دشهيد بهرام خيل ( صالحي ) زوکړه
دننګرهارولايت هغه ادب پروره او ارواپاله سيمه ده چې ډېر شاعرانو او ليکوالانو دلته خاپوړې کړي دګلورينو درو ل ه جلال او جمال يې په ځوليو ، ځلوليو رنګونه اخيستي چې بيايې دغزل ناوې ته دغه رنګونه په سترګو کې رانجه ، په لاسونو نکريزې ، په مخ خالونه اوپه تو اوربل ګلونه کړي دننګرهار له نامه سره زمونږ دروند پښتون کلتور او حماسو ډېرې کيسې تړلي دي . ننګرهار ولايت يوه ولسوالۍ دخوږيانيو په نوم ياديږي په کال (١٣٣٢هـ ش ) دهمدې ولسوالۍ دکمبودسيمى ديومخور شخص حاجي خدرخيل په کور کې دقلم او ژبې يو ګلالى شخصيت پيداشو .
حاجي خدرخيل ددغې ښکلي ګل غوړيدل دخپل بارى ذات لطف او شفقت وګڼه ، نوځکه يې خپل زوى ته بهرام خيل نوم کيښود . که د خوږياڼيوولسوالۍ دکمبو سيمې ته دطبعى وضعيت له مخې وکتل شى نو دا يو ه غرنۍ سيمه ده چه دخوږياڼيو دولسوالۍ او ملک يار هوتک دليسې څخه په ډېره لرى فاصله واقع ده نو صالحي د ژوندانه د ډېرو مجبوريتونو سره سره په تودو او سړو ورځو کې تقريباً هره ورځ د ( ٧- ٨ ) کيلو متر په فاصله لار وهلى او خپله تعليمى زده کړه يې سرته رسولى سره دزياتو مشکلا تو يې خپل تعليمى معيار ته پرمختګ ورکړى لکن تر څنګ يې دشعر او آدب سره مينه هم دتوازون په حال کې ساتلې ده .
صالحي صاحب دروسانو دمستقيم تېرى سره سم دوطن دملحدينو دلاسه پاکستان ته په هجرت مجبور شوى چه دهجرت په دوران کې يې په وار وار دنورو مجاهدينو سره اوږه په اوږه دجهاد مقدسه فريضه ادا‌ء کړى ده . دهجرت په څلور م کال يې احساس کړه چه دمجاهدينو او مهاجرينو بچيان په اسلامى روحيه مجاهدين وروزى نود سرمعلمۍ مقدسه دنده يې په کچه ګړۍ مډل لمبر دويم ښوونځي کې خپل شغل ګرځولې ؤ.
صالحي دښوونځى دشاگردانو د ذهنى انکشاف لپاره ډېرے اسلامى او دوطن ترانې جوړى کړے لکه چې وايې :
شامدام اقرار زمونږ لا الــــه الا الله
تل دى داشعار زمونږ لا الــــــــه الا الله
لکه څنګه چې صالحي صاحب له لسونو افسانى جوړى کړى چه دده دافسانو څخه دوحدت دورځپاڼى کار کنان مستفد شوى . په طبعى ژوندانه کې يې هيڅ پټ نه دى پريښي ، دبې اتفاقى په هکله يې هم څوځايه يادونه کړى او په خپله هم دبې اتفاقي ځينې ډېر بد وړى نو ځکه وايي :

هر تکليف باندې راضى يو لويه خدايه
خو نفاق ځينې مونږ ټول سوى ځيګر يو
بيادارنګه ذکرکوى چه :
اتفاق او اتحاد مونږته ضرور دى
دې نظرکې چه څوک وران وى ورک دى شي
صالحي بل ځاى داتفاق په هکله داسى نظر وړاندې کوى :
خداى دى صاليحه مونږه ټول په اتفاق کړى
دغه خيرن زړونه په زم زم راته صفاکړى
دصالحي دشعرونو مجموعه دشاګردانو دذهنى انکشاف لپاره ډېره مفيده ده نوپدې منظور ما ډېر کوشش کاوه چه ترڅو زده کوونکى دسهار په اسمبلۍ کې دنورو شاګردانو ترمخه دده د اسلامى ترانو څخه استفاده وکړى نو د صالحي صاحب دشعرونو څخه مې دلوستونکو لپاره يو کوچنى کتاب جوړ او دادى ستاسو په مخې کې يې پيش کړم .

دشهيد بهرام خيل ( صالحي ) زده کړه :
شهيدبهرام خيل ( صالحي ) دملکيار هوتک لېسې څخه په ١٣٥٢ هـ ش کال د فراغت سند لاسته راوړى ؤ خو صالحي صاحب اميد درلود چې لوړى زده کړى وکړى خو زمونږ په ګران هيواد باندې دروسانو سرې لښکر ې په امو راپوريوتې او ټول و طن يې اور او ويني وګرځاوه په وطن کې نورې شپې سختې شوې ډېرې افغانانو کډې په سر کړې او ګاونډويو هيوادنوته يې دسپيڅلى هجرت لاره ونيوله له همدې سره حاجي صاحب خدرخيل هم خپله کډه راونغاړله او مخ په پاکستان رهى شو پدې وخت کې د روسانو بريد صالحي صاحب ته اجازه ورنه کړه چې خپل اميد پوره کړى .
اود برې پښتونخوادپيښور په کچه ګړۍ په سيمه کې دکډوالو په يو پنډغالى کې واړول
لکه څرنګه چې پورته يادونه وشوه چې صالى صاحب لوړې زده کړى نه درلودى خو بياهم دپوره استعداد خاوند ؤ .
دشهيدبهرام خيل ( صالحي ) دندې :
لکه څرنګه چې پورته يادونه وشوه چې صالحي صاحب دخپل هيواد څخه مهاجر شو اوهلته يې دکچه ګړۍ په کمپ کې استوګنه پېل کړه نودافکر ورسره پيداشو چې دخپل هيواد بچيان په اسلامي روحيه وروزى نو نود سرمعلمۍ مقدسه دنده يې په کچه ګړۍ ماډل لمبر دويم ښوونځى کې خپل شغل ګرځولې وه .
کله چې زمونږ دهيواد څخه دسره پوځ ځواکونه په تښيته شول اوزمونږ په هيواد کې سوله او نيکمرغى راغله نو صالحي صاحب خپل هيواد ته راستون شونو داحساس ورسره پيداشو چې خپل کړيدلي او ځوريدلي ولس ته خدمت وکړي نو خپل ګران هيواد افغانستان ته راستون شو او دجلال اباد ښار په شپږمه ناحيه ( مولوى خالص ) فاميلۍ چې په هغه وخت کې سور ډاګ اود کورونو تعداد هم پکې کم وو استوګنه پېل کړه داهغه وخت وو چې دلته دنجونواو هلکانو ښوونځى نه وه ټول امکانت اوسهولتونه دهلکانو او نجونو دزده کړى لپاره اماده نه وو خو دصالحي صاحب په ډېر زيار او کوښښ دمولوي خالص په فاميلۍ کې دنجم الجهاد په نوم يو ښوونځى پرانيست په همدې وخت کې دهيواد ګلالي هلکان په ډېر شوق او ذوق سره ښوونځي ته راتلل او د ښوونکو لخوا په ډېره مينه درس ورکاوه خو د يو لړ کلتوري او نورو محدوديتونو له کبله چاخپلې لوڼى او خويندې ښونځيو ته نه پريښودلي خو صالحي صاحب په پوره اخلاص مټى رابډ وهلى د خداى ورکړى استعداد او ذکاوت پرمټ يې وکولاى شول چې قومې مشران او نورخلک پدې قانع کړي چې خپلې نجونى ښوونځيو ته پريږدي په همدې وخت کې يې دنجم الجهادپه ښوونځى کې د ښوونکي په حیث دنده ترسره کوله خو وروسته د ښه کار او ښه استعداله امله دا ښوونځى لومړى په متوسطه ښوونځى او بياوروسته په لېسه بدل شو دښه دندې داجراءکولو له امله لومړى دسرمعلم او بياوروسته دليسې د مدير په توګه مقرر شو او دژوند تر اخيرۍ سلکۍ پور يې هم دا دنده سرته رسوله چې په ( ٢٤\١٢\١٣٨٩) نيټې دنجم الجهاد دلېسي په کتابخانه کې يې مطالعه کوله چې د پوهنې د دښمنانو لخوا ورته دميز په روک کې بم ايښودل شوي وو چې د روک په خلاصولو سره بم انفجار وکړو او بهرام خيل صالحي د سه شنبې ورځ په (٢٤\١٢\١٣٨٩ ) نيټه په شهادت ورسيدو روح د ى ښاد وى او الله تعالى د جنت فردوس ورکړى .
قطعه
داتصوير به مې موجود وې زه به نه يم
خړو پړ به ګرد الود وي زه به نه يم
دشمنان به مې په مرګ باندې خوشحال وي
دهمدردو به زړه خوږ وي زه به نه يم
دشهيد بهرام خيل صالحي اثار :
دښاغلي بهرام خيل صالحي دوه شعري ټولګې چاپ شوي دي چې يو يې ( دجهاد وږمې ) او بل يې د ( يادونه په دردونو ) نوميږى .
١:( دجهاد وږمې ) د شهيد بهرام خيل صالحي لومړنۍ شعري ټولګه ده چې دلومړى ځل لپاره په ( ١٣٦٩ هـ ش ) کال کې دښاغلى محمدصادق (( زهير )) په همکارۍ راټول اودافغان فرهنګى ټولنې له خوا چاپ او خپور شو
چې ( ٨٦ ) مخونه لري .
دکتاب دپښتۍ لومړې مخ يې په يوه شين رنګه رنګ باندې او په يو چوکاټ يې په خپل نوم باندې ښکلې کړې دى ، دپښتۍ په دويم مخ باندې هم شين رنګه رنګ دى .
پدې کتاب باندې دده خوږ ملګري محمدصادق (( زهير )) چې همدا کتاب يې په خپلو شیرینو او هنري ګوتو سره لیکلی يوه سريزه يې هم ليکلى ده چې په سريزه کې يې دشهيد بهرام خيل صالحي لنډه پېژندنه کړى ده .
په دې کتاب کې د شعر بېلابېل فورمونه لکه غزل ، څلوريزې ، قطعى او داسې نور راغلي دى او د محترم ليکوال محمد صادق (( زهير )) له خوا له لومړي ځل راټول او د چاپ په ګڼه پسولل شوى دى .
همداراز په دغه کتاب کې شهيد بهرام خيل صالحي په ډېره خوږه ژبه له محترم ليکوال او شاعر محمد صديق (( زهير )) څخه کورودانى او مننه کړى ده .
٢ : ( يادونه په دردونو ) د شهيد بهرام خيل صالحي دويمه شعري ټولګه ده چې دلومړى ځل لپاره په کال ( ١٣٨١ هـ ش ) دجدي مياشت چې عيسوى کال د ( ٢٠٠٣م ) کال سره سمون خورى د افغان فرهنګى ټولنې له لورې چاپ او خپور شوى ده .
دکتاب دپښتۍ لومړى مخ ته يې تېز اسماني رنګ ورکړى چې لوړو ، لوړو غرونو او ونو انځور پرې ښکاري په تېز سور رنګ يې دکتاب نوم ليکلى دى او د پښتۍ په پاى کې يې خپل نو د شنې او زيړې ځمکې پر سر او ترڅنګ په کلابي رنګ ليکل شوى دى ، دکتاب دپښتۍ په دويم مخ باندې هم چې شين او ژېر رنګ لري چې په پاى کې يې خپل يو بيت هم راوړى دى او ددې لاندې په وړوکې خط بهرام خيل (( صالحي )) ليکل شوى دى
نوموړى شعري ټولګه ( ١١٢ ) مخونه لرى .
شهيد بهرام خيل (( صالحي ) نوموړې شعري ټولګه دهغو شهيدانو په نوم اهداء کړى چاچه خپل خوږ ژوند دسره لښکيلاک او دهغه دلاس پوڅو نه دخلاصون او په وطن کښې دامن او سوکالۍ په خاطر له لاسه ورکړى دى ډالۍ کړى ده .
له ډالۍ وروسته همداراز په دغه کتاب کې شهيد بهرام خيل صالحي په ډېره خوږه ژبه له محترم استاد او خطاط محمد صديق (( زهير )) او ميرزامحمد ( هاشمى ) څخه مننه کړى چې لومړى يې پخپلو هنري ګوتو سره دغه شعري ټولګه په ښکلى خط سره ښکلې کړې ده او دوهم يې د چاپ لګښت په غاړه اخيستى دى ، ددغو دواړو دغه عمل په ځوان مردۍ ، ملګرتيااو د پښتو ادب سره يه مينه تعبيروم ، پرته له دعااو مننې ورته نورڅه نه لرم .
له مننې څخه وروسته دننګرهار پوهنتون دښوونې او روزنې دپوهنځي علمي مرستيال محترم استاد محمد ابراهيم (( همکار )) يو ه سريزه ليکلى ده .
او بيا شاعر خپلې ماتې او ګوډې خبرې ليکلى دى شاعر په دې شعري ټولګه کې بېلابېل فورمونه لکه غزل ، څلوريزې ، قطعه ، لوبه ، سندرې ، ترانۍ او داسې نور راوړي دي .
علاوه له دې دوه چاپي اثارو څخه صالحي صاحب نور اثار هم لري چې د اقتصادى مشکلاتو په اساس ورڅخه پاتي شوى دى چې په لاندې ډول دى
ناچاپ اثار
١- دازادى په نوم لنډې کيسې
٢- دغرونو په سرونو
له دې څخه وروسته صالحي صاحب ځينې کتابونه له اردو ژبې څخه را ژباړلې دى چې دچاپ په ګاڼه سمبال دى چې په لاندې ډول دى
له اردو ژبې څخه ژباړلې کتابونه
١- طب نبوى چاپ
٢- دقاميت علامې چاپ
٣- دقبرلومړۍ شپه چاپ
٤- اقوال زرين چاپ
له اردو ژبې ژباړلې کتابونو څخه وروسته صالحي صيب ځينې شعرونه او سياسي ليکنې دوحدت په ورځپاڼو کې ليکلي دى چې د چاپ په ګاڼه سمبال دى
دشاعرۍ پېل :
صالحي صيب چې کله په مکتب درسونه ويل نو د مکتب د درسونو ترڅنګ يې د شعر او ادب سره هم مينه درلوده نو په هماغه وخت کې يې کوډ او مات شعرونه ويل خو هغه وايې زه نه پوهيږم چې ولې مې شاعرۍ ته مخه کړه ؟ په لمړي سر کې مې دشعر په نوم څه کرښې تورولې ، چې بياراته چا وويل هلکه داخوشعردى کله چې له مکتب څخه فارغ شو نود دوى سيمه د ادب او شعر په ميدان کې داسې وه لکه بې اوبو دښته .
بهرام همت ونه بايلود ، دسيمې ځوانان يې په ځان راټول کړل ، دخپل تن په وينو او خولو يې دادب دجل وهلې ونې تنده يې ماته کړه اودغه سپيره دښته يې په يوشين بڼ بدله کړه . داوخت نو نه يوازې بهرام خيل دصورت او سيرت ، جلال او جمال ، رعب او وقار دمعيار په لوبو او وړو پريوتو ، بلکې دکلام ښکلا او ځلا يې هم د ډېرو سترګي رڼې کړې .
دبهرام خيل په دسترخوان به تل دسيمې فرهنګيان راټول وو اوپه شريکه به يې د ادب دپياوړتيالپاره طرحې جوړولې .
او ددې ترڅنګ يې په ډېرو علمي او ادبي غونډو کې يې د ادب د پرمختګ لپاره ګډون کولو
د شهيد بهرام خيل صالحي شاعري :
د شهيد بهرام خيل صالحي شاعرى هم دده د ژوند په څير ډېر اړخونه ، او رنګونه لري شعر يې ساده ، روان او خوږ دى دوه شعري ټولګي يې چاپ شوي دي دلومړي ټولګې نوم يې (( دجهاد وږمې ) دا کتاب په ښکلې پښتۍ او ډيزاين د افغان فرهنګي ټولنې لخوا په ( ١٣٦٩ هـ ش ) کال په ( ١٠٠٠ ) ټوکو کې چاپ شو د ( جهاد وږمې ) په کتاب کې شهيد بهرام خيل صالحي په ډېره خوږه ژبه له محترم شاعراو ليکوال محمد صادق (( زهير )) څخه کورودانى او مننه کړى ده .
دشاعربله شعري ټولګه د ( يادونه په دردونو )په نوم چې په کال ( ١٣٨١ هـ ش ) دجدي مياشت چې عيسوى کال د ( ٢٠٠٣م ) کال سره سمون خورى د افغان فرهنګى ټولنې له لورې چاپ او خپور شوى ده .
يادونه په دردونو کتاب شهيد بهرام خيل (( صالحي ) نوموړې شعري ټولګه دهغو شهيدانو په نوم ډالۍکړى چاچه خپل خوږ ژوند دسره ښکيلاک او دهغه دلاس پوڅو نه دخلاصون او په وطن کښې دامن او سوکالۍ په خاطر له لاسه ورکړى دى ډالۍ کړې ده .
دکتاب دالۍ چې څوک ولولي نو دده دعالى فکر ، غوره احساس او د خوږ انسان په حيث دده پېژندنه وشي .
د بهرام خيل صالحي ټول شعرونه دهغه د داخلي سپيڅلتيا سپيڅلي انځورنه دى لکه څرنګه چې صالحي احساس ، فکر ، ذوق ، سليقه له مينې او سپيڅلتياډکه ده ، نو هيڅکله يې دکينې تورې جامې ندي اغوستي او صالحي غوندې سپينې جامې په غاړه ګرځوي .
دنفرت په لاس دجوړې شوې تابلو په څېر سادګي لري او په طبعيت ښه لګي په شعر کې يې هيڅ ډول ستغتيااو مصنوعيت نه ليدل کيږي .
راشي وطنوالو چې دا خپل وطن ودان جوړ کړو
بيرته يې باغونه ډک له ګلو ګلستان جوړ کړو
راشي وطنوالو مټي ونغاړو همت وکړ و
يو کُلنګ راواخلو ودانيو مرمت وکړو
دښاغلي صالحي دشعرونو انځورونه راڼه دي چې دلوستلو په مهال سړى فکر کوي ګوندې سړى يو ژوندى انځور ګوري
يو خوا يخې دژمې ورځې بلخوا ډېره مفلسي ده
اقتصاد دخلکو خوار دى ځکه ډېره بې کاري ده
صالحي دخپلې ټولنې په حال پوره پوهه دى ، هغه داولس اوخپل چاپيريال رښتينى ترجمان دى ده د شعر په ژبه دخپلې ټولنې او معاشرې داسې انځور ګرى کړې چې سړى تري دټولنې دکلتور او ثقافت اندازه څرګندولاي شي خو کله کله بيادغه انځورونه دومره ترخه وي چې دزغملو نه وي
دشهيد بهرام خيل صالحي ادبي هڅې :
صالحي صيب چې کله په مکتب درسونه ويل نو د مکتب د درسونو ترڅنګ يې د شعر او ادب سره هم مينه درلوده نو په هماغه وخت کې يې کوډ او مات شعرونه ويل خو هغه وايې زه نه پوهيږم چې ولې مې شاعرۍ ته مخه کړه ؟ په لمړي سر کې مې دشعر په نوم څه کرښې تورولې ، چې بياراته چا وويل هلکه داخوشعردى کله چې له مکتب څخه فارغ شو نود دوى سيمه د ادب او شعر په ميدان کې داسې وه لکه بې اوبو دښته .
بهرام همت ونه بايلود ، دسيمې ځوانان يې په ځان راټول کړل ، دخپل تن په وينو او خولو يې دادب دجل وهلې ونې تنده يې ماته کړه اودغه سپيره دښته يې په يوشين بڼ بدله کړه . داوخت نو نه يوازې بهرام خيل دصورت او سيرت ، جلال او جمال ، رعب او وقار دمعيار په لوبو او وړو پريوتو ، بلکې دکلام ښکلا او ځلا يې هم د ډېرو سترګي رڼې کړې .
دبهرام خيل په دسترخوان به تل دسيمې فرهنګيان راټول وو اوپه شريکه به يې د ادب دپياوړتيالپاره طرحې جوړولې .
او ددې ترڅنګ يې په ډېرو علمي او ادبي غونډو کې يې د ادب د پرمختګ لپاره ګډون کولو چې دشعر او ادب لپاره يې نه ستړي کيدونکي هلى ځلى کړي دي .
چې زړه يې نه وې مدرسې ته درومي
اخون به جوړ شي خو ملا به نه شي
دبهرام خيل صالحي شاعري دفورم له مخې :
ښاغلى صالحي صيب دشعر په جوړښت کې له مختلفو فورمونو څخه کار اخيستى دى ، خو دنورو فورمونو په نسبت يې دقطعى فورم زيات کارولى دى ، چې کېداى شي چې لامل يې له قطعى سره دنوموړي ځانګړې مينه وي .
دشعر هغه فورمونه او چوکاټونه چې هغه په خپله دپښتو شاعرۍ زيږنده ده او ياهم له پخوا څخه په دې ژبه کې باب دى ، اکثره داشعري چوکاټونه په نورو ژبو او په ځانګړي ډول دګاونډيو ژبو په شاعرۍ کې ليدل شوى نه دى ، داسې ښکاري چې داشعري فورمونه دپښتو ژبې دغږيزو آهنګين جوړښت په بنسټ رامنځته شوي او خونديې هم په همدې ژبه کې دى ، ددې شعري فورمونو ځينې قافيې او ان رديفونه هم لري .
دپښتو ژبې دشعر داچوکاټونه هريو بېل بېل شکل لري ، او د څپو دشمېر اود مصرو دڅومروالې او څرنګوالي له پلوه يو له بله بدلون مومي ، دپښتو شعر خپل چوکاټونه لنډۍ ، سروکې ، لوبه ، بګتۍ ، او داسې نور دى
ددې ترڅنګ په پښتو ادب کې د ازدشعر او ازد نظم يو بل ډول شعرى فورم هم موجود دى .
ازاد نظم او ازادشعر دلنډۍ ، چاربيتې ، غزل ، او ياهم نورو په څېر کوم ټاکلې شکل نه لري لکه څنګه چې يې له نامه څخه ښکاري شاعر دخپل درد او اند دافادى لپاره کولاى شى خپلو ازادو شعرونو ته بېلابېلې بڼې ورکړى خو وزن بياهم تراوسه پورې د ازاد شعر يو رغوونکې توکې دى .
زه دبهرام خيل صالحي صيب په شعرونو کې دکارول شو فورمونو يو څو بيلګې دهغو له تعريفونو سره يوځاى راوړم .
تورکارغه په بلبلانو حساب نه دي
هر درنده په زمريانو حساب نه دي
په پورته شعر کې بلبلانو ، زمريانو دقافيې کلمې دي حساب نه دي ، حساب نه دي رديف دى
څلوريزه
څلوريزې ته په عربي کې رباعي وايې ، څلوريزې څلور متحدالوزنه نيم بيتي وي .
دڅلوريزې لومړى بيت مصرع او دويم بيت يې کله مصرع او کله نامصرع وي .
دمفهوم له مخې په څلوريزه کې يو مطلب ذکر کيږي چې په لومړي نيم بيتي کې پېل کيږي اوپه څلوم نيم بيتي کې پاې ته رسيږي .
زه هم دبهرام خيل صالحي په شعرونو کې دڅلوريزو يو څو بېلګې راوړم .
خـــــــــاوره دافـــــغان به نور بل څه غـــــــــــواړي
يابه مونږ دمخې دخپل مخ لرى کيده غواړي
يــــابه يې دنس کــــــــوم غولى تـــــــــش وى لا
دا بــــه پـــه اغيــــــارو ډکيـــــــده غــــــــــواړي
قطعه
قطعه دګډو نظمونو هغه ډول دى چې ټول بيتونه يې نامصرع وي يا په بله وينا دهربيت په دويم نيم بيتي کې يې قافيه نه راوړل کيږي ، دقطعې ټول بيتونه متحدالوزنه وي ، دموضوع په اړه دقطعې لمن ډېره پراخه ده هر راز اوږده مضامين پکې راوړل کيږي .
دقطعې کم بيتونه دوه دي او زياتوالى يې په موضوع پورې اړه لري .
دبهرام خيل صالحي په شعرونوکې هم دقطعې بېلګې ترسترکو کيږي چې په لاندې ډول دي .
ته به يې ماحول صفتونه غواړي
خو زه ليک په خوله ويلي نه شمه
ځکه رنځور دازادۍ يمه زه
پدې باغونو ښه کيدلي نشمه

ازاد نظم
ازاد نظم دغرب تراثرلاندې پښتو ادب ته راننوتى دي په دې ډول نظم کې هم موضوع پرلپسې روانه وي دقافيې او څپو خيال پکې نه ساتل کيږي ، يوازې خبره موضوع دپرلپسې والي قوي تخيل ، انځورونه او دوزن مراعاتول پکې لا زمې وي .
دبيګې په ډول دبهرام خيل صالحي د پسرلي موسم ترسرليک لاندې نظم راخلو .
څه ښکلى موسم دى په جهان دپسرلي
ګل شوي دي باغو کې ټول ګلان دپسرلي
وچ شوو نباتاتو دوباره ژوندون پيداکړ
سرسبزه غوندې ښکارې درختان دپسرلي
هرخواته چې نظرکړي ځمکه سره او شنه ښکاريږي
دهرڅه ټوکيدلي په باران دپسرلي
غوټي داميدونومو بدله شوه په ګل
اوس هرځاي غوړيدلي دي ريحان دپسرلي
بلبل موسيدو دى بوار هم په بوګنيدلو
ځلانده غوندې ښکارې ګلستان دپسرلي
معطره خوشبوداره ښه خوږه وږمه چليږي
شبو نرګس دى دواړه ترجمان دپسرلي
عجبه مزه کاندې چې په ګڼ باغ کې دې شپه وي
سهار کې چې چغار کړي بلبلان دپسرلي
شپونکي هم د رمې سره دغرو په څوکو ګرځي
هره وخت وي په شپلي کې غزل خوان دپسرلي
بړستن دسپينې واورې سپين غر لرى کړه د ځانه
خوړونه شول اوبونه ډک روان دپسرلي
شبنم چې په وښو دملغلرو غوندې ښکارې
نو ځکه وي هر ژوې ثناخوان د پسرلي
جهان به خوشګوار وي خو زمونږ وطن به نه وي
پخوا چې ځاى نيولي و خزان دپسرلي
يو اه ؤيو فريادو بل څه نه ؤ بې له مرګه
په مونږ چې قابض شو دشمنان دپسرلي
لاله که زمونږ وينو باندې رنګ شومعرکه کې
ښايسته يې کړ بهار کې ورشوګان دپسرلي
اوس شکر جم او جوش دى ازادې په لمر ښايسته يو
دکله نه چې تللي تور زاغان دپسرلي
که دلته نارنج ګل شو خلق ټول دې پرې خوښ شوي
هم ګل په ګلبهار کې راغوان دپسرلي
نوربس دې صالحه دفطرت په انتظار شه
شا‌‌ءيدچه امن کيږي په دوران دپسرلي
دشهيدبهرام خيل صالحي نثري ليکنې
بهرام خيل صالحي نه يوازې په شعر کې خپل قلم آزمويلى دى بلکې دنثر په ليکلو کې هم قلم روانه ژبه لري او دنثر غوره ښې روانې او په زړه پورې بېلګې يې هم پرپښتو ادب لورولي دي .
مخکې لدې چې د بهرام خيل صالحي دنثر بېلګه ستاسو مخې ته کيږدم اړينه بولم چې دنثر په تعريف هم يو څه رڼا واچوم .
دنثر تعريف
نثر په لغت کې شيندلو ، پاشلو او خپرولو ته وايې . نثر ته په انګريزي ژبه کې ( prose ) وايي ، دنثر اصطلاح دهفې په پراخ مفهوم سره پرهغو ټولو ليکلو او ګړينو څرګندونو باندې تطبيقږي چې منظمه اهنګواله نه وي ، کله چې په ادب پېژندنه کې نثر په اړه خبرې کوو نو دهغه ژبپوهنې له نثر سره توپير لري ، په ادبياتو کې هرډول ګډې وډې او تصادفي خبرې نثر نه بلل کيږي ، ښه نثر يو ډول اهنګ لري ، خو دغه اهنګ ټاکلي نظم او قاعده نه لري او دهمدې کبله له نظم سره توپير لري دنثر اهنګ دمتريک اهنګونو تابع نه دى په پايله کې دنثر تعريف په اړه ويلي شو چې : نثر په اصطلاح کې هره هغه ادبي کلام ته وايې چې دوزن او قافيې څخه خالى او ازاد وي ياپه بل عبارت : نثر هغه اګاهانه ، منسجمه او مهذبه ويناده چې دمتريک اهنګ پيرو نه وي .
دشهيد بهرا م خيل صالحي دنثربېلګه
وېره ونکي شپه
کلثوم د کاله په انګړه کې د درېو وړو ماشومانو سره ناسته وه . او ډېر سخت باده لګيدلو باد به دکوڅو کاغذونه او د ونو پاڼې دانګړ په ديوالونو ويشتلې او دويشتل کيدوسره سم يو ډول نري اواز پيداکيده چې په دې هيجاني غږ سره به دماشومانو سره ويره پيداشوله خو کلثوم دهغوي مور به ورته ډاډګيرنه ورکوله او داسې به يې ورته ويل دا دباد شور دى هيڅ شي نه شته تاسې ويره مه کوي اوس به دي باباراشه شي او تاسې ته به ضرور څه شي راوړي دځايه جيګيږي او ماشومانوته دلوبو سامان را اخلي او مشعلوي . بياکلثوم دباد سختي شيبې ته متوجي کيږي او وايې : اي ظالمه باده . تاخو دنيابلکل په مخ واړوله ګلان دي خزان دنګي او جيګي ونې دى وغورځولي . ماشومان دى مريضان او فصلونه دي وچ کړل . خداى پاک دى په کرار کړه داله پدې خبرو کې وه چې دهغې مشر زوى وحيد دمکتب نه راځى اود روغبړ نه مخکې مورته وايې ادى جانې نن خو ډېره سخته ورځ ده دى زوروه باد خو زمونږ دمکتب ټولي کړکې او شيشي ماتې کړي ته ګوره موري ددې باد نه داسې شور او ځوږ پورته کيږي ته به وايې څوک دشهيدانو په مرګ ويرکوي . داسې نه موري چې څوک زمونږ په وطن کې شهيدان شوي وي . کلثوم چې دوحيد خبرې واوريدي نويوه سړه ساه يې واخيسته او په کرار يې وويل خلک به ولي نه شهيدان کيږي سياسى قدرت کال کې وځل بدليږي اوپه زرهاو کسانو ددې لاندې باندې ښکار کيږي . خداى دى خير کړي داځل مونږ ه ددې اور خاشاک نه شو . وحيد دمور په خبرو کې وردانګى او وايې : ادي جاني ! زه چې دخواجه رواج په لاره راتلم نو په هوايى ميدان کې ګرد او غبارډېر ؤ.طيارى بې واره ښکته پورته کيدى . دکلثوم سوداه دوحيد دخبرې سره زياته شوه .داځکه چې دهغې خاوند بابافريد په ميدان کې د ټيټې رتبي ملازم ؤ . هغې دخپل زوى وحيد د ډاډګيرنې لپاره وويل : راځه بچيه هيڅ نشته دى دا دجد‌ى مياشت ده په اکثره کلونو کې په دى مياشت کى بادونه لګيږي . پروسږ کال هم همداشپې ا و ورځى سخت باد لګيده اود طيارو ميدان خو دهمدې لپاره جوړ دى کيداشې چرته به ځى کلثوم لاخبره ه وه خلاصه کړى چې وحيد بيادهغې خبره ورپرېکړه او وويل : نه مورجانى کومې طياري چې جګيدې په هغې به تور بيرغ ولاړوه او ميدان ته لاره هم تړلي شوي وه کلثوم بياوحيد ته وايي درزه بچيه ته هميشه په خپل خبره ټينګ ولاړ يي رازه چې چاي درته واچوم وحيد دمور خبره منى او خو تشويش سره چاى ته کينى کتابونه يې دميز په خوا کې ږدى ده لا دچاى پياله څښلى نه وه چې دباد يوه تنده چپه راځى او د دروازى نه يو ګړب اوباسى وحيد زر د دروازي په طرف منډه کوى او کله چې دروازه خلاصه کړى شاوخوا وګورى اوچى خپل پلاربا‌بافريد په نظر ورنه شي نو بيرته په خپه زړه دچاى ميز ته کينى . وحيد اود هغى مور دباباه فريد په انتظارکې ټوله ورځ تيره کړه . دباباه فريد درک ونه لګيد. لمر لکه دزعفرانو پټى په جګو غرونو زيړى ونيوه . دماښام تياره خپره شوه لارۍ موټريې چې دباد له زوره ولاړى وى په حرکت کې شولى دباد خوا هم کم شو . دشپې اته بجې شوى خو باباه فريد رانغى . وحيد او کلثوم به دواړه وار په وار دروازى ته تلل . خو چه باباه به په نظر رانغى نو بيرته ګرمې کوټى ته ننوتل او وحيد به مور ته وويل : ادى جانى مانه ويل چه ميدان کې څه نوى شانتى پيښه ده . خو تاويل چې هيڅ نشته که چيرې تا اجازه راکړ ى وى . نومابه دمازګير نه دباباه پوښتنه کړى وى . دوى لاپه همدې سواد کې وه . چه يو دم دتوپونو ډزار شروع شو توره بوګنونکى شپه دتوپونو په مرميوسره سپينه غرمه شوله . دوى دخيرخير خبرې کولى چه په دې کې هغه ټينګ لوډسپکير پکې لږيدلى وه اوپه يوه عدى ژبه يې خبرې کولى اعلان وکړ . چه له کورونو ځينې راونه وځى . او انګړ دروندى بندى وساتۍ . کلثوم او وحيد چه دا اعلان واوريد . نو وحيد بي واره وويل : مورجانى داخبرې خو زمونږه ګاونډى هيواد دخلکو دى ګمان کيږى چه داځل سياسي قدرت دوى په لاس کى واخيست ده لادخبره سرته نه وه رسولى چه دتوپ مرمۍ راغله او د دوى دانګړ په ديوال ولګيده . ديوال يى په بل مخ واړه وه کلثوم ژر وحيد دلاسه ونيوه او کوټى ته ننوت . اود هرډز سره به يى خير خير کولو . اوپه همدې ډار او ويره کې وحيد وده شولو اويوازې کلثوم ويښه او بيداره پاتى شوله تمامه شپه يى دباباه فريد په انتظار کې تيره کړله . خو چه کله سباشو نو چه وحيد د خوبه بيدارشو سمدستى دمور نه دپلار دراتګ پوښتنه وکړه . نو کلثوم دنه په ځواب هغه پوه کړ ، وحيد په بيړه سره دميدان په لور روان شو . خو کله چې دکوڅى سرته ورسيد . نودهغه عسکر له مخې چه دګاونډى هيواد بيراغ يې په لاس کې وه . راحصار کړ . بل خوايى منډه کړ خو هلته هم هغه عسکر چه په ټينګونو سواره وه دده مخه ونيوله . دى بيرته لکه ملاماتى مار خپل کورته راغى کلثوم چه په نازکولاسو د وران شوى ديوال ځښتى پورته کولى او خپل ګډى وډى زلفي په ګرايوانه پرتى وى . او دسترګو نه يې داوښکو يو يو څاڅکى څيڅيده چه سترګى يې په وحيد ولګيد ، په لاس کې خښتى خطا کړى او ورته وويل : وحيده بچيه باباه دى وليده :
وحيد چه ډېر ستړى شوى وه نو په ژړنده اواز وويل نه ادى جانى ؟ زه چاپرې نښودم بيرون په کوڅوکې داسې عسکر ولاړ دى چه په ژبه ورسره څوک نه پوهيږى او مورجانى زمونږ دکورخو يو ديوال وران شويدى . په ښارکې مکمل کورونه تباه شويدى په ښار کې ځاى په ځاى دمړو امبارونه جوړيدى . رازه ادى جانى چه دا ديوال جوړ کړو . داسې نه چه څوک راشى ما او تا او دانور واړه مړه کړى . دوى ژر د ديوال په جوړولو لګياه شو دوى په کارکې لګياوه چه دهغه ټينګ نه چه په چوک کې ولاړوه اعلان وشو دمملکت پخوانى صدر له منځه ولاړ او په ځاى هغه سړى چه له وطن نه شړل شوى وه راغى
هرڅوک کولاى شى چه دماښام تر ٩ بجو پورې تمامه ورځى ښار کې وګرځى .
کلثوم چه د خاوندپه غم کې سرګردانه وه نو ژريې خپل زوى وحيد دبابا فريد د درک معلومولو لپاره وليږلو .
اودې يوازى د ديوال په جوړولو کې لګياه پاتى شوله . هغى به چه کله خښته پورته کړه نودخاوندڅيره به يې سترګو سترګو ته شوله . څه ساعت به خښته په لاس ولاړه وه . بيابه يې هغه کيښوده . او په بلې پسى په ښکرپثوله . خوکله چې به هغى ته دميړه داخبره چه کلثومې زه دميدان داخطرناکه نوکرى خاص ستاد هوساينى لپاره کوم ورياده شوله نو ډېر به غمجنه شوه د ديوال کار به يې پريښود او دننه په کوټه کې به دوړوسره کيناستله . څه شيبه به مشغوله وه . خوبيرته به دبام سرته وختله اودميدان په لور به يې په اوږده نظر وکتل . خوچه څوک به په نظر ورنه غى نولکه دبوډى ټال کږه وږه به د انګړپه ميدان کې تاوراتاو شوله اود بيګانۍ شپې ډزې په غوږونو کې انګازى کولى چه ددوې دکورترڅنګ دعبزينى خاوند چه دبيګانۍ شپې ښکارشويدى .مړى يې راوړو . دماشومانوژاړاوفرياد کلثوم دفکرله ټاله بيداره کړله . روحيات يې ورخطا‌ء اوخپله دخاوندپه تلاش پسى راووتله . هغه په ټکسى موټرکې کيناستله اود ميدان په لور روانه شوله هغې په لاره ډېرې دمړو جنازې وليدلى ډيره خوابدى شوله . اوپه همدې فکرکې وه چه تکسى ميدان تو ورسيده .ګورى چې دهواءيى ميدان ټول کورونه وران شويدى . اوپه همدې وران شوو کورونو خواکې ددى زوى وحيدلګيادى په خپل واړه څادرکې دخپل پلار دبدن پري شوى اعضاراټولوى هغى ژر ټکسى ودراوه اوخپله يې دباباه فريد غټ بدن چه په ګوليو سورى سورى شوى وه دپرى شوو اعضاو سره يوځاى په همدې ټکسى کې کورته راوړو . دهغه بچيانوشوراوهاهاجوړه کړه اوهمداخبره چه زمونږه دباباه څه ګناه وه . داولي ووژل شو . مونږ به دده انتقام واخلو . په همدې وخت کې دکلى څوک راغله اود باباه فريد مړه يې دښار په لويه هديره کې خاورته وسپارلو وحيد دجنازى دکيدو نه وروسته څه نورهمدرده ملګرى دځانه سره اود ښار نيژدى نموه نه وحذت : اوپه همدې تنظيم کې شامل شو کوم چه دنوى ملحدحکومت دراپرځلو لپاره جوړشوى ؤ کلثوم هم دانګړپه ديوالو نو کې بنده کينه ناسته هغى هغه ورځ چه دښارښځو دمظاهري لپاره ټاکلى وه دکورنه بهر اود ښارپه طرف روانه شوله . زنده باداسلام مرګ به کمونزم شعار يې شروع کړ. دهغې دشعارو مخه چانشوه نيولاى . هغې خپلې مظاهرې ته دوام ورکړ . حکومتى فوځونو دهغې مه ونشونيولاى داځکه چه دهغې احساسات راپاريدلى وه . خو چې کله عسکرو هغې ته دمظاهرې دختمولو امر وکړ . دهغې دانکارپه صورت کې هغوې هغه په کلاشينکوف وويشتله او شهيده يې کړه خود کلثومې ملګرو مظاهره هغه ځاى ته چه دخلقیانو او پرچمیانو مرکز وه ورسوله اود سازمان دمرکز په رسولو سره مظاهره ختم کړ ه او پدې روان جريان کې دښځو دفعالى برخى داثبات لپاره دهغې ملګرو دهغې په قبر شين بيرغ چه دشهيدانو سمبول دى ودراوه .
اناالله وانااليه راجعون