د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال وویل: اندونیزیا چمتو ده چې د اسلامي هیوادونو په همکارۍ او منځګړیتوب د میانمار بحران ته د پای ټکی کیږدي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د ساینس او ټیکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د لومړۍ غونډې وروسته په آزادۍ ماڼۍ کې د میانمار د ریخاني آیالت د بحران په اړه وویل: اندونیزیا لا تر مخې د میانمار حکومت سره په دې برخه کې خبرې اترې کړي دي او د هیڅ ډول همکارۍ نه به بسنه و نه کړي.

د یادې غونډې په پرانیسته کې د قزاقستان جمهور ریس «نور سلطان نظربایوف» د میانمار د مسلې په اړه زیاته کړه: مونږ په دې هکله اندیښمن یو او ژر تر ژره به دې بحران ته د پاې ټکې پیدا کړو همدارنګه د اصلي ستونزې او د نړیوالو قوانینو څخه د سر غړونې په موخه به یاده موضوع د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمیسیون ته وړاندې کړو.