خوندی کړي.
دا ځکه چی د کابل ارګ او د بهرنیو چارو کارکونکو تر ډيره بریده تنظیمی ګټو ته پاملرنه کوله د دوی د پاره ملی ګټی مهمی نه وي او زیاترو ته خو اوس مهمی نه دی.
د کابل ارګ مشر ته اړینه ده چی د پنجاپی استعمار په وړاندی ورته کړنلاره ( تباهی) خپله کړي ،هغه چی د افغانستان د تباه کولو پلانونه عملی کوي بیا دی کابل هم د پنجابي استعمار د ړنګولو او د پنجاپی استعمار تر واک لاندی د محکومو اولسونو د خپلواکی پلانونه تر لاس لاندی ونیسی.
د پنجاپی استعمار په تباهی کی د ټول افغانستان یووالی ، ابادی او سرلوړي نغښتي ده.