د مالیزبا د کارګرانو د چارو وزیر ویلي دي که چيرې په ټایلنډ کې د کمبودیایي کارګرو د قانوني کولو پروسه بریالۍ ثابته شي نو یاده پروسه به په مالیزیا کې هم پلي کړي.

«ایت سم هینګ» د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مالیزیا لخوا به ۳۶۰ مامورین د ۱۰۰ ورځو لپاره ټایلینډ ته واستول شي ترڅو د ټایلینډي چارواکو سره د دغې پروسې د تطبیق په برخه کې مرسته وکړي.

همداراز نوموړي وویل، "مالیزیايي مامورین به په تایلینډ کې ناقانونه مهاجر کارګرو ته د کار قانونی سندونه د ورکړې په برخه کې عملي زدکړې هم ترلاسه کړي."
دغه پروسه به په تایلینډ کې د روان کال د سپتامبر میاشتې په ۱۵مه پیل او د دسمبر تر ۱۵مه به دوام وکړي.

«سمهینګ» زیاته کړه چې د ټایلنډ نه وروسته به دغه پروسه په مالیزیا کې ترسره شې دا ځکه چې دلته په مالیزیا کې هم ډیری غیر قانوني کمبودیایي کارګر شتون لري.

د مالیزیا د کارګرانو د چارو وزارت د یو راپور په بنسټ چې تیره ورځ یې خپور کړی دی، ویل کیږي چې په مالیزیا کې دا مهال کابو ۳۰ زره قانوني او غیر قانوني کمبودیایي کارګران په بیلابیلو کارونو بوخت دي.

د راپور په اساس دغه کارګران په اوسط ډول د میاشتې ۳۰۰ امریکایي ډالر پیدا کوي.