د ښه مېړه ځنې ځانګړتیاوې: (عبدالله وردک)
لسمه برخه - عبدالله وردک - انګلستان - سپتمبر - ۲۰۱۷
ګرانو او قدرمنو لوستونکو اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته!
ډېرخوشحاله یم چه الحمدالله یوځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د قدرمنو وروڼو څخه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ هیله کوم چه ماته په قهر نشی، او دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړی، او ښه فکر پکې وکړی، او که چېرې په دغه لیکنه کې ځنې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شی، نو هغه د په عمل کې پیاده کړی.
د یادولو وړ ده چه زه د الله(ج) په فضل سره د ۱۸ کلنۍ څخه را پدیخواه د یوې نېکې او صالحې مېرمنې مېړه پاته شوی یم. زه غواړم چه د خپلې اوږدې عملی تجربې په نظر کې نیولو سره خپل نظر په ډېر صداقت او امانتداری سره تاسې ته وړاندې کړم.
تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو وروڼو ته په شه توګه معلوم وی چه هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء دحاصلولو په خاطر وی، او بس.
زه په ډېره درناوۍ غواړم چه ګرانو وروڼو ته ځنې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم:
۱- ښه مېړه باید تر ټولو لومړی له هغو ټولو حقونو څخه چه الله(ج) یوې ښځې ته تعین کړیدی، خپل ځان ښه خبر او پوه کړی، هغه حقونه باید په خلاصه ټنډه قبول کړی او د هغه په عملی کېدو کې اغېزمن او چټک ګامونه واخلی.
۲- ښه مېړه باید هغه شرعی مهر چه د نکاح په وخت کې تعین شوی وی، خپلې مېرمنې ته په ښه توګه ورکړی. البته مهر باید د نکاح په وخت کې په صحیح توګه تعین شی. ځنې خلک دغه مسـٔله جدی نه ګڼی او بې اندازې زیات مهر ټاکی، چه هغه صحیح کار ندی. ځنې خلک خو له شروع څخه د مهر د ورکولو نیت نلری، نو دهغه په تعین کې هیڅ نوع فکر او غور نکوی، چه دغه راز کړه وړه د یوه مسلمان د آخرت د پاره ډېرې ناوړه پایلې لرلای شی. له هغو وروڼو څخه چه تر اوسه پورې یې د خپلې مېرمنې مهر ندی ورکړی، هیله کېږی چه هغه ورکړی او دغه اسلامی وعده او مسٔولیت اداء کړی. د یادولو وړ ده چه وروڼه په چل او په غلطو وعدو سره خپلې مېرمنې پدې راضی نکړی چه هغه ور وبښی، نه، هغه د دوی حق دی او هغه باید په ښه توګه ورکړل شی.
۳- ښه مېړه باید له خپلې مېرمنې سره د اولادو په حیصه کې کمک وکړی. د هغه په کرارولو، مکتب او مدرسې بېولو کې د خپلې مېرمنې سره کمک وکړی. همدارنګه، د دینی سبق دپاره جومات ته، او د لوبو د پاره پارک ته د بېولو په برخه کې کمک ورسره وکړی. ځنې وروڼه د کور ټول مشکلات خپلو مېرمنو ته حواله کوی، او پخپله په ناحقه بحثونو او بنډارو کې د خپلو ملګرو سره مصروف وی، او له خپلو اولادو څخه باالکل خبر نه وی.
۴- ښه مېړه د خپلې مېرمنې بدو عادتو ته د دوربین پذریعه نه ګوری. که فرضاً د هغه د مېرمنې کوم عادت بد وی، شاید ډېر ښه عادتونه هم ولری. نو مېړه ته لازمه ده چه د خپلې مېرمنې ټول ښه او بد عادتونه د انصاف په تله وتلی او هغه ټول په نظر کې ونیسی او بیا عادلانه قضاوت وکړی، او په هرحالت کې له الله(ج) څخه کمک وغواړی.
۵- ښه مېړه ته تر ټولو مهم شی باید د خپلې مېرمنې اسلامیت وی. اسلامی مینه تر ټولو بهترینه او دایمی مینه ده. هغه مینه چه په دنیوی شیانو بناء وی، هغه مجازی مینه ده او هغه ډېر دوام نشی کولای. د مېړه نیت باید دا وی چه خپله مېرمن د خپل ځان سره جنت ته بوزی او هغه د دوزخ له اوره بچ کړی. هغه سړی به ډېر نېک بخته وی، چه الله(ج) د هغه ښه مسلمانه ښځه په نصیب کړی وی. مېړه ته هم لازمه ده چه د ښې او نېک صالحې مېرمنې په قدر پوه شی.
۶- ښه مېړه خپله ښځه په منظم ډول سره د تهجد لمانځه ته پاڅوی. هر وخت هغه نېکو کارو ته تشویق کوی. هغې ته هغه شانته روحیه ورکوی چه دده سره د هغې د آخرت غم شته. ښه مېړه خپله مېرمن اسلامی درسونو ته ډېره تشویق کوی او هغه ته هر ډول آسانتیاوې برابروی. ځنې وروڼه متأسفانه، نه پخپله په اسلام صحیح پوهېږی چه خپلې مېرمنې ته په کور کې څه ورزده کړی، او نه هغې ته د اسلامی درسونو د ورتګ اجازه ورکوی، چه هلته څه زده کړی، نو په نتیجه کې دواړه د اسلام څخه لرې پاته کېږی، چه دا ډېر د خفګان وړ حالت دی.
۷- ښه مېړه کله ناکله د ګلانو ګېډۍ خپلې مېرمنې ته د ډالۍ په توګه وړاندې کوی. مېرمنې ګلان ډېر خوښوی، او دوی د خپل مېړه په دغه کار ډېر خوښحاله کېږی. هېره د نه وی چه لږ تر لږه د مېرمنې د پیدایښت ورځ او د واده ورځ د دې کار د پاره ډېرې مناسبې ورځې دی.
۸- ښه مېړه هیڅ وخت بدون له عذره ډوډی بیرون له کوره په رستورانت او هوټل کې نه خوری. ښه مېړه د امکان په صورت کې، هر وخت هرشی له خپلې مېرمنې او اولادو سره شریک خوری. ځنې مېړونه کله ناکله خپله ډوډۍ د خپلې مېرمنې او اولادو څخه پټه بیرون د ملګرو سره خوری، او بیا په کور کې د خپلې مېرمنې په ډوډۍ بېځایه نیوکې کوی. علت یې داوی چه دوی خو خپلې خېټې ښې ډکې کړی وی، اما هغه نشی ویلای، او ناحقه بهانې لټوی چه په نتیجه کې ډوډۍ په ټولو زهر کړی.
۹- ښه مېړه هغه دی چه د هغه مېرمن د زړه له خلاصه، بدون د کوم ډار څخه د هغو د ښه توب تصدیق وکړی. عطر هغه دی چه خلک ېې صفت وکړی، نه داچه، عطار یې ناحقه صفت وکړی. ځنې مېړونه بې اندازې د خپلو مېرمنو صفت کوی، چه پدغه کې حتمی څه خبره وی، او الله(ج) د هر مسلمان د ښځې له ظلمه هم وساتی. آمین.
۱۰- ښه مېړه هر وخت او په هرحالت کې الله(ج) حاضر ګڼی او خپل ځان الهی احکامو ته تابع ګڼی، له خپلې مېرمنې سره حتی د طلاق په کارونو کې هم غیراسلامی چلند نکوی. د مثال په توګه ځنې خلک چه کله یې د خپلې مېرمنې سره د ژوند په هکله کوم مشکل او جنجال پیدا شی، نو بیا د هغې ژوند معلق ساتی، یعنې، نه هغه طلاقه کوی، او نه هغه پخلا کوی. دا حالت ډېر غیر اسلامی حالت دی او ښه مېړه باید لدې حالت څخه ځان وژغوری.
۱۱- ښه مېړه د ډوډۍ په سر خپلې مېرمنې ته ښې دعاګانې کوی، په ډوډی نخرې نکوی، او دالله(ج) شکرانه اداء کوی، او خپل ځان ته هغه د مجردۍ د وخت ډوډۍ ور په زړه کوی. د ډوډۍ په وخت کې مناسبې مسنونه دعاګانې کوی.
۱۲- ښه مېړه د خپلې مېرمنې ملګریې ته ډېر درناوی کوی. ښځې هم د نارینه په شان د خپلې طبعې ملګریې لری او له هغو سره قیصې، مجلس او د زړه خواله کوی. د یادولو وړ ده چه خدای ناخواسته د ښځو دغه بنډار د غیبت او فساد سرچینه و نه ګرزی. ښځې باید په خپلو منځو کې ښځینه مسایل یو له بله سره د اسلام په رڼا کې شریک کړی.
۱۳- ښه مېړه د خپلې مېرمنې رازونه پټ ساتی. ښه مېرمن هم د خپل مېړه ټول رازونه پټ ساتی او هغه له هیچا سره نه شریکوی. ځنې ښځې په غلطۍ کې کله ناکله د خپل مېړه ځنې رازونه په خپلو ښځینه مجلسو کې بیانوی، چه دغه کار باالکل د منلو وړ ندی. مېړه او ښځه یو او بل ته د ښه اسلامی لباس مثال لری.
۱۴- ښه مېړه باید ډیر باناموسه او وفادار وی. ښه مېړه هیڅکله هم د خپلې مېرمنې سره بې وفایی نک‌وی. ښه مېړه هڅه کوی چه د خوښحالۍ ټولې شپې او ورځې له خپلې مېرمنې سره تېرې کړی. ځنو مېرمنو د سختۍ شپې او ورځې د خپل مېړه سره تېرې کړی وی، اما کله چه د هغې د مېړه ژوند لږشانته ښه شی، نو بیا د هغې مېړه بدون له شرعی عذر څخه بل واده کوی، چه البته دغه کار ډېر بد او بې انصافه کار دی.
۱۵- ښه مېړه پخپله میرمن باید سل په سلو کې اعتماد او اعتبار ولری، که نه، ژوند به ډېر بې خونده وی. همدارنګه، مېرمن هم باید پخپل مېړه پوره اعتماد او اعتبار ولری. که چېرې اعتماد او اعتبار په منځ کې نه وی، نو هغه ژوند دوام نشی کولای.
۱۶- ښه مېړه د کور سودا د خپلې مېرمنې په خوښه اخلی، او هغه سودا اخستلو ته ورسره بیایی، ځکه مېرمنې پوهېږی چه دوی څه شی ته ضرورت لری. مېرمنې په عمومی ډول په دغه کار ډېرې خوښحاله کېږی.
۱۷- ښه مېړه خپلې مېرمنې ته د قهر په وخت کې هم د هغې د پلار او مور نوم په بد ډول نه یادوی. مېرمنې ته دغه شانته کړنه ډېر تکلیف ورکوی، او له دغه حالت څخه باید جداً مخنیوی وشی.
۱۸- ښه مېړه هیڅکله خپله مېرمن د پلار او مور له کوره نه منع کوی. او هغه ته معلومه وی چه د هغه مېرمن خپل د خاپوړو ځای په آسانۍ سره نشی هیرولای. ښه مېړه باید خپله مېرمن د امکان په صورت کې پخپله د هغو د پلار کور ته بوزی، مېړه او مېرمن یو له بله سره یو ځای ډېر ښه معلومېږی.
۱۹- ښه مېړه د خپلې نویې واده شویې مېرمنې سره ډېر احتیاط کوی. نویې واده شویې مېرمنې ته هر شی ناآشنا معلومېږی او هغې ته دغه محیط باالکل نوی ښکاری. نو مېړه ته پکار ده چه د هغې سره په ډېره نرمه لهجه خبرې او په ډېر احتیاط سره ژوند وکړی. ښه مېړه باید هیڅکله په خپله نویې مېرمن آواز جګ نکړی او هغه وډاره نکړی. البته د نویې واده شوی ښځې سره باید د کورنۍ ټول غړی احتیاط وکړی، او له هغې سره ضد ونکړی، خصوصاً خسر، خواښیې، د مېړه خورانې، او د هغه کورنۍ نورې نګورانې، په ډېر انصاف او احتیاط سره د هغې سره ښه اسلامی چلند وکړی. د یادولو وړ ده چه نیتونه پاک وی، الله(ج) به ټول مشکلات حل کړی، یوازې ښې با انصافه حوصلې ته ضرورت دی. نن سبا، ځنې کورنی مشکلات، متأسفانه د خسر، خواښیې، د مېړه د خورانو او د کور د نورو نګورانو، له طرفه مابین ته راځی، چه دغه ښه کار ندی. همدارنګه، نګور هم باید د ښه خسر او خواښیې په قدر پوه شی، چه هغه هم د اسلام په رڼا کې د خپل زوی او نګور خوښحاله ژوند غواړی، او بس. مېړه باید ددې کوښښ ونکړی، چه خپله مېرمن د هغې د خپلوانو څخه جدا کړی، او همدارنګه، نګور هم باید دا فکر ونکړی چه دا به خپل مېړه له خپلو دوستانو څخه جدا کړی، نه دا کار د کېدلو ندی او باید وخت پرې ضایع نشی. بهتره به داوی چه دواړه یو د بل خپلوانو ته د زړه له کومی احترام ولری، چه پدې کار سره به الله(ج) دواړو ته اجرونه ورکړی.
۲۰- ښه مېړه په هیڅ وخت کې له خپلې مېرمنې سره چل او دوکه نکوی. ښه مېړه په هرحالت کې خپلې مېرمنې ته صادق او وفادار وی، او هغه هیڅکله خپلې مېرمنې ته دروغ نه وایی. که خدای ناخواسته، دروغو د دوی ژوند ته لاره پیداکړه، نو بیا هغه ژوند، ژوند ندی، هغه یو او بل ته بازی ورکول دی او هغه زیات دوام نشی کولای، او دواړه باید د هغه بشپړ ړنګوالي ته انتظار وباسی.
۲۱- ښه مېړه د خسر او خواشیې ډېر قدر او عزت کوی. هغو ته ډېر په درنه سترګه ګوری او له هغو سره د خپل توان په اندازه مالی کمک هم کوی. بد بختانه، ځنې خلک د خسر او خواشیې سره ښه سلوک او خدمت کول شرم ګڼی. که زوی غواړی چه د هغه مېرمن د ده د پلار او مور خدمت وکړی، نو هغه باید حتمی او ضروری د خپل خسر او خواښیې احترام او خدمت وکړی. هېره د نه وی، چه هر چا ته خپل مور او پلار ډېر ګران وی.
۲۲- ښه مېړه باید بدون د شرعی عذر څخه بل واده ونکړی. مېرمن په بل واده کولو ډېره خفه کېږی. مېړه هم کوښښ وکړی چه بدون له ضرورته خپل فامیل تیت او پرک نکړی. اولادونه هم هیڅکله نه خوښوی چه د دوی پلار د دوی په مور دوهم واده وکړی. ښه مېړه ته باید د کورنۍ ګټې تر خپلو ګټو مهمې وی.
۲۳- ښه مېړه خپلې مېرمنې ته د اسلام په رڼا کې د تعلیم اجازه ورکوی. هغې ته دواړه اسلامی او ساینسی زده کړی ور زده کوی. د یادولو وړ ده چه باسواده مور تر باسواده پلار د اولاد لپاره ښه خدمت کولای شی. همدارنګه مېړه له نېکې او صالحې مېرمنې سره په خبره ځان ژر او ښه پوهولای شی، نو په نتیجه کې د اسلام په رڼاکې تعلیم د مېړه او د هغو د مېرمنې د پاره ګټور دی.
۲۴- ښه مېړه باید خپله مېرمن د خیر په ټولو کارو کې شریکه کړی. هغه د امکان په صورت کې عمرې او حج ته بوزی. د هغې لپاره فطرانه ورکړی او دهغې لپاره قربانی وکړی. د هغو د پاره د خیر او د ثواب په کار کې د بانک له لارې په منظمه توګه یوه اندازه روپۍ ورکړی. هغه کورنۍ چه په بهر ملکونو کې ژوند کوی، دوی کولای شی چه هم عمره وکړی او هم د خپلو دوستانو د لیدلو دپاره وطن ته لاړشی. په بل عبارت دوی کولای شی چه هم ثواب او هم خرما لاسته راوړی. لطفاً د ټولې کورنۍ دغې مسٔلې ته زیاته توجه او پاملرنه وکړی.
۲۵- ښه مېړه ته چه هرکله معلومه شوه چه په یوه موضوع کې ګناه دده وه او دی ملامت و، نو بدون له ځنډه څخه باید د خپلې مېرمنې څخه معذرت وغواړی. هېره د نه وی، چه مېړه معذرت غوښتل خپل عادت ونه ګرزوی. بهتره به دا وی چه په هره خبره او کار کې د کولو څخه مخکې ښه غور او فکر وشی.
۲۶- ښه مېړه د خپلې مېرمنې سره د کور په کار کې کمک کوی. د مثال په توګه د ظرفونو د مینځلو، د کوټې د جارو کولو، د جامو د مینځلو او اوتو کولو، په برخه کې کمک ورسره کوی. هېره د نوی چه ځنې خلک د خپلې مېرمنې سره د کور په کار کې کمک کول د ځان د پاره یو لوی شرم ګڼی، چه دا باالکل غلطه خبره ده او په هیڅ صورت کې د منلو وړ نده.
۲۷- ښه مېړه په هره مناسبه موقع کې خپلې مېرمنې ته وایی، چه دا ډېره پرې ګرانه ده او ددې سره زیاته مینه لری. په دغه خبره د یوه سړی مېرمن ډېره خوښحاله کېږی. البته ښه مېړه دغه خبره په عمل کې هم باید پیاده کړی، که نه، دغه بیا بې معنی او پوچه خبره ده.
۲۸- ښه مېړه د روژې په مبارکه میاشت کې په خپله مېرمن بیځایه فشار نه راوړی، او د هغې سره کمک کوی، تر څو هغه وکولای شی چه خپل عبادت ته لازم وخت پیدا کړی او ټول وخت د پکوړو، سمبوسو او روژه ماتي په تیارولو کې تېر نکړی. په اوسنی وخت کې ځنې مېرمنې زیاتره وخت په پخلنځي کې تېروی او حتی لمنځونه هم ترې ناوخته کېږی. هېره د نه وی چه ښه مېړه باید د خپلې مېرمنې په عبادت له پکوړو څخه زیات خوښحاله شی، او د خپلې مېرمنې ګټه د خپلې ګټې څخه کمه ونه ګڼی.
۲۹- ښه مېړه د امکان په صورت کې خپلې مېرمنې ته ګوتیې، بړنګي، آمېل او ښې مناسبې جامې اخلی، او مېرمن د خپل مېړه په دغه کار ډېره خوښحاله کېږی. د مثال په توګه، کله چه مېړه چېرته لاړ شی، نو د خپلې مېرمنې د پاره یوه تحفه راوړل هغه ډېره خوښحاله کوی. شرط ندی چه تحفه ډېره قېمتی وی.
۳۰- ښه مېړه د اولاد په مخ کې هیڅکله خپلې مېرمنې ته بدې خبرې نکوی. البته دا ددې معنی نه ورکوی چه مېړه کولای شی چه د اولاد په نه موجودیت کې هغې ته بدې خبرې وکړی، نه داسې نده. اولادونه د پلار او مور له جنجال او غالمغال څخه ډېر پرېشانه کېږی او دغه جنجال او غالمغال د دوی په آینده ژوند ډېر بد تأثیر کولای شی.
۳۱- ښه مېړه هیڅکله خپله مېرمن په ناوړه نوم نه یادوی. مېرمن په خپل نامه ډېره خوښحاله کېږی. د اولاد د پیداکېدو وروسته د لومړی اولاد په نامه ښه خوښحاله کېږی.

نوټ: دغه نقطه باید ټولو ته ښه واضح شی چه مونږه او تاسې ټول د الله(ج) ډېر ګنهګاره بندګان یو او مونږه ټولو خپل مسٔولیتونه په صحیح توګه ندی اداء کړی. الله(ج) د مونږه ټولو ته عفوه او بښنه وکړی. اوس هم ناوخته ندی چه خپل ځانونه اصلاح کړو او د خپلو کړو جبران وکړو. له خپلو نېکو مېرمنو د زړه له کومی معذرت او بښنه وغواړو، او په دغه پاته وخت کې له هغو سره ښه رویه او ښه چلند وکړو او د دوی پاک زړونه لاسته راوړو. همدارنګه غواړم دغه ټکی هم ښه واضح کړم چه په ریښتیا سره د ښځې اسلامیت تر ټولو زیات د اهمیت وړ دی. کېدای شی چه مېړه ته هم په آخر کې دا حقیقت ښه معلوم شی چه د ښځې ښایست د یو څو ورځو د پاره وی، اما د هغې اسلامی اخلاق د ټول وخت د پاره وی. که د یوه سړی مېرمن هر څومره ښایسته وی، مګر اسلامی اخلاق ورسره نه وی، نو د هغې ښایست په درد نخوری. له ښه ښایست سره ښه اسلامی اخلاق ښه مزه کوی.
په پای کې زه د یوه مېړه په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم او خپلې غریبې او نېکې مېرمنې ته د زړه له کومی د نېکو اعمالو څخه ډک، اوږد عمر غواړم. هغې ته تر مرګ وروسته د مغفرت دعا کوم، او الله(ج) د هغه د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتی، او الله(ج) د هغې ته جنت الفردوس په نصیب کړی. آمین یارب العالمین. وسلام. په ډېره عاجزی او درناوی.
الله(ج) د په افغانستان اوپه ټوله نړی کې هغه صلحه راولی چه الله(ج) ته قبوله او منظوره وی. آمین، یارب العالمین.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان. زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com