. دوه مخې ايينې
دا اوسنـــــي ملګري
يعنې عصــري ملګري
لکه دوه مخې ايينـــې
حيـــرانـــوي ملګري

پـــه مخ څرمن نه لري
نــه يې ساتي ملګري
رنګ بدلــــوي ملګري
لکه کالـــــي ملګري

اغـزي، اغـزي ملګري
زړه ژوبلـــوي ملګري
خــوا بـــدوي ملګري
ډېر نـه سړي ملګري

بې ژبـو خولې ګرځوي
تشې، خالـــي ملګري
هـوډ ماتـــوي ملګري
ځينې سياسـي ملګري

شتــه د ځوانۍ ملګري
د پســـرلـــي ملګري
شته د خـــانۍ ملګري
شته مــوسمي ملګري

شته د ښې ورځې ياران
د خـــوشحالـي ملګري
غم دې خدای لـرې لري
غم درپـرېږدي ملګري

شته چې لــري ملګري
سترګې د سپي ملګري
که درته بــدې يې کړې
نو بيا دې خوري ملګري

د غــوړ لستوڼي غبار
د دارايـــــي ملګري
د مال متاع نس خوږي
کپـه کـــوي ملګري

د دوه ملګرو تــر منځ
اور بلـــــوي ملګري
نور سوه ځوي ملګري
ځان تـــودوي ملګري

شتــه مېړني ملګري
د غــم، ښادي ملګري
چې دې په ننګ ولاړ وي
دي ننګيالـــي ملګري

شته پتنګ خويـه ياران
په يـار لوګي ملګري
شته اسماعيل ته ورته
د قــربـــاني ملګري

شته د رحمت فـرښتې
د ژغــــوراوي ملګري
په کږلېچو کې د ژوند
د لاس نيـــوي ملګري

شته د وفــا لارويـــان
شتـــه حقيقي ملګري
شته چې د ژوند تر پايه
درســــره ځي ملګري

رب دې لــــري ملګري
هر ځای چې وي ملګري
شــه د ســـړي ملګري
لــه رب راضـي ملګري

د شيــرين زوی ملګري
ښه تـوريالــي ملګري
لکه زمــــــري ملګري
وي دې ژونـدي ملګري