ملګرو
ټول قطار چې تار په تار کړې یوه زاڼه
نو هغې ته مونږ لیوه وایو ملګرو
په دې کرښو نه بیلیږي دا خو ځکه
لر و بر ته پښتانه وایو ملګرو
خیر عادت مو اوس اخیستی خفه نه یو
ځکه جنګ ته اوس میله وایو ملګرو
چې معیار د انسانیت یی په دولت شي
دې انسان ته به دابه وایو ملګرو
چې د یار په اشارو باندې پوه نه شي
دې عاشق ته به شده وایو ملګرو
چې د مینې تخم وکري وطن کې
هغو خلکو ته به ښه وایو ملګرو
چې هوا د ازادۍ لري په سر کې
دې ملت ته به حیه وایو ملګرو
که د میم نجیبي شعر پوره نه شي
نو هغې ته به قطعه وایو ملګرو