مقدمه: 

اعلیحضرت محمدنادرشاه د سردارمحمدیوسف خان زوی او د سردارغلام یحیی خان لمسی، د ۱۲۶۲ هجري شمسي( ۱۸۸۳) د حمل د میاشتي په یوویشتمه د هند په دېره دون کي زېږېدلی دی. خپلي زده کړي یې په هند کي بشپړي کړي او په ۱۹۰۱ میلادي کال کي د امیر حبیب الله خان په غوښتنه د خپل پلار سردارمحمد یوسف خان، کاکا سردارمحمدآصف خان او څلورو وروڼو سردارمحمدهاشم خان، سردارشاه محمود خان، سردار شاه ولي خان او سردار محمدعزیز خان سره یو ځای کابل ته ستون سو. هیواد ته له رسېدلو سره سم یې په پوځ کي په خدمت کولو بنا وکړه او په ډېر لږ وخت کي د خپل شخصي لیاقت، پوهي او استعداد په برکت د نایب سالاری او سپه سالاری درجو ته ورسېدی. سردارمحمدنادرخان د خپلي لومړنی ځوانۍ څخه د پوځي خدمت ترڅنګ له سیاسي فعالیتونو سره مینه درلوده او د حزب جوانان افغان، چي شهزاده امان الله خان او د هیواد تکړه منورینو برخه پکښي درلوده، فعال غړی وو. نادر خان په پوځي فعالیتونو او عملیاتو کي دونه فعاله او فوق العاده برخه واخیستله چي په ډېر لږ وخت کي د ډګروالی رتبې ته ورسېدی او په ۱۹۱۲ کال کي د منګلو د ښورښ د ځپلو څخه وروسته نایب سالار او په ۱۹۱۴ کال کي سپه سالار سو. نادرخان، که څه هم چي افغانستان ته د راتللو سره سم په پوځي او سیاسي برخو کي فعال وو خو د ۱۹۱۹ کال د فبروري په میاشت کي، په لغمان کي، د امیرحبیب الله خان د وژل کېدلو څخه وروسته په سیاسي میدان کي ډېر زیات مطرح سو. شهرت یې ډېر ژر تر لندن، برلین او ماسکو پوري ورسېدی او دا اهمیت یې په ۱۹۳۴ کال کي د کابل په ارګ کي تر ویشتل کېدلو او وژل کېدلو پوري وساتی. 

نادرخان د افغانستان په منور قشر کي چنداني ښه نوم نه لري او چي نوم یې اخیستل کېږي نو معمولا د غدار کلمه ورسره ملګرې وي. د دې یو علت دا دی چي وايی هغه د افغانستان له محبوب پاچا او د استقلال د ګټونکي اعلیحضرت امان الله خان څخه قدرت غصب کړی دی. په داسي حال کي چي د اعلیحضرت امان الله خان څخه قدرت حبیب الله کلکاني اخیستی وو او دا مسله له نادرخان سره هیڅ اړه نه لري. اعلیحضرت امان الله خان د ۱۹۲۹ کال د جنوري په میاشت کي له پاچهی څخه استعفی وکړه او قدرت یې خپل مشر ورور عنایت الله خان ته وسپاره او د هماغه کال د مې د میاشتي په وروستیو شپو ورځو کي په غزني کي د حبیب الله کلکاني او مخالفو غلجیو قبایلو د حملو په مقابل کي له ماتي وروسته، د زابل له لاري، له افغانستان څخه ووت او ډېر ژر ایټالیې ته ولاړ. ډېر کسان داسي استدلال کوي چي نادرخان له پښتنو قبایلو سره ژمنه کړې وه چي پاچهي د  امیرامان الله خان لپاره نیسی، خو کله چي قدرت ته ورسېدی، نو پر خپله ژمنه پښېمان سو. ځکه یې نو ګواکي غداري وکړه. البته د بشر په سیاسي تاریخ کي هیڅ وخت داسي نه ده پېښه سوې چي یوه جنرال دي د توري په زور قدرت نیولی او په لوی لاس یې خپل حریف ته تسلیم کړی وي. هر ډول منطق چي دا خبره مني، سیاسي منطق او تاریخي سوابق یې نه مني. 

مشهور لیکوال او ژورنالیسټ، عبدالحمید مبارز د محمدعلم فیاض د جرګه های بزرګ افغانستان د کتاب په حواله لیکي چي ځینو کسانو داسي آوازه خپره کړې وه چي ګواکي محمدنادرخان خلکو ته ویلي وه چي هغه د امان الله خان لپاره کار کوي. په داسي حال کي چي دا یوازي آوازه ده ځکه چي که نادرخان دا ویلي وای نو د جنوبي قبایل، چي د امان الله خان د اصلاحاتو مخالف ول او له هغه سره جنګېدلي ول، په هیڅ صورت د نادرخان په ملاتړ نه درېدل. حضرت فضل عمر مجددي به، چي په غه وخت کي په بمبيي کي په تبعید کي ژوند کاوه، د نادرخان شاته نه وای درېدلی او دغه راز به انګرېزانو، چي د روسانو سره د امان الله خان د اړېکو سره مخالف ول، نادرخان ته اجازه نه وای ورکړې چي د هغوی په قلمرو کي تېر سي او د سقاو له زوی سره وجنګېږي.  مبارز ص ۵۰ 

زموږ ډېر زیات لیکوالان او مورخین د نادرخان په باب ځکه منفي نظر لري چي وايي هغه د انګرېزانو په ملاتړ قدرت ته رسېدلی او حتی د هغوی لاسکوڅی وو ځیني خو  دونه افراط کوي چي وايي نادرخان ان د وړوکوالي څخه انګرېزانو روزلی، افغانستان ته لېږلی، په دولت کي لویو مقامونو ته رسولی، د امیرامان الله خان په مقابل کي د حبیب الله کلکاني تر بري وروسته یې بیرته صحنې ته رابللی او قدرت ته رسولی دی. حتی مرحوم غبار خو په خوست، لوګر او مشرقي کي، د وطن د نجات په جنګونو کي، د نادرخان، شاه ولي خان او سردارمحمدهاشم  خان د قواوو پرله پسې ماتي او شکستونه هم د انګرېزانو دسیسې او پلانونه بولي او په دې عقیده دی چي انګرېزان یوه وروستي فرصت ته منتظر ول. غبار   ص ۱۵ د دې مورخینو په نظر، افغانستان د انګرېزانو لپاره د سطرنج تخته وه او چي هر ډول یې زړه غوښت هغسي لوبه یې کوله. سړی له دوی څخه پوښتنه وکړي چي که انګرېزانو د افغانستان په سرنوشت کي دونه عمده او قاطع رول درلودی نو اعلیحضرت امان الله خان څرنګه قدرت ته ورڅخه ورسېدی، څرنګه یې استقلال ورڅخه واخیست او څرنګه یې لس کاله خپل قدرت او له انګرېز سره دښمنۍ ته دوام ورکړ؟ ځیني دغه منورین په دې عقیده دي،او حتی ما پخپله ورڅخه اورېدلي دي، چي انګرېزانو ، د استقلال په جنګ کي، تل او وانه پوځي مرکزونه قصداً نادرخان ته خوشي کړل؛ څو له هغه څخه قهرمان جوړ کړي او په راتلونکو پېښو کي، په لازم فرصت کي، کار ورڅخه واخلی. دوی حتی استدلال کوي چي انګرېزانو کولای سوای اعلیحضرت امان الله خان د نادر خان په وسیله را وپرزوی، مګر څرنګه چي امان الله خان په اولس کي محبوبیت درلود او په هغه صورت کي به نادرخان د خپلو خلکو له قهر اوغوسې سره مخامخ سوی وای ځکه یې نو یوځل امان الله خان د بچه سقاو په واسطه، چي هغه هم د دوی خپل سړی وو، را وپرزاوه او په هیواد کي یې بې قانوني او بې امني پیل کړه او بیا یې نو وروسته د سقاو زوی ته په نادرخان ماته ورکړه . که خبره داسي وي نو موږ د استقلال په ګټلو ولي افتخار کوو؟ ځکه چي دا ټولي پېښي انګرېزانو مخکي له مخکي سنجولي او نقشې یې د خپلو غوښتنو سره سمي عملي کړي دي. په زړه پوري خبره دا ده چي انګرېزانو دا کار ولي وختي نه کاوه چي پوره لس کاله یې خپل دښمن د کابل پر تخت پرې ایښی وو. او هغه پوره لس کاله د صوبه سرحد په پښتني قبایلو او د هند په خاوره کي د انګرېزي استعمار پر ضد لمسوني کولې. 

بله خبره دا ده چي که نادرخان د انګرېزانو په ملاتړ، چي چنداني ثبوت او سند یې هم نسته، قدرت ته رسېدلی وي نو هغه په خپله لنډه څلور کلنه دوره کي له انګرېزانو سره کوم داسي تړون لاسلیک کړ چي هغه یا د افغانستان د خاوري تمامیت او استقلال ته خطر پېښ کړی او یا یې لږترلږه افغانستان ته اقتصادي او سیاسي تاوان رسولی وي. 

د ۱۹۴۰ په لسیزه کي، په کابل کي د برټانیې سفیرفریزر ټیټلر په خپل کتاب افغانستان کي، له برټانیې سره د نادرخان د څرګندي دښمنی د سابقې په باب  لیکي« د ۱۹۳۰ کال د جون په میاشت کي، نادرخان د برټانیې سفیر ته وویل چي د سرحد په برخه کي د افغانستان د حکومت د پالیسی اساس د پولي پر دواړو خواوو باندي د سولي ټینګېدل او د برټانیې د پاچا له حکومت سره ریښتونې دوستي ده. 

دا ډېري خوږې خبري وې، مګر خو یوازي کلمات وه او بله هیڅ معنی یې نه درلوده. په هند کي ډېری په دې عقیده وه چي د پړانګ لپاره د خپل پوست د رنګ بدلول غیر ممکن دي. نادرشاه د سرحد د پالیسی په برخه کي د برټانیې ضد وو. خپل دښمنان یې د برټانیې په دوستی تورنول او د ژوند تر پایه پوري د برټانیې دښمن پاته سو. د دې ادعا د ثبوت لپاره شواهد کم نه ول » فریزر ټیټلر ص ۲۳۵ 

بل ځای لیکي« د ۱۹۳۱ کال په پای کي په صوبه سرحد کي داسي آوازې خپرې سوې چي نادرشاه له برټانیې څخه وسلې او پیسې تر لاسه کړي دي. په دې توګه هغه برټانیې ته په ګټه رسولو او چاپلوسي کولو تورن سو. پر هغه باندي دا احمقانه او غیر عادلانه تور ډېر ژر په صوبه سرحد کي خپور سو او د امان الله طرفدارانو د هغه پر ضد د پروپاګنډ د اصلي وسلې په توګه کار واخیست » هغه کتاب ص ۲۳۶ 

شوروي منابع، چي چنداني له نادرخان څخه ښه زړه نه لري، بیا هم هغه د انګرېزانو دښمن او مخالف بولي او وايي چي مولوی عبیدالله سیندهي د سپه سالار محمدنادرخان سره، چي په صوبه سرحد کي د برټانیې پر ضد د پښتني قبایلو د مبارزو طرفدار وو، نیژدې اړیکي لرلې. نادرخان د پولي د قبایلو په مشرانو کي ډېر زیات نفوذ درلود او د هند او افغانستان په پولو کي په اوضاع ډېر ښه پوهېدی. تیخانوف     ص ۱۲۲ 

تیخانوف لیکي چي  سپه سالار نادرخان د برټانوي هند د پښتنو سره په خپلو ټولو امکاناتو مرستي وکړې. هغه په دې باور وو چي د آزادو قبایلو پښتانه د انګرېزانو د بل یرغل په مقابل کي د یوه ټینګ دېوال حیثیت لري. په کابل کي د انګلستان سفیر همفریس ځکه په دې عقیده وو چي د افغانستان حکومت ښايي ډېر ژر د ۱۹۲۱ کال تړون لغو کړي. هغه کتاب ۱۶۰ 

په کابل کي د شوروی اتحاد سفیر راسکلینکوف، خارجه وزیر چیچیرین ته  په یوه لیک کي وايي چي د اولسي جرګې ریس شېراحمد خان، چي د انګرېزانو طرفدار دی په مجلس کي د برټانیې سره د افغانستان د دفاعي تړون د لاسلیک کېدلو ملاتړ وکړ او د حربیې وزیر نادر خان د هغه د وینا په مقابل کي سخت عکس العمل وښود. هغه وویل چي برټانیه د لومړي نړی وال جنګ، او په هند کي د ناکراریو له امله اوس هغه پخوانی زور نه لري چي بیا به له افغانستان سره جنګ وکړای سي. افغانستان له برټانیې سره د دفاعي تړون د لاسلیک کولو له امله نه یوازي خپل استقلال له لاسه ورکوي بلکه د اسلام له ګټو سره خیانت کوي؛ او د خپل حق تر لاسه کول ځنډوي. نادرخان وویل یوازینی لاره چي د ده په نظر معقوله ښکاري هغه د برټانیې د پېشنهادونو ردول او له روسیې سره د قرارداد منظورول دي. هغه کتاب ص ۵۹۹ 

یو مهم ټکی چي موږ یې باید په نظر کي ولرو هغه دا دی چي د نادرخان نظام د امان الله خان پر ځای نه دی راغلی چي موږ یې یو له بله سره مقایسه کوو، بلکه د سقاوي نظام د وحشت او بربریت پر ځای، چي له نېکه مرغه د تاریخ لیکونکو او ژورنالیسټانو د سترګو لیدلي حالات په لیکلي او چاپي بڼه موجود دي، منځته راغلی دی. دا وخت، اعلیحضرت امان الله خان له ملکه وتلی او ایټالیې ته رسېدلی دی؛ والی علی احمدخان، چي د تخت د نیولو بل مدعي وو، د سقاوي رژیم له خوا اعدام سوی دی؛ غلام نبي خان چرخي، د خپلو ورسره شوروي پوځونو سره بیرته د آمو تر سیند اوښتی او د شوروي اتحاد خاوري ته ننوتلی دی او د سقاوي رژیم په مقابل کي یوازي نادرخان پاته دی. که نادرخان هم میدان پرې ایښی او ماته یې کړې وای نو، د سقاوي رژیم وحشت ته په کتلو سره، موږ د افغانستان د سرنوشت او تاریخ په باب تصور کولای سو.  

  په دې کي شک نسته چي  نادرخان یو مستبد سړی وو او د خپلو سیاسی رقیبانو په ځپلو کي یې له زبردستی څخه کار واخیست او د هغه ورور سردارهاشم خان  استبداد ته نور هم زور او دوام ورکړ او څوارلس کاله یې په بشپړه زبردستي حکومت وچلاوه؛ خو موږ باید دونه انصاف ولرو چي یو ځل د اعلیحضرت امان الله خان څخه مخکي د امیرحبیب الله خان او د هغه د پلار امیر عبدالرحمن خان استبداد او ظلمونه وګورو، بیا د اعلیحضرت امان الله خان له سقوط څخه وروسته د سقاوي نظام وحشت او بربریت په باره کي د مورخینو او ژورنالیسټانو د سترګو لیدلي حالات تر نظر تېرکړو، بیا نو د شهید داوود خان له سقوط څخه وروسته د خلقیانو، پرچمیانو، مجاهدینو، طالبانو حکومتونه او، د امریکا او ناټو ترمستقیمي حمایې لاندي، اوسنی نظام را په زړه کړو. په دوی کي کوم یو د استبداد، بې قانونیو، وحشت، تېریو، بې امنیتیو او اداري فساد له پلوه د اعلیحضرت نادرشاه له زمانې سره مقایسه کولای سو؟ که د پردیو تر مستقیمي اغېزې لاندي حکومت کول او د خپلو اولسونو ګټي تر پردیو قربانول، چي د نادرخان په باره کي یې لږترلږه یو مثال هم نه دی موجود، عیب او ملي خیانت وي نو دا وروستي نظامونه یې، هر یو، جلا جلا، ښه مثالونه دي. دا نظامونه به موږ ته دښمنو ګاونډیانو او بهرنیانو راجوړ کړي وي خو عاملین یې زموږ  خپل وطنوال دي.  

ځینو لیکوالانو او مورخینو خو د نادرشاه په باب له دونه تنګ نظرۍ او تعصب څخه کار اخیستی دی چي د خپلو کتابونو یو مخ یې له بل سره ضد او مخالف وي. فرهنګ خو دونه افراط کوي چي د نادرشاه په مقابل کي د سقاوي رژیم صفت کوي. په داسي حال کي چي د سقاوي نظام بې امنیتی به یې په خپلو سترګو لیدلي وې.فرهنګ لیکي چي د نادرخان سره قبایلي خلک کابل ته داخل سول او په چور او تالان یې پیل وکړ خو د کابل خلکو چي څو میاشتي مخکي یې کابل ته د سقاويانو د ننوتلو په وخت کي د هغوی نظم ونسق او د خلکو پر شته منیو باندي له تېري کولو څخه پرهېز لیدلی وو، نو له نوي نظام څخه یې ښه انتباه وانه خیستله. فرهنګ ص ۶۰۲ 

همدغه لیکوال څو پاڼي مخکي، چي ښايي وروسته به یې خپله لیکنه هېره وه، د سقاو او د هغه د نظام په باب  لیکي« دې ټکي ته باید توجه وسي چي یوه ډله خلک یې په حق یا ناحقه، او په هر حال کي، له تحقیق او شرعي محاکمې پرته اعدام کړل او وې نه غوښتل یا یې نه سو کولای چي د خپلو یارانو او انډیوالانو د ستمګریو مخه ونیسي، بلکه برعکس، هغوی ته یې اجازه ورکړه چي د خلکو پر سر اومال باندي په خلاصو لاسونو تېری وکړي. خپلو همکارانو ته یې د کرنیل خومختار او جرنیل خومختار خندونکي القاب ورکړل او خپل حکومت یې د خلکو مسخره کړ...» هغه کتاب ص ۵۹۶ 

نادرخان د سیاست په میدان کي: 

امیرحبیب الله خان د ۱۹۱۹ کال د فبروري پر شلمه د لغمان د کله ګوش په علاقه کي، چي د هغه د ښکار او سات تېري سیمه وه، په نیمه شپه کي، په خپله خېمه کي ووژل سو. دا چي امیر د خپل پوځ او محافظینو په منځ کي ووژل سو او قاتل معلوم نه سو، څرګنده خبره ده چي د دربار تر ټولو عالي رتبه مقاماتو د هغه په وژلو کي لاس درلود. حتی مشهور مورخ فیض محمد کاتب، چي په هغه وخت کي حاضر وو، لیکي چي د امیر کشر ورور نایب السلطنه سردارنصرالله خان، په لوی لاس، خپل پوځیان او پولیس د قاتل له تعقیبولو او نیولو څخه منع کړل. سپه سالار محمدنادر خان او د هغه وروڼه ټول حاضر ول او فیض محمد کاتب لیکي چي عسکرو غوښتل هغوی د امیر د قتلېدلو له امله ووژني، خو د امیر مشر زوی معین السلطنه سردار عنایت الله خان د عسکرو مخنیوی وکړ. سپه سالار محمد نادرخان او د هغه وروڼه کابل ته بندیان راوستل سول او ډېر ژر بیرته خوشي سول. سردارنصرالله خان، چي په جلال آباد کي یې ځان پاچا اعلان کړی وو، لږ وخت وروسته د ارګ په بندیخانه کي ساه ورکړه او جګړن علی شاه رضا، چي ویل کېږي د امیر د قتل په شپه، نوکریوال وو، په وظیفه کي د غفلت او د امیر په قتل کي د لاس لرلو په ګناه اعدام سو. د امیر قاتل او د قتلولو محرک، په دقیق ډول، تر اوسه هم معلوم نه دی؛ حتی د قتل د علت په باب یې هم د نظر اتفاق نه دی موجود. 

اعلیحضرت امان الله خان، چي د تنکی ځوانی څخه یې له انګرېزانو سره مخالفت د نفرت سرحد ته رسېدلی وو، ډېر ژر له برټانیې څخه د خپلواکی اعلان وکړ او د مشرقي، پکتیا او کندهار په جبهو کي یې د انکرېزانو پر پولو او قواوو باندي یرغلونه پیل کړل. په دریو واړو جبهو کي یوازي سپه سالار محمدنادرخان توره وکړه او د انګرېزانو څخه یې د تل او وانه ښارګوټي او پوځي مرکزونه ونیول. او شاه محمود خان، چي په همدغه جبهه کي جنګېدی، له انګرېزانو څخه د پیوار کوتل ونیوی. سپه سالار د اوربند تر اعلانېدلو پوري د انګرېزانو په خاوره کي پاته سو او کابل ته فاتح راستون سو. سردار محمد نادرخان د استقلال د جنګ د ختمېدلو څخه وروسته، د خپلو خدماتو او په جنګ کي د زړه ورتیا او تدبیر ښودلو په بدل کي، سمدستي د وزیر حربیه په حیث وټاکل سو. 

اعلیحضرت امان الله خان د هیواد له ترقۍ سره د لېونۍ میني درلودلو په اساس ډېر ژر په هره ساحه کي په انقلابي اصلاحاتو لاس پوري کړ. اصلاحاتو ډېر خلک خوشاله او ډېر خلک د وسله وال عکس العمل ښودلو تر پولي خوابدي کړل. په دې ضمن کي د خوست ښورښ، چي زیات وکم لس میاشتي( د ۱۹۲۴ کال د مارچ له نیمایی څخه تر ۱۹۲۵ کال د جنوري تر وروستیو شپو ورځو پوري)  یې دوام وکړ او دولت او خلکو ته یې د سر اومال ډېر دروند تاوان ورساوه د یادوني وړ دی. دا ښورښ د ملاعبدالله، چي په دولتي مطبوعاتو کي ملای لنګ بلل کېدی، او د هغه ملګري ملا عبدالرشید پیل او ښورښ هغه وخت خطرناک زور واخیست چي د امیر محمدیعقوب خان زوی عبدالکریم له برټانوي هند څخه افغانستان ته ننووت او د ښورښیانو سره ملګری سو.  

د پوځ ډېرو زیاتو افسرانو ځکه د دې ښورښ په ځپلو کي برخي اخیستلو ته زړونه نه ښه کول چي ډېر زیات عسکر د جنوبي د خلکو اولادونه ول. سپه سالار نادرخان، چي له لومړي سره د اعلیحضرت امان الله د اصلاحاتو له سرعت سره مخالف وو، د خوست د ښورښ د ځپلو د عملیاتو قومانداني ونه منله او په عوض کي یې په پاریس کي د افغانستان سفارت، چي یو ډول تبعید بلل کېدی، ومانه. تیخانوف  ص ۱۶۸ 

په زړه پوري خبره دا ده چي د دې ښورښ په ځپلو کي دواړو دښمنو قدرتونو، شوروی اتحاد او برټانیې، د افغانستان له حکومت سره مالي او پوځي مرستي وکړې. د ۱۹۲۵ کال د مې پرپنځه ویشتمه سټالین، ټروټسکي او چیچیرین د کمونیسټ ګوند د مرکزي کمېټې سیاسی دفتر ته پېشنهاد وکړ چي افغانستان ته سمدستي دوه سوه پنځوس زره روبله ولېږي. دغه راز د همدغه کال د آګسټ په میاشت کي د شوروي خارجه وزیر پېشنهاد وکړ چي افغانستان ته پنځه زره میله توپکونه او مرمۍ، له پنځوس څخه تر سلو پوري ماشیندار  او درې د راډیو دستګاه وي ولېږي او هغه هیواد ته دي د جنګي الوتکو د لېږلو پروګرام چټک کړي او دغه راز دي شوروي پیلوټان ور ولېږل سي.  هغه کتاب  ص ۱۷۳ 

د همدغه کال د اګسټ په میاشت کي برټانیې افغانستان ته دوې جنګي الوتکي ورکړې او ښورښیانو ته یې درانه تلفات ورسول. هغه کتاب ص ۱۷۴ 

د خوست د ښورښ ځپل کېدل، چي ډېر زیات وخت یې ونیوی، د دولت او خلکو دواړو لپاره ډېر ګران تمام سو. یاغیانو ته ډېر زیات مالي او ځاني تلفات ورسېدل. تقریبا درې زره پنځه سوه کورونه تباه او وسوځول سول؛ پنځه لس سوه پنځه اویا یاغیان مړه او ټپیان سول؛ او ځلوره سوه پنځوس ښځي او ماشومان له یخنیه او لوږي تلف سول. د حکومتي قواوو ځاني تلفات هم تر دې کم نه ول. په دې ښورښ کي دولت ته پنځه میلیونه سټرلینګ پونډه، چي د افغانستان دوه کلن ملی عاید کېدی، تاوان ورسېدی. ګریګوریان ص ۲۵۵ 

یو شی چي د خوست د ښورښ په ځپل کېدلو کي یې د افغانستان له حکومت سره ډېره مرسته وکړه او یاغیان یې تر اندازې زیات تجرید او د خلکو په نظر کي سپک کړل هغه د حکومت دا تبلیغ وو چي د خوست په ښورښ کي انګرېزان مستقیمه برخه لري. سنځل نوید په خپل کتاب کي د انګلستان د آرشیفونو په حواله لیکي چي پخپله انګرېزان هم په دې نه پوهېدل چي عبدالکریم ته مالي او پوځي مرستي له کومه رسېږي. د افغانستان حکومت هم له دې درکه سخت مایوس وو چي د خوست په ښورښ کي یې د انګرېزانو د لاس لرلو په باب هیڅ سند او مدرک تر لاسه کولای نه سو. دا خبره پخپله محمودطرزي په پېښور کي د انګرېزانو یوه عالي رتبه مامور ته کړې وه؛ شېراحمدخان، چي د محمودطرزي په غیاب کي یې د خارجه وزارت چاري پر مخ بېولې، په کابل کي د انګرېزانو د سفارت شارزدافیر مکوناچي ته اعتراف کړی وو چي د افغانستان حکومت د خوست په ښورښ کي د انګرېزانو د برخي درلودلو په باب هیڅ مدرک په لاس کي نه لري. هغه په دې ملاقات کي پر دې خبري اعتراف کړی دی چي د افغانستان حکومت د خوست په ښورښ کي د انګرېزانو د لاس لرلو موضوع د عبدالکریم او ملاعبدالله د تجریدولو او بدنامولو په خاطر راپورته کړې وه. شېراحمدخان مکوناچي ته اطمینان ورکړی وو چي د خوست د ښورښ د کرارېدلو څخه وروسته به ډېر ژر اعلان وکړي چي افغانستان د خوست په ښورښ کي د انګلستان د لاس لرلو په باب هیڅ مدرک او سند ترلاسه کړی نه دی.سنځل نوید ص ص ۱۴۷-۱۴۸ 

آدمک وايی چي امان الله خان د خوست د ښورښ د ځپل کېدلو څخه وروسته ۵۳ تنه اعدام کړل او نور یې په شاقه بند محکوم کړل او بېلو بېلو ولایاتو ته یې واستول.  ص ۹۹ مګر شوروي منابع وايي چي یوازي په کابل کي تقریبا سل تنه اعدام سول او په کابل او نورو سیمو کي د ښورښ د مشرانو تعقیب او آزار پیل سو. تیخانوف ص ۱۷۶   

که څه هم چي شوروي منابع د حربیې له وزارت څخه د نادرخان د برطرفه کېدلو علت د خوست په ښورښ کي د برخي اخیستلو څخه د هغه انکار بولي خو ژورنالیسټ او لیکوال برهان الدین کشککي، چي د هغه وخت د زیاتو تاریخي پېښو عیني شاهد دی، لیکي چي نادرخان د خوست د ښورښ له پیل کېدلو څخه ډېرمخکي له امان الله خان سره د ځینو اختلافاتو په اساس استعفی کړې وه. نادرخان د ۱۹۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کي، یعني د خوست له ښورښ څخه څه باندي یو کال مخکي اعلیحضرت امان الله خان ته په خپله استعفی کي لیکلي وه چي له یوې خوا ناروغ دی او له بلي خوا د هغه په حکومت کي داسي کسانو ځای نیولی دی چي دی د هغوی له افکارو او اعمالو سره نه سي جوړېدلای.  کشککي ص ۲۶۲ 

لیکوال د امان افغان د پنځم کال د شپږمي ګڼي د شپږم او اووم مخ په حواله لیکي چي اعلیحضرت امان الله خان د ۱۳۰۲ ( ۱۹۲۳) کال د کب د میاشتي په اته ویشتمه یوې غونډي ته په وینا کي محمدولي خان د حربیې د وزیر په حیث وټاکی او نادرخان یې په فرانسه کي د مختار وزیر په توګه مقرر کړ. هغه کتاب ص ۲۶۹  

نادرخان د امان الله خان د وینا په جواب کي وویل چي بلې ما له څه وخته راهیسي ستاسي له حضور څخه غوښتي دي چي ما په بهر کي یوه ماموریت ته ولېږی. حتی که لویه وظیفه نه وي په یوه دفتر کي په سرکاتبي او کاتبي هم قانع یم. هغه کتاب ص ۲۷۱ 

نادرخان څو میاشتي په کابل کي د فرانسې اګریمان ته منتظر پاته سو؛ په دغه وخت کي د هغه مشر زوی محمدطاهر، چي په فرانسه کي یې زده کړي کولې، وفات سو او نادرخان فرانسې ته حرکت وکړ. فریزر ټیټلر هم د نادر خان د استعفی علت د امان الله خان د اصلاحاتو له پروګرام سره د هغه مخالفت بولي او لیکي« کله چي نادرخان په ۱۹۲۴ کال کي له کابل څخه د فرانسې پر لور حرکت کاوه نو پېش بیني یې وکړه چي د امان الله خان بېړني او بېځایه اصلاحات به ډېر ژر د ده او د ده د هیواد د بربادی سبب سي. په فرانسه کي چي یې له دوستانو او ملګرو څخه هر رپوټ تر لاسه کاوه د ده نظر او اندېښنه یې تاییدوله؛ تر څو په ۱۹۲۶ کال کي یې حوصله ختمه سوه او د سفارت له وظیفې څخه یې هم استعفی وکړه او د فرانسې جنوب ته وخوځېدی» ټیټلر ص ۲۲۵ 

کله چي امان الله خان په ۱۹۲۸ کال کي د اروپايي هیوادونو په سفر روان سو نو نادرخان او د هغه وروڼو سردارهاشم خان او سردار شاه ولي خان له هغه سره د ناپل په ښار کي وکتل. نادرخان د همدغي لیدني په ترڅ کي امان الله خان ته وویل چي د افغانستان اوسني اجتماعي او سیاسي حالات د هغه ژورو اصلاحاتو ته تیار نه دي او د خلکو رسوم او رواجونه د هغه بېړني او افراطي تغییرات نه سي منلای. نادرخان ونه سو کړای چي خپل نظریات په امان الله خان ومني، ځکه نو د فرانسې جنوب ته ستون سو او هیڅ ډول اعزازي او رسمي مقام یې ونه مانه؛ او وروسته یې نو وطن ته د ستنېدلو په باب د اعلیحضرت امان الله خان امر ته هم غاړه کښې نه ښوده. سنځل ص ۱۸۷ 

امان الله خان په دې پوهېدی چي د هغه د اصلاحاتو له پروګرام سره مخالفتونه موجود دي؛ ځکه یې نو له شوروي اتحاد، فرانسې، ایټالیې او حتی انګرېزانو څخه په زرهاوو توپکونه او توپونه، په میلیونو مرمۍ او جنګي الوتکي رانیولې. شوروي منابع لیکي امیر امان الله خان ښايي دې وسلو زړه ورکړی وو چي په هیواد کي د ښورښونو سره سره یې د اروپایی هیوادونو اوږده دوره پیل کړه؛ په داسي حال کي چي هغه، په هیواد کي د ښورښونو د کرارولو لپاره، تر عصري وسلو یوه منظم او وفادار پوځ ته اړتیا درلوده او وروستیو پېښو وښودله چي د عصري وسلو ترلاسه کولو د منظم او وفادار پوځ لرل مشکل دي. تیخانوف  ص ۱۹۷ 

اعلیحضرت امان الله خان خپل د اصلاحاتو پروګرام په خپل جوش او خروښ تعقیب کړ. هغه د اروپايي هیوادونو او د اسیا د پرمخ تللیو هیوادونو د لیدلو او په نوره نړۍ د خپل هیواد د پېژندلو او خپل هیواد ته د ګټورو پروژو د راوړلو لپاره د ۱۹۲۷ کال د ډسمبر په میاشت کي په داسي حال کي سفر پیل کړ چي د هیواد په بېلو بېلو، په تېره بیا مشرقي، کي د اصلاحاتو د پروګرام سره د مخالفتونو او په شمالي سیمو کي د څرګند بغاوت نښي لیدلي کېدلې او د شوربازار حضرتانو او محافظه کارو دیني عالمانو د هغه پر ضد پټي دسیسې رواني کړي وې. امان الله خان له دې نسبتا اوږده سفر څخه تقریبا اووه میاشتي وروسته هیواد ته ستون سو. امان الله خان خپل د اصلاحاتو پروګرام ته ځکه زور ورکړ چي هغه د خپل وطن له ترقۍ او پرمختګ سره بې کچه او لېونۍ مینه درلوده. هغه د اکټوبر پر پنځمه د لویی جرګې څلورمي غونډي ته په وینا کي وویل« زه انقلابي پاچا یم، او آرزو مي دا ده چي د هیواد د ژوند په هره برخه کي انقلاب راولم. هر څوک چي زما سره همکاری کولو ته تیار نه دی استعفی دي وکړي. په مجلس کي یوازي عبدالرحمن لودین پورته سو او خپله استعفی یې وړاندي کړه » آدمک ص ۱۳۷ 

خان عبدالغفار خان په پېښور کي د پښتنو یوې غونډي ته وویل « انقلاب د سېلاب په څېر دی. له هغه څخه ځیني قومونه ګټه اخلي او ځیني پکښي ډوب سي. هغه ملتونه چي ویښ دي؛ د ورور والي، دوستی او په ملي روحیه کار کوي، هغه له انقلاب څخه ګټه پورته کوی. هغه ملت چي دا خصوصیات نه لري د سېل اوبه یې له ځان سره وړي.... ما اورېدلي دي  چي امان الله خان به ویل زه د پښتنو انقلابي پاچا یم. په حقیقت کي هغه په موږ کي انقلابي روحیه ایجاد کړه. بې له شکه موږ د هغه له انقلاب څخه تر افغانانو زیاته ګټه واخیستله. ځکه چي افغانان ویده ول او موږ ویښ وو...» تندلکار ص ۵۸ 

ویده ملت د امان الله خان د اصلاحاتو او وطن پالني په چیغو را ویښ نه سو بلکه د ملت د داخلي او بهرني دښمنانو تبلیغاتو ته یې غوږ ونیوی. د هیواد په هره برخه کي اوربل سو. وطن سره تبۍ سو. امان الله خان نه د روغي جوړي د خبرو لپاره لایق او صادق ملګري درلودل او نه یې داسي غښتلی پوځ درلود چي د جنګ په میدانونو کي دفاع ورڅخه وکړي. امان الله خان د شینوارو، مومندو او ورسره قبایلو د ښورښ د ځپلو لپاره، چي په وروستیو شپو کي یې ډېر زور اخیستی وو او د حکومت د جبه خانو د لوټلو له لاري یې په زرهاوو توپک او توپونه تر لاسه کړي او د یاغي جنګیالیو شمېر یې څلوېښتو زرو تنو ته رسېدی، له هري وسیلې څخه کار واخیست. هغه په کابل کي د شوروي سفارت له پوځي آتشه څخه د ۱۹۲۸ کال د نومبر پر نهه ویشتمه وغوښتل چي شوروی اتحاد دي په عاجله توګه دوولس سوه خوشه اي بمونه، دوولس سوه اوراچونکي بمونه او شپږ سوه کیمیاوي بمونه ورباندي وپلوري. د روسیې د کمونیسټ ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي دفتر د ډسمبر پر دریمه فیصله وکړه چي پر افغانستان دي دوه زره څلور سوه خوشه اي او اور اچوونکي بمونه وپلورل سي ، البته د کیمیاوي بمونو له ورکولو څخه یې معذرت وغوښت. تیخانوف ص ۲۰۱  

دا وخت اوبه تر ورخ اوښتي وې. یوازي د شینوارو ښورښ نه وو چي حکومت یې کمزوری او بېچاره کړی وو؛ بلکه په شمال کي د حبیب الله کلکاني ښورښ دونه زور اخیستی وو چي په لږو شپو کي، کابل ته څرمه، د خیرخانې کوتل ته ورسېدي.  

اعلیحضرت امان الله خان نور په ځان کي د مقاومت کولو توان ونه لیدی او بالاخره یې، د ۱۹۲۹ کال د جنوري پر څوارلسمه، استعفی وکړه او مخ پر کندهار رهي سو. د کابل تخت یې خپل مشر ورور عنایت الله خان ته وسپاره. عنایت الله خان هم درې ورځي وروسته د جنوري پر اووه لسمه استعفی وکړه او په کندهار کي له خپل ورور سره یو ځای سو. کابل د سقاوي داړه مارانو د قدرت میدان سو.  

د کابل د تخت لپاره هلي ځلي: 

د حبیب الله کلکاني او انډيوالانو له خوا د کابل د اشغال سره سم د تخت د نیولو لپاره له بېلو بېلو خواوو هلي ځلي پیل سوې. کابل د تقریبا نهو میاشتو لپاره یوه ورځ او شپه ارامه ونه لیده؛ او داسي ورځ نه وه چي د کابل څخه په لیري او نیژدې سیمو کي واړه او لوی جنګونه نه وي سوي. پخپله کابل د ډېرو بدو پېښو شاهد وو. 

فیض محمد کاتب، چي د هغه وخت د ټولو بدمرغو پېښو شاهد دی په خپل کتاب تذکر الانقلاب کي لیکي: 

« بچه سقاو او سید حسین دواړو په ظاهره د اسلام او دینداری لاپي کولې خو په عمل کي یې داسي کارونه کول چي په هیڅ شرع کي روانه دي. هره ورځ به یې جار واهه چي دوکانونه پرانیزی او که څوک د چا له دوکانه شی واخلي حکومت به هغه په ګولۍ وولي. مګر په عمل کي د بچه سقاو عسکرو او افسرانو د خلکو له دوکانونو څخه مالونه اخیستل او په توبرو کي به یې وړل. دغه راز، د توپکو او وسلو د پلټلو او پیدا کولو په پلمه، د خلکو کورونو ته ننوتل او نقد او جنس یې چورول» تذکرالانقلاب ص ۸۴ 

د دې بدمرغو پېښو بل عیني شاهد پروفیسر محمدعلي لیکي: 

« په هغو نهو میاشتو کي چي واک د دې ډلي په لاس کي وو، پر کابل باندي داسي وحشت تېر سو چي کیسې یې د کولو نه دي. د کابل بېچاره ښاریان د دې وحشت لومړني قربانیان ول. ارګ د دې وحشیانه استبداد مرکز وو، چي هر ډول عدالت او بشري قانون یې تر پښو لاندي کاوه؛ او قدرت یې نه د خدای او نه د خلکو په زور اخیستی وو، بلکه د توري په زور یې نیولی وو. 

ښوونځي او ټول ګټور موسسات وتړل سول. کتابخانې، لابراتوارونه او شاهي موزیم چور سول او نادر کتابونه یا وسوځول سول او یا په ډېر نازل قېمت خرڅ سول. یوه سړي په یوه غیران دونه کتابونه رانیولای سوای چي وړلای یې نه سوای» محمدعلي  ص ۴۳ 

کابل پوره نهه میاشتي د داسي جنایتونو میدان وو چي په خپل تاریخ کي یې نه وه لیدلي. د حبیب الله کلکاني کشر ورور حمیدالله، چي له سقاو څخه وروسته یې تام اختیارات په لاس کي ول، د کابل والي ملک محسن او د سقاو صدراعظم سید حسین، چي ویل کېږي په دریو میاشتو کي یې په خپل حرم کي څه باندي څلوېښت ښځي غونډي کړي وې؛ او په نامه کړو یا نامزدو ښځو حساب یې لا چاته معلوم نه وو، تر ټولو زیات په جنایتونو کي برخه درلوده. مجددي ص ۴۴۶ په دې باب زیات تفصیل موږ له موضوع څخه لیري کوي. 

علي احمد خان، چي امان الله خان د شینوارو، خوګیانیو او نورو پښتنو د ښورښ د کرارولو او له خلکو سره د روغي جوړي د خبرو کولو لپاره مشرقي ته لېږلی وو، میدان خالي ولیدی او ځان یې پاچا اعلان کړ او د خلکو څخه د بیعت اخیستلو په کار لګیا سو. محمدګل خان او سید حسن کنډکمشر چي د علي احمدخان له دې عمل سره مخالفت وښود او هغه ته یې د وطن د نجات او ژغورلو توصیه کوله، دواړه وډبول او پر کابل باندي یې د حملې تیاری پیل کړ. د علي احمد خان په پوځ کي دوه لوی ملکان محمدشاه خان او ملک محمدجان له یوه بل سره سخت مخالف ول او پر کابل باندي د حملې د پیل کولو څخه مخکي یې په خپلو کي سره وویشتل او دواړه مړه سول. په دې توګه پر کابل باندي د علي احمدخان یرغل او پوځي عملیات وځنډېدل. انیس ص ۹۹ 

علي احمد خان د جلال آباد له حکومتي خزانې څخه لاسته راوړي پیسې او هغه پیسې چي امان الله خان په مشرقي کي د سولي د ټيګولو لپاره ورکړي وې ډېري ژر ولګولې او کله چي پوه سو چي هیڅ کار یې پر مخ نه ځي نو له انګرېزانو څخه یې د دونه زیاتو مرستو غوښتنه وکړه چي که د افغانستان پاچا وای هم به یې نه وای ترلاسه کړي. 

« علي احمد خان د فبروري پر دریمه پېښور ته یو لیک واستاوه چي په الوتکه کي په کابل کي د انګرېزانو سفیر فرانسیس همفریس ته ورسېږي. هغه له همفریس څخه غوښتي وه چي د برټانیې حکومت دي یو میلیون سټرلینګ پونډه، سل لارۍ موټرونه، چي له هر موټر سره به یو موټروان او دوه میخانیکان ملګري وي،دوه زره خېمې، د دوو زرو کسانو لپاره یونیفورمونه او بالاپوښونه،شل زره توپکونه او شل میلیونه مرمۍ، دېرش غرني توپونه او له هر توپ سره زر ګولۍ،زر ځین کړي آسونه، دوولس بې سیم ټلفونونه له پرسونل سره، په ماشین ګنو سمبالي، یو شمېر پوځی الوتکي، لويي مسافر وړونکي الوتکي له برټانوي پیلوټانو او اتیازرو ګېلنو تېلو او د سون موادو سره. علي احمد خان لیکلۍ وه چي لکه څرنګه چي ما یې پېش بیني درته کړې وه امان الله ثابته کړه چي هغه د پاچهي لایق نه وو. بچه سقاو یو داړه مار دی بل څه نه دی. پر کابل باندي به ډېر ژر له هري خوا حملې پیل سي. بلشویکان غواړي په افغانستان کي داسي جمهوریت منځته راوړي چي ډېر ژر به هیواد تباه کړي. دوی د هغه خوسا سوي مڼې مثال لري چي ټول بار خرابوي. ده ځان د برټانیې د حکومت زوړ دوست معرفي کړی وو او لیکلي یې وه چي برټانیه باید له غرور څخه کار وانه خلي او دا فرصت له لاسه ورنه کړي» سټیوارټ ص ص ۴۹۷-۹۸ 

داچي علي احمدخان ولي له انګرېزانو څخه دونه زیاتي غوښتني کړي وې او په داسي وخت کي یې، چي تقریبا هیڅ یې په لاس کي نه لرل، څرنګه پر انګرېزانو باندي دونه زیات حساب کړی وو، سړی څه نه سي ویلای خو لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، همفریس د ده لیک ته جواب قدر هم ور نه کړ. خوګیاني ملک قیس، چي د علي احمدخان ټینګ ملګری وو، له سقاو سره پټ تماس ونیوی او هغه ته یې د علي احمد خان د نیولو وعده ورکړه. بچه سقاو هم له ملک قیس سره د اووه لسو زرو روپیو او نایب سالاری ژمنه وکړه. د قبایلو خانانو او ملکانو له علي احمدخان سره خیانت وکړ. پر هغه باندي یې حمله وکړه؛ د هغه درې سوه د توري قبیلې محافظین یې ټول ووژل؛ او علي احمد خان ایله په تېښته بریالی سو او په یوه جوړه جامو کي پیاده پېښور ته ورسېدی. 

د شوروي اتحاد پوځي مداخله او غلام نبي خان چرخي: 

انګرېزانو د افغانستان د بحران او داخلي جنګونو په جریان کي لږترلږه ظاهري بېطرفي وساتله؛ او چي هر چا به د مرستي خواست ورته وکړ نو دوی به خپله بېطرفي پلمه کوله. له پاچهی څخه د استعفی کولو او کندهار ته له تللو سره، د اعلیحضرت امان الله خان قانوني او مشروع دریځ ډېر کمزوری سو. نور نو هغه ته چا د یوه قانوني پاچا په حیث نه بلکه د کابل د تخت د نیولو د یوه دعوا ګیر په سترګه کتل. کله چي هغه له کندهار څخه له انګرېزانو څخه د وسلو غوښتنه وکړه؛ انګرېزانو حتی په نغدو پیسو د وسلو له ورکولو څخه ډډه وکړه. انګرېزانو هغه ته په ډېره سړه لهجه جواب ورکړ چي دوی د هغه د استعفي بیرته اخیستل په رسمیت نه پېژني او هغه ته د کابل د تخت د یوه بل دعواګیر په سترګه ګوري. او د برټانیې د بې طرفی پالیسي هغوی ته اجازه نه ورکوي چي د افغانستان په داخلي جنګونوکي لاس وهنه وکړي. پولادا ص ۲۵۹ 

خو شوروي اتحاد، که څه هم غوښتل چي له امان الله خان سره پټي مرستي وکړي، برالا نظامي مداخله وکړه. د شوروي اتحاد د کمونیسټ ګوند د مرکزي کمېټې سیاسی دفتر د مارچ پر شلمه فیصله وکړه چي قدرت ته د امان الله خان د بیرته رسولو لپاره به د افغاني قواوو سره ګډ پوځي عملیات کوي. که څه هم چي د شوروي اتحاد منابع وايی چي دا مرستي وړیا نه وې بلکه افغانستان باید، په بدل کي، شوروي اتحاد ته پنبه، څرمن، وړۍ او نور ارښتناک مواد ورکړي وای. ولادیمیر بویکو ص ص ۱۷۸-۷۹ 

د کمونیسټ ګوند د سیاسي دفتر په هغه غونډه کي سټالین، جنرال غلام نبي خان چرخي او په کابل کي د شوروي د سفارت نظامي آتشه پریماکوف برخه درلوده او فیصله وسوه چي د شوروي د سره پوځ عسکر دي په افغاني جامو کي د غلام نبي خان تر قوماندې لاندي حرکت وکړي او د مزار شریف ښار دي ونیسی. له دې څخه څو هفتې وروسته د شوروي جنګي الوتکو د افغانستان پر خاوره باندي یرغل وکړ او هغه عسکر یې ټول له منځه یووړل چي پر الوتکو یې ډزي کړي وکړې. په دې عملیاتو کي تقریبا دوه زره افغانان ووژل سول. د مزار شریف ښار ونیول سو او د غلام نبي خان تر قوماندې لاندي شوروي او افغاني قواوو د تاشقرغان پر لور حرکت وکړ. په دې ښار کي هم د بچه سقاو پوځ ډېر ژر ماته وکړه او تقریبا درې زره تنه یې ووژل سول، او غلام نبي خان د خان آباد پر لور حرکت وکړ. د عملیاتو په جریان کي هغه ته خبر ورسېدی چي امان الله خان له مقاومته لاس اخیستی او له هیواده وتلی دی. غلام نبي خان هم له خپلو قواوو سره پر شا سو او بیرته د شوروي اتحاد خاوري ته ننووت. د شوروي د قواوو د پر شا کېدلو یو علت دا هم ګڼل کېږي چي په بهر نیو هیوادونو او اروپا کي په افغانستان کي د شوروي د پوځي مداخلې رپوټونه خپاره سول او شوروي مجبور سو چي ډېر ژر میدان خوشي کړي.  آقابکوف ص ص ۲۰۴-۵ 

شوروي محقق تیخانوف لیکي: نور نو بچه سقاو او انګرېزانو کولای سوای چي د خپل بري جشن ونیسي او شورویان مجبور ول چي واقعیت ومني. 

له افغانستان څخه د امان الله خان له تېښتېدلو سره په مزار شریف کي د غلام نبي خان چرخي د قواوو عملیات بې مفهومه سول. د ۱۹۲۹ کال د مې په وروستیو شپو ورځو کي دا قواوي بیرته شوروي ته وغوښتلي سوې. دا د هیچا پر زړه برابر کار نه وو. د شوروي اتحاد د مرکزي اسیا پوځي قوماندانی  په خپل اطلاعاتي رپوټ کي ولیکل چي امان الله خان چي ښورښي قبایلو محاصره کړی وو، سره له هغه چي سیاسي وضع او تر یوه ځایه په شمال کي پوځي وضع د هغه په ګټه وه، هند ته وتښتېدی.  

تیخانوف وروسته لیکي خارجه وزیر چیچیرین تر دې هم سپیني خبري کولې او د ۱۹۲۹ کال د جون په میاشت کي یې سټالین ته ولیکل چي د حکومت د ځينو کسانو د قومي تنګ نظریو له امله، شوروي دا تاریخي فرصت له لاسه ورکړ، څو د شورا ګانو د هیواد او برټانوي امپراطوری تر منځ خپل دریځ ټینګ کړي. هغه د امان الله خان د تلاښونو د وروستۍ ناکامۍ په باب، په ډېره غمګینه لهجه، لیکي چي د سترګو په رپ کي هرڅه برباد سول. آخ تاریخ ( د دې قمار پر میدان، جهاني) موږ ته څه قوي پر په لاس راکړی وو. تیخانوف ص ۲۲۲ 

د سقاو حکومت، د شمال په جنګونو کي، پر غلام نبي خان باندي د دې ناڅاپي بري څخه وروسته، چي ښايی چنداني انتظار به یې هم نه درلود، په کابل کي د شوروي شارژدافیر ور وغوښت او له هغه څخه یې د افغانستان په شمال کي د شوروي پوځیانو او الوتکو د مستقیمي مداخلې په باره کي توضیحات وغوښتل خو د شوروي ډيپلوماټ نه یوازي په افغانستان کي پر هر ډول مداخلې باندي منکر سو بلکه افغانستان یې د شوروي په خاوره کي د باسماچیانو په ملاتړ کولو تورن کړ او ضمناً یې د کابل حکومت ته په منتهی سپین سترګي یو یادداشت هم ور وسپاره. په یادداشت کي راغلي وه: 

شوروي حکومت ته نه د هغه هیواد له پولو څخه د غلام نبي خان د تېرېدلو او نه د وسلو د ترلاسه کولو د سرچینې په باب معلومات سته. شوروي حکومت په قاطعانه ډول اعلان کوي چي د افغانستان د داخلي جنګ په جریان کي یې هیڅ الوتکه د کابل د حکومت له اجازې پرته د افغانستان فضا ته داخله سوې نه ده. 

        د شوروي حکومت د ۱۹۲۱ کال او دغه راز په پغمان کي د ۱۹۲۶ کال د تړون په اساس د افغانستان په داخلي چارو کي له هر ډول مداخلې څخه ډډه کوي او د افغانستان د استقلال درناوی کوي.   بویکو ص ۱۹۷ 

په زړه پوري خبره دا ده چي د شوروي اتحاد خارجه وزارت د ۱۹۲۹ کال د جون پر دریمه، يه یوه غونډه کي، فیصله وکړه چي په کابل کي خپل شارژدافیر ته یادداشت ولېږي او د سقاو د زوی حکومت ته د افغانستان په چارو کي زموږ د مداخلې نه کولو په برخه کي اطمینان ورکړي او دا ورته ووایی چي په افغانستان کي د استحکام او د حکومت د واک له غځېدلو سره ښايي شوروي اتحاد د کابل حکومت هم په رسمیت وپېژني. هغه کتاب  ص ۱۹۸ 

د افغانستان تاریخ د غم لړلو پېښو یو اوږد داستان دی؛ خو د امان الله خان سقوط او د هیواد څخه د هغه وتل ښايي د افغانستان له تر ټولو لویو ویرژلو پېښو څخه وي. د امان الله خان له سقوط سره افغانستان داسي یو وطن پالونکی او پر ترقی او استقلال مین پاچا له لاسه ورکړ چي په خپل تاریخ کي به یې د هغه په څېر مشران ډېر لږ لیدلي وي. د امان الله خان له سقوط سره په افغانستان کي سقاوي دوره راغله او کابل او ټول هیواد داسي پېښي ولیدلي چي په تاریخ کي یې نه وې لیدلي. د سقاوي نظام په دوره کي د زرهاوو بېګناه انسانانو سرونه ورغړېدل او سر، مال او ناموس د مصونیت مفهوم له لاسه ورکړ. د سقاوي نظام له سقوط څخه وروسته د نادرخان په پاچهي او د هاشم خان د صدارت په وخت کي د امان الله خان او د هغه د طرفدارانو او د نادرخان د کورنۍ تر منځ په سیاسي کشمکش کي په سل هاوو داسي کسان د بندیخانو شومه سول چي د هیواد لپاره یې جبران ممکن نه وو او هر یو یې د « سل دي ومره یو دي مه مره» په کتار کي وو. 

نادرخان: 

نادرخان په افغانستان کي د اعلیحضرت امان الله خان د استعفی او د سقاویانو د قدرت نیولو د خبرونو د اورېدلو سره سم له فرانسې څخه د هند پر لور حرکت وکړ. نادرخان نه په لاس کي پیسې درلودلې او نه یې لښکردرلودی، ځکه یې نو باید له لومړۍ ورځي څخه هر ګام په احتیاط اخیستی وای. هغه د امان الله خان د طرفدارانو او په تېره بیا په هند کي د آزادي غوښتونکو په مخ کي، چي زیاتره د امان الله خان طرفداران ول، ځان د امان الله خان طرفدار ښودی او ویل به یې چي غواړي هغه بیرته قدرت ته ورسوي. حتی غلام صدیق خان چرخي له هغه سره څلور زره طلايي سټرلینګ پونډه مرسته وکړه او وروسته یې ډېر ارمان کاوه. او ویل به یې چي له هغو پیسو څخه نادرخان ته دوه زره سټرلینګ پونډه رسېدلي ول او هغه په یوه لیک کي مننه ورڅخه کړې وه. صدیق خان به ویل چي له نادرخان سره نورو کسانو هم مرستي وکړې؛ خو کله چي هغه د ۱۹۲۹ کال د اکټوبر په میاشت کي کابل ونیوی ځان یې پخپله پاچا اعلان کړ او د امان الله خان طرفدران یې له منځه یووړل. تیخانوف ص۲۲۴ 

نادرخان له فرانسې څخه د حرکت په ورځ خبریالانو ته ویلي وه چي د کابل د فتح کولو په صورت کي، د تاج او تخت او قدرت ته د امان الله خان د بیرته رسولو په مسله کي ځان ته د مداخلې حق نه ورکوي، بلکه دا حق ملت ته سپاري. هغه کتاب ص ۲۲۵ 

نادرخان د ۱۹۲۹ کال د مې پر دیرویشتمه پېښور ته ورسېدی. هغه په پېښور کي، د اوضاع له تحلیلولو څخه وروسته، د امان الله خان ملاتړ اعلان کړ او د قبایلو مشرانو ته یې، چي د ده لیدلو ته ورغلي ول، په څرګنده، اعلان وکړ چي د سقاو د زوی د نسکورولو او د امان الله خان د پاچاکولو لپاره به خپل ټول وس تمام کړي. 

نادرخان دغه راز د پښتنو د مشر خان عبدالغفار خان سره په خبرو کي د امان الله خان ملاتړ اعلان کړ او ورته وې ویل چي ټولي هلي ځلي یې د امان الله خان لپاره دي.  هغه کتاب ص ۲۲۵ عبدالولي خان ص ص ۸۹-۹۰ 

کله چي نادرخان له انګرېزانو سره کتل، یا یې د غلجیو قبایلو له مشرانو سره، چي اکثریت یې د امان الله خان په مخالفت را ولاړ سوي ول، خبري کولې او یا یې له مذهبي او روحاني مشرانو سره لیدني کتني کولې هغوی ته یې د امان الله خان پر ضد دریځ څرګنداوه. حتی ویل کېږي چۍ په خوست کي یې د ځینو قبایلي مشرانو په مخ کي سوګند یاد کړ چي د امان الله خان د بیرته پاچا کولو لپاره کار نه کوي. ټیټلرص ۲۲۲ 

نادرخان، د کابل د تخت د نیولو لپاره په هلوځلو کي، تر ټولو کسانو ځلېدونکی ستوری وو او هري خوا کوښښ کاوه چي هغه له ځان سره ملګری کړي. حبیب الله کلکاني هغه ته فرانسې ته دوه تنه ور ولېږل چي کابل ته یې راولي او په حکومت کي یو لوی مقام واخلي.امان الله خان هم نادرخان ته احوال لېږلی او هغه ته یې ویلي وه چي کندهار ته ورسی او له ده سره یو ځای سي. پېښور ته د امان الله خان د هیات د رسېدلو څخه مخکي، نادرخان په کابل کي د انګرېزانو له سفیر فرانسیس همفریس سره، چي له پخوا یې ورسره پېژندل، وکتل او د افغانستان د روانو حالاتو په باب یې د هغه نظر وغوښت. همفریس په زغرده ورته وویل چي برټانیه به د افغانستان په چارو کي خپله بېطرفي وساتي، او د افغانانو له مجبوریت او بدي ورځي څخه به ګټه پورته نه کړي. هغه بالاخره ورته وویل چي په افغانستان کي چي هر څوک قدرت ته ورسېږي، که امان الله خان وي که بل څوک، برټانیه به له هغه سره دوستي او مرستي کوي. 

یوه ورځ وروسته علي احمدخان له نادرخان سره وکتل او له هغه  څخه یې وغوښتل چي یا خو د هغه سره د پاچهي په نیولو کي مرسته وکړي او یا خپل ځان پاچا اعلان کړي او دی به مرسته ورسره وکړي. نادرخان یو پېشنهاد هم منظور نه کړ او علي احمدخان ته یې وویل چي اوس حاضر هغه د افغانستان د ژغورني لپاره کار کوي؛ د پاچا او امیر ټاکل د ملت او اولس کار دی. 

د برټانوي هند حکومت بالاخره نادرخان ته احوال ورکړ چي نور باید ډېر ژر د هند له خاوري څخه افغانستان ته ننوزي. نادر خان د کرم پر لور حرکت وکړ او له هغه ځایه د پکتیا ولایت ته ننووت. خپل ورور سردار هاشم خان یې مشرقي ته واستاوه څو د پښتنو مشرقي قبایل د سقاو پر ضد جګړې ته وهڅوي. سټیوارټ ص ص ۵۲۰-۵۲۲ 

 د برټانیې حکم ډېر ساده وو؛ کله چي نادر خان او د هغه وروڼه د برټانوي هند له پولي واوړي، بیرته د برټانوي هند خاوري ته نه سي را اوښتلای او که را واوړي د برټانیې حکومت یې نیسي. د برټانیې حکومت دغه راز نادرخان او د هغه وروڼو ته اجازه ورنه کړه چي په صوبه سرحد کي له پښتني قبایلو څخه لښکر جوړ کړي. کله چي سردارهاشم خان په مشرقي کي ماته وکړه او د برټانوي هند خاوري ته واوښت نو د برټانيې مقاماتو هغه ونیوی او د کوټي ښار ته یې واستاوه. دوپرې ص ص ۴۵۸-۵۹ 

نادرخان درې ځله کوښښ وکړ چي د لوګر له لاري پر کابل باندي حمله وکړي او درې ځله ناکام سو او د ګردېز ښار یې هم له لاسه ورکړ. نادر خان د برټانیې له حکومت څخه وغوښتل چي هغه ته په ازادو قبایلو کي د لښکر جوړولو اجازه ورکړي؛ خو برټانیې اجازه ورنه کړه؛ او نادرخان  بالاخره انګرېزانو ته ولیکل چي هغه د آزادو قبالیو له مرستي پرته کابل نه سي نیولای. که انګرېزان د وزیرو او مسعودو قبایلو ته له سرحد څخه د تېرېدلو او له ده سره د مرستي کولو اجازه نه ورکوي نو بیا به دی مجبور وي چي د جنګ میدان پرېږدي او په هغه صورت کي به په افغانستان کي یوه لویه ګډوډی را منځته سي. انګرېزانو بیا هم په رسمي توګه خپله بې طرفي وساتله او په ضمن کي یې په قبایلي سیمو کي خپلو مامورینو ته هدایت ورکړ چي که د قبایلو خلک د افرادو په توګه افغانستان ته داخلېږي نو غرض مه ورسره کوی او که چېري د بشپړ لښکر په توګه د افغانستان خاوري ته تېرېدل نو هم له قوې څخه کار مه اخلی ځکه چي په هغه صورت کي به داسي وضع منځته راسي چي د بېطرفی تر پرېښودلو به یې عواقب خراب وي. د انګرېزي مقاماتو د دې امر او هدایت خبره ډېر ژر په قبایلو کي تیته سوه او په زرهاوو وزیر او محسود د نادرخان مرستي ته ورمات سول. نادرخان ،په همدغه لښکر ، د اکټوبر پر څوارلسمه کابل ونیوی او د اکټوبر پر پنځه لسمه یې خپله پاچهي اعلان کړه. پولادا ص ص ۱۹۰-۱۹۱   

که د شوروي استخباراتو رپوټونه ومنو چي وايي له نادرخان سره یوازي شپېته زره وزیر او تقریبا دېرش زره مسود، چي ټول په وسلو سمبال ول، ملګري سول، تیخانوف ص ۲۲۸ نو د دونه زیاتو قواوو په مقابل کي د سقاو لپاره مقاومت کول غیر ممکن کار وو.  

د اعلیحضرت محمد نادرشاه د قدرت کلونه: 

نادرشاه د خپل قدرت په لنډه، څلورکلنه، دوره کي د دونه زیاتو سیاسي ستونزو سره مخامخ سو چي د افغانستان په تاریخ کي به لږ سیاسي مشران ورسره مخامخ سوي او بریالي ورڅخه وتلي وي. خو په دې لنډه او له ستونزو څخه ډکه دوره کي یې، لکه څرنګه چي د خپلي پاچهی د اعلانولو په لومړۍ ورځ ژمنه کړې وه، د ژورو اصلاحاتو د راوستلو له پروګرام څخه مخ وا نه ړاوه او په حقیقت کي یې د امان الله خان د دورې تقریبا ټول اصلاحات، خو یو څه په تدریجي ډول، تعقیب کړل. نادرشاه د خپلي پاچهی د اعلانولوپه ورځ په هغه لنډه اعلامیه کي، چي سنځل نوید د اصلاح د ورځپاڼي په حواله را نقل کړې ده، ښودلې ده چي هغه غواړي، په افغانستان کي،د نړۍ د نورو متمدنو هیوادونو د معیارونو سره سم، اصلاحات راولي.  

نادرشاه په خپله لومړنۍ اعلامیه کي وویل « اوس چي خدای تعالی د افغانستان ملت د اغتشاش له اور څخه ژغورلی دی او د افغانستان ملت زه د پاچا په حیث انتخاب کړی یم؛ هیله لرم چي وروسته له دې به افغانستان د یوه مترقي او د اسلام اصولو ته د وفادار هیواد په حیث پاته سي. په اوس حالت کي هیواد تر بل هر وخت یوې صحیح ادارې ته اړتیا لري. د حکومتي څانګو آمرین باید د ملت په مقابل کي خپل مسولیتونه درک کړي، څو لازم اصلاحات په اسانی او بې له اخلاله عملي سي. ځکه نو د اسلام د سپېڅلي دین له احکامو او دغه راز د هغو اصولو سره سم چي د نړۍ په متمدنو هیوادونو کي عملي کېږي لازمه بولم چي یو صدراعظم وټاکم او د کابینې د جوړولو وظیفه ورکړم. سنځل ص ۲۳۷ 

نادرشاه د قدرت د نیولو له لومړۍ ورځي څخه د وژل کېدلو تر شېبې پوري خپلو سیاسي مخالفینو بې غمه پرې نه ښود کنه نو هغه به د خپلو ملي آرمانونو د پوره کولو لپاره لا هم ډېر څه کړي وای.    

حبیب الله کلکاني د ارګ د سقوط په وخت کي د شمالي دروازې د لاري وتښتېدی او ځان یې چاریکار ته ورساوه. هغه او سید حسین غوښتل چي له هغه ځایه مقاومت پیل کړي او که د کابل تخت ونه نیسي نو لږترلږه د نادرخان سره جنګ او جنجال ته دوام ورکړي. نادرخان نه غوښتل، او ښايی کولای یې هم نه سوای، چي د خپلي پاچهی په لومړۍ ورځ یو بل جنګ پیل کړي نو ځکه یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو یوه جرګه حبیب الله ته ولېږله او له هغه سره یې ژمنه وکړه چي که حکومت ته تسلیم سي نو دی او د ده ملګري به ټول عفو سي. حبیب الله هم خپل ځان تسلیم کړ. نادرشاه له هغه سره په لومړي سر کي ښه سلوک وکړ خو وروسته یې هغو کسانو ته تسلیم کړ چي د سقاوي رژیم په وخت کي یې عزیزان وژل سوي او یا پخپله د حبیب الله په امر وژل سوي ول. هغوی ټولو د حبیب الله کلکاني او د هغه د ملګرو د اعدام غوښتنه وکړه او نادرشاه، هم له دې پلمې څخه په استفادې سره، حبیب الله او د هغه دوولس ملګري اعدام کړل. مورخین  وايی چي نادرشاه په قرآن شریف قسم ورسره کړی او پخپله یې لاسلیک کړی وو. آدمک ص ۱۸۲ 

نادرخان په خپل لومړني فرمان کي خپلو وزیرانو ته هدایت ورکړ چي ده د اداري فساد د له منځه وړلو فیصله کړې ده او هغه چا ته به چي رشوت اخلي او یا د حکومتي مقام څخه بده استفاده وکړي سخته سزا ورکړي. آدمک ص ۱۸۰ 

نادرخان له اداري فساد او د خلکو د کارونو د بېځایه ځنډولو یا کاغذ پرانۍ د مخنیوي لپاره د دفاع په وزارت کي د شکایاتو صندوق کښېښود. د کابل له اوسېدونکو څخه غوښتل سوي وه چي له حکومت سره د اداري فساد سره په مبارزه کي مرسته وکړي. مګر له حکومت سره د دې مستقیم تماس څخه پر چا باندي د ناحقه تور لګولو لپاره کار وانه خلي. شاه محمودخان ته د خلکو د شکایتونو د اورېدلو او د ضرورت په وخت کي د تحقیقاتو د کولو صلاحیت ورسپارل سوی وو. ګریګوریان ص ۲۹۹ 

د نادر شاه حکومت په لومړیو ورځو او شپو کي له سختو مشکلاتو سره مخامخ وو؛ خزانه خالي وه او د مالیاتو د ټولولو لپاره یې هیڅ توان او قوت نه درلودی. ځوانانو د حکومت لپاره د پيسو غونډولو یوه کمېټه جوړه کړه. آدمک ص ص ۱۸۰-۸۱ 

هغو قومي پوځونو چي له نادرخان سره د کابل د نیولو لپاره یو ځای سوي ول، د سقاو له ماتي وروسته د قدرت له خلا څخه ګټه واخیسته او د کابل او شمالي له چورولو څخه وروسته په خپله مخه ولاړل. نادرشاه ځکه د هغوی مخه نه سوه نیولای چي نه یې منظم پوځي قوت درلود او نه یې د هغوی د خدمت په بدل کي پیسې په لاس کي لرلې. دا وخت له خنجان څخه هغه اته لس زره کسیز پوځ را ورسېدی چي د سید حسین څخه پاته سوی وو. دا پوځي قوت د حربیې د وزیر شاه محمود خان تر قیادت لاندي له پوځي قوې سره یو ځای سو. له هرات څخه عبدالرحیم خان کوهستاني، چي دا وخت د هغه ولایت ریس تنظیمه وو، نادرشاه ته بیعت را واستاوه او د هرات د خزانې څخه یې پیسې ورته را ولېږلې. مجددی ص ۵۱۲ 

کابل، د حبیب الله کلکاني د حکومت او داخلي جنګ او دغه راز د ایله جاري او قبایلي لښکرو د چور او تاړاک له امله، دونه خراب سوی وو چي حتی ارګ د شپې د تېرولو او دفتري کارونو وړ نه وو. نادرشاه د اوسېدلو لپاره، د فرقه مشر محمدهاشم خان کور غوره کړ او سلطنتي او اداري چارو لپاره یې د سردار فتح محمدخان کور انتخاب کړ. هغه کتاب ص ۵۰۷ 

فریزر ټيټلر لیکي چي هغه په خپله لنډه څلور کلنه دوره کي څرګند پرمختګونه وکړل. د قدرت په لنډه دوره کي یې څلوېښت زره کسیز پوځ جوړ کړ او یو شمېر ښورښونه یې کرار کړل. د هندوکش په غرونو کي یې سړک تېر کړ او د دولت عایدات یې هغي اندازې ته ورسول چي د امان الله خان په لس کلنه دوره کي نه وه رسېدلي؛ او د هیواد په لویو لارو کي یې داسي امنیت قایم کړ چي تر ده مخکي هیڅ وخت موجود نه وو. ټیټلر وايی چي برټانیې په ۱۹۳۱ کال کي لس زره توپک او ۱۸۰ زره پونډه نغده مرسته ورسره وکړه. دی وايی دا سخاوتمندانه مرسته وه مګر په دې پیسو په داسي یوه هیواد کي چي مساحت یې تر فرانسې زیات دی، او له سرکښو اولسونو څخه جوړ دی، د امنیت ټینګول او نیکمرغي راوستل اسانه کار نه دی. هغه له خارجي منابعو څخه نوره هیڅ مرسته ترلاسه نه کړه. ټیټلر ص ۲۳۱ 

لوستونکي چي دا کرښي لولي نو دا باید ورپه زړه کړي چي یوازي امریکا، د ۲۰۰۲ کال راهیسي تر اوسه یعني ۲۰۱۷ کال پوري له افغانستان سره څه باندي سل زره میلیونه ډالره مرسته کړې ده، او په یوه وخت کي په افغانستان کي د امریکا او متحدینو د پوځي قواوو شمېر څه باندي یو سل او پنځوس زرو تنو ته ورسېدی. که له دې سره د ناټو او د امریکا د نورو متحدینو، غیرمتحدینو او عربي هیوادونو مالي مرستي په نظر کي ونیسو نو خبره ښايي تر یو سل او شل زرو میلیونو ډالرو واوړي. په داسي حال کي چي اوس حاضر افغانستان په اداري فساد او د مخدره موادو په تولید کي، په نړۍ کي، دوهم او لومړی مقام لري او څه باندي لس کاله کېږي چي د کابل کندهار او کندهار هرات په څېر مهمو او حیاتي لارو امنیت نه سي خوندي کولای؛ او، د پایتخت په شمول، په ښارونو او اولسوالیو کي د چا سر او مال خوندي نه دی. د دې ارقامو په مقابل کي چي، څوک انکار ورڅخه کولای نه سي، هر ډول استدلال وکړو د عقل او معقولیت لاري به راباندي تړلي وي. 

د نادرشاه سیاسي ستونزي: 

د افغانستان په تاریخ کي به چنداني داسي مشر نه وي تېر سوی چي د نادرشاه په څېر، په تش لاس، د دومره زیاتو سیاسي ستونزو په غېږ ورغلی او بریالی ورڅخه وتلی وي.   

مرحوم غبار لیکي په هغه ورځ چي نادرشاه د سلطنت اعلان وکړ، په هغه شپه، په دروازه لاهوري کي، د ده په کور کي د جوانان افغان د جمعیت ګوندي جلسه وه. غبار موږته نه وايي چي په دې جلسه کي څو تنو برخه درلوده خو هغو کسانو چي ګډون پکښي کړی وو د کابل نسبتا مشهور منورین ول. په دې جلسه کي غلام محی الدین آرتي وايي چي دا د انګرېزانو او هندوستانیانو دولت دی او هر څوک چي برخه پکښي اخلي هغه به خاین وي. غبار وايي چي د دې دولت د چپه کولو لپاره باید لومړی سري او وروسته علني مبارزه وسي. تاج محمد پغماني وايي چي هر وطن پالونکی باید د دې رژیم پر ضد مبارزه وکړي. فیض محمد باروت ساز هم د نادرخان رژیم د پردیو حکومت بولي او د هغه پر ضد د مبارزې او قیام بلنه ورکوي. عبدالرحمن لودین وايي چي د دې حکومت په کابینه کي باید برخه وانه خیستله سي او پر حساساو چوکیو یې کار ونه سي خو یو څه انتظار باید وایستل سي څو معلومه سي چي دا دولت بالاخره پر کومه ځي. د اسماعیل خان په نوم یو سړی هم په دې غونډه کي برخه لري. غبار ص ص ۳۸-۳۹ غبار نه وايي چي د دې یادي سوي ناستي په تعقیب یې بله غونډه هم وکړه کنه؛ خو مطلب یې دا دی چي د کابل منورینو د نادرخان سره دښمني درلوده او ټولو په یوه خوله او یوه زړه د امان الله خان د بیرته پاچا کېدلو غوښتنه کوله.  

البته نادرشاه، د خپلي پاچهی په لومړیو میاشتو کي، یوازي د منورینو د بېځایه نفرت او دښمنۍ سره نه بلکه د خطرناکو عملي اقداماتو سره مخامخ سو.   

د ۱۹۳۰ کال د جولای په نیمايي کي د امان الله خان طرفدارانو د کابل په شا وخوا کي غونډه وکړه او د رایو په اتفاق یې فیصله وکړه چي امان الله خان به بیرته پاچا کوي. دوی فیصله وکړه چي کوهدامنیان به په شمال کي د بخارایی مهاجرینو له مشر ابراهیم بیګ لقي سره تماسونه ټینګوي؛ هغه به په قطغن کي ښورښ کوي، کوهدامنیان به د کابل په شمالي سیمو کي ښورښ کوي او د امان الله خان طرفداران به کابل نیسي او سقاویان او خپل نور ملګري به خوشي کوي او محمدولي خان به د امان الله خان تر راتګ پوري د دولت د موقتي رییس په حیث ټاکي. 

په دې شپو ورځو کي نادرشاه د مستوفي الممالک محمدحسین خان، چي امان الله خان د جنایاتو او خیانتونو په ګناه اعدام کړی وو، ورور محمدیوسف خان د کوهدامن حاکم مقرر کړی وو. محمدیوسف خان، کوهدامن ته له رسېدلو سره سمدستي، له خپلو زړو سقاوي یارانو او لویو زمیندارانو سره لاس یو کړ او د نادرشاه د چپه کولو دسیسه یې طرح کړه. له ده سره خپل مرستیال محمدعمرخان، د سقاو په وخت کي د قطغن او بدخشان نایب الحکومه، میربابای چاریکاري، د سقاو په زمانه کي، د یو څه وخت لپاره، د کندهار نایب الحکومه عبدالقدیرخان، د سقاوي رژیم د کابل مستوفي عبدالقیوم او ځیني نور زمینداران ملګري سول. د جولای د میاشتي پر دېرشمه ځینو حکومتي مامورینو د دفاع وزیر ته رپوټ وکړ چي په کوهدامن کي وضع غیر عادي ده. د دفاع وزیر له محمدیوسف خان څخه پوښتنه وکړه او هغه ورته وویل چي هر څه آرام دي او خیر خیریت دی. د همدې ورځي په سبا محمدعمرخان د حکومت پر یوه پوسته حمله وکړه او لاسته راوړي وسلې یې پر خپلو ملګرو ووېشلې. د دفاع وزیر جنرال عبدالوکیل خان له څلورو سوو عسکرو سره کوهدامن ته واستاوه او حاکم ته یې اطلاع ورکړه. حاکم چي مخکي له مخکي په مورچل کي ورته ناست وو، پر قوه یې حمله وکړه، او جنرال یې ټپي کړ. ټولي وسلې یې ونیولې او پر خپلو انډیوالانو یې ووېشلې. ښورښیانو قلعه مراد بېګ او کلکان ونیول او د پغمان پر لور یې حرکت پیل کړ. نادرخان له میدان او ګردېز څخه پښتانه قبایل مرستي ته را وبلل او په اعلان یې کي یې ورته وویل چي زموږ یوازي د ښورښیانو سرونه په کار دي مال او شته مني یې ټول په تاسو اړه لري. حکومت ته لا تقویتي قواوي نه وې رسېدلي چي د شمالي د ښورښیانو شمېر پنځه ویشتو زرو تنو ته، چي دریمه برخه یې وسله وال ول، ورسېدی. 

دې ښورښ به لا ډېره خطرناکه بڼه اخیستې وای خو د ښورښ په پیل کي د دوو مشرانو محمدعمرخان، چي یو غلجی پښتون وو، او اعظم خان، چي د شمالي تاجیک وو، پر رهبری او پاچهي باندي اختلاف پیدا سو. حکومت ته په دغه حساس وخت کي له وردګ، ګردېز، تګاو او نورو سیمو څخه څلور زره ملېشه ورسېدل. سره له هغه چي نادرخان په دغه وخت کي د سیاسي جنجالونو او بحران سره مخامخ سو او په نتیجه کي د کابل ښاروال عبدالرحمن لودین اعدام سو او د ملي شورا ځیني غړي ونیول سول، خو د شمالي د ښورښ په ځپلو کي یې بری تر لاسه کړ. محمد اعظم خان قطغن او محمدعمرخان مشرقي ته وتښتېدی او هلته د اګست د میاشتي پر دوهمه ووژل سو. 

نادرخان په یوه هفته کي ډېر خطرناک ښورښ وځپی. په پایتخت کي یې تقریبا شپېته تنه د مخالفینو په نوم ونیول او ځیني یې په توپ کي والوزول. او شپاړس تنه یې د سقاو له زوی سره د همکاری کولو او نورو ګناهونو په تور غرغړه کړل. بویکو ص ص ۳۲۱-۲۷   

یوه بله ستونزه چي نادرخان ته د امان الله خان له وخته ورپاته وه هغه د شوروي اتحاد د کمونیسټي رژیم څخه د مرکزي اسیا د مسلمانانو مهاجرین ول. د دې مهاجرینو یو مشر سیدعلم خان، د بخارا پرزېدلی پاچا وو، چي په کابل کي اوسېدی او بل یې د ایشان خلیفه قزل ایاق په نوم یو روحاني مشر وو، چي بېحده زیات شته من وو او بې حسابه رمې یې درلودلې. د اندخوی په سیمه کي د مهاجرینو یو بل مشر ابراهیم بېګ لقي وو چي کله کله به یې د شوروي په خاوره کي نظامي عملیات هم کول او ډېر زیات جنګیالي یې درلودل. د افغانستان حکومت له ابراهیم بېګ څخه څو ځله وغوښتل چي یا خپل هیواد ته ستون سي او یا د افغانستان تابعیت قبول کړي، حتی د یعقوب خان په مشری یو هیات یې ور واستاوه او د بلخ د ولایت د مرستیالی مقام یې هم ورته پېشنهاد کړ؛ مګر ابراهیم بېګ ، د کابل د حکومت په شرایطو،روغي جوړي ته حاضر نه سو. د یعقوب خان سره په هغه سفر کي دوه توپونه او څو ماشین دار ورسره وه. د هغه اصلي وظیفه په شمال کي د سولي ټینګول وه او د سقاوي رژيم د مامورینو او فعالینو سره یې چنداني غرض نه درلود. البته د امان الله خان ملګري یې سخت زورول او په تېره هغه کسان یې چي د غلام نبي خان چرخي په پوځي عملیاتو کي یې برخه اخیستې وه ویل چي تاسي زموږ لپاره د روسانو حیثیت لری او په تاسي اعتماد نه سي کېدلای. 

د ۱۹۳۰ کال په مني کي ستونزه هغه وخت زیاته سوه چي نادرخان له ابراهیم بېګ څخه وغوښتل چي وسلې تسلیم کړي او خپل ملېشه منحل کړي. ابراهیم بېګ د کابل د حکومت دا غوښتنه ونه منله او مقاومت ته یې دوام ورکړ. د ۱۹۳۰ کال د ډسمبر په میاشت کي شاه محمود خان له یوه لوی لښکر سره د شمال خواته روان سو. له هغه سره په دې پوځي سفر کي د پکتیا ، وردګ او د مسعودو او ځدرانو قبایل ملګري ول. د دې لښکرکښی هدف په شمال کي د حکومت د مخالفینو او ابراهیم بېګ له منځه وړل ول. هغه کتاب ص ص ۳۳۴-۴۶ 

شوروي منابع وايي چي د شمالي سیمو ازبیکانو او تاجیکانو  د ابراهیم بېګ مرستي ته، چي نور یې نو د نادرشاه له حکومت سره مخامخ مقابله پیل کړې وه، دوه زره پنځه سوه تنه جنګیالي واستول. د قطغن ازبیکو د ابراهیم بیګ سره د وسلو او جنګیالیو مرستي کولې. او ابراهیم بیګ هم په ښکاره د پښتنو په مقابل کي د اوزبیکو د نفرت او دښمنی پارولو لپاره شپه او ورځ تبلیغ کاوه. په قطغن او شاوخوا کي دونه سخت جنګونه وسول چي ابراهیم بیګ په ډېر افتخار سره ویل چي حکومتي قواوو ته یې دوه زره پنځه سوه تنه تلفات رسولي دي. دا رقم که څه هم چي له مبالغې څخه خالي نه دی، خو سړی ویلای سي چي هلته باید سخت جنګونه سوي وي... شوروي منابع، د سیمي د خلکو په حواله، وايي چي د ابراهیم بیګ سره ملګري باسماچیان په دې جنګونو کي ډېر شته من سول او د قدرت سیمي یې سره ووېشلې او نور یې نو د سیمي پر هغو خلکو چي له دوی سره یې مرستي کړي وې ظلمونه پیل کړل او د هغوی د لاس ډوډۍ یې ورڅخه واخیستله. د دوی د دغو اعمالو له کبله، د سیمي تاجیک او اوزبیک، چي دوی د هغوی په مرسته غښتلي او شته من سوي ول، د باسماچیانو پر ضد را پورته سول. رازهای سر به مهر ص ص ۱۰۸-۱۰۹ 

ترکمن، تاجیک او ازبیک مهاجرینو، چي شمېر یې په یو وخت کي یو میلیون تنو ته رسېدی، او د ابراهیم بیګ لقي په  څېر په لس هاوو قوماندانان او جنګیالي یې درلودل، د افغانستان د خاوري تمامیت تهدیداوه او د پښتنو او نورو قومونو ترمنځ د جلاوالي او دښمنی سبب کېدی. د شمالي سیمو اوزبیکو او ترکمنو ابراهیم بیګ ته ویل چي ته غازي یې او چي هر څه دي زړه غواړي هغسي وکړه. د هاشم خان په خبرو او وعدو مه غولېږه، افغانان د اعتبار او باور خلک نه دي او له بلي خوا به یې نادرخان ته د ابراهیم بیګ په باره کي چغلۍ کولې او هغه ته به یې ویل چي ابراهیم بیګ د پاچهی خیال لري. هغه کتاب ص ص ۱۰۲-۱۰۳ 

د جون په میاشت کي یو ناڅاپه د شوروي سرو لښکرو، د باسماچیانو د ځپلو په منظور، د افغانستان پر خاوره باندي تېری وکړ او په علي آباد او آق تپه کي یې، چي شوروي مهاجرین یا باسمچیان پکښي اوسېدل، ډېری زیاتي تباهی منځته راوړې او د باسمچیانو منابعو ویل چي په دې حمله کي تر زرو تنو پوري ووژل سول. ابراهیم بیګ لقي او د هغه قوماندانان، چي له شوروي لښکرو سره یې د مقاومت کولو توان نه درلود، د جنګ له سیمي څخه وتښتېدل. ص ۱۰۳ 

نادرخان هم د بخارا د پخواني او مهاجر پاچا عالم خان او هم د خپلو سړیو په واسطه ابراهیم بیګ ته لیکونه او پیغامونه واستول او هغه یې کابل ته وباله او د وسلو د ایښودلو خواستونه یې ورته وکړل مګر ابراهیم بیګ بالاخره نادرخان ته په لېږلي پیغام کي وویل چي زه به خپلي وسلې او په تاجیکستان کي تر لاسه کړي وسلې د شوروي حکومت ته تسلیم کړم خو تاسي ته به تسلیم نه سم. نادرخان ته له جنګه پرته بله هیڅ چاره پاته نه سوه او د ۱۹۳۰ کال د جولای په میاشت کي د افغاني قواوو او ابراهیم بیګ ترمنځ نښتي پیل سوې. په لومړیو جنګونو کي افغاني قواوو ته درانه تلفات واوښتل او ډېري زیاتي وسلې یې د ابراهیم بیګ د قواوو لاس ته ورغلې. د دې جنګونو لمن د بدخشان له ولایت څخه تر میمنې پوري پراخه سوه او د اکټوبر تر میاشتي پوري یې دوام وکړ. 

نادرخان په دې جنګونو کي هم د وزیرو او مسعودو له لښکرو څخه ګټه واخیستله او په مقابل کي د شمالي سیمي تاجیکو او اوزبیکو هم له ابراهیم لقي سره مرستي کولې. ابراهیم لقي، چي د افغاني قواو سره یې د مخامخ جنګ کولو توان نه درلود، ګیریلايي حملو ته لاس واچاوه او افغاني قواو ته یې ډېر درانه تلفات واړول. نادرخان، چي نه یې په خزانه کي پیسې درلودلې او نه یې په قشلو کي وسلې، له انګرېزانو څخه د مالي او پوځي مرستي غوښتنه وکړه. انګرېزانو هغه ته لس زره توپک او ۱۴۰ زره پونډه مرسته ورکړه( دا رقم ۱۸۰۰۰۰ پونډه دی، ځکه چي انګرېزانو له نادر خان سره همدغه یو ځل مرسته کړې ده)  او نادرخان خپل ورور سپه سالار شاه محمودخان د ډسمبر په میاشت کي، د وروستي او قاطع جنګ لپاره، واستاوه. ابراهیم بیګ لقي د ۱۹۳۱ کال د فبروري او مارچ د میاشتي په جنګونو کي تر سختو شکستونو وروسته نور د مقاومت توان نه درلود او د خپلو ملګرو سره د شوروي خاوري ته واوښت او ځان یې شوروي مقاماتو ته تسلیم کړ. هغه کتاب ص ص ۱۰۵-۱۱۱ 

شوروي مقاماتو ابراهیم بیګ هم د څو تنو ملګرو سره اعدام کړ. د تاجیکستان یو ختیځ پېژندونکی س شاه خماروف د کابل د ملي آرشیف د موادو په حواله وايی چي نادرشاه پر ابراهیم بېګ باندي بری د کابل د فتحي په څېر مهم باله. بویکو -۳۵۱ 

په دې کي هیڅ شک نسته چي نادرخان ته د دې جنګ ګټلو باید د کابل د فتحي په څېر اهمیت درلودلی وي. نادرخان د پاچهی له پیل څخه د ابراهیم بیګ له ستونزي سره مخا مخ وو. هغه مجبور وو چي دې ستونزي ته په هره طریقه چي کېږي خاتمه ورکړي. باسماچیان د شوروي اتحاد په سرحد کي اوسېدل او د نادرخان، نوي قدرت ته رسېدلي دولت، چي نه یې وسلې او نه یې پیسې درلودلې، د باسماچیانو چاره نه سوای کولای. پر باسماچیانو باندي، د افغانستان په خاوره کي، د شوروي حملې او د نادرخان چوپ پاته کېدل د هند په مسلمانانو او افغانستان کي د هغه د بدنامی سبب کېدی او په داخل کي یې سیاسي رقیبانو د هغه له دې بدنامۍ څخه ډېره ګټه اخیستله. دغه رازپر شوروي اتحاد باندي د افغانستان له خاوري څخه د باسماچیانو حملو شوروي مقاماتو ته پر افغانستان باندي د متقابلو حملو پلمه په لاس ورکوله. 

له بلي خوا، شوروي مقاماتو، چي د نادرخان په مقابل کي یې د غلام نبي خان چرخي او امان الله خان څرګنده طرفداري کوله، له یوې خوا پر باسماچیانو باندي پوځي حملې کولې او له بلي خوا یې د افغانستان په شمال کي د نادرخان د حکومت د کمزوري ساتلو او په شمال کي د نادرخان د دایمي مصروف ساتلو په منظور له باسماچیانو سره پټي مرستي کولې. په خارجه وزارت کي د ختیځ د دریمي سیاسي څانګي رییس تسوکرمان د خارجه وزارت مرستیال قراخان ته ولیکل چي زه د ابراهیم بیګ په مقابل کي د خپل حکومت سلوک ډېر سخت خطرناک بولم. تسوکرمان لیکي چي که چېري موږ د افغانستان په شمال کي ښورښونو ته د بزګري تحریکونو په سترګه ګورو او غواړو د ابراهیم بیګ، ایشان خلیفه ، بچه جنید او نورو په واسطه د نادرشاه رژیم کمزوری کړو نو دا به مو ډېره ستره اشتباه وي؛ ځکه چي دوی د شوروي سسټم دښمنان دي او غواړي د نادرخان د رژیم په کمزوري کولو سره د هغه هیواد په شمال کي داسي یوه سیمه لاسته راوړي چي له هغه ځایه پر مرکزي اسیا باندي حملې وکړي. تسوکرمان لیکي چي د ابراهیم بیګ په مقابل کي باید یوه ټاکلې برنامه ولرو، ځکه چي هغه به هم په مرکزي اسیا کي زموږ حکومت تهدید کړي او هم به د کابل د حکومت په مقابل کي بې اعتباره سو.بویکو ۳۴۶-۴۷ 

د نادرشاه حکومت، چي د ابراهیم بیګ د ځپلو لپاره یې نه ښې وسلې او نه مالي قوت درلود، په دې ګومان چي باسماچیان د شوروي او افغانستاتن د حکومتونو مشترک دښمنان دي، د شوروي له حکومت څخه جنګي الوتکي او وسلې وغوښتلې؛ مګر شوروي حکومت یې غوښتنه ونه منله. د افغانستان حکومت بالاخره له شوروي څخه وغوښتل چي لږترلږه هغه وسلې ورکړي چي د غلام نبي خان چرخي څخه د جون په میاشت کي شوروي قواوو ضبط کړي دي. شوروي دا غوښتنه هم ونه منله. هغه کتاب ۳۴۷ 

د بلي خوا ابراهیم بیګ لقي د نادرشاه له حکومت سره د اختلاف پیداکولو او په تېره بیا نظامي مقابلې له پیل کولو سره سم، نه یوازي د نادرشاه د حکومت بلکه په عمومي صورت د پښتنو پر ضد ځکه تبلیغاتو ته ملا تړلې وه چي نادرشاه د هغه په مقابل کي د وزیرو او مسعودو قبایل جنګ ته ایستلي ول. د ابراهیم بیګ دې تبلیغاتو، چي د افغانستان په خاوره کي یو بېګانه مهاجر وو، په نهایت کي خطرناک عواقب درلودل او په افغانستان کي یې د پښتنو او نورو قومونو ترمنځ د بدبینی او جلاوالي په راوستلو سره د عمومي قومي وېش او حتی د خاوري د جلا والي لپاره، زمینه برابروله.  

نادرشاه بیا هم نه غوښتل چي د ابراهیم بیګ لقي سره جګړه وکړي او یا هغه له خپلي خاوري څخه ایستلو ته مجبور کړي. هغه یوازي غوښتل چي ابراهیم بیګ کابل ته راولي او د عالم خان په څېر په پایتخت کي و اوسېږي. کله چي ابراهیم بیګ په دغه برخه کي د نادرشاه ټولي مرکې رد کړې او حتی د نادرخان دا پېشنهاد یې چي هغه یې د مزار شریف د والي د مرستیال په حیث مقرر کړی وو ونه مانه. خو کله چي هغه د نادرخان د وسلو د تسلیمولو پېشنهاد هم قبول نه کړ او په شمال کي یې ځانته خودمختار حکومت جوړ کړ او له افغانستان څخه یې د شوروي پر خاوره باندي، چي افغانستان په هیڅ توګه له هغه سره د دښمنۍ کولو توان نه درلود، حملو ته دوام ورکړ نو نادرشاه د ابراهیم بیګ په مقابل کي پوځي عملیاتو ته مجبور سو. ابراهیم بیګ د شوروي ترکمنستان د جمهوریت د خلکو قهرمان وو؛ خو په افغانستان کي هغه یو بېګانه مهاجر وو او افغانستان د شوروي اتحاد په څېر یوه قوي ګاونډي باندي د هغه د حملو له امله خطرونه نه سوای تحمل کولای. 

شوروي اتحاد د نادرخان او د هغه د کورنۍ پر ضد، سره له هغه چي د نادرشاه رژیم یې په رسمیت هم پېژندلی وو، د دوهم نړۍ وال جنګ تر پایه پوري،  له دسیسو څخه لاس وانه خیست. په ۱۹۳۰ کال کي، کمونیسټ انټرنیشنل یا کمینټرن، چي بودجه او پالیسي یې په مستقیمه توګه د شوروي د کمونیسټ ګوند او حکومت له خوا رهبري کېدله، په افغانستان کي د حزب انقلابي خلق افغانستان په نوم یوه ګوند د جوړېدلو پېشنهاد وکړ. د دې ګوند د تبلیغاتي فعالیتونو لپاره باید د ایران د کمونیسټانو څخه، چي په فارسي ژبه یې مواد برابرولای سوای، ګټه اخیستله سوې وای. تاریخي اسناد په افغانستان کي د دې ګوند دفعالیتونو او د اغېزې په باب چنداني څه نه وايي خو د شوروي اتحاد په آرشیفونو کي یې له خوندي سوي عمومي برنامې څخه ښکاري چي شوروي اتحاد د افغانستان په باب څومره شوم اغراض لرل. حزب انقلابي خلق افغانستان باید دا لاندي مرامونه پر مخ بېولي وای: 

الف: د انګلیس د امپریالیزم په مقابل کي پراخه او پیګیره مبارزه. 

ب: د افغانستان د مالیاتي نظام او د دولتي مامورینو او پولیسو د خپل سرو عملونو په مقابل کي مبارزه، د تاجرانو د مالونو، د ځمکه والو او لویو خانانو د جایدادونو مصادره کېدل او خواري کښو بزګرو ته د هغوی مساویانه او عادلانه وېشل...  ضمنا د مالیاتو د کمولو لپاره مبارزه او د ګروی او اجارې د قراردادونو فسخ کول، د ټولو باقیاتو بخښل او د ټولو مامورینو انتخابي کول او خپلو انتخاب کونکو ته مسوول کول. 

پ: د افغانستان ټولو اوسېدونکو قبایلو او قومونو ته بېله استثنا په ټولو اقتصادي او سیاسي چارو کي مساوي ونډه ورکول او دغه راز د ځینو قبایلو او کورنیو د ټولو امتیازاتو لغو کول، د عمومي عفوي اعلانول او د ژبو برابري غوښتل. 

ت: د افغانستان په باب د کمینټرن بل هدف ( چي سړی یې تر ټولو بې شرمانه او زیانمنه مداخله بللای سي، جهاني) دا دی چي له افغانستان سره دي ټولي هغه سیمي چي په آزاد سرحد کي څلور میلیونه انسانان پکښي اوسېږي، یو ځای سي، او په عین حال کي دي د افغانستان د شمال اوسېدونکو تاجیکانو،اوزبيکانو، ترکمنانو او نورو ته د سرنوشت د ټاکلو بشپړ حق ورکړه سي. د کمینټرن د ا ورستی برخه د هغه د ترتیبونکو اصلي ستراتیژکه غوښتنه څرګندوي. دې ټکي ته په توجه سره چي په افغانستان کي ریښتونې ازادي یوازي د نادرخان د رژیم په مقابل کي په ټول هیواد کي د ملي قیام له لاري تر لاسه کېدلای سي، د حزب انقلابي خلق افغانستان وروستنی هدف د نادرخان د حکومت نسکورول او د خلکو د مستقل جمهوریت ټینګول دي. په دې برخه کي پر دې ټکي ټینګار سوی وو چي دا کار باید د امپریالیزم او فیوډالیزم په مقابل کي د هند د پرولتاریا او بزګرانو د بریالي انقلاب سره په ارتباط کي سرته ورسېږي. هغه کتاب ص ص ۳۶۰-۳۶۱ 

په افغانستان کي د ښورښ د پیل لپاره د ۱۹۳۱ کال منی په نظر کي نیول سوی وو. د امان الله خان طرفداران په خپل بري باوري ول او حتی یو ځل خو امیر امان الله خان د هماغه کال د سپټمبر پر یودېرشمه  نادرشاه ته یو ټلګرام واستاوه او په هغه کي یې ورته ولیکل چي نور بس دی پورته سه او د ملکه ووزه. زه ډېر قوت لرم. د بېګناه خلکو ویني په ناحقه مه تویوه. هغه کتاب ص ۳۶۵ 

د امان الله خان د طرفدارانو زړونه هغه وخت پوړه سول چي غلام نبي خان چرخي د ۱۹۳۲ کال د اکټوبر پر دیارلسمه له انقرې څخه کابل ته ورسېدی. نادرشاه له هغه سره وکتل او هغه ته یې پېشنهاد وکړ چي که له سیاسي فعالیت څخه لاس واخلي نو په استانبول کي به د سفیر تنخوا ورته مقرره کړي. د هغه ورور غلام صدیق خان به په برلین کي د سفارت پر چوکۍ پرېږدي او دغه راز به یې بل ورور غلام جیلاني خان هم د سفیر په حیث مقرر کړي. غلام نبي خان ژمنه وکړه چي د دې پېشنهادونو په باب به غور وکړي. مګر په عمل کي یې سمدستي خپلو سیاسي فعالیتونو ته زور ورکړ. هغه کتاب ص ۳۶۶ 

افغانستان ته د غلام نبي خان له رسېدلو سره، د امان الله خان طرفدارانو، د سرحد له قبایلو سره، د نادرخان پر ضد د یوه وسله وال قیام لپاره تماسونه ټینګ کړل او ډېر زیات کسان یې قیام ته تیار کړل. د وزیرو قبایلو د نادرخان له دښمنانو سره یوه موافقه لاسلیک کړه چي د هغې په اساس به د کابل د نیولو په صورت کي دوی ته اته سوه زره افغانی او د کابل د خزانې د چورولو اجازه ورکوله کېدله. تیخانوف ص ۲۵۶-۵۷ 

نادرشاه، د خپلو فعالو استخباراتو له لاري، د غلام نبي خان او د امان الله خان د طرفدارانو له ټولو فعالیتونو څخه خبر وو او د هغه د پلانونو د عملي کېدلو د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر نیولي ول. 

انګرېزانو هم په صوبه سرحد کي د غلام نبي خان د فعالیتونو د څارلو لپاره بشپړ ترتیبات نیولي ول. هغوی په دې خبر ول چي د امان الله خان د طرفدارانو د قیام اصلي قوه د آزاد سرحد پښتني قبایل دي. په کابل کي د شوروي سفارت پوځي آتشه رپوټ ورکړ چي په پېښور کي  د انګرېزانو پوځي قطعات د تیارسی په حالت کي دي؛ او ځیني قواوي یې د افغانستان او برټانوي هند پولو ته استولي وې.  

نادرخان او د هغه انګلیسي متحدینو په دې برخه کي کافي اسناد او شواهد په لاس کي لرل. د شوروي استخباراتي اسناد ښيي چي باید افغانستان ته د غلام نبي خان د رسېدلو سره سم، د خوګیانیو قبیلې د ملک قیس په مشری ښورښ پیل کړی وای، مګر نادر خان د خپلو استخباراتو په زور د هغه مخه ونیوله او غلام نبي خان کابل ته راغی. 

ډېر زیات ډیپلوماټان د غلام نبي خان دې خطرناک حرکت ته حیران ول او حتی د شوروي سفیر ستارک په ارګ کي په یوه مېلمستیا کي له غلام نبي خان څخه په ډېر احتیاط د هغه د پروګرامونو په باره کي پوښتنه وکړه. غلام نبي خان ورته وویل چي د کار لپاره راغلی دی او حکومت، د قبایلو له وېري، د هغه په مقابل کي د عمل کولو جرأت نه لري. ستارک د شوروي سفارت ته په خپل رپوټ کي ولیکل چي غلام نبي خان، د نادرخان په مقابل کي د پاڅون لپاره، ولایاتو ته خپل سړي او لیکونه استولي دي، او دا کار په ډېره بې احتیاطي کوي. ډېر زیات کسان چي د ده پیغامونه او لیکونه رسوي د نادرخان د استخباراتو سړي دي؛ او د نادرخان حکومت د غلام نبي خان په ټولو فعالیتونو پوره خبر دی. هغه کتاب ص ص ۲۵۸-۲۵۹ 

د شوروي اتحاد د حکومت ټولي څانګي د افغانستان په چارو کي د مداخلې او د امان الله خان د طرفدرانو د ملاتړ په برخه کي په یوه نظر نه وې. د شوروي اتحاد استخبارات او د ګوند په رهبري کي ځیني کسان د شوروي د عاجلو اقداماتو پر خوا ول مګر خارجه وزارت د شوروي عملیاتو ته خوشبین نه وو. د خارجه وزارت یو عالي رتبه مامور تسوکرمان د خارجه وزارت مرستیال لیونید قراخان ته په یوه یاداشت کي لیکلي وه چي هر څوک چي داسي ګومان کوي چي په نیژدې راتلونکې به د نادرخان پر ځای زموږ یو طرفدار، چي زموږ به په ګټه وي، په کابل کي قدرت ته ورسېږي، اشتباه کوي. ځکه چي په اوسنیو شرایطو کي د نادرخان پر ځای د امان الله خان منځته راتلل ؟په افغانستان کي د قواوو تناسب خرابوي او انګرېزان ښايي داسي مداخله وکړي چي خپل یو ګوډاګی به قدرت ته ورسوي. د نادر خان له پرزېدلو سره به په افغانستان کي قومي او قبیلوي جنګونه پیل سي چي ټول هیواد په ټوټې ټوټې سي او په هره سیمه کي به یو پاچا ناست وي. په افغانسنان کي د اوضاع دغه راز خرابېدل به انګلیسانو ته دا فرصت په لاس ورکړي چي د منځنۍ اسیا په هیوادونو کي به د مداخلې کولو لپاره ډېري لاري ورته خلاصي سي او موږ به مجبور یو چي د خپلو پولو د ساتلو لپاره زیات پوځي اقدامات وکړو. بویکو ص ص ۳۵۵-۵۶ 

نادرشاه، د غلام نبي خان د فعالیتونو د شنډولو لپاره، خپل ورور شاه محمود خان، چي د جنوبي په پښتني قبایلو کي یې زیات نفوذ درلودی، هغي سیمي ته واستاوه. هغه ته ډېر ژر معلومه سوه چي غلام نبي خان په پښتني قبایلو کي په خطرناکو فعالیتونو بوخت دی او د نادر خان پر ضد ډېر زیات خلک پارېدلي دي. شاه محمودخان په دې پوهېدی چي قبایل د پوځي مهماتو له کمبود سره مخامخ دي نو یو چل یې وکړ او هغه دا چي، د پوځي مهماتو په نوم، یو کاروان یې خوست ته واستاوه. پښتني قبایلو پر هغه باندي حمله وکړه خو وروسته ورته معلومه سوه چي ټول صندوقونه له ډبرو او شګو ډک دي. په دې توګه شاه محمود خان خپل ځان د قبایلو په نیت خبر کړ او نادرشاه ته یې د غلام نبي خان د دسیسو په باب اطلاع ورکړه. 

د شوروي سفارت پوځي آتشه واسیليیف حکومت ته په خپل رپوټ کي لیکي چی د ورځي د نیمايي په شاوخوا کي د نادرشاه یو یاور د غلام نبي خان کورته ورغی او هغه ته یې وویل چي پاچا د هوا خوری لپاره دباندي وزي او ته یې بللی یې. کله چي غلام نبي خان ارګ ته ورغی نادرخان د ارګ له برنډې څخه په ښکنځلو او بد ویلو بنا وکړه. غلام نبي خان په پوره زړه ورتوب جواب ورکړ او نادرشاه هم هیڅ رحم ورباندي ونه کړ. عسکرو ته یې امر وکړ چي د توپکوپه قنداقونو یې ووهي. هغه کتاب ص ص ۲۵۹-۲۶۰ 

نادرخان د غلام نبي خان چرخي د اعدامولو سره، د مطلقه شاهي له رسم او عادت سره سم، د چرخي کورنی او د امان الله خان نور طرفداران په زبردستی سره وځپل او پر چا باندي یې چنداني رحم ونه کړ. د دې کورنی څو تنه نور غرغړه سول. د چرخي د کورنۍ ډېر زیات کسان بندیخانو ته واستول سول، چي څو تنه یې هلته وفات سول. او ډېر زیات یې تر ډېرو کلونو پوري د بندیخانو شومه سول. بویکو ص ۳۶۸ 

شاه محمود خان له پنځه لسو زرو عسکرو سره د جنوبي خواته خوځېدلی وو او د غلام نبي خان د طرفدارو ځدرانو خانانو د اېلولو او رانیولو لپاره یې څه د پاسه پنځه میلیونه افغانی په رشوتونو ولګولې، مګر بیا هم وضع کراره نه سوه خو کله چي هغوی د غلام نبي خان له وژل کېدلو څخه خبر سول نو له مقاومته یې لاس واخیست، مګر شاه محمود خان د ښورښیانو په نیولو بریالی نه سو او هغوی د وزیریستان سیمي ته ولاړل. له دې پېښو سره یو ځای د خوګیانیو مشهور مشر ملک قیس، چي د علي احمدخان د نیولو لپاره یې له سقاو څخه اووه لس زره روپۍ اخیستي وې، د نادرخان د غوښتني په خلاف کابل ته ورتللو ته حاضر نه سو او نادرخان ته یې جواب واستاوه چي دی غلام نبي خان نه دی چي پر خپلو پښو به دار ته تسلیمېږي. ویل کېږي چي د خوګیانیو مشر پنځه ویشت زره وسله وال سړي، وسلې او توپونه درلودل او له هغه سره په داسي حال کي چي نادرخان نوري زیاتي ستونزي درلودلې مخامخ مقابله ګران کار وو؛ او نادرخان دا موضوع بل فرصت ته پرېښودله. تیخانوف ص ص ۲۶۱-۶۲  

نادرخان او د هغه کورنۍ ته د شوربازار د حضرتانو دسیسې، چي هم د اما ن الله خان د سلطنت د پرزېدلو یو لوی عامل سو او هم یې د سقاوي رژیم په مقابل کي پټي اوښکاره توطیې کولې، یوه بله لویه ستونزه وه. فضل عمر مجددي، چي په وطن کي په شېرآقا مشهور وو، او د امان الله حان په مقابل کي یې له دیني علماوو څخه د کفر فتواوي را غونډي کړي وې؛ د اعیحضرت امان الله خان د تخت د بیرته نیولو په جنګونو کي میدان ته داخل سو او د غزني په شاوخوا سیمه کي یې د هغه پر ضد غلجي قبایل حملو ته وهڅول. امان الله خان بالاخره د جنګ میدان پرېښود او حضرت د نادرخان ملاتړ وکړ. نادرشاه هم، چي د حضرتانو، روحانیونو او دیني عالمانو په زور پوهېدی، نه یوازي نورو دیني عالمانو ته امتیازات ورکړل او د امان الله خان ځیني اصلاحات یې لغو کړل؛ شېر آقا یې د عدلیې د وزیر او د علماوو د شورا د رییس په حیث مقرر کړ. حضرت، ډېر ژر، د نادرخان په مقابل کي دسیسې پیل کړې؛ ښايي ده به نور داسي امتیازات غوښتل چي نادرخان به نه سوای ورکولای او یا یې لا ښايي پخپله د پاچهی خیال په سر کي وو؛ ځکه چي که سقاو پاچاهي کولای سوای نو دی تر چا پاته وو. حضرت هم د سقاو او هم د امان الله خان له ځینو ملګرو سره تماسونه ټینګ کړل او د امان الله خان ملګرو خو ورته وویل چي که امان الله خان قدرت ته ورسېدی نو دی به په هغه نظام کي د عدلیې وزیر وي او د شیخ الاسلام لقب او امتیازات به ولري، او چي دی یې غواړي په هغه اندازه صلاحیتونه او واک به ورکړي. ویل کېږي چي امان الله خان هغه ته په یوه پیغام کي ویلي وه چي حاضر دی خپله یوه خور هغه ته په نکاح کړي. شېرآقا په خپلو دسیسو کي له دونه بې شرمۍ څخه کار واخیست چي د شوروي له سفارت سره یې هم د تماسونو د ټینګولو او مذاکراتو کوښښونه وکړل. د شوروي اتحاد سفیرلیونید ستارک د شوروي خارجه وزارت ته ولیکل چي شېرآقا د متحدینو د پیدا کولو په لټه کي کوښښ وکړ چي حتی زموږ سره خبري پیل کړي، مګر موږ د هغه غوښتنه رد کړه. بویکو ص ص ۳۱۵-۳۱۶   

د غلام نبي خان چرخي له وژل کېدلو وروسته سیاسي وضع: 

د غلام نبي خان چرخي له وژل کېدلو سره، د ډله ایزو بندي کېدلو او اعدامونو سلسله پیل سوه او د عمومي جنګ تر پایه پوري یې په لږ او ډېره پیمانه دوام وکړ. په مقابل کي د نادرخان د کورنۍ مخالفینو او د امان الله خان طرفدارانو او پخپله امان الله خان هم سیاسي فعالیتونو او سیاسي قتلونو ته زور ورکړ. د ۱۹۳۳ کال د جون پر شپږمه سید کمال، چي په جرمني کي یې تحصیل کړی او په هغه هیواد کي اوسېدی، په جرمني کي د افغانستاتن سفیر سردار محمدعزیز خان، د سفارت په وداني کي. وویشت او وواژه. جرمنیانو هغه افغانستان ته ونه سپاره؛ څه باندي یو کال وروسته یې د جولای پر شپږمه په اعدام محکوم کړ او د ۱۹۳۵ کال د جنوري پر څوارلسمه یې اعدام کړ.   

سیدکمال په جرمني کي د سمینټو جوړولو په څانګه کي خپل تحصیل پای ته رسولی، او د افغانستان خواته یې حرکت کړی وو، چي په افغانستان کي اماني نظام سقوط وکړ. سید کمال په ایټالیه کي د افغانستان د سفیر، سیدقاسم خان،  پر دې مشوره چي په افغانستان کي د اوضاع تر معلومېدلو پوري په روم کي پاته سي غوږ ونه نیوی او د خپلو ملګرو سره یو ځای هند او وروسته کندهار ته، چي امان الله خان د پاچاهی د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي ول، ځان ورساوه. شنسب ص ۵۳ 

سید کمال د غزني په محاصره کي د امان الله خان له ماتي وروسته په ټوله لار کي د امان الله خان ملګری وو او د مارسیز په بندر کي یې له هغه سره خدای په اماني وکړه. امان الله خان یو څه جیب خرڅ هم ورکړ او سید کمال جرمني ته ولاړ. هغه کتاب ص ۹۶ 

سید کمال، څه موده وروسته، د امان الله خان لپاره د سیاسي فعالیتونو او له هغه سره د سلا مشورو لپاره، روم ته ولاړ. د امان الله خان سره د سید کمال د ملاقات او نتیجې په باب څه لیکل سوي نه دي، خو هغه د امان الله خان په طرفداری کارته دوام ورکړ. هغه کتاب ص ۱۰۶ 

طبیعي خبره ده چي دا ټول اطلاعات به د افغانستان استخباراتو ته، چي په اروپايي هیوادونو کي یې، د خپلو سفارتونو له لاري، شبکې درلودلې، رسېدلي وي او د سید کمال په لاس به یې د نادرشاه د ورور عبدالعزیز خان د قتلېدلو څخه وروسته د دواړو کورنیو ترمنځ د اختلاف او دښمنی اور نور هم تازه کړی وي. 

امان الله خان د دې موضوع حساسیت ته متوجه وو او هیڅ څرګنده مداخله یې پکښي ونه کړه.امیرالدین شنسب، چي د سید کمال شخصي ملګری وو او له هغه سره یو ځای د امیر امان الله خان سره اوږه پر اوږه چنګېدلی وو، له دې امله سخت ګیله من دی او وايي چي امان الله خان، غلام صدیق خان او شجاع الدوله خان، چي ټول په اروپا کي ول، او ښې شته منی یې درلودلې عبدالخالق یوازي پرېښود، هیڅ مرسته یې ورسره ونه کړه؛ هغه ته یې یو مدافع وکیل هم استخدام نه کړ او هغه بالاخره دعوه بایلوده او اعدام سو. هغه کتاب ص ۱۴۱ 

له دې پېښي څخه پوره درې میاشتي وروسته محمدعظیم ، د سفیر مکوناچي د وژلو په منظور، په کابل کي، د برټانیې سفارت ته ننووت او درې تنه یې وویشتل  او ټپیان یې کړل. د کابل حکومت ډېر چټک اقدام وکړ. محمدعظیم یې اعدام کړ، له هغه سره یې محمدولي خان او د غلام نبي خان چرخي ورور غلام جیلاني خان، چي په دې وروستی پېښه کي یې هیڅ ډول لاس نه درلود، اعدام کړل او یو شمېر کسان یې ونیول. آدمک ص ص ۱۹۶-۱۹۷ 

په داسي حال کي چي د ډیورنډ د پولي پر دواړو غاړو، کابل، ولایاتو او اروپاکی د نادرخان او د هغه د کورنۍ پر ضد تبلیغاتو او دسیسو زور اخیستی وو امان الله خان د ۱۹۳۳ کال د جولای په میاشت کي استانبول ته سفر وکړ؛ ښې ډېري ورځي یې تېري کړې ؛ د ترکیې له جمهورریس مصطفی کمال اتا ترک سره یې څو ځله وکتل او افغانستان ته د بیرته تللو په اړه یې د مصطفی کمال څخه مرسته وغوښتله. مصطفی کمال وویل چي شوروي د امان الله خان له طرفدارانو سره مرستي وکړي نو ترکیه به هم خپلي مرستي ونه درېغوي. مګر څرنګه چي سټالین پوځي مرستي ته تیار نه سو نو ترکیې هم سوړ عکس العمل وښود. دې دواړو هیوادونو نه غوښتل چي د امان الله خان سره د مرستي کولو په بدل کي د انګرېزانو دښمني په بیه واخلي. تیخانوف ص ص ۲۷۱-۲۷۲ 

د ۱۹۳۳ کال د نومبر پر اتمه د نجات د لېسې عبدالخالق نومي شاګرد، نادرشاه په داسي وخت کي په توپنچه شهید کړ چي هغه متعلمینو ته انعامونه وېشل او شهادت نامې یې ورکولې. مورخین پر دې خبري اتفاق سره لري چي عبدالخالق د غلام نبي خان چرخي په کورنۍ کي لوی سوی او د چرخي د کورنۍ له ماشومانو سره یو ځای ښوونځي ته تللی وو. د نادرشاه له وژا کېدلو سره یو ځای، لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، د استبداد اوړ دهشت نوې څپه پیل سوه. د عبدالخالق ټوله کورنۍ او ځیني نیژدې ملګري او هم صنفیان او د چرخي د کورنۍ ځیني غړي اعدام سول او په لس هاوو کسان د بندیخانو شومه سول. 

دا وخت سردار هاشم خان د هیواد شمالي سیمو ته تللی وو او د حربیې وزیر شاه محمودخان، د وضع د خرابېدلو د مخنیوي لپاره، سمدستي د نادرشاه اته لس کلن زوی محمدظاهر پر تخت کښېناوه او د محمدظاهرشاه په نوم یې بیعت ورته غونډ کړ. 

د نادرشاه د وژل کېدلو خبر په هغه ورځ په ټوله نړۍ کي خپور سو. امان الله خان د رویټر خبري آژانس ته وویل چي که چېري د افغانستان خلک وغواړي نو دی په خپل ټول توان او طاقت د وطن خدمت کولو ته تیار دی  او زیاته یې کړه چي نه سي کولای د نادرشاه په مرګ تر یوې اندازې خوښي ښکاره نه کړي مګر په عین حال کي د افغانستان د پاچا په وژل کېدلو خواشینی دی. تیخانوف ص ۲۷۴ 

محمدصدیق خان چرخي څو ورځي وروسته له امان الله خان څخه وغوښتل چي په افغانستان کي د خپلو طرفدارانو سره د تماس ټینګولو او د ظاهرشاه پر ضد د تبلیغاتو په منظور په هیواد کي دننه د یوې پټي چاپخانې لپاره ترتیب ونیسي. هغه کتاب هغه مخ 

هاشم خان، چي د نادرشاه له وژل کېدلو څخه وروسته، څوارلس کاله د افغانستان اصلي واکمن وو، هیڅ وخت د امان الله خان د له منځه وړلو له پلانونو څخه لاس وانه خیست. د نادرشاه یاور الله نوازخان ته یې د امان الله خان د له منځه وړلو وظیفه ورکړه او دغه راز یې مکې معظمې ته، چي امان الله خان د حج نیت درلود، خپل سړي ولېږل. د ۱۹۳۴ کال په لومړۍ نیمايی کي شوروي استخباراتو د هاشم خان دسیسې شنډي کړې. هغه کتاب ص ۲۷۵ 

دغه راز امان الله خان هم د بیرته پاچا کېدلو له تلاښ څخه لاس وانه خیست او تر ۱۹۴۸ کال پوري یې، چي بالاخره یې ظاهرشاه ته رسمي بیعت نامه را ولېږله، تلاښونه کول. د امان الله خان ملګرو د افغانستان څخه بهر، په لیري اونیژدې ښارونو، برلین، استانبول، بغداد، مکه، تهران، مشهد، کربلا، بمبیی، کوټه او پېښور کي  ډېري لويی او پراخي شبکې فعالي کړي وې او یو ځل خو د برټانیې استخباراتو رپوټ ورکړ چي که امان الله خان اویا دهغه یو نیژدې ملګری د پښتنو قبایلي علاقې ته ځان ورسوي نو دا به د حاکمي کورنۍ د نسکورېدلو معنی ولري. تیخانوف ص ۲۷۸  

صدراعظم سردار هاشم خان هم بېکاره نه وو ناست، او د امان الله خان د له منځه وړلو لپاره یې خپلي ټولي استخبارتي شبکې فعالي کړي وې. هغه څو ځله د امان الله خان د وژلو لپاره سړي واستول، خو شوروي استخباراتو، په تېره بیا سټالین، چي د امان الله خان د سر د ساتلو ذمه یې وهلې وه، هر ځل هغه ته اطلاع ورکوله او د سردارهاشم خان دسیسه به یې شنډه کړه. هغه کتاب ص ص ۲۷۵-۲۷۶ 

مرحوم غبار، ظاهرشاه ته، د امان الله خان د بیعت کولو او د پاچهی د بیرته نیولو د فعالیتونو څخه د لاس پر سر کېدلو د اقدام په باب داسي احساساتي تحلیل کوي چي د ده له نامه او شهرت سره نه ښايي. مرحوم غبار لیکي: 

« امان الله خان د افغانستان په داخل کي د انګرېزانو په وسیله له قدرته لیري سو او په خارج کي د دښمن تر څار لاندي وو. هغه ته یو ځل زهر ورکړه سوه او دغه راز له سخت مالي مشکل سره مخامخ سو. او انډول یې له لاسه ورکړ او ظاهر شاه ته یې بیعت وکړ او له مبارزې څخه یې لاس واخیست. دا کار یې په داسي وخت کي وکړ چي انګرېزان د هند له نیمي وچي څخه وتلي ول او د افغانستان او پښتو نستان خلک د هغه هرکلي ته تیار ول، او نوم یې په پاکستان او هندوستان کي زمزمه کېدی. کله چي دی ظاهرشاه ته تسلیم نو په خارج کي د وطن پالونکو افغاني مبارزینو سیاسي موجودیت ختم سو. او په داخل کي باقي پاته منورین په دې باور سول چي د ملي او مترقي مبارزو په لار کي د شاه او شهزاده پر اشرافي طبقه باندي تکیه کول اشتباه ده؛ او ریښتونې مبارزه هغه ده چي د کښتي طبقې او ټولني له خوا پیل سيِ» غبار جلد دوم ص ۱۰۳ 

دا تحلیل نه یوازي دا چي تاریخي نواقص لري، پر دې واقعیت باندي سترګي پکښي پټي سوي دي چي په افغانستان کي د کښتي طبقې مبارزه او رهبري نه په پخوا کي او نه په معاصر تاریخ کي سابقه لري بلکه د میرویس خان څخه نیولې، تر احمدشاه بابا، وزیر اکبرخان، میرمسجدي خان، غازي عبدالله خان، محمدشاه خان جبارخیل، امین الله خان لوګري، محمدجان خان وردګ، د میوندفاتح ایوب خان او ... پوري ټول شهزاده ګان او اشراف ول. هر یوه په خپل وخت کي د استقلال لپاره هلي ځلي کړي او ځیني یې د مرګ تر پولي جنګېدلي دي.   

دغه راز، که د مرحوم غبار دا خبره ومنو چي د افغانستان او پښتونستان خلک د امان الله خان هرکلي ته تیارول، نو افغانستان ته د هغه له احتمالي راتګ سره به د نادرخان د کورنۍ د منظمو پوځونو او د امان الله خان د طرفدارانو تر منځ په جنګونو کي څه ښارونه او کلي تباه سوي او څه په زرهاوو سرونه رغړېدلي وای او لا معلومه نه ده چي دې تباه کونکي جنګ به څونه دوام کړی او د چا په ګټه پای ته رسېدلی وای. زما په عقیده امان الله خان، د یوه وطن پالونکي افغان په حیث، ډېر پر ځای اقدام کړی او لا یې باید پخوا کړی وای. 

د نادرشاه شخصیت او اصلاحات: 

 نادرشاه، لکه څرنګه چي د جنګونو په میدانونو کي ثابته کړه چي د افغانستان د تاریخ د تر ټولو تکړه جنرالانو څخه وو، د ادارې، سیاست او د هیواد د آبادی او ترقی په لاره کي خپل لیاقت وښود. د نادرشاه د شخصیت له قوت څخه د هغه ډېر سخت مخالف لیکوال فرهنګ هم انکار نه سي کولای او لیکي چي محمدنادرشاه له جسماني لذتونو سره چنداني علاقه نه درلوده او پر خپل نفس باندي غالب وو. د همدغو خصوصیاتو له برکته یې هم د آمرانو، هم د همکارانو او هم د عامو خلکو باور تر لاسه کولای سو. فرهنګ دوهم ټوک ص ۶۲۳ 

لودویک آدمک د امان الله خان او نادرشاه شخصیتونه ډېر ښه مقایسه کړي دي او لیکي: نادرشاه او د هغه وروڼه د امان الله خان او د هغه د مهمو طرفدارانو په څېر ول. دوی ټول د ترقی او د هیواد د عصري کولو طرفدار ول. او د افغانستان لپاره یې یو شان نظر درلود. البته نادرشاه تر امان الله خان یو څه واقع بین وو. نادرشاه ته دا خبره څرګنده سوې وه چي افغانستان، تر هرڅه مخکي، یوه عصري او په ښو وسلو سمبال پوځ ته اړتیا لري، څو د هغه په وسیله د قبایلو پر زور او قوت باندي تکیه کمه کړي او قبایل دې ته پرې نه ږدي چي د اصلاحاتو په مخنیوي کي اغېزه ولري. دواړه پاچاهان ډېر لوی وطن پالونکي ول او دواړو د افغانستان لپاره یو مشترک ارمان درلود؛ خو هغه ارمان ته د رسېدلو پر لارچارو باندي یې اختلاف درلود. آدمک ص ۱۹۹   

مخکي مو ولوستل چي نادرشاه په داسي شرایطو کي قدرت ته ورسېدی چي نه په خزانه کي یوه پیسه وه او نه یې منظمه پوځي  قوه درلوده. هغه خپله لنډه څلور کلنه دوره د دریو او حتی څلورو لویو او خطرناکو قبیلوي او قومي ښورښونو په ځپلو تېره کړه؛ او له لومړۍ ځوانی، په تېره بیا د قدرت په کلونو کي، هره ورځ د سیاسي رقیبانو سره مخامخ وو،خو له خپلو ټولو سیاسي او نظامي ستونزو سره سره یې د افغانستان د عصري کولو او پر مخ بېولو کار، چي د ده د ژوند ارمان وو، پرې نه ښود.  

د مرحوم غبار د دې ادعا په خلاف چي وايي نادرخان د معارف د پراخېدلو مخنیوی کاوه، ځکه چي پر بېسواده او جاهل ملت باندي حکومت کول اسانه کار وو او دغه راز یې په لوی لاس د هیواد د صنعتي کيدلو او سمسورېدلو مخه نیوله، تر څو خلک د خپلو شخصي ستونزو او لوږي له لاسه د حکومت او سیاست په باب فکر کولو او مبارزې کولو ته وخت او فرصت پیدا نه کړي،  غبار ص ۴۷  نادرشاه، تر هر څه مخکي د معارف پراخولو ته توجه وکړه او د هیواد د اقتصادي پر مختیا او عصري کولو خواته یې توجه واړوله.  

پر دې حقیقت باندي د نادرشاه مخالف لیکوال فرهنګ هم سترګي نه سي پټولای او لیکي چي په دې زمانه کي د اقتصاد په برخه کي هم تازه ګامونه واخیستل سول چي تر ټولو مهم یې د کابل او د هیواد د شمال ترمنځ د دره شکاري د سړک جوړول او د شرکت سهامي، چي وروسته بانک ملي سو، تاسیسول وه. فرهنګ وروسته لیکي چي د هندوکش په شمال کي د دې لاري په جوړېدلو سره، حکومت بشپړ تسلط تر لاسه کړ او د شمال د منطقو، په تېره بیا د پنبې او لبلبو د کرني لپاره ښه زمینه برابره سوه. فرهنګ ص ص ۶۲۰-۶۲۱  

نادرشاه په ۱۹۲۹ او ۱۹۳۰ کلونو کي شته من خلک په زور مجبور کړل چي په شمال کي، د قندوز په ولایت او شاوخوا علاقو کي ارزانه مځکي واخلي او هلته پنبه وکري. نادرشاه غوښتل په دې توګه هم د پنبې کښت او کروندې ته وده ورکړي او هم خپله هغه خزانه چي د داخلي جنګ او وروسته لوټمار په وخت کي تشه سوې وه ډکه کړي. خلکو جبه زار د زیم له اوبو خالي کړ او په سیمه کي، هم د زور او هم د تشویق له لاري، د پنبې کښت او صنعت وده وکړه. دوپرې ص ۴۷۴ 

د نادرشاه حکومت د تجارت د تشویقولو په منظور تاجرانو ته بې له سوده پیسې په پور ورکولې. د اوبدلو کارخانې فعالي سوې. د ایټالوي او جرمني انجنیرانو په سرپرستي،د اوبو شپږ بندونه جوړ سول، چي ۹۵ زره ایکره مځکه یې خړوبه کړه. د تجارت لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په منظور نوي سړکونه جوړ سول. تر ۱۹۲۸ کال پوري په هیواد کي د یوولس سوو میلو په اوږدوالي سړکونه موجود ول او په ۱۹۳۴ کي یې اندازه اته لس سوه میله ته ورسېده، او پنځه سوه میله نور سړکونه تر کار لاندي ول. محمدعلي ۲۲۰-۲۲۱ 

نادرشاه، د خپلي لنډي پاچهی په لومړي کال د اساسي قانون د ترتیبولو او په لویه جرګه کي د منظورولو، د تجارت او صنعت ودي ته د توجه کولو او د پوځ د بیرته تنظیمولو تر څنګ، تر هر څه زیاته توجه د عصري تعلیم او تربیې خواته واړوله. هغه سمدستي ښونځي پرانیستل البته د نجونو ښونځي یې، په ټولنه کي د عکس العمل له وېري، تر یو څه وخته پوري وځنډول او وروسته یې د ملالی په نوم د نجونو ښونځي هم پرانیستله. د طب پوهنځي یې، چي وروسته په هیواد کي لومړنۍ پوهنځي سوه، پرانیستله. په پوهنځي کي شلو فیصده هلکانو ته د وړیا کتابونو او موادو د تهیه کېدلو ترڅنګ میاشتنی تنخواوي هم ورکولې کېدلې. دغه راز د حبیبیې د لیسې شاګردانو ته، پرته له استثناء، په لومړي کال د میاشتي شل افغانی، په دوهم کال دېرش افغانی او په دریم کال د میاشتي څلوېښت افغانی تنخوا ورکوله کېدله. د پوهنځي محصلینو ته د میاشتي پر پنځوس افغانی تنخوا برسېره، وړیا ډوډۍ او لباسونه هم ورکول کېدل. د پوهني وزارت مجهز کلینیک درلود چي لایقو ډاکټرانو کار پکښي کاوه. د ښوونځیو شاګردان یې ټول معاینه کول او، د ناروغی په صورت کي یې، وړیا تداوي کول. هغه کتاب ص ص ۱۸۵-۱۸۶ 

د هغو کسانو لپاره چي د خارجي ژبو د زده کړي سره یې علاقه درلوده، د شپې کورسونه جوړ سول چي خلکو ته یې، په وړیا توګه، جرمني، فرانسوي او انګلیسي ژبي ښودلې او ښه نتیجه یې ورکړه. هغه کتاب ص ۱۸۹ 

نادرشاه، د ښوونځیو او ځوانانو په ارتباط، په ۱۹۳۱ کال کي یو فرمان صادر کړ او د انجمن کشافان په نوم یې د افغان څارندویانو انجمن جوړ کړ. د دې انجمن ریاست یې، ولیعهد شهزاده ظاهرخان ته ورکړ. دې ا  نجمن تر ۱۹۳۲ کال پوري زر غړي درلودل؛ او په همدغه کال یې د څارندویانو د بین المللی ټولني غړیتوب ترلاسه کړ. په ۱۹۳۲ کال کي یې د سردار شاه محمودخان په ریاست، د ملي اولمپیک انجمن جوړ کړ او په ۱۹۳۴ کال کي ډهلي ته او په ۱۹۳۶ کال کي یې برلین ته د لوېدیځي اسیا د اولمپیک لوبو ته ځوانان واستول. دا د بین المللي ورزشکارانو سره د افغانانو لومړنی تماس وو. 

د نادرشاه په وخت کي، دغه راز د کلتور او هنر د ودي په اړه هم ښه پرمختګونه وسول. د کابل میوزیم ترمیم سو او په کندهار، هرات او مزار شریف کي واړه میوزیمونه جوړ سول. عامه کتابخانې جوړي سوې او په کندهار او هرات کي ادبي ټولني تاسیس سوې، چي لیکوالو او هنرمندانو ته یې د جایزو په ورکولو سره د ادبیاتو او هنر د ودي په اړه ډېر زیات کار وکړ. ګریګوریان ص ص ۳۱۰-۳۱۱ 

 یو شی چي نادرشاه هر وخت، په تېره بیا د اجتماعي او فرهنګي اصلاحاتو د عملي کولو لپاره، ضرورت ورته احساساوه هغه د یوه منظم او قوي پوځ درلودل وه. د پاچا کېدلو سره سم یې ټولو پوځیانو ته د شلو افغانیو په عوض کي پنځه ویشت افغانی او راشن حواله کړ. د پوځ پر مرکزي روغتون برسېره، په هره قطعه کي یو کلینیک موجود وو او په پوځي ښوونځي او پوهنځي کي یې لایق خارجي استادان په کار وګومارل. محمدعلي  ص ۱۸۴ د قدرت په لنډه موده کي یې د منظمو پوځیانو شمېر څلوېښتو زرو ته ورساوه او په هغه پوځي قوه یې درې لوی قومي او قبایلي ښورښونه کرار کړل. ټیټلر ص ۲۳۱  

له نادرشاه سره برټانیې ۱۷۵ زره پونډه نغده بې عوضه مرسته وکړه او دغه راز یې لس زره توپک او پنځه لکه مرمۍ ورکړې. جرمني پنځه زره توپک او نیم میلون کارتوس په پور ورکړل، دغه راز یې له برټانیې څخه پنځه زره توپک رانیول او له فرانسې څخه یې شپاړس زره توپک او تقریبا دوه میلیونه مرمۍ واخیستلې.  نادرشاه غوښتل چي د خپل پوځ شمېر سلو زرو منظمو پوځیانو او دوولس زره احتیاط ته ورسوي او تل به یې ویل چي د پوځ وظیفه د افغانستان د ملي یووالي ساتل او د ترقی او پر مختګ د پروګرامونو ملاتړ دی. په کابل کي یې د پوځي ښوونځی فارغانو ته په یوه وینا کي وویل زه هیله لرم چي افغانستان به داسي غښتلی پوځ ولري چي د دوستانو په شمله کي به ګل او د غلیمانو په سترګو کي به اغزی وي. داسي پوځ چي زموږ په هیواد کي به سوله تامین او نیکمرغي تضمین کړي. ګریګوریان ص ص ۲۹۷-۲۹۸ 

د نادرشاه په لنډه څلور کلنه دوره کي، چي په تش لاس قدرت رسېدلی او د قبایلو او اقوامو د ښورښونو او سیاسي ستونزو په غېږ ورغلی وو، د تجارت او پانګي اچوني په ساحو کي دونه پرمختګونه وسول چي د افغانستان په تاریخ کي یې ساری نه وو لیده سوی.  

افغان سهامي شرکت، چي په ۱۹۳۰ کال کي جوړ سوی وو، په ۱۹۳۲ کي یې نوم بانک ملی سو. د دې بانک لومړنۍ پانګه پنځه دېرش میلیونه افغانۍ وه او وروسته ۶۳ میلیونه افغانۍ سوه. د دې بانک موسس یو شته من تاجرعبدالمجید زابلي وو. د افغانستان حکومت د بانک له تاسیسېدلو څخه وروسته وکړای سول چي د ۱۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د پنځو، لسو، شلو، پنځوسو او سلو افغانیو نوټونه چاپ کړي. هغه کتاب ص ۳۱۵ 

د ۱۹۳۲ او ۱۹۳۴ کلونو ترمنځ، د بانک ملي په تشویق، تقریبا دېرش لوی سهامي شرکتونه جوړ سول. په کابل کي د قره قل د پوستکو ځیني لوی شرکتونه ، د صابرشرکت د شپږو میلیونو افغانیو په پانګه، توکل د یومیلیون افغانیو، برادران د یو میلیون افغانیو، قناعت د یو میلیون او دوه نیم لکه افغانیو او کوشش د یو نیم میلیون افغانیو په پانګه جوړ سول. د افغانستان په شمال کي یو شمېر شرکتونه جوړ سول چي هغوی هم د پسونو پوستکي صاردرول: ایبک، سلامت، سعادت، صداقت، اخلاص او د میمنې شرکتونو ټولو، هر یوه، یو میلیون افغانی  او لا زیاتي پانګې درلودلې. د وارداتو تر ټولو لوی شرکت په کابل کي د تېلو شرکت وو چي د تېلو د واردولو او د تېلو له خارجي شرکتونو سره د انحصار حق یې درلود. نور لوی شرکتونه عبارت ول په هرات کي د اطمینان په نوم شرکت، چي دوه نیم میلیونه افغانی پانګه یې درلوده او د وړیو او پسونو د پوستکو صادرات یې کنټرولول. اتحادیه شمالي شرکت د لسو میلیونو افغانیو په پانګه د قره قل پوستکي صادرول او سمینټ او نور مواد یې واردول. په کندهار کي د پښتون شرکت، د څه باندي یو نیم میلیون افغانیو په پانګه وچه مېوه صادرول. دغه راز یو شمېر دولتي صنایع لکه په جبل السراج کي د نساجي فابریکه او په کابل کي د اورلګیت جوړولو او څرمني کارخاني خصوصي پانګه والو ته په اجاره ورکول سوي وې.  

د نادرخان حکومت د تجارت د تشویقولو او پراخولو په منظور په لندن، لیپزیک، ماسکو او پاریس کي تجارتي استازي مقرر کړل. هغه کتاب ص ص ۳۱۵-۳۱۶  

نادرشاه د خپل قدرت په زمانه کي د خپلو قوي ګاونډیانو، برټانيې هند او شوروي اتحاد ترمنځ بېطرفي وساتله. هغه نه یوازي د افغانستان شمال ته راغلي باسماچیان تقویه نه کړل بلکه، په افغانستان کي، د شوروي اتحاد مداخلې ته د پلمې د جوړېدلو د مخنیوي په منظور یې له خپلي خاوري څخه وایستل او دغه راز یې د ډیورنډ د پولي پر پوري خوا  د قبایلو په چارو کي له ښکاره لاس وهني څخه ځان وژغوری. نادرشاه له دواړو ګاونډیو قدرتونو سره خپل دوستانه اړېکي وساتل که څه هم چي کابل ته د راغلو امریکایانو سره د لیدني پر وخت له وینا څخه یې په څرګنده ښکاري چي د دواړو ګاونډیو هیوادونو پر دوستي او نیتونو باندي شکمن وو. هغه راغلو امریکایانو ته بلنه ورکړه چي د افغانستان تر مځکي لاندي مواد را وباسي او هغوی ته یې  وویل چي افغانستان د تېلو، د ډبرو د سکرو، مسو او نورو قېمتي شیانو او تجارتي موادو ښې ذخیرې  لري. ده هغوی ته وویل چي موږ نه غواړو د افغانستان دغه منابع په هغو اروپايي هیوادونو را وباسو چي پر افغانستان باندي د یرغل کولو نیتونه لري. هغه کتاب ص ۳۳۶ 

نادرشاه هم له برټانوي هند او هم له شوروي اتحاد څخه وخت ناوخته تخنیکي سلا مشورې ترلاسه کولې مګر په هیواد کي یې د دواړو هیوادونو فعالیتونه محدود کړي ول. روسانو ته یې په افغانستان کي د تجارتي فعالیتونو اجازه ورنه کړه او دغه راز یې د برټانیې فعالیتونه هم په کلکه څارل. په ښوونځیو کي یې فرانسوي او جرمني ښوونکي استخدام کړي ول مګر د انګلیسي ژبي لپاره یې هندي ښوونکي په کار اچولي ول. د نادرشاه په پاچهي کي، په ټول افغانستان کي، د ډیپلوماټانو په شمول، یوازي اویا تنه اروپاییان اوسېدل. فرانسوي او جرمني ماهران او ایټالوي صاحب منصبان یې استخدام کړي ول مګر یو برټانوی یې هم نه وو استخدام کړی. هغه د قبایلو استازو ته وویل چي زما حکومت، تر نن ورځي پوري، هیڅ هیواد ته امتیازات نه دي ورکړي او تر څو چي زه ژوندی یم زما په لاسلیک به څوک امتیاز راڅخه وانه خلي. هغه کتاب ص ۳۳۷ 
نادرشاه د اروپا په برخه کي د امان الله خان پالیسي تعقیب کړه او غوښتل یې چي افغانستان د اروپايی هیوادونو لپاره پرانیزی. هغه، له برټانیې او شوروي اتحاد څخه پرته، له یو شمېر اروپايی هیوادونو سره بېل بېل تړونونه لاسلیک کړل. له یوه فرانسوي ژورنالیسټ سره په مرکې کي یې وویل چي موږ فرانسې ته، د امان الله خان په څېر، د یوه دوست هیواد په سترګه ګورو او هیله لرو چي، پر لرغون پېژندني برسېره، چي ښې نتیجې یې ورکړي دي، په هره ساحه کي مرستي راسره وکړي. ښوونکي، انجنییران او په هره څانګه کي ماهران را ولېږي چي زموږ سره د خپلو شته منیو څخه د ګټو اخیستلو په کار کي کومک وکړي. هغه کتاب ص ص ۳۳۴-۳۳۵ 

نادرشاه دغه راز غوښتل چي د جرمني له ماهرانو او مرستو څخه هم د هیواد په هره برخه کي کار واخلي. په ۱۹۱۵ کال کي، چي هینټیګ او نیدرمایر، له جرمني څخه، د یوه  لوی هیات سره، کابل ته راغلل او غوښتل یې چي امیر حبیب الله خان د جرمني او ترکیې سره لاس یو کړي او د برټانوي هند پر ضد په جهاد کي برخه واخلي، نادر خان د جرمني هیات د طرحي له طرفدارانو څخه وو او له برټانیې سره د جنګ پر خواوو. کله چي قدرت ته ورسېدی نو جرمني ته یې بلنه ورکړه چي خپل ماهران افغانستان ته واستوي او د دې هیواد له منابعو څخه ګټه واخلي. ده وویل جرمني د نړۍ تر ټولو ښه ډاکټران، تر ټولو بهتر انجنیران، تر ټولو ښه عسکر او تر ټولي نړۍ تکړه پوځ لري خو افسوس چي ترټولو ښه سیاستمداران یې هم درلودلای. آدمک ص ۱۹۰ 

کله چي د جرمني سفیر هربرټ شوربل په ۱۹۳۳ کال کي له کابل څخه ولاړ نو وې ویل چي په افغانستان کي داسي ساحه نسته چي هلته دي جرمني ماهران نه وي. د نساجي له تولیداتو څخه واخله د توکمو تر جوړولو، سمینټوجوړولو، چاپخانو، نجاریو، رنګرېزیو او موټرونو تر میمولو پوري په هره برخه کي جرمني ماهران کار کوي. هغه کتاب ص ۲۱۰  

د نادرشاه په ابتکار، د طب د پوهنځي جوړېدل ډېر مهم کار وو، او په لنډ وخت کي د هیواد د خلکو صحي اړتیاوو ته یو څه توجه وسوه. ځینو روغتونونو د طب د پوهنځي سره پیوستون وکړ او له لابراتوارونو څخه یې ګټه اخیستله. په دې برخه کي یو مهم ګام د ایکسرې د ماشین فعاله کېدل او د هغه تر څنګ د دماغي ناروغانو لپاره روغتون، د غاښو کلینیک او د ښځو لپاره د روغتون جوړېدل ول. نادرشاه د نري رنځ د ناروغانو لپاره، د لومړي ځل لپاره، یو سناتوریوم جوړ کړ او هغه یې د خپل مخصوص ډاکټر ریفقي کامل اورګا په نوم، چي په کابل کي یې اته لس کاله خدمت وکړ، ونوماوه. دغه راز یې په دارلامان کي د ښځو لپاره یو بل سناتوریوم جوړ کړ. د نارینه وو سناتوریوم شل بستره او د ښځو سناتوریوم دېرش بسترونه درلودل. ګریګوریان ص ۳۱۳  

د نادرشاه د نظام تر ټولو لویه او مهمه ښېګڼه دا وه چي د سقاوي نظام له نسکورولو څخه وروسته، چي معلومه نه وه تر کله به یې داوم کړی وای، منځته راغلی او پر پښو درېدلی وو. نادرشاه، په تش لاس او بېله منظم پوځه، په داسي حال کي کابل ته ننووت چي سقاوي رژیم د هیواد ټولي تعلیمي، مالي او پر مختیایی پروژې له منځه وړي او د پایتخت هره برخه یې تباه کړې وه؛ خو هغه په خپله لنډه څلور کلنه دوره کي داسي مرکزي او قانوني نظام جوړ کړ چي د ده تر ناڅاپي وژل کېدلو وروسته هیڅ داسي محسوس حرکت ونه سو چي د نادري نظم د خرابېدلو سبب سوی وای.  

په ټولنو کي ښورښونه معمولا د استبداد په مقابل کي د عکس العمل په توګه منځته راځي او کله کله یې لمن دونه پراخه سي چي غښتلي نظامونه نسکور کړي. مګر د نادرشاه استبداد، برعکس، د ښورښونو او مخالفتونو په مقابل کي عکس العمل وو. نادرشاه د کابل د نیولو او سقاويانو د نسکورولوڅخه وروسته د سقاویانو ځیني طرفداران او نیژدې کسان د قومي او سمتي مخالفتونو د کرارولو په منظور مقرر کړل. هغوی د همکاری پر ځای، په شمالي کي په دونه قوت، ښورښ پیل کړ چي د ښورښیانو شمېر پنځه ویشتو زرو ته ورسېدی. دغه راز د هیواد په شمال کي، د شوروي څخه د راغلیو مهاجرو باسماچیانو د مشر ابراهیم بیګ، چي هم یې پایتخت ته د راتللو په برخه کي د نادرشاه غوښتنه ونه منله، هم یې د مزارشریف د ولایت مرستیالي رد کړه او هم یې د وسلو د تسلیمولو څخه انکار وکړ، پرته له دې چي د پوځ او قبایلي جنګیالیو په زور ځپل سوی وای بله څه لاره درلوده. په پکتیا کي د لېوني ملا د ښورښ د کرارولو لپاره  خو شاه محمودخان د خبرو لپاره ورغی. کله چي خبرو ګټه ونه کړه او د ښورښ لمن پایتخت ته رسېدله، نادرخان له پوځي قوې پرته بله څه چاره درلوده؟ 

امان الله خان، د دوهم عمومي جنګ تر پایه پوري، د پاچهی د بیرته نیولو له تلاښونو څخه لاس وانه خیست او د نادرخان د رژیم د بدنامولو او نسکورولو لپاره یې له هري وسیلې څخه کار   اخیست. له هغه سره، په بېلو وختونو کي، د شوروي اتحاد د مشر سټالین، د ترکیې د جمهورریس مصطفی کمال اتاترک، د ایټالیې د صدراعظم موسولیني، د ازادو قبایلو او غلجیو او په صوبه سرحد کي د خان عبدالغفار خان د سورکمیسو ملاتړ ملګری وو. دا د هغه وخت د تبلیغاتو اثر دی چي زموږ خلک، په تېره بیا منورین، نادرخان د انګرېزانو ګوډاګی بولي؛ په داسي حال کي چي د دې ادعا د ثبوت لپاره تر اوسه پوري چا هیڅ سند وړاندي کړی هم نه دی. او په مقابل کي ټول تاریخي شواهد او آرشیفونه ښيي چي نادرشاه مستقله اراده درلوده او د امان الله خان او نورو وطن پالونکو افغانانو په څېر، پر استقلال او ترقی مین، وطن پال افغان وو. 

مرحوم غبار پر نادرشاه باندي د نورو ټولو تورونو لګولو تر څنګ دا خبره هم کوي چي د نادرشاه د خاندان هر غړي د اروپا په بانکونو کي په میلیونو ډالر ذخیره کړي دي. غبار ص ۱۰۲ دا چي مرحوم غبار به دا معلومات له کومه کړي وي زه څه نه سم ویلای خو زه مجبور یم چي خپل د سترګو لیدلی حال د لوستونکو د قیاس لپاره وړاندي کړم. 

زه د ۱۹۸۳ کال د جولای د میاشتي په پای کي متحده ایالاتو ته راغلم او دلته مي د امریکا ږغ راډیو سره کار پیل کړ. ما په الیکزانډریه کي ژوند کاوه؛ او زموږ هستوګنځي ته نیژدې، د اعلیحضرت محمدظاهرشاه مشره مږور مېرمن خاټول په هالي ډې این هوټل کي مزدوره وه ، تشنابونه یې پاکول او د مېلمنو بسترې به یې جوړولې. تر هغه ځایه چي زه خبر یم دې کار ته یې لږترلږه لس کاله نور دوام ورکړ. د ظاهرشاه لمسی، د والاحضرت احمدشاه زوی، ظاهر نومېدی او د نورو عادي افغانانو د اولادونو په څېر یې، د مکتب څخه له رخصتېدلو وروسته، د مک ډانلډ په رستوران کي، تر ماښامه کار کاوه. ما پخپله لیدلی او شخصا مي پوښتنه ورڅخه کړې او احوال یې راته ویلی دی؛ اوس نه یم خبرچي چېري به وي. شهزاده احمدشاه پخپله، تر دې وروستیو وختونو پوري، د حکومت په مرسته، یوه اپارتمان کي ژوند کاوه او په لومړیو شپو ورځو کي یې، د څو پیسو د ګټلو او ابرومندانه ژوند کولو لپاره،  دوه درې ځله د ټکسي چلولو تصمیم ونیوی خو د ویرجینیا په ایالت کي اوسېدونکو محمدزیو منع کړ او تل به یې ورته ویل چي دا د هغوی د حیثیت او آبرو مسله ده؛ دی چي هر څه ته ضرورت لري هغوی به یې ورته برابروي. د ظاهرشاه دوهم زوی نادر د کاناډا په ټورنټو کي د پیزې پخولو په یوه دوکان کي، څه باندي شل کاله مزدور وو؛ او دا مي لا هم اورېدلي چي کله کله به یې د پیسو په بدل کي ګیتار هم ږغاوه. څوک چي سل زره ډالره ولري، پر خپل ځان اولاد او مېرمني به، په یوه پردي هیواد کي دغه ډول د ذلت او خوارۍ ژوند څرنګه ومني. په داسي حال کي چي زموږ مورخین او منورین وايي چي د نادرشاه د کورنۍ هر غړي په بهرنیو ملکونو کي په میلیونونو ډالر ذخیره کړي ول. 

د سردار نعیم خان زوی عزیز نعیم، چي د حقوقو د پوهنځی یو لایق استاد وو، تر مرګه په لندن کي، په یوه عادي اپارتمان کي ژوند وکړ. د سپه سالار شاه محمودخان زوی، سلطان محمود غازي، د خپلو نورو خپلوانو په څېر په ویرجینیا کي په یوه عادي اپارتمان کي ژوند کاوه. زه یې څو ځله کورته ورغلی یم او د هغه عادي فقیرانه ژوند مي له نیژدې لیدلی وو. 

 

 

 

 

        ماءخذونه 

مبارز، عبدالحمید. تحلیل واقعات سیاسي افغانستان. چاپ ۱۳۷۵( ۱۹۹۶) 

۲ غبار، میرغلام محمد. افغانستان در مسیر تاریخ، جلد دوم.چاپ ۱۹۹۹ ویرجینیا، ایالات متحده. 

۳  فرهنګ، محمد صدیق. افغانستان درپنج قرن اخیر، درسه جلد. سال و مکان چاپ نامعلوم. 

۴  شنسب، امیرالدین. خاطرات هشتاد سال زندګي یک افغان. چاپ دوم ۱۳۸۰( ۲۰۰۱) پېښور 

۵  آقابکف، ژرژ سرګیویچ، خاطرات آقابکف. ترجمه ډاکټر حسین ابوترابیان. ۱۳۵۷( ۱۹۷۸) تهران 

۶  انیس، محی الدین. بحران ونجات. چاپ دوم،  ۱۹۹۹مرکز نشراتي میوند 

۷  کاتب، ملافیض محمد. تذکرالانقلاب. ۲۰۱۳ جرمني 

۸  مجددي، عبدالحق. افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر. ۱۹۹۹ پېښور 

۹  تیخانوف، يوري. نبرد افغاني سټالین. ترجمه عزیز آریانفر. انټرنیټ 

۱۰   راز های سر بمهر. تهیه دانشمندان اتحاد شوروي. ترجمه عزیز آریانفر. انټرنیټ 

۱۱   بویکو، ولادیمیر. دولت و اپوزیسیون درافغانستان. ترجمه عزیز آریانفر. چاپ ۲۰۱۱ انتشارات میوند 

۱۲  نوید، سنزل. واکنش های مذهبي و تحولات اجتماعي در افغانستان. ترجمه محمدنعیم مجددی. ۲۰۰۹ انتشارات احراري هرات 

۱۳   کشککي، برهان الدین. نادرافغان.۱۹۳۱ مطبعه دولتي کابل. 

۱۴   خان عبدالولي خان، باچا خان او خدايي خدمتګاري. لومړی ټوک. ۱۹۹۳ پېښور. 

15  Tendulkar, D.G. Abdul Ghafar Khan. 1967 New Delhi  

16    Gregorian, Vartan. The Emergence of Modern Afghanistan. 1969 California.  

17   Adamec, Ludwig. Afghanistan’s Foreign Affairs to the Mid-Twentieth Century.1974 U.S.A 

18  Dupree, Louis. Afghanistan.1980 U.S.A 

19   Tytler,W.K.Fraser. Afghanistan, A Study of Political Developments. 1967 Oxford University. 1967 Oxford University Press. 

20  Mohammad Ali, Professor. Progressive Afghanistan. 1933 Lahore. 

21   Poulada, Leon B. Reform and Rebellion in Afghanistan. 1973 Cornell University U.S.A 

22  Stewart, Rhea Tally. Fire in Afghanistan. 1973 New York.