درنولوستونکو! غواړم په دې ځای کې د خپلوهېوادوالو د راتلونکي ژوند، سولې او بهرني ناوړه سياست په اړه چې پرموږ تپل شوی د خپلوګټو په خوندي کولو يوڅه وليکم چې د افغانستان بهرنی سياست د نړۍ له ولسونوسره د دوستۍ اوهمکارۍ په اساس ولاړ يوسياست دی چې په دې کې موږ کولای شو برياليتوب اوخپلې ګټې په کې تامين کړو.
کله چې موږ د خپلوګټو په اړه خبرې کول غواړوپه دې هېوادکې د ټولنيزعدالت ټينګول اود بشري حقوقو احترام د افغانستان د سولې يوازينۍ وسيله ګرځېدای شي، په دې بدو اوناوړه حالاتوکې چې نن په موږحاکم دي، زموږ زړونه د ابادۍ، خوشحاليو لپاره هرکلی کوي، زموږ فکرد دې لويې نيک بختۍ تامين ته د هغو ولسونولپار وقف دی چې تراوسه لا د دې لوی نعمت څخه چې هغه په افغانستان کې د سوله راوستل دي محروم پاتې شوي دي.
د کاميابو، سوله ساتو او خپلواکو ملتونو خوشحالي په يوه ټولنه کې هغه وخت پوره کېدای شي چې د نړۍ ټول وګړي يو ډول د خپلې خپلواکۍ اومشروعوحقوقو له نعمت څخه ګټه واخيستلای شي، له دې حقوقوڅخه زموږ د افغان ملت محروميت په هغو ټولنوکې چې د خپلې سولې، خپلواکۍ اوخپلوحقوقود غوښتلو لپاره مبارزه اومجادله کوي، لازيات زموږ د پرېشانۍ سبب شوی دی، په تېره بيا چې افغان ملت خپلې ټولنې ته ستون شوی او د دوی رواه غوښتنې په دې ځای کې ترتهديد اوفشارلاندې هم نيول شوي، چې افغانيت اوبشريت هم د داسې مصيبت له زغملوڅخه نن منکر دی. سره له دې هم په افغانستان کې اکثره ځوانان دکار اوسياست له پلوه په قوي روح خپل مسالمت کارانه سياست تعقيبوي اود خپلوحقوقو د غوښتلولپاره د ملاتړ په لاره کې خپلواخلاقي اوتاريخي دندوته نورهم دوام ورکوي چې په دې کارسره به وکولای شي دغه ټولنه کې دوی خپل ژوند اوسياست ته يومثبت بدلون ورکړي.
زموږ ملت د سولې له ملي جشن څخه په خپله خاوره کې د بهرنۍ نړۍ له خوا د افغان سياستوالوله لاسه يو محروم ملت ګڼل کېږي، نن يوځل بيا له خپلې خپلواکۍ اوسولې څخه محروم ملت دی، دولتي ادارې يې په خپل واک کې نه دي، حکومت يې کمزوری دی، د هېواد په ګټه سياستوال کار نه کوي، د پردۍ نړۍ د غلامۍ زنځيرونه دواړو رئيس جمهورانو په غاړه کې نن اچولي دي، لنډه دا چې د افغان ملت په خپل خدای ډېره کلکه عقيده ده، چې د خپل خدای په مهربانۍ لکه څنګه چې ډېرې ټولنې ابادۍ او خپلواکۍ ته له جګړې وروسته رسېدلې اورسېږي موږ به هم د خپل تاريخي اوفطري حق په غوښتلو اواخيستوسره که خدای کول په افغانستان کې بريالي او د ژوند په خوږو به ماړه شو.
موږ همېشه غواړو اوغوښتي مودي چې د افغانستان د ابادۍ اوترقۍ په اړه غوښتنې ولرو او غواړو، چې دغه ملت بيداره شي، له خواږه خوبه راويښ شي، له نورو ملتو سره د سيالۍ په ليکه کې د برياليتوب په لاره ودرېږي، بل زموږ ملت په هره برخه کې وکولای شي له نورې نړۍ سره نږدې اړيکې پيداکړي، د ملګروملتو د مقرراتو اړوند اود نړۍ د دې څنډې د سولې د دوام په نيت حمايت شي اوپه دې لاره کې بايد له هېڅ ډول ستونزوڅخه نور ونه وېرول شي اوځان خپلو اهدافو اوموخوته ورسوي.
سوله اوخپلواکي نن سبا په افغانستان کې د هرافغان خپل فردي حق اوشعاردی چې ترلاسه يې کړي اوخوشحالي پرې وکړي، د سولې په مجادله کې هغه ځوانان چې بوخت دي له دې کبله دي چې آزادي د هر ولس خدای وربخښلی خپل حق ګڼي، افغان ملت دې په دې خبره يقين او باور ولري، چې د کار اوعملي اقداماتوپه نتيجه کې به موږ وکولای شو چې بېکاره څېرې د سياست له ډګرڅخه شاته کړواوځای به يې هغه چاته وسپارل شي چې په راتلونکي کې به د دوی تائيدات او غوښتنې بيا همدغه د اهل کسان پوره کوي.
لکه څنګه چې موږ د خپلې خاورې اوسولې د راوستوپه اړه خبرې کول غواړو، د افغانستان اونورې دښمنې نړۍ سياسي مناسبات زموږ د خاورې د ابادولو په اړه نه دي اصلاح شوي، بلکې په کابل کې لا نوره هم سياسي فضاء د خړېدو په حال کې ده، چې په نتيجه کې افغان ملت د دې پېښې په زياتېدوسره خفه دی اوله خپل حکومت اونړۍ والې ټولنې په جدي توګه غوښتنه کوي چې د سمون لپاره عاجل او اړين اقدامات ترسره شي، مګر له بده مرغه چې دغسې مسئلې ته څوک د خپلوشخصي ګټوپه وړاندې کوم اهميت نه ورکوي اوپه دې هېوادکې يې د سولې مسئله څوسوه کاله نوره هم شاته غورځولې ده، چې په هغې دې په رښتينې توګه څوک کار وکړي، حال داچې پنځلس کاله وشول چې د سولې د عالي شورا تش په نامه موږ يوه اداره هم لرو، چې کارکوونکي يې په ډېرلوړ معاش سره په دغه اداره کې کارکوي ولې تراوسه پورې دوی په هېوادکې يوجنګيالی هم د سولې ميزته په خپل وخت حاضرنه شوکړای.
د خپل حکومت اوخپلوهېوادوالوپه اړه د ګټې لاره په دې خاوره کې چاه موږ ته نه ده په ګوته کړې، چې موږ دې په هغه لاره روان اوخپل ځانونه دې له دې ناوړه جګړې څخه د ساحل غاړې ته کړو، بلکې دا ټولې جګړې اوناوړه کارونه اوتنګول د تاريخ په اوږدوکې د دې لپاره پرموږ وشول اوکېږي چې له هرپلوه زموږ بېکاره سياسي لوبغاړي اوترڅنګ يې بهرنيان په دې لاس پورې کړي، چې خپله ګټه په کې وويني او دوی وکولای شي موږ له خپلومشروعو حقوقو اوهيلوله ملګرتيا اوطرفدارۍ څخه خلاص کړي.
غواړم دا خبره ټول افغان ملت په ځانګړې توګه پښتنوته څرګنده کړم، چې د افغانستان په ناوړه جګړه کې زموږ د زلميانوسياسي موقف هماغه دی، چې زموږ وينه به د خپل هېواد د ابادولو لپاره رنګ راوړي اوهېڅ ډول فشار او زور به د افغانستان دښمنان که هغه په داخل کې دي اوکه په بهرکې دي ونه شي کولای چې له خپل سياست څخه وګرځوي، بلکې موږ په دې برخه کې خپلو مشرانواوترڅنګ يې بهرنيانوته ډېر ښه نيت لرو اوغواړو، چې د ورورۍ اوبرابرۍ پربنسټ له ټولې نړۍ سره نږدې اړيکې رامنځ ته کړو اوهغه سياسي اختلافات چې افغان حکومت په کې راګيردی په پراخه سينه د دوستۍ له لارې له نورې نړۍ سره د تل لپاره حل کړو.
د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د پښتنوهېلې اوحقوق د نوروحکومتونو او ملتونو په نزد په خپله خاوره کې مشروع اوسالمې دي، که د افغانستان سيمه ييزدښمنان غواړي، چې د حقايقو په پټولو اويا په زور اوقوت سره په افغان ملت فشار راوړي اودغه د جګړې مسئله نوره هم ګرمه وساتي، حل اوفصل يې نه کړي اويايې له حل کولوڅخه بېخي انکار وکړي اود افغانستان خلک په ازاد ډول د خپلوسياسي فعاليتونو له حق څخه محروم کاندي په دې صورت کې لکه څنګه چې موږ په خوا ويلي دي بيا هم وايو، چې دا رويه ناوړه ده اودا لاره دکاميابۍ په خوا نه ده تللې، د افغانستان ټول ملت اوبيايې دولتي ادارې سره نه شلېدونکې اړيکې لري، چې دوی دې سره جوړ نه شي يوه ورځ به بياهم که فکر وکړي سره جوړېږي.
له دې کبله موږته په کارده، چې د خپل سرنوشت او ژوند مسئله د افغان ملت د هرسړي د عواطفو جزګرځېدلې ده، بل دا ناوړه سياستونه اوبېکاره سياسي څېرې په هېوادکې موږ دې ته اړکوي، چې د افغانستان حکومت اوخلکوته دا ښکاره کړو، چې کومې ملي مجادلې چې د افغان حکومت خلکو ته د سولې حق ورکړي هغه د ابادۍ خلکوته هم ورکوي اوپه يقين سره به دغه حق د خپلو هېوادوالو په لاسونوکې که ژوند باقي وه وګورم اوپه سوله کې به تريوه چترلاندې ژوند کوو.
څرنګه چې هرملت اوبيا هرهېواد د سولې، د خپلو ګټواوتوليداتو په زياتولوسره کوښښ کوي موږ هم اړيوچې له ګاونډيو هېوادونو سره د خپل هېواد اړيکې ټينګې کړو اودا توسعه خپلو سياستوالوته وکړو، چې د دې مناسباتو د لازياتولو هيله په معمول صورت اود خوښې وړ شرايطو په متقابل احترام او ووروۍ په بنا بايد جريان پيداکړ، هغه يوازينی مملکت چې موږ تراوسه پورې ورسره د خپلوسياسي کشالوپه هوارولوکې بريالي شوي نه يو اومتاسفانه په دې لاره کې زموږ خوارۍ لکه څنګه چې زموږ آرزو ده سر نه دی نيولی، هغه پاکستان دی. د پاکستان له حکومت سره زموږ د اختلافاتو د جاري پاتې کېدو يوازينی دليل د پښتونستان د کشالې په اړه د هغه مملکت له پاليسۍ څخه عبارت دی، چې تراوسه پورې دغه کشاله د افغانستان اوپاکستان د حکومت ترمنځ نه ده هواره شوې د افغانستان موقف په دې اړه څرګند اوښکاره دی او وخت په وخت عامو خلکو ته اعلان شوی دی.
افغانستان د همېشه په څېر د حق اوعدالت اخلاقي اوبشري مکلفيت اوله هغو نه شکېدونکو اړيکو په اساس اوايجاب چې د پښتونستان له ملت سره يې لري د هغه ملت د مشروعو آرزوګانو اوحقوقو اوغوښتنو ملاتړکړی اوکوي يې.
افغانستان هروخت د روغې جوړې د بنياد ټينګارترسترګولاندې ساتي اود دې کشالې د هوارولو لپاره يې هم د پاکستان له حکومت سره د مفاهمې لاراوهم يې په پاکستان کې خپلو طالب وروڼو ته د توصيې کولو په وسيله هېڅ کمی نه دی کړی اودا ځکه چې ترڅو پورې د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د پښتونستان قضيه هواره نه شي نو د نړۍ په دې څنډه کې د روغې او امن ټينګول امکان نه لري اوهمدغه شان د ښو اړيکو، مرستې اوملګرتيا پيداکېدل چې د دې سيمې د نيکبخته ژوندانه له لوازموڅخه دی له امکان څخه يوه لرې خبره ده.
د تاريخ په اوږدوکې د جهادله دورې څخه رانيولې ترطالب اوبيا داعش پورې د پاکستان د حکومت له سياسي سرتمبګيو سره به د افغانستان حکومت بياهم داکوښښ وکړي، چې د دې کشالې د هوارولولپاره د پښتونستان د خلکو دکاملې رضا اوقناعت سره د روغې جوړې په لاره روان پاتې اوهغه څه به زموږ په ګټه تمام شي دکوموچې نن موږ په خپل هېواد کې هيله لرو.
کله چې د خپل ځان اوله خپلې خاورې څخه د جګړې د لرې کولو په اړه خبرې کول غواړو، نود افغانستان سياسي موقف د دې خاورې د خلکوپه مشروع تکل اوخپلواکې ارادې باندې نن بنا دی دا ځکه خو په نړيوالومقرراتو، په بشري اخلاقو اوحقوقي مناشيرو د خپلو پرنسيپونوپه عدالت اوسوله د امن اوهوسايي په ارزوګانو اود نړۍ د خلکو او ملتونوترمنځ په ورورۍ باندې متکي دی، چې دا اصل يوازې اوهمدا اصول په مجموعي توګه د بين المللي ژوند اوبشري اړيکو خورا محکم اساس تشکيلوي اود افغانستان حکومت نن پرې پوره باور لري، چې دغه مضبوطې ستنې هېڅ کله بشري طاقت نه شي لړزولی اويوه ورځ به افغان ولس په خپل کورکې په هردښمن باندې که هغه د جهاد په جامه، د طالب په جامه اويا د داعش په جامه کې وي موږ به خپلوموخوته رسېږو اويو بريالی ملت به د نړۍ پرمخ راپورته کېږو.
نن د نړۍ په کچه افغانستان د ټولو خير غوښتونکو افکارو، له هرې خوا اوله هرلور نه چې وي خو چې د مفاهمې لارې د نننۍ جګړې لپاره پرانيستل شي اودغه حکومت اوملت به هم ورته هرکلی وکړي اوداسې لاسوهنې اومداخلې چې حالات نورهم ګډوډوي اود نړۍ د دې څنډې سوله او روغه جوړه په افغانستان کې خرابوي او بدې پايلې لري موږ يې په کلکو ټکو او الفاظو عاملين غندو اود تاريخ په پاڼوکې يې نومونه په بدنامه سره ثبتول غواړو، ځکه په افغانستان کې د سولې، ابادۍ، رښتيني پرمختګ اوبې ځايه وژنو او ځانمرګو بريدونو په اړه ټولوسياستوالوخپل امتحان ورکړی اود هرې حملې مسؤليت يې هم په خپل وخت کې په غاړه اخيستی چې اوس به دغه ملت ته په کوموسترګو ګوري اوپه کوم ډول به د افغانستان په سياست کې خپله ناوړه اوناکامه څېره څرګندوي، چې په حقيقت کې دا خلک د افغانستان په ګټه نه دي دا د نورې نړۍ غلامان دي اود افغانستان په ورانولو پسې يې سوي لرګي را اخيستي، چې دا يوهم د دې خاورې اودې ولس په ګټه نه دي اونه ورته کارکوي.
په دې ځای اوننني عصرکې په کارده چې خپلو افغانانو وروڼو ته د غوره کدرونو په ګومارلوسره د حکومت په دننه کې مبارکي ووايو، د هغوی دنيمګړتياوپه ګوته کولوسره يې په کلکه مقابله وکړو، خپلې نيکې هيلې اوقلبي تمنيات له افغان ملت سره د سولې په راوستو اود جګړې په ختمولوکې شريک کړو، په ډېرکامل يقين اوباور دوی ته دا ډاډ ورکړو، چې خدای د حق حامي دی اود ملتونو سپېڅلې مجاهدې خپلوبرياليتوبونو اوکاميابيو ته رسېدلې دي، نوموږ به هم هرو مرو په خپلوحقيقي ارزوګانوکې برياليتوب اوکاميابۍ ته يوه ورځ رسېږو.
د خپلې خاورې اوننني جګړه ځپلي ملت په اړه که موږ هرڅومره خبرې وکړو خو زموږ هدف د دوی له دې جګړې څخه خلاصول دي، موږ نن ورځ په يوداسې باريک موقف اوحساس موقعيت کې واقع شوي يو، چې په هغه کې زړه نازړه توب، غفلت، غلامي، شخصيت اوپېسې خوړل نه ځاېږي چې موږ دې نوردغه اعمال د خپلې خاورې د ابادۍ په وړاندې وکړو، بلکې دلته په شخصيتونوګوتې وهل په کاردي، هغوی پسې په پوره اخلاص ودرېدل په کاردي، د خپلو ملتو ځای په ځای کولوته سخته اړتياليدل کېږي، د غلامو څېرو سرونه پرېکول په کاردي اوبلاخره د افغانستان په ابادولوکې د ټول ملت ونډه اخيستل په کاردي.